د غوښتنلیکونو سپارلو موده د فبروري له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې نیټی پورې پرانیستی ده او د زده کوونکو د انتخاب لړۍ په اپریل میاشت کې پیل کیږي.
وړوالی موندنه د ماشوم د عمر، د کورنۍ د عاید، او د ښوونځي د خدماتو د ساحې (مربوطه ساحې) پر بنسټ ټاکل کیږي.
د غوښتنلیکونو موده د فبروري له ۱مې نیټی څخه د جون تر ۳۰مې نیټی پورې پرانیستی ده. د زده کوونکو د انتخاب لړۍ په اپریل میاشت کې پیل کیږي
د آنلاین غوښتنلیک بشپړولو لپاره اړین اسناد:
که تاسو مرستی ته اړتیا لرۍ، مهربانی وکړی د Pre-K دفتر سره د مخامخ څخه لیدو لپاره یا د ټلیفون له لاری نوم لیکنه ترسره کولو لپاره په 8708-791-703 شمیری اړیکه ټینګه کړۍ یا [email protected] ته بریښنالیک واستوۍ.
د Pre-K اوسنی والدینو، مهرباني وکړئ د بل ماشوم د وړاندیز یا نوم لیکنی لپاره د Pre-K پروګرام دفتر سره اړیکه ټینګه کړۍ.
د عاید د منلو وړ اسنادو کی شامل دي:
تر نوملیکنې وړاندې د پتې د ثبوت په توګه په مجموعي ډول درې اسناد لازمي دي: یو بنسټیزه سند او دوه نور ملاتړي یا د استوګنځې د تائیدولو اسناد.
اسناد باید اوسنی وي (په تیرو دوو میاشتو کې وي) او د مور/پلار نوم او بشپړ پته پکې لیکلی اوسی.
د استوګنې لومړنی/بنسټیزه ثبوت:
د استوګنې دوه اضافي ثبوتونه:
د Pre-K پروګرام د کورنیو د خدماتو کارکوونکي له هرې کورنۍ سره مرکې مهالویش کوي ترڅو د وړوالی په اړه ورسره خبرې وکړي او د غوښتنلیک له لارې سپارل شوي اسناد وڅېړي. کورنۍ باید د خپل ماشوم د غوښتنلیک په اړه د معلومات کولو لپاره باید تر دوو اونیو پورې انتظار وباسي.
تر هغه چې ټول اړین اسناد نه وي سپارل شوي، غوښتنلیکونه بشپړ نه ګڼل کیږي.
کله چې له کورنیو سره په ګډه غوښتنلیکونه وڅېړل شي، نو بیا د اړوند ښوونځي په انتظار لیسټ کې اچول کیږي. د ماشومانو انتخاب کیدنه په اپریل میاشت کې پیل کیږي او د ټولګیو شمیر پوره کیدو پوری دوام مومی.
ماشومان د نوم لیکنې د معیارونو سره په مطابقت منل کیږي ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې هغه ماشومان لومړیتوب ترلاسه کوي څوک چی تر ټولو زیاته اړتیا لري.
ماشومان د "لومړی راشۍ او لومړی تر لاسه کړۍ" خدمتونو پر اساس نه منل کیږي.
د نوم لیکنې معیارونه او د وړوالی شرایٔط د فډرال او آیالت لارښوونو، د هیډ سټارټ پروګرام او د ویرجینیا د Pre-K نوښت (VPI) پروګرام لخوا ټاکل شوي دي.
د نوم لیکنی بشپړولو وروسته، ټول ماشومان د انتظار باسلو په لیسټ کې اچول کیږي. په اپریل میاشت کي د پيل کیدو سره، د هر ښوونځي لپاره د انتظار باسلو لیسټ څیړل کیږي او ماشومان د نوم لیکنې د ټاکل شوي معیارونو او د وړوالی شرایٔطو (عمر، عاید کچی، او د کور پتی) پر بنسټ منل کیږي.
د Pre-K پروګرام په هر ټولګی کې تر 19 پورې سلاټونه/بستونه شتون لري او د انتظار باسلو لیسټ دی لپاره ساتل کیږي ترڅو هغه تش بستونه/ځایونه ډک کړي کله چې شتون ولري.
د غوښتنلیک بشپړول دا نه تضمینوي چې ستاسو ماشوم به د Pre-K پروګرام لپاره منل کیږي.
Pre-K پروګرام لپاره د وړوالی موندلو په موخه کورنی باید د عاید په شرایٔطو برابر وي. وروسته له هغی چی ټول وړ ماشومان شامل شي او که په ټولګیو کې خالی ځای پاتې شي، نو ممکن هغه کورنۍ هم ومنل شي چې عاید یی وي.
دا پروګرام د مجموعی نوم لیکنو څخه د هغه خلکو لپاره یوازی 10٪ سلنه پورې محدود دۍ چی د عاید کچه یی زیاته وي.
هغه ماشومان چې د ابتدایهٔ ښوونځي په ساحه یا حدودو کې ژوند کوي، لومړی هغوي ته لومړیتوب ورکول کیږي.
هغه ماشومان چې د ابتدایهٔ ښوونځي په حدودو کې ژوند نه کوي، د Pre-K پروګرام لپاره د ښوونځي ساحې څخه بهر ګڼل کیږي. له حدودو څخه بهر ماشومان د چا مور/پلار چی د ترانسپورت برابرولو ته رضایت څرګنده کوي یا څوک چی د ښوونځي په حدودو کې د ورځی لخوا د پاملرنې کولو پروګرام لري، مکن ومنل شي که چیرته د ټولو وړ ماشومانو له نوم لیکنې وروسته ځای خالی پاتې شي.
د ساحې یا حدودو څخه بهر د ماشومانو منل کیدنه تر جولای میاشت پورې نه پیل کیږي، ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې په حدودو کې وړ زده کوونکي د غوښتنلیکونو بشپړولو لپاره وخت لري.
د ښوونخی حدودو څخه بهر ماشومان د ښوونځي لپاره د انتظار په لیسټ کې اچول کیږي چې د هغوي کور د ښوونځی په ګرد چاپیره پنځه میله واټن کې دننه وي.
د Pre-K پروګرام د معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره 10 سلنه سلاټونه/ځایونه خوندي کوي. دا پروګرام د د ماشومتوب (Early Childhood) د ځانکړو زده کړو دفتر څخه مراجعین تر لاسه کوي. که چیرته ستاسو ماشوم اوس مهال د IEP پروګرام لري، مهرباني وکړئ د خپل ځانګړي زده کړو ښوونکي سره اړیکه ونیسئ ترڅو دا معلومه کړۍ چې آیا ستاسو ماشوم لپاره به د Pre-K پروګرام عمومي ټولګي مناسب وي او که څرنګ.
آیا د خپل ماشوم د خبری کولو یا ودي په اړه اندیښنه لرئ او د سکرینینګ په اړه لا زیات معلومات غواړئ؟ یا آیا ستاسو ماشوم د بلی کاونټی په ښوونځي کې IEP لري؟
که ځواب هو وي، مهربانی وکړئ د Pre-K پروګرام د ماشوم موندنی (Child Find) ارزونې مرکز سره په 8857-791-703 شمیره اړیکه ونیسئ.
په رسمی ډول په Pre-K پروګرام کی د منل کیدو وروسته، کورنۍ خپل به ګمارل شوي د خدماتو کارکوونکي سره په ګډه کار کوي ترڅو په ښوونځي کی د نوم لیکنی ترسره کولو لپاره ټول اړین اسناد وسپاري. په پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو کې د انلاین راجسټریشن او د لارښوونی پروسې په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې معلومات وګورئ.
کورنۍ کولی شي چی اړین اسناد د بریښنالیک، په مستقیم ډول د اپلوډ کولو، د لیکلی پیغام له لاری، یا په شخصي توګه له مخامخ څخه وسپاري. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د Pre-K پروګرام دفتر سره په 703-791-8708 ټلیفون شمیره یا د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړۍ.
په رسمی ډول د منل کیدو وروسته، کورنی به د PWCS زده کوونکی آنلاین راجسټریشن بشپړوی. د ښوونځی د راجسټریشن پروسه بشپړولو لپاره والدین باید د ParentVUE account جوړ کړي.
والدین باید د "Pre-K پروګرام راجسټریشن" آنلاین پاکټ انتخاب کړۍ تر څو په آنلاین ډول د ښوونځی لپاره نوم لیکنه پیل کړۍ، دا ډاډ تر لاسه کړۍ چی باید د ښوونځی سم کال انتخاب شوۍ اوسی.
والدین باید لاندی ذکر شوي اسناد آپلوډ کړي:
د ParentVUE حساب جوړولو ، د آنلاین نوم لیکنی بشپړولو، یا اړین اسنادو کی د مرستې لپاره مهرباني وکړئ د Pre-K پروګرام دفتر سره اړیکه ټینګه کړۍ.
د Pre-K پرورګرام پالیسو په اړه لا زیاتو تفصیلی معلوماتو لپاره د والدینو څخه غوښتل کیږي چی د Pre-K پروګرام معلوماتی ویډیوګانی وګوري او د والدینو لاسی کتاب (PDF) ته مراجعه وکړي. کله چی بشپړ شي، والدین خپل د کورنۍ خدماتو کارکونکي ته خبر ورکوي, څوک چی به ورته د بریښنالیک له لاری د لاسلیک کولو لپاره د والدینو د مسؤلیت او د رضایت فورمې استوي.
په ښوونځي کې د شاملیدو څخه وړاندي، فزیکي معاینات بشپړ کړۍ او د واکسینونو ریکارډ باید وسپارل شي. که چیرته ماشومان د طبي روغتیایی ستونزو سره مخ وي یا د خواړو سره حساسیت لري، اضافي فورمو بشپړولو ته به اړتیا وي.
د ښوونیز کال په جریان کې د Pre-K پرورګرام دفتر به د کورنیو سره په ګډه کار کوي ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړي چې ماشومان د غاښونو معاینات او نور اړین طبي معاینات تر سره کوي.
مخکې له دې چې ماشومان ټولګي پیل کړي، ښوونکی به یی د کور څخه لیدنه بشپړه کړي. د ښوونځي له پیل کیدو څخه یوه اونۍ مخکی د کورنیو سره د کور لیدنې مهالویش کیږي. په بنسټیزه توګه د کور څخه لیدنه د کورنیو لپاره یو ښه وخت دی چې د خپل ماشوم په اړه معلومات شریک کړي، پوښتنې وکړي، او د ښوونکي په اړه لا زیات معلومات تر لاسه کړي.
معمولا کورنیو ته د بس په اړه معلومات د کور لیدنې پرمهال ورکول کیږي.