د مقرری د خپلولو نیټه: 26 جولای 2017
زده کوونکي
مقرره 728-3
د زده کوونکو لپاره د بشپړ ورځ مهالوېش
په ویرجینیا کې د اعتبار لرونکی عامه ښوونځیو لپاره د معیارونو رامینځته کولو مقرراتو کې یو شرط دا هم شامل دی چې له مخې یې د لومړي ټولګي څخه تر 12 ټولګي پورې ټول زده کوونکي باید د بشپړ ورځې د ټولګیو مهالویش (½ 5 ساعته) وساتي، پرته له دی که د ښوونځیو د سیمه ایز سوپر اینټنډنټ لخوا معاف شوي وي. په دغه کچه د احکامو پلي کولو لپاره، اړونده ایسی سویټ سوپریټنډنټ او د ښوونځی مدیر د سوپراینټنډنټ ټاکل شوي استازي دي. هر هغه زده کوونکی چې د ښوونځي لخوا سپانسر شوي د مسلک او تخنیکي زده کړو کورس سره په تړاو د کار لپاره د خوشې کولو په پروګرام کې نه وي شامل یا د انفرادي زده کړې پلان (IEP) یا د روغتیا درملنې پلان نه لري څوک چې دغه لنډ مهالویش ته اړتیا لري، نو باید د بشپړ ورځ مهالویش څخه د کم وخت مهالویش لرلو لپاره د ښوونځی مدیر او د سوپر اینټنډنټ لخوا د ټاکل شوي استازي لخوا منظور شوی معافیت تر لاسه کړی. غوښتنې باید هری قضیی ته په کتو سره په جلا توګه و ارزول شي، مګر عموما یوازې باید د روغتیا یا کورنۍ سختو حالاتو لپاره منظوری شي. کله چې وړاندیز ومنل یا تصویب شي، له وخت مخکی رخصتیدل یا ناوخته راتلل باید عموما له دوو درسی ساعتونو څخه زیات وخت لپاره نه وي پداسی حال کی چی کله چی د بشپړ ورځی د درسی ساعتونو شمیر څلور وي.
لاندی ذکر شوي تګلاری باید په پام کی ونیول شي ترڅو دا معلومه شي چې ایا د زده کوونکي لپاره د بشپړ ورځ مهالویش څخه معافیت مناسب دی او که څرنګ. دا پریکړه باید د مور/پلار لخوا په لیک کې د ورکړل شویو معلوماتو او د ضمیمه شویو د بشپړولو، د ټولې ورځې د مهالویش شرط معافیت لپاره د غوښتنی پر اساس وي. د ټولې ورځې مهالویش لپاره معافیت تصویب کیدی شي که چیرته:
د زده کوونکو د زده کړې او احتساب ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا د هغه/هغی استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
د زده کوونکو د زده کړې او احتساب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) په 2020 کال کی د دې مقرری د بیاځلی کتلو مسؤلیت په غاړه لري.