په وروستی ځل د بیاځلی کتل کیدو نیټه: ۲۶ نومبر، ۲۰۲۴
بشری سرچینې
مقرره ۵۰۷-۱
د کارکوونکو د تبعیض او ځورونې د ادعاوو لپاره د شکایت د ثبت او څېړنې طرزالعملونه
د پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځي د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل په شمول (د ګډی شجری یا توکم او توکمیزو ځانګړتیاوو)، جنس، جنډر هویت، جنسي تمایل، حمل، ماشوم زیږون، یا اړونده طبي شرایطو، په شمول د طی ورکولو حالت، عمر، مدنی حالت، عسکری خدمت، معلولیت، جنیټکی معلوماتونو یا د کوم بل څیز پر اساس د خپلو کارکوونکو یا د دندې غوښتونکو تبعیض نه کوي، او نه تبغیص او ځورونه زغمی، کوم چې د قانون له مخی منع شوی دي. د ښوونځي څانګه هڅه کوي چې د تبعیض ټول شکایتونه په چټکۍ، عادلانه ډول او په ټیټه ممکنه اداري کچه حل کړي، چې په کې شخړې او د ښوونځیو په چارو کې ګډوډي په ټیټه کچه وي.
د پرنس ویلیم کاونټي د ښوونځي بورډ د شکایتونو یو داخلي طرزالعمل تصویب کړی چې د هغو شکایتونو لپاره سمدستي او مساوي حل لاره وړاندی کوي چې ادعا پکې کېږي چی یو کارکوونکی یا د دندې غوښتونکی د فدرالي او ایالتي تبعیض ضد قوانینو او د هغوی د پلي کولو مقرراتو له مخې له منع شویو کړنو څخه د کومې یوې قرباني شوی دی.
د مساواتو د څانګی عمومی مشر (یا د هغه/هغی استازی) د دې مقرری د پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا مقرره او هر ډول اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلونونه رامنځ ته شي.