دا چې په یو غیر معتبر ښوونځي کې بشپړ شوي کورسونو لپاره یو زده کوونکی ته د عالي ښوونځي کریډیټ ورکړل شي، باید د نوم لیکنی په وخت کی د ترانسکرپت/اطلانامو په شمول د ښوونځي رسمي ریکارډ وړاندي شي. که چیرته د دغی لاسته راوړنې شواهد تر پوښتنې لاندې وي، د لیږونکي ښوونځي څخه ممکن د کورس توضیحات هم وغوښتل شي او د مناسب ښوونځي میشته اداری کارکوونکو لخوا وکتل شي. په دی کتنه کی ممکن د سائنس په ټولګیو کې د لابراتواری ساعتونو تایٔیدول، د ټولګیو لپاره د ساعتونو د شمیر تایٔیدول، د کریډیټ له نیمایي واحد څخه کم لپاره د کریډیټ ردول، د وړتیا مشخص کولو په موخه په کورس کی د ځای پرځای کولو آزموینې اړتیا، او هر هغه بله ارزونه چې اړین ګڼل کیږي، شامل وي.
که چیرته د کورس تفصیلات غوښتل شوي وي مګر د لیږونکي ښوونځي څخه ترلاسه شوي نه وی، نو دا د والدینو / سرپرست مسؤلیت جوړیږي چې په دغه اکاډمیکی کال کې دننه اړین معلومات تر لاسه کړي. هر هغه زده کوونکی چې غواړي د PWCS ډیپلوم ترلاسه کړي څوک چې د غیر معتبر ښوونځي څخه لیږدیږي، باید د فراغت څخه سمدستی وړاندی د PWCS په عالي ښوونځی کې د بشپړې ورځې مهالویش لپاره لږترلږه د نهو اونیو (د نمری ورکولو یوې دورې) لپاره شامل وي.
هغه کورسونه چې په غیر معتبر ښوونځي کې بشپړ شوي او PWCS ته لیږدول شوي اوسی، باید د ارزښت لرونکي کریډیټ لپاره په پام کې ونه نیول شي، لکه څرنګ چې د PWCS مقرره 1-661.01، "ارزونه او درجه بندي کول - د درجه بندي اوسط محاسبه کول" کې تعریف شوي دي.
ترانسکرپت/اطلانامه او ډیپلوم
کله چې دا پریکړه وشي چې یو زده کوونکی به د فراغت په موخه د یو داسی کورس (کورسونو) لپاره کریډیټ ترلاسه کوي کله چې په خصوصی ښوونځی کی شامل وي، ګریډ یا نمری به په لاندې شکل ورکول کیږي:
د هر هغه کورس لپاره تر لاسه شوي کریډیټ چې د غیر معتبر خصوصي ښوونځي له لاری تر لاسه شوي او بشپړ شوي وي، د زده کوونکی په ترانسکرپت/اطلانامه کې به د خصوصي ښوونځی نوم او د کامیاب (P) یا ناکام (F) درجه لیکل کیږي. دا کورسونه باید د زده کوونکي د درجی په اوسط (GPA) یا د ټولګي په درجه کی په پام کې ونه نیول شي.
هر هغه کورس چې د معتبر خصوصي ښوونځي له لاری تر لاسه شوي او بشپړ شوي وي، د زده کوونکی په ترانسکرپت/اطلانامه کې به د خصوصي ښوونځي نوم او د A څخه تر F درجې پوری تر لاسه شوي درجه لیکل کیږي.
هیڅ زده کوونکی به په مراسمو کی د خدای په امانی وینا کولو (ویلیډیکټورین / سالوټورین) ویاړونو لپاره یا د ویاړ فارغ په توګه نومول کیدو لپاره وړ نه وي چې د عالي ښوونځی څخه له فراغت ورورسته، د څلورو کلونو څخه لږ تر لږه د دریو کلونو لپاره یی په رسمي ښوونځي کې ګډون نه وي کړئ.
د PWCS مقرره 1B-662، "ډیپلومونه او فراغت"، هر هغه زده کوونکی چې د PWCS څخه ډیپلوم تر لاسه کول غواړي، اړ کوي چی د فراغت تر لاسه کولو څخه سمدستی وړاندی باید زده کوونکی په PWCS کی په رسمي توګه لږ تر لږه د نهو اونیو (د نمری ورکولو یوی دورې) لپاره شامل وي. یوازې په معتبر یا غیر معتبر خصوصي ښوونځي کی د ګډون کولو په وخت کی د اخیستل شوي کورسونو لپاره د کریډیټ ورکول، په جزوي ډول شامل شوۍ یا نه شامل شوئ کس د دی وړ نه جوړوي چی د PWCS ډیپلوم ترلاسه کړي. زده کوونکي باید د فراغت ټول شرایط پوره کړي لکه څرنګ چې د ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره په 662-4B مقرره، "د فراغت شرایٔط" کې شرط ایښودل شوي دۍ.
په کور دننه لارښوونه تر لاسه کوونکی زده کوونکی شاملول: د درسی نصاب معتبر او غیر معتبر سرچینې
کله چې په کور دننه د لارښوونه تر لاسه کوونکی زده کوونکی لخوا د کریډیټ لپاره غیر اکاډمیکی کورسونه لکه هنر یا میوزیک وړاندې کیږي، د ښوونځي هغه پرسونل چې د وړتیا یا ماسټرۍ مشخص کولو مسٔولیت په غاړه لري، ممکن دا غوره وګڼړي چی د زده کوونکي لخوا د ترسره شوي کار پورټ فولیو وګوري او/یا زده کوونکي ته اجازه ورکړي چې د ننداره کولو له لارې مهارت په ډاګه کړي.
ترانسکرپت/اطلانامه او ډیپلوم
کله چې دا پریکړه وشي چې یو زده کوونکی به د فراغت په موخه د یو داسی کورس (کورسونو) لپاره کریډیټ ترلاسه کوي چې په کور دننه د لارښوونې پر مهال یی اخیستی وي، ګریډ یا نمری به په لاندې شکل ورکول کیږي:
د هر هغه کورس لپاره تر لاسه شوي کریډیټ چې د غیر معتبر خصوصي ښوونځي یا د زده کړو سرچینی کارولو له لارې د غیر معتبر اړوند ښوونځی یا د لیرې څخه د زده کړې/آنلاین ښوونځي له لاری تر لاسه شوي او بشپړ شوي وي، د زده کوونکی په ترانسکرپت/اطلانامه کې به "په کور دننه لارښوونه کوونکی" ټکی سره سره د کامیاب (P) یا ناکام (F) درجه لیکل کیږي. دا کورسونه باید د زده کوونکي په GPA یا د ټولګي په درجه کی په پام کې ونه نیول شي.
هر هغه کورس چې د معتبر خصوصي ښوونځي یا د اړوند معتبر ښوونځی یا د لیرې څخه د زده کړې/آنلاین ښوونځي له لاری تر لاسه شوي او بشپړ شوي وي، د زده کوونکی په ترانسکرپت/اطلانامه کې به "په کور دننه لارښوونه کوونکی" ټکی سره سره د A څخه تر F درجې پوری تر لاسه شوي درجه لیکل کیږي، کله چی کورس د منظور شوي په کور دننه د لارښوونې تجربې برخې په توګه بشپړ شوی وي.
هیڅ زده کوونکی به په مراسمو کی د خدای په امانی وینا کولو (ویلیډیکټورین / سالوټورین) ویاړونو لپاره یا د ویاړ فارغ په توګه نومول کیدو لپاره وړ نه وي چې د عالي ښوونځی څخه له فراغت ورورسته، د څلورو کلونو څخه لږ تر لږه د دریو کلونو لپاره یی په رسمي ښوونځي کې ګډون نه وي کړئ.
مقرره 1B-662، "ډیپلومونه او فراغت" هر هغه زده کوونکی چې د PWCS څخه ډیپلوم تر لاسه کول غواړي، اړ کوي چی د فراغت تر لاسه کولو څخه سمدستی وړاندی باید زده کوونکی په PWCS کی په رسمي توګه لږ تر لږه د نهو اونیو (د نمری ورکولو یوی دورې) لپاره شامل وي. یوازې په کور دننه د لارښوونې پر مهال د اخیستل شوي کورسونو لپاره د کریډیټ ورکول، په جزوي ډول شامل شوۍ یا نه شامل شوۍ کس د دی وړ نه جوړوي چی د PWCS ډیپلوم ترلاسه کړي. زده کوونکي باید د فراغت ټول شرایط پوره کړي لکه څرنګ چې د ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره په 662-4B مقرره، "د فراغت شرایٔط" کې شرط ایښودل شوي دۍ.
د ښوونځی مدیر او د زده کوونکو د خدماتو د دفتر رئیس د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.