زده کوونکي
مقرره 1-737
پلټنی/تلاشی او ضبطونی
د دې مقرری موخه دا ده چې د زده کونکي د شخصی، لاکر، شخصي ملکیت، ګرځنده تلیفون، بریښنایی وسایلو، یا د هغوي د موټرو اړوند پلټنی لپاره ځانګړي تګلاری وړاندي کړي چی د ښوونځي په ملکیت کی یا د ښوونځي لخوا په سپانسر شوي فعالیتونو کې موقیعت ولري، کوم چی د معقول شک په صورت کی د پلټنی تابع دي. یوازې اداره کوونکي، یا د هغوي استازي باید د زده کوونکو او کارکوونکو د خوندیتوب او هوساینې، د ملکیت خوندیتوب، او د ډسپلین ساتلو په موخه پلټنې ترسره کړي. پلټنی باید هغه وخت ترسره شي کله چې یو دا ډول معقول شک شتون رامنځ ته شي چې یو زده کوونکي داسې توکي له ځانه سره لري چې د PWCS "د چلند کوډ"، د پرنس ویلیم کاونټي د (ښوونځي بورډ) پالیسیو، د PWCS مقرراتو، یا د آیالت او فډرال د قوانینو څخه سرغړونه په ډاګه کوي وي.
عملیاتي مشر افسر (یا استازی) د دې پالیسۍ د پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.