په PWCS کې د Pre-K د اوسنیو پروګرامونو او همدارنګه د یونیورسل یا نړیوال Pre-K پروګرام په اړه لا زیات معلومات ترلاسه کړئ، کوم چې به تر ۳۱-۲۰۳۰ ښوونیز کال پورې په PWCS کې په بشپړه توګه پلي شي.
د Elevate ۲۰۳۰ستراتیژیک پلان د یوې برخې په توګه، PWCS د یونیورسل Pre-K پروګرام له لاری تر ۲۰۳۰-۳۱ ښوونیز کال پورې د لوړ کیفیت لومړنیو زده کړو ته لاسرسي موندل پراخول پیل کړي دي. وګورئ چې دا ستاسو د کورنۍ لپاره څه معنی لري او دا فرصتونه به څرنګه په دوامداره توګه وده ومومي.
څېړنو روښانه کړی ده چې د لوړ کیفیت لومړنیو زده کړو پروګرامونو ته لاسرسی موندل د زده کوونکو علمي، ټولنیزې او اوږدمهالې پایلی لا زیاتی ښی کوي. یونیورسل Pre-K پروګرام د PWCS د مساواتو، د لومړنیو زده کړو برابرولو ژمنې سره په مطابقت دۍ او دا ډاډ رامینځته کوي چې زده کوونکي وړکتون ټولګي ته د زده کړې لپاره چمتو داخلیږي.
یونیورسل Pre-K په دی معنی دۍ چې PWCS د داسې یوه سیستم جوړولو لپاره کار کوي چې تر ۳۱-۲۰۳۰ ښوونیز کال پورې په کاونټي کې مېشت هر څلور کلن ماشوم وکولی شي په بشپړه توګه Pre-K پروګرام کی شامل شي او په وړیا ډول ورته د ټرانسپورت خدمتونه وړاندی شي.
په لومړي کال کې به، PWCS د اوسنیو پری سکول پروګرامونو پر همغږي کولو تمرکز وکړي. په دې کې د څلور کلنو ماشومانو د نیمه ورځې ټولګي پوره ورځې ته اړول، د ورځني مهالویشونو د ابتدايه ښوونځیو له مهالویش سره برابرول، او دا ډاډ ترلاسه کول شامل دي چې کورنۍ د مختلفو پروګرامونو له خدمتونو څخه په لا منظم ډول ګټه واخلي. همدارنګه، د ښوونځیو ډیویژن به په هغو ځایونو کې چې تش ځای شتون لري، یو شمېر نوي سیټونه (ځایونه) هم اضافه کړي.
نه. Pre-K پروګرام به په ټاکلو ښوونځیو کې د ځای، کارکوونکو او زده کوونکو د اړتیا پر اساس وړاندې کېږی. PWCS به په تدریجی ډول لاسرسی موندل پراخوی کله چې ظرفیت زیاتېږی. هغه ښوونځی وګورئ چې اوس مهال ورته د Pre-K پروګرام لخوا خدمتونه وړاندی کیږي.
داخله د هغو لومړیتوب لرونکو معیارونو له مخې ترسره کېږي چې د فدرالي، ایالتي او سیمه ییزه مالي مرستو د پروګرامونو لخوا ټاکل شوي دي (لکه د عاید کچه او ځانګړې اړتیاوې). د پروګرام د پلي کېدو په لومړیو کلونو کې څوکۍ محدودې دي.
د څلور کلنو ماشومانو د Pre-K نوم لیکنه د هغوی د استوګنې د ټاکلې ساحې پر بنسټ ده. کورنۍ باید له خپل اړوند ښوونځي سره وګوري ترڅو معلومه کړي چې کوم پروګرامونه ورته شتون لري.
هو. د ۲۰۲۶-۲۷ ښوونیز کال څخه په پیلېدو سره، د pre-K زده کوونکي به د ابتدایه ښوونځي له زده کوونکو سره یوځای د PWCS په عادي ژېړو بسونو کې سفر کوي. دا تګلاره د Pre-K ترانسپورټ د ابتدايه ښوونځي له ورځې سره برابروي او وړکتون ته د لیږد یا تګ په بهیر کې مرسته کوي.
مهربانی وکړئ په یاد ولرئ، د ویرجینیا قانون له مخې هغه زده کوونکي چې د ښوونځي په بسونو کې سفر کوي، اړ نه دي چې د خوندیتوب ځانګړي تسمې، کمربندونه یا سیټ بیلټونه واغوندي. د ښوونځي بسونه په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوندیتوب لپاره ډیزاین شوي، او د خوندیتوب ځینی ځانګړتیاوی لري لکه د لوړی او نرمی څوکی، د خبرداري څراغونه، د درېدو لباره څانګړی نښی نښانی، او د موټر چلوونکو او نقلیه وسایطو لپاره د خوندیتوب خورا سخت معیارونه لري.
د لویو لارو د ترافیکي خوندیتوب ملي اداره (NHTSA) د ښوونځي بسونه د هغوی د ځانګړي جوړښت، سختو خوندیتوب مقرراتو او د موټر چلوونکو د مسلکي روزنې له امله، ښوونځي ته د ماشومانو د تګ راتګ تر ټولو خوندي لاره بولي.
PWCS پوهېږي چې اوس مهال په ډېرو سیمو کې د Pre-K غوښتنه له موجودو څوکیو زیاته ده، په ځانګړي ډول د پراختیا په لومړي کال کې. مونږ کورنی هڅوو چې د کوچنیوالي د زده کړو نوری لاری چاری هم وپلټي، پداسی حال کی چې PWCS په راتلونکو کلونو کې د لاسرسي پراخولو ته دوام ورکوي.
کورنۍ کولای شی د Foundation First Childcare او Preschool Search Tool سرچینو څخه ګټه پورته کړي ترڅو په پرنس ویلیم کاونټی کې مناسب پروګرامونه ومومي.
یونیورسل Pre-K په دی معنی دۍ چې PWCS داسې یو سیستم رامنځته کوي چې له مخې یې هر څلور کلن ماشوم چې په کاونټۍ کې اوسیږي، د ۲۰۳۰–۳۱ ښوونیز کال پورې به وکولای شي په بشپړ ورځني Pre-K پروګرام کې نوم لیکنه وکړي او وړیا ترانسپورټ ترلاسه کړي.
دا چی غوښتنه څرنګ تر سره کیږي، کومو اسنادو ته اړتیا ده، او د غوښتنلیک سپارل کیدو ورورسته به څه پیښیږی، په اړه یی معلومات تر لاسه کولو لپاره د Pre-K د غوښتنلیک پروسې ویب پاڼی ته لاړ شئ.
خپل ښوونځی ومومئ ویب پاڼی ته لاړ شئ ترڅو پوه شئ چې تاسو د کوم ښوونځی د حاضری سیمه کی ژوند کوئ.
د Pre-K ټولګی د چهارشنبې په ورځ، د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۲۶مه نیټه پیل کیږي.
د ټولګی ساعتونه د یو ښوونځی څخه تر بل ښوونځی پوری توپیر لری او د ټرانسپورت څانګی لخوا ټاکل کیږی.
د پری سکول ډیری ټولګی په ورځ کې تر 6 ساعتونو پوری وی، یوازی یو څو د سهار او ماسپښین ټولګي دی چی په ورځ کی ۳.۵ ساعته دوام مومي.
د Pre-K ماشومان یوازی د ښوونځی یو ستر بیګ یا کڅوړي ته اړتیا لری چې یو فولډر یا دوسیه پکی ځای شی. د ښوونځی نور ټول توکی د (هیډ سټارټ یا ویرجینا د نوښت (Head Start / VPI) پروګرام لخوا ورکول کیږی.
د Pre-K زده کوونکی د ښوونځی عمر لرونکی ماشومانو د پالنې (SACC) پروګرام لپاره وړ نه دی.
هغه کورنۍ چې د پری سکول پروګرام ساعتونو څخه مخکی یا وروسته د ماشومانو پاملرنې ته اړتیا لری، هغوي کولی شی چی د ماشومانو د پاملرنې د موجوده پروګرامونو په اړه د معلوماتو لپاره له فاونډیشن فرسټ / Foundation First اداری سره اړیکه ونیسی.
کله چې د ښوونځيو په ځنډ سره پرانیستل یا له وخت څخه مخکی تړل کیدنه اعلان شي، دا کار په اتومات ډول د پری سکول پروګرام په مهالویش کی هم بدلون رامینځ ته کوي. والدین/سرپرستان باید د ښوونځيو د تړل کیدو او په ځنډ سره د پرانیستل کیدو په تړاو د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو لارښوونی تعقیب کړي.
د Pre-K پروګرام د PWCS په ۵۹ ښوونځیو کې زده کوونکو ته خدمتونه وړاندي کوی.
د Pre-K په پروګرام کې وړوالی موندلو لپاره، کورنۍ باید د هغو ښوونځیو د حاضری په سیمه کی ژوند وکړي چې د دغی پروګرام خدمتونه وړاندې کوی.
د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي ټیټ عاید لرونکو کورنیو ته د پری سکول پروګرام خدمتونه وړاندی کوي چې د 3 کلونو په عمر ماشومان لري او په لاندې ذکر شوي ابتدایهٔ ښوونځیو حدودو کې ژوند کوي (معلومات په وروستی ځل د ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کی تازه شوي دي):
هغه کورنۍ چې د پرنس ویلیم کاونټي د نورو ابتدايهٔ ښوونځیو په حدودو کې ژوند کوي یوازې هغه حالت کی منل کیدی شي چې هغوی ته په نږدې پروګرام کې ځای شتون ولري (څلورو خواوو ته د 5 میله په واټن کې). والدین باید له حدودو څخه بهر اوسیدونکی زده کوونکو لپاره ښوونځي ته د تګ/راتګ لپاره پخپله ټرانسپورت برابر کړي.
د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي ټیټ عاید لرونکو کورنیو ته د پری سکول پروګرام خدمتونه وړاندی کوي چې د 4 څخه تر 5 کلونو په عمر ماشومان لري او په لاندې ذکر شوي ابتدایهٔ ښوونځیو حدودو کې ژوند کوي (معلومات په وروستی ځل د ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کی تازه شوي دي):
هغه کورنۍ چې د پرنس ویلیم کاونټي د نورو ابتدايهٔ ښوونځیو په حدودو کې ژوند کوي یوازې هغه حالت کی منل کیدی شي چې هغوی ته په نږدې پروګرام کې ځای شتون ولري (څلورو خواوو ته د 5 میله په واټن کې). والدین باید له حدودو څخه بهر اوسیدونکی زده کوونکو لپاره ښوونځي ته د تګ/راتګ لپاره پخپله ټرانسپورت برابر کړي.