د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زمونږ د انګلیسي زده کړی پروګرام زده کوونکو لپاره هراړخیز ملاتړ وړاندې کوي.
د آنلاین نوملیکنې پروسې پر مهال، له ټولو کورنیو څخه غوښتل کیږي چې په کور کې د کارېدونکې ژبې سروې بشپړه کړي. نړیوال ښه راغلاست مرکز د انګلیسي ژبې پوهه معلوموي یا ارزوي او هغه زده کوونکي راجسټر کوي چې له انګلیسي ژبی پرته په بله ژبه خبرې کوي او/یا پری پوهیږي.

کله چې زده کوونکی د انګلیسي ژبې د پراختیا (ELD) په پروګرام کې شامل شي، د ملاتړ د بېلابېلو کچو په وړاندې کولو سره، د د ژبني تخصیص د خدماتو پلان د هغو زده کوونکو څخه د ملاتړ لپاره ډیزاین شوۍ دۍ چې انګلیسي د یوې اضافي ژبې په توګه زده کوي.
PWCS (د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي) له وړکتون څخه تر ۱۲ ټولګي پورې (K-12) په هر ښوونځي کې په یو ملاتړیز چاپېریال کې د ژبې د تدریس پروګرام وړاندې کوي، ترڅو د انګلیسي ژبې زده کوونکي په انګلیسي ژبه کې مهارت ترلاسه کړي، د انتقادي فکر لرونکو او نړیوالو همکارانو په توګه وده ومومي، او د خپلو نورو همزولو په څېر د زده کړې ورته ننګونکي تعلیمي مطالب او د لاسته راوړنو معیارونه پوره کړي.
د لارښوونې برخی په لاندې ډول دی:
د WIDA د غړي ایالت په توګه، PWCS د WIDA ACCESS ازموینه کاروي ترڅو په کال کې یو ځل د انګلیسي ژبې د زده کوونکو د ژبني مهارت کچه و ارزوي او/یا په پروګرام کې د هغوی وضعیت معلوم کړي. د دې ارزونې پایلې د PWCS لخوا د تعلیمي کال په پای کې تر لاسه کیږي. والدینو ته د هغوی د ماشوم د نمرو په اړه د ParentVUE له لارې خبر ورکول کیږي. د نمرو راپورونه مورنۍ ژبې ته هم ژباړل کیږي.
د ویرجینیا د پوهنې وزارت د لارښوونو سره سم، یو زده کوونکی هغه وخت د انګلیسي ژبې د زده کړې له خدماتو څخه وځي او د "د انګلیسي زده کړي پخوانی زده کوونکي" په توګه بیاځلی ډلبندي کیږي کله چې د ACCESS په ازموینه کې د انګلیسی مهارت ۴.۴ یا تر هغی لوړي مجموعي نمری تر لاسه کړي. د انګلیسی زده کړي دغه پخواني زده کوونکي لږترلږه تر دوو کلونو پورې له تعلیمي اړخه څارل کیږي.
د وړکتون څخه تر پنځم ټولګي پوری
د شپږم څخه تر اتم ټولګي پوری زده کوونکو لپاره
د نهم څخه تر دولسم ټولګي پوری زده کوونکو لپاره