د پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځي دا خدمتونه کورنیو ته په وړیا ډول وړاندې کوی او دا ډاډ رامینځته کوي چې هر مستحق ماشوم وړیا او مناسبه عامه زده کړی (FAPE) ترلاسه کوي.
مونږ په دی تمرکز کوو چې تر ټولو لږ محدودیت لرونکی چاپېریال (LRE) کې خدمتونه وړاندې کړو. دا پدی معنی ده چې معلولیت لرونکی ماشومان په عادي پری سکول یا ټولنیزو چاپیریالونو کې زده کړه کوي او وده مومي، کله چی امکان ولري. ډیر ځانګړی ښوونیز چاپیریال یوازې هغه وخت کارول کیږي کله چې د یو ماشوم انفرادي اړتیاوې ځانګړي چاپیریال ته اړتیا ولري.
ټول خدمتونه د انفرادي زده کړې پروګرام (IEP) له مخی پرمخ وړ کیږی، کوم چې د کورنیو سره په ګډه جوړیږي ترڅو د هر ماشوم موخي او هغه ملاتړ چې ماشوم به یې ترلاسه کړي، مشخص کړي.
د Early childhood سرچینی خدمتونه ماشومانو ته په مختلفو ټولنیزو چاپیریالونو کې ښوونیز فعالیتونه وړاندې کوي، لکه څنګه چې پری د IEP ټیم هوکړه کړې ده. د Early childhood پروګرام ځانګړي ښوونکي له زده کوونکو او کورنیو سره په ګډه کار کوي ترڅو هغه ځانګړی پرمختیایي اړتیاوی حل کړي چې په IEP کې په ډاګه شوي دي. د ECSE ښوونکي له والدینو، نورو پالونکو او ټولنیزو متخصصینو سره په ګډه کار کوي ترڅو د ماشوم په ورځني فعالیتونو کې د مهارت تر لاسه کولو ستراتیژۍ شاملې کړي.
د Early childhood پروګرام ټولګی میشته خدمتونه په ښوونځي کې دننه په ټولګیو کې زده کړي وړاندې کوي. دا خدمتونه د PWCS په یو شمیر ابتدایهٔ ښوونځیو کې شتون لري. په بیلابیلو برخو کی د اړتیاو پوره کولو لپاره چې د زده کوونکو په IEP کې په ګوته شوي دي، زده کوونکي دواړه انفرادي او د کوچنیو ډلو په بڼه کی زده کړي ترلاسه کوي. درسي نصاب له ژبني پلوه غنی دۍ او په اړیکو، بنسټیزه سواد زده کړي، او ټولنیزی ودی، او همدارنګه په نورو برخو کې پر ودی موندلو باندی ټینګار کوي. PWCS په ځانګړي ډول هغو ماشومانو ته هم خدمتونه وړاندې کوي چې کاڼه دي یا په غږ اورېدو کی ستونزه لري.
د پری سکول هغه زده کوونکي چې یوازې د وینا او ژبې د پراختیا په برخه کې د پام وړ ځنډ لري، ښایی په خپل ګاونډ ښوونځي کې د وینا او ژبې د متخصص (پتالوژست) څخه خدمتونه ترلاسه کړي. د درملنې د وخت موده د ماشوم د IEP له مخي مشخص کیږي، او خدمتونه معمولاً د کوچنی ډلو په بڼه کې وړاندې کیږي.