د پرنس ویلیم کاونټي، ماناساس ښار، او ماناساس پارک ښار کې د بالغ کسانو (۱۸ کلن او تر هغی ډیر عم لرونکي کسانو) لپاره د تعلیمي فرصتونو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو او د غوښتنلیک پروسې لیدلو لپاره د د زده کړې بالغ کسانو د زده کړي پروګرام ویب پاڼی څخه لیدنه وکړئ.
د ویرجینیا قانون والدینو ته اجازه ورکوي چی خپل ماشومان د یو داسی ښوونکي لخوا وروزي چې د ښوونې لپاره د ښوونی او روزنی بورډ لخوا په ټاکل شويو شرایط برابر وي، په هغه صورت کې چې دغه کس د ښوونځي ډیویژن د سپرانټینډنټ لخوا د ښوونکی په توګه تایٔید شوی اوسی. (د ویرجینیا کوډ ۲۵۴-۲۲.۱ §) د ویرجینیا د ښوونې او روزنې بورډ لخوا د ټاکل شويو شرایطو پوره کولو لپاره، ښوونکی باید د ویرجینیا آیالت د ښوونی معتبر جواز ولري که هغه په هره برخه کې وی، (دغه ښوونکي یو مور/پلار هم کیدی شي چی دغه شرایط پوره وي.)
ښوونکي منل یا تصویب کیږی که چیرته هغوی د ښوونې لپاره د اعتبار وړ جواز ولري. د اکاډمیکی پرمختګ ثبوت وړاندی کولو ته اړتیا نشته.
د PWCS “په کور دننه د زده کړو یا ښوونی” دفتر د تصدیق شوي ښوونکی لخوا د تعلیمي انتخاب د تصدیق کولو پروسې څخه نظارت کوي. هغه والدین چې دا لاره (انتخاب) غوره کوي، باید په کور دننه د زده کړو یا ښوونی دفتر ته د پوست/میل له لارې په لاندې پته خبر ورکړي: د PWCS د زده کوونکو د خدمتونو څانګه، په کور دننه ښوونه، PO Box 389, Manassas, VA 20108, یا [email protected] پتی ته بریښنالیک واستوۍ.
مهربانی وکړئ په خپل لیک لیکنه کې لاندې ذکر شوي اضافه کړئ:
د بې کورۍ، شته سرچینو، او د بې کوره زده کونکي د راجستر کولو په اړه د معلوماتو لپاره د مک کیني-وینټو (McKinney-Vento) بې کوری مرستې ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
که تاسو کومه پوښتنه لرئ یا مرستې ته اړتیا لرئ، د مک کیني-وینټو د بې کوری اړیکو مسؤلې، تامي ایپولیټ (Tami Eppolite) سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ونیسئ.
د PWCS په کور دننه د زده کړې د خبرتیا او د پرمختګ د شواهدو پروسو په اړه معلومات ترلاسه کولو لپاره په کور کې د زده کړې ویب پاڼه وګورئ.
که تاسو والدین نه یاست یا په کاونټی کی نه اوسیږي او په پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځی کې زده کوونکی شاملوئ، نو مهربانی وکړئ د ګټورو معلوماتو لپاره لاندې معلومات وګورۍ.
د 2026-27 ښوونځی کال لپاره د فیس نرخونه دي:
په PWCS کې د پری سکول پروګرامونو، د وړوالی لرلو معلومتو، او د غوښتنلیک پروسې په اړه معلومات ترلاسه کولو لپاره د پری سکول پروګرام ویب پاڼه وګورۍ.
یو مور / پلار یا سرپرست کولی شي د اوسني زده کوونکي ریکارډ لپاره د وړاندیز سپارلو سره د زده کوونکي د ریکارډ غوښتنه وکړي.
وروسته له دی چې یو مور او پلار یا سرپرست په ParentVUE کې د وړکتون څخه تر دولسم پوری د زده کوونکي د ایستلو لپاره انلاین کڅوړه بشپړه کړي، ترلاسه کوونکی یا نوۍ ښوونځی یا ولسوالۍ کولی شي د وړکتون څخه تر دولسم ټولګی پوری د زده کوونکي د لیږد یا تبادلی ریکارډ لپاره وړاندیز سپارلو سره د زده کوونکي ریکارډ وغواړي.
زده کوونکي مکلف دي چې په هغه ښوونځي کې زده کړه تر سره کړي چې د دوی د اصلي اوسیدو ځای په سیمه کی شتون ولري. PWCS په ځانګړی حالتونو کې بل ښوونځي ته د لیږد یا تبادلی اجازه ورکوي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره دزده کوونکي د لیږد یا تبادلی وړاندیز ویب پاڼی ته لاړ شۍ.