د پرنس ویلیم کاونټي لپاره په بیړنی حالاتو کی بنسټیزه عملیاتی پلان، د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي (PWCS)، د پرنس ویلیم کاونټي د ټولنیزو خدمتونو څانګی سره د یو ملاتړي په توګه یو ځای کوي. په کاونټي کی د بیړنی حالاتو پر مهال د کاونټی د بیړنی عملیاتی پلان څخه د PWCS په مسؤلیتونو کی لاندی ذکر شوي شامل دي:
د تیارسیٔ حالت پر اساس، د PWCS د ملاتړي خدماتو سره سره به د محافظت، خواړو خدمات، خفط او مراکبت، او امنیتی خدمات هم وړاندي کیږي، او د خبرتیا تر لاسه کولو په پایله کی به د سرپناه برابرولو چارو کی د مرستی کولو لپاره چمتو وي.
د PWCS او ودانیو دننه امنیتي تدابیر، په ملي کچه د پیژندل شوي غوره تګلارو سره مطابقت لري او دا ډاډ رامینځته کوي چې د ښوونځي څانګه بیلابیلو کړکیچونو او بیړنیو حالتونو ته غبرګون ښودولی شي. په دی اقداماتو/تدابیرو کی شامل دي:
د ښوونځي بورډ پالیسئ او د ښوونځیو ډیویژن د "کړکیچن حالت مدیریتی پلان" ځای پر ځای شوی دۍ تر څو د ښوونځیو د کړکیچن حالتونو پیژندلو، اداره کولو او حل کولو لپاره په ملي کچه د پیژندل شوي غوره تدابیرو له لارې د کارکوونکو او زده کوونکو خوندیتوب ډاډمن کړي. د "کړکیچن حالت مدیریتی پلان" کارکوونکو او زده کوونکو ته دا لارښوونې کوي چې هغوي څرنګ کولۍ شي کړکیچن حالت ته د ځواب ویلو ټیم په ګمارلو او د لومړي غبرګون ښودونکو په ملاتړ سره د ښوونځي کړکیچونو ته غبرګون وښایی.
هر ښوونځی بیړني حالت ته د غبرګون ښودلو لپاره پلانونه لري چې په هر اوړي کې د PWCS د امنیت او کړکیچن حالت ته د چمتوالی ښکاره کولو څانګی لخوا بیاځلی کتل کیږي. ښوونځي د ودانیو د بندولو، ودانۍ خوندي کولو، ځای پر ځاي سرپناه موندلو، تخلیه کولو او د زده کوونکو او کارکوونکو د شمیرلو لپاره د کړکیچن حالت مشخص پلانونه لري. د روزنی په موخه د ویډیو په شمول چې ټول کارکوونکی او زده کوونکي یی د بحران ترمینالوژی او غبرګون ښودلو لپاره ګوري، دلته د بحران حالت ته د غبرګون ښودلو لپاره 15 تمرینونه شتون لري چې ښوونځي یی هر کال بشپړوي.
د ټرانسپورت څانګه بیرته د یو ځاي کولو په بهیر کی د ماشومانو په خوندي ډول بیرته کورنو ته د ستنولو یا د سرپنا بدیل ځایونو ته د لیږدولو مسؤلیت په غاړه لري. که چیرته د زده کوونکو ښوونځي ته د وړلو یا ښوونځي څخه د لیږدولو په وخت کی کړکیچن / بیړني حالت رامینځته شي، د ښوونځي بس چلوونکۍ به د لارښوونی تر لاسه کولو په موخه د ټرانسپورت څانګی سره اړیکه ټینګوي. که اړتیا پیښه شي، والدین/سرپرست ته به د ښوونځي د څانګې بحرانی/پیغام رسولو سیسټم له لارې د خپلو ماشومانو د اخیستلو یا وړلو لپاره د بدیل ځای په اړه خبر وړکړل شي.
بیړني حالاتو کی اړتیاوې د کړکیچن حالت د غبرګون ټیم په مرسته پوره کیږي چې د هر ښوونځي "د کړکیچن حالت مدیریتی پلان" یوه لازمه برخه ده. د کړکیچن حالت د غبرګون ټیم د ښوونځي د مدیر لخوا ټاګل کیږي او په هغی کی د ښوونځي اداره کوونکي، امنیتی چارواکی، او نور مشخص شوي کارکوونکی شامل دي.
د بیړنی حالتونو پر مهال او ور څخه وروسته د ښوونځیو سره د هغوي د زده کوونکو او کارکوونکو په ټولنیز / احساساتي اړتیاو کی مرسته کولو په موخه د ښوونځي سلارکارنو، د ښوونځي ټولنیز کارکوونکو، نرسانو، او ارواپوهانو په شمول د جدی پیښو ټیمونه چمتو وي.
PWCS د کورنیو سره د خبرو اترو په موخه معیاری اصطلاحات کاروي. مونږ کورنۍ هڅوو چې د لاندې ذکر شوي اصطلاحاتو سره ځان آشنا کړي.
![]()
هولډ یا ځائ پر ځائ پاتی کیدنه هغه وخت پيل کیږي کله چې کارکوونکی او زده کوونکي باید په خپلو ټولګیو کې پاتې شي یا د پراخه ساحو یا دهلیزونو څخه لیری اوسی. د هولډ یا ځائ پر ځائ پاتی کیدو حالت هغه وخت ممکن پیل شي کله چی په دهلیز کې شخړه یا دوه طرفه جګړه وي، طبي ستونزه وي، یا کوم بل حالت رامنځ ته شوئ اوسی. ټول کارکوونکی او زده کوونکي باید په خپل ټولګي یا ساحه کې پاتې شي، حتی که چیرته د ټولګي د مهالویش شوي بدلون وخت هم وي، تر هغه پوری چې د ښوونځي ادارې لخوا د "هر څه سم دي" اعلان ونه شي.
![]()
کارکوونکی به ودانۍ خوندي کوي کله چې د ښوونځي په شاوخوا کې احتمالي ګواښ شتون ولري. دا کار عموما په سیمه کې د پولیسو د اقدام یا عملیاتو له امله پیل کیږي. د زده کوونکو د خوندیتوب ډاډ رامنځ ته کولو په موخه، ښوونځی د بهر لخوا د ننوتلو څخه خوندي کیږي، او ملاقات کوونکی له نږدې څخه څارل کیږي؛ پیښی یا پروګرام ته په کتو سره او د عامه خوندیتوب چارواکو یا د امنیت او کړکیچن حالت ته د چمتوالی څانګی لخوا د لارښوونې پر اساس، ځینې ملاقات کوونکی ممکن د ننوتلو څخه منع شي. په مرکزی دروازو کې به د "ودانی خوندئ کړئ" نښی نښانی ځړول کیږي، او د زده کړې بهیر به دوام مومي. ښوونځی به په دی حالت کې تر هغه وخته پوری پاتې کیږي تر کومه چې یی د عامه خوندیتوب چارواکی د خونديتوب ډاډ ور نه کړي.
![]()
د بندیز حالت هغه وخت رامینځته کیږي کله چې د ښوونځي کارکوونکو او زده کوونکو ته چټک دښمنانه ګواښ شتون ولري. ګواښ ممکن په ښوونځي کی دننه یا د ښوونځي په ملکیت کې وي. د زده کړې بهیر ودریږي، د ښوونځي ټول فعالیتونه ودریږي، او 911 سره اړیکه نیول کیږي. د بندیز یا بندولو اعلان تر سره کیږي، او ټول کارکوونکی او زده کوونکي د پولیسو تر را رسیدو پورې پوښښ تر لاسه کوي او ځان پټ ساتی. د بندیز په وخت کي، نور اختیارونه یا غوره توبونه کولی شي چی ستاسو د ژغورنی لامل شي. که چیرته ستاسو په ښوونځي کی یا د بندیز ځاي کې د سمدستي ګواښ سره مخ شي، تاسو ته ممکن اړتیا وي چی د نږدی بهر وتلو لار په کارولو سره د تخلیه کولو په شمول د دفاع اختیارونه هم په پام کی ونیسئ. ټول کارکوونکی او زده کوونکي د بندیز حالت کې تر هغه وخت پاتې کیږي تر کومه چې د پولیسو یا ښوونځي ادارې لخوا لیری نشي.
![]()
تخلیه کول (تخلیه) هغه وخت پیل کیږي کله چې د خوندیتوب په موخه د زده کوونکو او کارکوونکو له یو ځای څخه بل ځای ته د لیږدولو اړتیا وي. دا ممکن د بریښنا د بندیز یا میخانیکي خرابی له امله په ودانی کی دننه تخلیه وي کوم چې د ښوونځي درسی ورځ کی حلل رامنځ ته کوي. دا ممکن د ګاز د څڅیدنی یا اور له امله د ودانی څخه بهر بل ځائ ته تخلیه وي کله چې په ودانۍ کې پاتې کیدل نور خوندي نه وي. د ټولګي ښوونکی یا اداره کوونکی معمولا د تخلیی پیل کولو مسؤلیت په غاړه لري. لارښوونې یا اقدامات ممکن د اور، بم ګواښ، یا نورو بیړنیو حالتونو پر اساس توپیر ولري. د تخلیی په وخت کې ممکن نوری لارښوونې وشي، او زده کوونکي او کارکوونکی باید د کارکوونکو یا لومړي ځواب ویوونکو لخوا ځانګړي لارښوونې تعقیبولو ته چمتو وي.
![]()
د ځای پر ځای پناه اخیستلو حالت هغه وخت رامینځته کیږي کله چې زیان رسوونکی بهرني حالات شتون ولري. دا ډول احتمالي شرایط یا بریدونه ممکن بیولوژیکي، کیمیاوي، اټومي، په طبیعي ډول رامنځ ته شوي وي، یا رادیولوژیکي بڼه ولري. د خوندي چاپیریال تر ټولو زیات ډاډ رامنځ ته کولو لپاره، ټول زده کوونکي او کارکوونکي به د ښوونځي مرکزی ودانی ته وړل کیږي او ودانی به د داخلیدو په ځایونو کی خوندي شي. د ځای پر ځای کیدو لوحی یا نښې نښانې به داخلي دروازو کی ځړول کیږي او د زده کړې بهیر پائ ته رسیږي. په ښوونځي / تاسیساتو کې د ټولو کړکیو او دروازو په تړلو او د HVAC سیسټم بندولو سره بې طرفه یا یو برابر فشار رامینځته کیږي ترڅو ککړه هوا دننه را نشي. د ښوونځي چارواکي به هغو زده کوونکو یا کاركوونكو ته پام کوي چی ممکن علایم ښکاره کړۍ او د اړتیا په صورت کې به 911 سره اړیکه ټینګوي. پیښې لکه بیولوژیکي ګواښ ممکن زده کوونکي اړ کړۍ چې د اوږدې مودې لپاره په ښوونځي کې پاتې شي. دا د ډیویژن یا ښوونځیو څانګی مسٔولیت دی چې څومره زر امکان ولرۍ، زده کوونکي خپلو والدینو/سرپرستانو ته وسپاري کله چې دا کار د تر سره کولو لپاره خوندي وي. د ښوونځيو څانګه به د عامه خوندیتوب او روغتیا چارواکو سره له نږدې څخه په اړیکه کی وي او ورڅخه به لارښوونې تر لاسه کوي. تازه معلومات به د ښوونځي د ارتباطي سیسټیمونو له لارې ورکول کیږي.
PWCS د لاندې ذکر شوي د یو یا ډیرو میتودونو له لارې بیړني معلومات لیږدوي:
په یاد ولرئ چې غیر رسمي معلومات کوم چی د ټلیفون زنګونو یا د ټولنیزو رسنیو له لارې ترلاسه کیږي ممکن افواه خپره کړي یا دقیق او تازه معلومات نه وي، حتی که لیږدونکي "د پیښی په ځای کی موجود" هم وي. PWCS به په چټکی سره رسمي، دقیق او پر وخت تازه معلومات وړاندی کړۍ. د ټلیفون لاینونه مو د لاسرسي وړ یا فعاله وساتئ. مهرباني وکړئ په بیړني حالت کې ښوونځيو سره اړیکه مه ټینګوۍ ترڅو ټلیفون لاینونه د حالاتو د اداره کولو لپاره وکارول شي.
زمونږ لومړیتوب د ماشومانو خوندي ساتل دي. په ډیری حالتونو کې ښوونځي د ماشومانو لپاره ترټولو خوندي ځای دۍ. په هرصورت، بهرنی فعالیتونه، سپورتی غونډی یا پروګرامونه، او سیمه ییزه سفرونه ممکن زده کوونکو ته د احتمالي خطر د کمولو لپاره لغوه شي.
د کړکیچن یا بیړنی حالت پر مهال د ښوونځیو ډیویژن په کچه به سیمه ییزه سفرونه لغوه کیږي. د لغوه کیدلو معلومات به د ښوونځي څانګې د پیغام رسولو سیسټم له لارې اعلانیږي.
هغه زده کوونکی چی درملو ته اړتیا لري، د والدینو/سرپرستاتو څخه یی غوښتل کیږي چی دا ډاډ رامینځته کړي چې ښوونځي د هغوي مناسب اندازه درمل په لاس ولري. مناسبه اندازه درمل باید د زده کوونکي د ډاکټر د مشورې پر اساس وي.
که چیرته د زده کوونکو ښوونځي ته د وړلو یا ښوونځي څخه د لیږدولو په وخت کی کړکیچن / بیړني حالت رامینځته شي، د ښوونځي بس چلوونکۍ به د لارښوونی تر لاسه کولو په موخه د ټرانسپورت څانګی سره اړیکه ټینګوي. که اړتیا پیښه شي، والدین/سرپرستانو ته به د ښوونځي د پیغام رسولو سیسټم له لارې د والدینو/سرپرست - زده کوونکو د بدیل پناه ځای په اړه خبر ورکول کیږي. د زده کوونکو او والدینو د بیا یوځای کولو چاری به په بدیل سرپناه کې تر سره کیږي. والدین/سرپرست به اړ وي چې د خپلو ماشومانو د اخیستلو لپاره د اعتبار وړ پیژند پاڼه ښکاره کړي.
کله چی د طوفان پاملرنی یا په اړه یی خبرداری ورکړل شي، د ښوونځي څانګې د "کړکیچن حالت مدیریتی پلان" ښوونځیو ته په تفصیل سره لارښوونه کوي چی باید کوم ډول اقدامات ترسره کړي. ټول ښوونځي او اداري دفترونه د هوا حالت معلومولو لپاره راډیوی سیسټم لري ترڅو سمدلاسه خبرتیا ترلاسه کړي کله چې دا خبرتیاوې خپریږي. کله چې د طوفان خبرداری ورکړل شي، ټول زده کوونکي او کارکوونکي به د ښوونځي ټاکل شوي "خوندي ساحو" ته ځی، باید د "ځان غورځولو او ټیټیدو" قوماندې ته چمتو وي او باید په خوندي ساحو کې پاتې شي تر هغه چې د طوفان خبرداری لارښوونه نه وي لیرۍ شوې. هرڅوک چې د ښوونځي ملکیت په بسونو کې موقعیت ولري، د ودانۍ داخل ته به ځی. هغه بسونه چې په نږدې سړکونو سفر کوي د ټرانسپورت څانګی سره په همغږۍ به د سرپناه اخیستلو لپاره نږدې ښوونځيو ته ځي.
د ډویژن "د کړکیچن حالت مدیریتی پلان" ښوونځیو ته تفصيلي لارښوونې وړاندې کوي چې د زلزلې په صورت کې باید کوم ډول اقدامات تر سره کړۍ. د ودانی داخل کی کارکوونکي او زده کوونکي به ځمکې ته ځان غورځوي، پوښښ به اخلي، او تر هغه پورې به ځای پر ځای وي تر څو چې ټکان نه وي ودریدلۍ. کله چې ټکان یا زلرله ودریږي، مشخص شوي ساحو ته لاړشئ. له ودانیو بهر کارکوونکي او زده کوونکي به د ودانیو، د سړک د څراغونو، او د برق له تارونو څخه لیرې کیږي تر څو چې ټکان نه وي ودریدلۍ.
زمونږ په ټولنه یا په ګاونډیو ټولنو کې هر وخت امکان لري چی یو کړکیچن حالت یا د خوندیتوب اندیښنه رامنځ ته شی. ماشومان ممکن د هغه معلوماتو له امله وارخطا او/یا ډاریدلی وي چې دوی یې د خبرو اترو له لاری او د خبرونو په راپور کې اوري او هغوي د مشرانو څخه لارښوونه تر لاسه کولو ته په تمه وي چې څه ډول عکس العمل باید څرګند کړي. لاندې ذکر شوۍ چټکی لارښوونی والدینو/سرپرست ته د امنیت او خوندیتوب احساس رامنځ ته کولو لپاره سلا مشوری ورکوي ترڅو د هغوي ماشومانو سره د کړکیچن حالت سره په مقابله کولو کې مرسته وکړي. برسېره پردې، د کړکیچن حالت وروسته، د ښوونځي ارواپوه، د ښوونځي ټولنیز کارکونکي، د ښوونځي سلاکاران، او د ښوونځي څانګې د جدي پیښو ټیم غړي د زده کوونکو سره د مرستې کولو لپاره موجود دي.
د نشه یي توکو، وسلو یا نور لاملونه کوم چی ممکن د ښوونځي چاپیریال لپاره زیانمن، وي، په اړه یی باید معلومات د "څه وویاست/Say Something" نامعلوم راپور ورکولو سیسټم له لاری ورکړل شي. "څه وویاست/Say Something" په ځانګری ډول د شپږم څخه تر دولسم ټولګیو زده کوونکو او د ښوونځی کارکوونکو لپاره جوړ شوۍ دی تر څو د غیر خوندي چلند یا ځان یا نورو ته د زیان رسولو ګواښونو جدي یا احتمالي تاوتریخوالي اندیښنو په اړه راپور ورکړي. "څه وویاست/Say Something" د ځوانانو د تاوتریخوالی د مخنیوي پروګرام دی چې PWCS ته پرته له کوم لګښت وړاندی کیږي.
“خبر ورکوونکی" کولی شي چی د جنسي ځورونې ، ځان ته زیان رسولو ، او خپګان په شمول د ښوونځي له ګواښونو څخه نیولی تر شخصی ستونزو پوری چې دوی لیدلی دی یا یی اوریدلی دي، په اړه راپورونه واستوي. دغه سیسټم د ښوونځي اداره کوونکو او د قانون پلي کوونکو چارواکو وړ کوي چې اغیزمنه مداخلې رامینځته کړي او د خطر سره مخ اشخاصو لپاره مداخله وکړي ترڅو د تاوتریخوالی، ځان وژنې، ځورونې، ځان ته زیان رسولو او د ګواښوونکي چلند نورو ډولونو څخه مخنیوي کولو کې مرسته وکړي. ټول ورکړل شوي معلوماتونو ته بیرته په Sandy Hook Promise ملی کړکیچ مرکز کې د یو خورا ستر ماهر بحران سلاکار لخوا چټک ځواب ورکول کیږی، دغه کس وروسته د ملاتړ لپاره د اړین ګامونو پورته کولو په اړه پریکړه کوي. کله چې د باور وړ معلوماتونه ترلاسه شي کوم چې د ژوند لپاره ګواښوونکي وي او/یا یو جدی ګواښ پکې شامل وي، د ګډوډۍ کنټرولو مرکز به رر تر زره د سیمی911 چټک غبرګون شمیری سره اړیکه ټینګه کړی او قانون پلي کوونکي چارواکی به پکې ښکیل کړی، او بیا به د مرکزي دفتر کارکوونکو او د ښوونځي اړوند استازو ته خبر ورکړي، حتی د رسمیاتو څخه وروسته هم. کاروونکي کولی شي چی 9669-572-844-1 یا د یوڅه وویاست / Say Something ویب پاڼی ته لاړ شي. وړیا اپلیکیشن د App Store او Google Play Store څخه د ډاونلوډ کولو لپاره موجود دۍ، کوم ځای کی چې زده کوونکي کولی شي چټګ معلومات ورکړۍ. کله چی ډاونلوډ شي، دا به د څلور عددی کوډ غوښتنه وکړي چې تاسو یې غوره کوئ او په باید په یاد یی ولرئ.
د تل په څیر، مهرباني وکړئ په بیړني حالت کې 911 شمیری سره اړیکه ټینګه کړئ.
د معلوماتو د تازه کیدو نیټه: پنجشنبه، 26 سپټمبر، 2024