د وړکتون څخه تر 12 ټولګی پوری زده کوونکو لپاره روغتیایی اړتیاوې/شرایٔط
هغه زده کوونکي چې د روان ښوونیز کال لپاره د واکسین کولو او یا د فزیکي معاینې شرطونه پوره نه کړي، له ښوونځي څخه به تر هغه وخته پوری و ایستل شي ترڅو چې دغه اړتیاوي یا شراېٔط پوره نکړي.
د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي (PWCS) له زده کوونکو څخه غواړي چې ښوونځي کی تر شاملېدو وړاندې د ایالت لخوا د واکسین کولو او فزیکي معایناتو شرطونه پوره کړي.
د ویرجینیا قانون ټول هغه زده کوونکي چې د وړکتون څخه تر دولسم پورې ټولګیو کی شاملیږي، اړ کوي چی په کافي اندازه واکسین تر سره کړي (ویرجینیا کوډ § 22.1-271.2).
د ویرجینیا قانون هغه زده کوونکی چی په لومړي ځل لپاره د وړکتون څخه تر پنځم پورې په ښوونځي کې شاملیږي، هم اړ کوي چی د ښوونځي پیل کولو دمخه په بشپړ توګه فزیکي معاینات تر سره کړي. (د ویرجینیا کوډ § 22.1-270).
هیڅ یو زده کوونکی ته به په ښوونځي کی د شاملیدو اجازه نه ورکول کیږي پرته له دی چی د شاملیدو په وخت کې:
زده کوونکي باید د ۷ ټولګي او ۱۲ ټولګي پیل کولو دمخه د واکسینو اضافی شرایٔط هم پوره کړي.
| واکسین | لږ تر لږه شرطٔ/اړتیا |
|---|---|
| ډیفتریا / Diphtheria، تیتانوس / Tetanus، او پرتوسس / Pertussis (DTaP, DTP, یا Tdap) | مناسب ډول مهالویش سره لږترلږه څلور ډوزونه. یو ماشوم باید د پیداښت په څلورمه کلیزه یا تر هغی وروسته د DTaP یا DTP واکسین لږترلږه یو ډوز واخلی. د DT (ډیفتریا، تیتانوس) واکسین د هغو ماشومانو لپاره اخیستل اړین دی چې له طبي لحاظه د پرټوسیس لرونکي واکسین (DTaP یا DTP) څخه معاف دي. اوه کلن یا تر هغی زیات عمر لرونکی ماشومان چې د تیتانوس او ډیفیتیریا واکسین لپاره ټر ټولو لږ شرط نه پوره کوي، هغوي لپاره د بالغو Td واکسین اړین دۍ. هغه ټول ماشومان چی 7 ټولګي ته داخلیږي، هغوي لپاره تقویه کوونکی/موثره کوونکی د Tdap واکسین تر سره کول اړین دي. |
| د هیپاټایټس A یا زیړ ژیړۍ واکسین | د هیپاټایټس A واکسین لږترلږه دوه ډوزونه/خوراکه. لومړی ډوز باید په 12 میاشتنی یا تر هغی ډیر عمر کې تطبیق شي. |
| هیپاټایټس B یا تور ژیړۍ واکسین | د مناسب ډول مهالویش سره، د ټولو ماشومانو لپاره د هیپاټایټس B یا تور ژیړۍ واکسین دری ډوزه/خوراکه تر سره کول اړین دي. په هرصورت، FDA یوازې د 11څخه تر 15 کلنو ځوانانو لپاره دوه - ډوزه مهال ویش تصویب کړی او یوازې په هغه حالت کی چې کله د Merck برانډ (RECOMBIVAX HB) د بالغ کسانو فارمولیشن هیپاټایټس B واکسین وکارول شي. که چیرته د دوه ډوزه مهالویش واکسین د 11 څخه تر 15 کلنی پوری تنکی ځوانانو لپاره وکارول شي، دا باید په واضح ډول د ښوونځي په فورم کې مستند یا ولیکل شي. |
| د شری (Measles)، ممپس یا ټنډ غومبوری مرض (Mumps) او روبیلا (MMR) (Rubella) واکسین | لږترلږه دوه د شری، دوه د ممپس، او یو د روبیلا واکسین (ډیری ماشومان د هر یو واکسین څخه دوه ډوزه/خوراکه ترلاسه کوي ځکه چې واکسین معمولا یو له بله سره یو ځائ کیږي چی MMR ورته ویل کیږي). لومړی ډوز باید په 12 میاشتنی کی یا له هغی زیات عمر کی تطبیق شي. د واکسین دوهم ډوز باید وړکتون ته له داخلیدو دمخه تطبیق شي مګر د لومړي ډوز او دوهم ډوز تر مینځ د لږترلږه وقفې وروسته په هر وخت کې تطبیق کیدی شي. |
| د پولیو یا ګوزڼ (IPV) واکسین | د پولیو یا ګوزڼ واکسین لږ تر لږه څلور ډوزه. یو ډوز یا خوراک باید د زیږیدنی په څلورمه کلیزه یا تر هغی وروسته تطبیق شي. د اضافي معلوماتو لپاره د اضافی لارښوونی سند وګورۍ. |
| د ویروسیلا یا چیچک / Varicella واکسین | ټول ماشومان باید په 12 میاشتنی یا تر هغی ډیر عمر کې د چیکن پاکس ( chickenpox) واکسین یو ډوز تطبیق کړي. دوهم ډوز باید ماشومانو ته وړکتون ته له داخلیدو دمخه تطبیق کړل شي مګر د لومړي ډوز او دوهم ډوز تر مینځ د لږترلږه وقفې وروسته په هر وخت کې تطبیق کیدی شي. |
د 5 کلونو څخه کم عمر لرونکو زده کوونکو لپاره اړین واکسینونه
دا واکسینونه یوازې په هغه وخت کی تر سره کول اړین دي که چیرته یو زده کوونکی د 5 کلنی څخه دمخه ښوونځی پیل کوي.
| واکسین | لږ تر لږه شرطٔ/اړتیا |
|---|---|
| د هیموفیلس انفلوینزا / Haemophilus Influenzae ډول بی (Hib) واکسین | بنسټیزه لړۍ دوه یا درې ډوزه لري (تولید کوونکی پورې اړه لري). په هرصورت، د ماشوم اوسنی عمر د اړتیا وړ ډوزونو شمیر اداره کوي، نه د ډوزونو پخوانی شمیر. د 15 او 60 میاشتو تر منځ غیر واکسین شوي ماشومان یوازې د واکسین یو ډوز/خوراک ته اړتیا لري. |
| د Pneumococcal / نیوموکوکل (PCV) واکسین | د نیوموکوکل کډ واکسین یو څخه تر څلورو ډوزونو پوری کول اړین دي مګر د لومړي ډوز په وخت کې د عمر پورې اړه لري. |
| واکسین | لږ تر لږه شرطٔ/اړتیا |
|---|---|
| ډیفتریا / Diphtheria، تیتانوس / Tetanus، او پرتوسس / Pertussis (DTaP, DTP, یا Tdap) | هغه ټول ماشومان چی 7 ټولګي ته داخلیږي، هغوي لپاره تقویه کوونکی/موثره کوونکی د Tdap واکسین تر سره کول اړین دي. (د دې واکسین په اړه اضافي معلومات د دې چارټ په سر کې موندل کیدی شي.) |
| د ایج پی وي / (HPV) ویروس واکسین | هغه زده کوونکی چې 7 ټولګي ته داخلیږي، هغوي لپاره د ایچ پی وي / HPV واکسین د دوه ډوزونو لړئ بشپړول اړین دي. لومړی ډوز باید د ماشوم اووم ټولګي ته له داخلیدو مخکی تطبیق شي. د روغتیا بورډ لخوا د تصویب شوي تعلیمي موادو بیاکتنې وروسته، د والدینو یا سرپرست په اختیار سره، والدین یا سرپرست کولئ شي د ماشوم لپاره د HPV واکسین نه ترلاسه کول غوره کړي. |
| د Meningococcal (MenACWY) مکس یا ګډ واکسین | د MenACWYA واکسین لږترلږه دوه ډوزه/خوراکه. لومړی ډوز باید اووم ټولګي ته له داخلیدو مخکی تطبیق شي. وروستی ډوز باید دولسم ټولګي ته له داخلیدو مخکی تطبیق شي. |
| واکسین | لږ تر لږه شرطٔ/اړتیا |
|---|---|
| د Meningococcal (MenACWY) مکس یا ګډ واکسین | لومړنی ډوز باید اووم ټولګي ته له داخلیدو مخکی تطبیق شي. وروستی ډوز باید دولسم ټولګي ته له داخلیدو مخکی تطبیق شي. |
والدین/سرپرستان کولی شي په ParentVUE کې د زده کوونکو د واکسینو سره د مطابقت لرنی په اړه معلومات وګوري.
د واکسین سره د نه مطابقت لرلو اړوند د ځانګړو پوښتنو یا د ParentVUE حساب جوړولو کی د مرستې لپاره، خپل ښوونځي سره اړیکه ټینګه کړئ.









کله چی واکسین بشپړ شي، د خپل ماشوم ښوونځي ته یی اسناد په لاس ورکړی چې دا په ډاګه کړی چې ستاسو ماشوم واکسین تر سره کړي دي. په ټولو اسنادو کې باید د زده کوونکی بشپړ نوم او آیی ډی نمبر شامل وی. د واکسین د بشپړیدو معلومات باید په فیزکی ډول د ښوونځی دفتر ته وی وړل شی.
که چیرته ستاسو زده کوونکی د کومی ستونزی له امله واکسین نشی تر سره کولی، نو روغتیایی ډاکټر باید تاسو ته د طبی معافیت تصدیق درکړی ترڅو یی تاسو د خپل زده کوونکی ښوونځی ته ویسئ.
د ویرجینیا قانون هم هغه زده کوونکي اړ کوي چې په لومړي ځل د پری سکول یا وړکتون څخه تر پنځم ټولګي پورې په ښوونځي کې شاملیږي، د ښوونځي پیل کولو دمخه په بشپړ ډول فزیکي معاینات تر سره کړي.
دا فزیکي معاینات باید د زده کوونکي په لومړي ځل په پری سکول، وړکتون یا ابتدايه ښوونځي کی د داخلیدو نیټې څخه دمخه په 12 میاشتو کی دننه تر سره شوي اوسی.
د ښوونځي پيل کولو لپاره د فزیکي معایناتو ملاقات کورنی ډاکټر، د بیړنی پاملرنې مرکز، یا سیمه ییزه روغتیایی کلینیکونو سره مهالویش کیدی شي.
د ښوونځي د فزیکي معایناتو بشپړ شوي روغتیایی فورمه باید خپل د زده کوونکي ښوونځي ته وړاندی کړۍ کوم چې باید دا په ډاګه کړي چې ستاسو زده کوونکي د ښوونځي فزیکي معاینات تر سره کړې دي. د ښوونځي د فزیکي معایناتو روغتیایی فورمی باید لاس په لاس د ښوونځي دفتر ته وسپارل شي.
که چیرته ستاسو زده کوونکی د کوم دلیل لپاره د ښوونځي فزیکي معاینات نشي تر سره کولی، د روغتیا پاملرنې ډاکټر باید تاسو ته د طبي معافیت لپاره په لیکلی شکل یو سند درکړي ترڅو تاسو یی د خپل زده کوونکی ښوونځي ته وړاندی کړي.
سرچینی او فورمونه
ستاسو ماشوم کولی شي هر نه تر سره کړۍ یا اړین واکسین د خپل روغتیا پاملرنې ډاکټر، بیړنی پاملرنې مرکز، سیمه ییزه درملتون، یا د روغتیا پاملرنې یو له لاندې کلینیکونو سره د ملاقات لپاره وخت مهالویش کولو سره ترلاسه کړي. (ټول کلینکونه فیزکی معاینات نه تر سره کوي)