زمونږ د Pre-K پروګرام ټولګي د ۱۷ څخه تر ۱۹ پوری زده کوونکي لري. د ایالت لخوا منظور شوی درسی نصاب د ماشومانو سره له اکاډمیکی، ټولنیز او احساساتی پلوه مرسته کولو لپار کارول کیږي. زده کوونکي د زړه پورې فعالیتونو، عملی کارونو، او پوښتنو کولو له لارې د ژبې او سواد آموزی، ریاضي، سایٔنس، مدني، او تخلیقي هنرونو او فیزکی حرکتونو مهارتونو کې وده موندونکی مهارتونه ترلاسه کوي.
د Pre-K پروګرام هر ټولګی یو ښوونکی او یو د ښوونکی مرستیال لري.
ښوونکي د ویرجینیا ایالت له لخوا جواز لري او د ښوونکو مرستیالان اړ دي چې د کالج او / یا د ماشومتوب لومړني زده کړې کورسونو برخو کی څه نا څه اسناد ولري. د ښوونکو ټیمونه یا ډلی د ښوونځي کال په اوږدو کې په دوامداره توګه روزنه ترلاسه کوي او زمونږ د ښوونی، ټولنیز-احساساتي، روغتیایی ټیمونو او تغذیې څانګی د متخصصینو لخوا ملاتړ ترلاسه کوي.
ماشومان هغه وخت په ښه توګه زده کړه کوي کله چې هغوي په داسی تعلیمی فعالیتونو یا کارونو کې ګډون کوي چې د هغوي په ذهني، فزیکي، ټولنیز او احساساتي نشونما/پرمختګ کی مرسته کوي. د های سکوپ (HighScope) درسی نصاب په ځانګړي توګه د ماشومانو لپاره ډیزاین شوی دۍ ترڅو په دوي کی دغه مهارتونه رامینځته کړي.
که تاسو په ټولګی کی شاوخوا ته پام وکړئ، تاسو به وو وینی چې ماشومان د کوچنی ډلو، لویو ډلو په شکل کی لوبی کوي، یا د بل ماشوم یا ښوونکی سره یو په یو لوبې کوی. دا هغه څه دی چې له لاری یی هغوي فکر کول، خبرې کول زده کوی او خپل جسم/بدن کاروي. ماشومان د بیلابیلو فعالیتونو په تر سره کولو سره لوبی کوي لکه هنر، ډرامه، د بلاکونو جوړول، څیزونه یو بل سره برابرول، ترتیب کی کول، لیک او لوست کول.
هغه توکي او فعالیتونو چې د مهارتونو په رامینځته کولو کی مرسته کوي، په بیلګو کی یی لاندې ذکر شوي شامل دي:
د Pre-K پروګرام د درسی نصاب په اړه لا زیات معلومات دلته ترلاسه کړئ:
د ماشومانو مهارتونه د مشاهده کولو له لاری د هغوي د زده کړې فعالیتونو په بهیر کې ارزول کیږی. ماشومان په دوام داره توګه ارزول کیږي او ماشومان په کال کې درې ځلی په رسمي توګه په ریاضیاتو، سایٔنس، فزیکي نشونما، زده کړې ته د هغوي تګلاره، ټولنیز/احساساتي وده او سواد آموزی برخه کې ارزول کیږي. د دې ارزونو په اړه معلومات د والدینو / ښوونکو په کنفرانسونو یا لیدنو کې شریک کیږی.
برسېره پردې، د وړکتون ټولګی څخه وړاندی، هغه زده کوونکی چې د نوم لیکنې پر مهال یې د انګلیسی ژبې پرته کومه بله ژبه د کورنی یا مورنی ژبی په اړه په ډاګه کړي وي، هغوي به ارزول کیږي تر څو د انګلیسی ژبې د مهارت کچه یی معلومه کړل شي.
د درسی نصاب په کارولو سره، ښوونکی هر ورځ درسی پلانونه جوړوی کوم چې مختلف ډول عملی تجربې/کارونه وړاندې کوی. درسی پلانونه په اونیزه ډول په هر ټولګی کې ځای پر ځای کیږی. د ټولګی عادی ورځنی معمول به په لاندی شکل وی (د بشپړې ورځې ټولګیو لپاره):
سهار
ماسپښین
رخصتیدل
والدین د Pre-K پروګرام یوه اړینه برخه دي. څیړنې داسی په ډاګه کوي چې په ښوونځیو کې د والدینو ښکیلتیا د زده کوونکو د ښه چلند، لوړ اکاډمیکی لاسته راوړنو او د پراخه ټولنیزو مهارتونو سره نږدې تړاو لري. د ماشوم په زده کړه کې ښکیلتیا په لاندې کارونو تر سره کولو سره پیل کیږی:
کورنۍ هڅول کیږي چې په ښوونځي کې د رضاکار په توګه دنده تر سره کولو، په اکاډمیکی سفرونو کې مرسته کولو او د Pre-K پروګرام د پالیسۍ په شورا کې خدمت تر سره کولو کی هم ګډون وکړي.
ماشومان باید هره ورځ ښوونځی ته حاضر شي، پرته له دی که ناروغه وي. کله چې ماشومان غیر حاضر وی، نو زده کړې تر سره کولو او د ښوونځی له معمول سره اشنا کیدو کی له ستونزی سره مخ کیږي. کله چې ماشومان ډیری وخت غیر حاضری کیږي، نو هغوي د خرابی حاضری عادت اخلی چی ماتول یې ستونزمن کار دۍ. د حاضری ښه عادت جوړولو کی د خپل ماشوم سره مرسته وکړئ تر څو په Pre-K ټولګي کې بریالی شی!
د PWCS د حاضرۍ پالیسۍ په اړه لا زیات معلومات دلته ولولئ.
والدین هڅول کیږی چې په Pre-K ټولګي کې په رضاکارانه شکل چاری تر سره کړي. د Pre-K پروګرام رضاکار د کړنلارو او پالیسو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د رضاکار لاسی کتاب او د رضاکار روزنیزه ویډیو وګورئ. د پوښتنو لپاره یا په Pre-K ټولګي کې د رضاکار په توګه چاری ترسره کولو لپاره د کورنۍ د خدمتونو کارکونکي یا ښوونکي سره اړیکه ټینګه کړئ.
د پرنس ویلیم کاونټي په سیمه کې د ټولنې د هغو سرچینو لیست چې ډیری وختونه غوښتل کیږي:
کورنی کولی شي چی 211Virginia ویب پاڼی ته لاړ شي یا د ټولنی د سرچینو په اړه د معلوماتو لپاره 211 شمیری سره هم اړیکه ټینګه کړي.
هر ښوونځي ته د کورنیو د خدمتونو کارکوونکی (FSW) ګمارل شوي دۍ څوک چی د کورنیو، ښوونځی او ټولنې تر مینځ د اړیکی په توګه دنده تر سره کوی. د کورنۍ د خدمتونو کارکوونکی یو ملاتړی او مرستندویه سرچینه ده څوک چې دا ډاډ رامنیځته کوي چې ماشومان اړینو خدمتونو ته لاسرسی لري.
د کورنۍ خدمتونو کارکوونکی د لاندی ذکر شویو لپاره مسؤلیت په غاړه لري:
د کورنیو د خدمتونو کارکوونکی د هرې کورنۍ کور ته ځی یا ورسره کنفرانسونه/لیدنی تر سره کوی. د لیدنو پر مهال، کورنۍ دا فرصت لري چې په محرمانه شکل د کورنۍ د پياوړتیاوو او اړتیاوی په اړه خبری اتری وکړي، د کورنۍ د موخو په اړه بحث وکړي، او د ټولنې د سرچینو غوښتنه وکړي (لکه د خوړو، جامو، طبي پاملرنې یا د بالغ کسانو زده کړی).
د Pre-K پروګرام د پالیسی جوړونکو د شورا لخوا اداره کیږی چې د والدینو استازي، د ټولنې غړی، او د ښوونځی بورډ لخوا ټاکل شوی یو غړی پکی شتون لري. دغه شورا دا پریکړی کوی چې دا پروګرام به څرنګه چاری پرمخ وړي او د پروګرام د چارو په اړه په میاشتنی ډول راپورونه ترلاسه کوی.
د پالیسۍ جوړولو شورا د هرې میاشتې په دریمه پنجشنبه د ماسپښین له ۱ څخه تر ۲ بجو پورې د Pre-K پروګرام په دفتر کې ناسته تر سره کوی. د دی شورا غړی دا اختیار لری چې په مجازی ډول یا له مخامخ څخه په ناسته کی ګډون وکړي.
د Pre-K پروګرام هر ټولګی د روان تعلیمی کال لپاره د والدینو یو استازی ټاکی ترڅو په شورا کې دنده تر سره کړی. استازی د ټولنې او د ماشومتوب د زده کړو پروګرام سره خپل نظرونه او مفکوری شریکوی.
مهربانی وکړی د لا زیاتو معلوماتو لپاره د Pre-K پروګرام دفتر سره په 8708-791-703 شمیره اړیکه ټینګه کړئ.
د Pre-K پروګرام د روغتیا ټیم د دی خبری د ډاډ رامینځته کولو هڅه کوي چې ټول ماشومان د اړتیا وړ روغتیايي او د غاښونو پاملرنی ته لاسرسی لري. هغوي د زده کوونکو طبی دوسیې ګوری او هر هغه کورنۍ چې طبی پاملرنې ته اړتیا لری د ټولنې سرچینو ته یی وړاندې کوی.
د Pre-K پروګرام د تغذیې ټیم د PWCS د تغذیې څانګی سره په ګډه کار کوي ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړي چې په پری سکول کې وړاندی کېدونکي خواړه صحي دی، (کمه بوره، مالګه او غوړی لري )، او د مغزی زړو او د خنزیر غوښی څخه پاک دي. د خواړو څانګه ځانګړي مینو هم جوړوي کله چې ماشومان د خوړو سره حساسیت ولري یا مذهبي غوره توبونه ولري.
کله چې ماشومان ناروغ وی، مهربانی وکړئ ښوونځی ته زنګ ووهئ او ورڅخه غوښتنه وکړئ چې ښوونکی ته د ماشوم د ناروغۍ په اړه خبر ورکړی. ماشومانو باید هره ورځ ښوونځی ته حاضر شي، پرته له دی که په تېرو 24 ساعتونو کې یې د لاندې ذکر شویو څخه کوم حالت درلودلی اوسي:
که چیرته ماشومانو تبه، کانګې کول، یا نس ناستی درلودی وي، ښوونځي ته د ستنېدو څخه وړاندی هغوي باید په تیرو 24 بشپړو ساعتونو کی د درملو پرته د ناروغۍ هیڅ نښی نښانی یا علایم نه وی درلودلی.
په دی اړه لا زیات معلومات په "کله ماشومان باید په کور کی وساتل شي ویب پاڼه" کی تر لاسه کړۍ.
ماشومان نشی کولئ چی (د نری رنځ یا توبورکلوز، لیډ (په وینه کی سره زرات)، او هیموګلوبین معایناتو په شمول) د اوسمهاله فزیکی معایناتو تر سره کولو پرته ښوونځی پیل کړی.
ماشومان باید په هرو شپږو میاشتو کې د غاښونو د ډاکټر څخه لیدنه وکړي.
که چیرې ماشومان کوم طبي حالت یا د خوړو سره حساسیت ولري، د ښوونځی پیل کولو دمخه به اضافی طبي فورمونه سپارلو ته اړتیا وی.
که چیرته ماشومان طبي درملنی ته اړتیا لري لکه (د نظر/ د غږ اوریدو معاینات ، اضافي معاینات، د غاښونو درملنه) یا که کورنی په طبي برخو کی مرستې ته اړتیا لري، نو والدین باید د کورنۍ د خدمتونو کارکونکي یا د روغتیا متخصص سره اړیکه ټینګه کړی.
ماشومان په ټولګی کې د "کورنۍ په څیر" خواړه خوری. خواړه په لویه کاسه یا کنډول کې وړاندې کیږی او ماشومان د ښوونکو په لارښوونه دا زده کوی چې څرنګ میز برابر کړي، خپل ځان ته خواړه واچوي، او له خواړو وروسته ځائ پاک کړي. ټول ماشومان هڅول کیږی چې ورته وړاندې شوی خواړه وخوري، مګر خوړولو لپاره هیڅکله هم نه اړ ایستل کیږی.
د Pre-K پروګرام د رواني روغتیا په برخه کی درې متخصصین لري، د هغوي رول دا دۍ چی د ټولنیز - احساساتي روغتیا او رواني روغتیا خدمتونو ته د لاسرسي موندلو په برخه کی کارکوونکو او کورنیو ته معلوماتونه ورکولو کی مرسته وکړي. د روانی/ذهنی روغتیا متخصص په ټولګي کې د ماشومانو ټولنیز - احساساتي پرمختګ څاري او د ماشومانو سره د چلند او احساساتو اداره کولو کې د مرستې لپاره د شعوري ډسپلین مداخلې کاروي. والدین او ښوونکو ته سلا مشوری ورکوي تر څو د ماشومانو سره د احساساتو پیژندلو، مثبتو اړیکو جوړولو، او په سمه توګه د مقابلې کولو مهارتونو ته وده ورکولو کی مرسته وکړي.
د رواني روغتیا متخصصین د سرپرستی کونی په برخه کی د ټولګيو کوربه توب کوي ترڅو والدینو سره د شعوري ډسپلین تخنیکونو زده کولو کی مرسته وکړي کوم چې په ټولګي کې ښودل کیږي. هغوي یو په یو مرسته هم کوي که چیرته کورنی یی د کور څخه د لیدو، مجازی غونډو، د ټلیفون له لاری وړاندیز وکړي.
د PWCS د ټرانسپورت څانګه د Pre-K پروګرام لپاره د بس خدمتونه وړاندې کوي. د بس ټرانسپورت هغو ماشومانو ته ورکول کیږي چې د ښوونځي د حاضرۍ په ساحه کې اوسیږي، پرته له هغو کسانو څخه چې د ښوونځي د پیاده تګ په واټن کې اوسیږي (د ښوونځي یو میل وړانګې کی دننه).
د سهار لخوا وړولو او د ماسپښین بیرته راوړلو لپاره ماشومان ته په ټولنه کی منظور شوي ځایونه ورکول کیږي. والدین باید د ټرافیکي حالاتو او خنډونو له امله د ټاکل شویو وختونو څخه لس دقیقې مخکې راتګ او وروسته انتظار باسل په پام کی ونیسي.
د بس د وختونو په اړه معلومات په ParentVUE کې موندل کیدی شي.
مخکې له دې چې بس په مهالویش شوي وخت راورسیږی، ماشومان باید په ټاکل شوي وخت د بس په تم ځای کې د یو بالغ کس سره موجود وی. بس نشی کولی په تم ځای کې انتظار وباسی که چیرته څوک موجود نه وی. که چیرته له ماشومانو بس لاړ شي، نو والدین به د خپلو ماشومانو ښوونځی ته دلیږدولو مسؤلیت په غاړه لري.
ماشومان بیرته ټاکل شوي بس تم ځای کی ښکته کیږی کله چې یو مجاز لرونکی کس (12 کلن یا له دې زیات عمر لرونکی) موجود وی. بس چلوونکی یا د بس مرستیال پیژند پاڼه چیک کوی ترڅو ډاډ ترلاسه کړی چې ماشومان یوازې اجازه لرونکی کسانو ته سپارل کیږي. که چیرته کوم اجازه لرونکی کس شتون ونلري، یا موجود کس کومه د اعتبار وړ پیژند پاڼه ونلري:
هغه ماشومان چې د بس ټرانسپورت نه ترلاسه کوي، په هغی کی هغه ماشومان شامل دي چې د ښوونځي په ګرد چاپیره په یو میل واټن کی دننه اوسیږي او هغه ماشومان چې د ښوونځي د حاضرۍ سیمې څخه بهر اوسیږي. دغه ډول ماشومان باید هره ورځ د یو بالغ کس لخوا ښوونځی ته پیاده یا په موټر کی راوړل شي او بیرته وی وړل شي. ښوونځی ته پیاده تګ کوونکی ماشومان او په شخصی موټرو کی سفر کوونکی ماشومان باید لاندی ذکر شوي مقررات عملی کړي:
د بس چلوونکی لخوا ماشومان یوازې هغو کسانو ته سپارل کیږی چې عمر یې 12 کاله یا زیات وی، او د ماشوم د بس اجازی په فورم کې یی نوم لسټ شوی اوسی. والدین د آنلاین نوم لیکنی پروسې د یوې برخې په توګه د بس اجازی فورم بشپړوي. دا فورمې د کورنۍ خدمتونو کارکوونکی یا ښوونکی سره د اړیکی نیولو له لاری تازه کیدی شي.
د ماشومانو د خوندیتوب ډاډ رامینځته کولو لپاره:
له والدینو څخه غوښتل کیږی چې خپلو ماشومانو ته د بس قوانین تشریح کړی. که چیرته ماشومان د بس قوانین عملی نکړی، نو والدینو ته خبر ورکول کیږی. که چیرته دغه ډول چلند همدا ډول دوام ومومی نو ماشومان به په بس کی د سفر کولو خپل امتیاز له لاسه ورکړی او والدین به د ماشومانو ښوونځي ته وړولو او بیرته راوړلو مسؤولیت په غاړه ولری.