په PWCS کې د ډیجیټلی وسیلو کارونه، د PWCS د زده کړې چاپیریال یوه بنسټیزه برخه ده، او هغه پالیسی چی د ډیجیټلی وسیلو کارونه اداره کوي، د هر ډول اکاډمیکو/تعلیمی موخو لپاره یی د کارولو ملاتړ کوي. د ډېجېټلي وسیلو د کارولو د سپیڅلتوب یا بشپړتیا ساتلو لپاره، ټول زده کوونکي او والدین/سرپرستان باید د 2-350.02 مقرری سره په مطابقت د وسیلو څخه ګټه پورته کولو لپاره لاندی ذکر شوي شرایط ومنی او ورسره موافقه وکړي.
په دې سند کې ټولی تګلاری او معلومات په هغو ټولو زده کوونکو باندی د پلی کیدو وړ دي چی په PWCS کی ورته د کارولو لپاره ډېجېټلی وسیلی ورکړل شوي دي. ښوونکي ممکن خپلو ټولګیو لپاره اضافي شرطونه وټاکي.
ښوونځي به زده کوونکو ته وسیلی ورکوي او د وسیلو په مدیریتی سیسټم کی به د زده کوونکي د وسیلې نمبر لیست کړي.
والدین/سرپرست باید د هر ښوونځي کال په پیل کې په ParentVUE کی د بیرته ښوونځی ته ستنیدو په پاکټ کې د زده کوونکي د ډیجیټلی وسیلې د پور تړون لاسلیک کړي.
ډېجېټلی وسیلی به بیرته هغه ښوونځي ته سپارل کېږي د کوم ځائ څخه چې وسیله تر لاسه شوي اوسی. هغه زده کوونکي چې د PWCS څخه وځی، ځنډول کېږي یا اخراجېږي، یا خپله نوم لیکنه له منځه وړي، هغوی باید د نوم لیکنی له منځه وړلو نیټی باندی خپله ډیجیټلی وسیله بیرته راستون کړي/وسپاري. که چیرته یو زده کوونکی له یو ښوونځی څخه بل ته انتقالیږي، وسیله باید د لیږدو دمخه د ښوونځی TSSPEC ته بیرته وګرځول شی؛ هغوي ته به په خپل نوی ښوونځی کې یو نوی وسیله ورکړل کیږی. هغه زده کوونکي چې د ډېجېټلی وسیلی په بېرته سپارلو/راګرځولو کی پاتی راشي، دا کار ممکن د ښوونځي ډېوېژن اړ کړي چې قانوني اقدام تر سره کړي تر څو د زده کوونکي د والدینو څخه د دغه وسیلی د زیان لګښت واخلی.
ډېجېټلي وسیلی له دې لپاره دي چې د هرې ورځې په بهیر کی د ښوونکي د لارښوونې سره وکارول شي. زده کوونکي باید خپلی ډېجېټلي وسیلی ټولو ټولګیو ته له ځانه سره راوړي، پرته له دي که په ځانګړي توګه ورته د خپلو ښوونکو لخوا د نه راوړلو لارښوونه شوي وي.
د ډېجېټلي وسیلی په ښوونځی کی نه درلودل به په ټولګي کی د ګډون نه کولو یا د ښووځی د دندو نه بشپړولو لپاره بهانه نه وي. د هغو زده کوونکو لپاره ممکن امانتي ډېجېټلي وسیلی شتون ونلري چې ښوونځی ته یی د خپلو ډېجېټلي وسیلو راوړل هېر کړي اوسي او یا یې په کور کی په چارج کولو کی پاتی راغلی وي.
امانتی ډیجیټلی وسیلی ممکن یوازی هغه زده کوونکو ته ورکړل شي چې هغوی ته ورکړل شوي ډېجېټلي وسیلی د ترمیم لپاره لیږل شوي اوسی.
پرته له دی که د ښوونکي لخوا یی اجازه ورکړل شوي وي، تر کومه چې په ټولګي کې یاست غږ یی باید خاموش وي. په ډېجېټلي وسیله کې ټول مواد (د بیلګې په توګه، میوزیک، لوبې، یا فلمونه) باید مناسب وي، باید په مسؤلانه ډول، او د ښوونکي په اختیار سره وکارول شي.
په ډېجېټلي وسیله کې د ذخیره کولو لپاره د محدود ځائ له امله او دا ډاډ تر لاسه کولو لپاره چې وسیله د ګټی اخیستنی لپاره چمتو ده، زده کوونکي اجازه نه لري چې شخصي اپلیکیشنونه یا شخصي سافټویر/پروګرامونه ډاونلوډ کړي.
زده کوونکي کولی شي د مایکروسافټ آفس 365 په کارولو سره په OneDrive کې خپل کار خوندي کړي، کوم چې په (cloud) انټرنېټ-ولاړه د اړیکو او همکارۍ وسیله ده چې د مایکروسافټ آفس لخوا یې کوربه توب کیږي او د PWCS لخوا اداره کیږي. زده کوونکي کولی شي چی د مایکروسافټ آفس 365 بریښنالیک حساب په کارولو سره اسناد ښوونکو ته یا خپل ځان ته د کاپی په موخه واستوي. د ډېجېټلي وسیلو خرابیدل یا کار نه کول د ښوونځی دندی نه سپارلو لپاره د منلو وړ عذر نه دی.
د PWCS ډېجېټلي وسیلی به د پرنټ یا چاپ کولو وړتیا ونلري. هر هغه سند چې چاپ کولو یا پرنټ کولو ته اړتیا لري، په ښوونځي کی پرنټ کیدی شي یا په کور کې کمپیوټر ته په ننوتلو، بیا د زده کوونکي آفس 365 حساب ته تللو سره، او بیا سند چاپ کولو یا پرنټ کولو لا لاری پرنټ کیدی شي.
لاندې لارښوونې او شرایط د دې لپاره رامنځ ته شوې دي تر څو زده کوونکي او والدین/سرپرستان د PWCS ټېکنالوژي شتمنی کارولو په وخت کی د خپلو مسٔوولیتونو څخه خبر وي. کله چې د PWCS ټیکنالوژۍ وسیلی او د ټیکنالوژۍ نوری سرچینی کاروئ، زده کوونکي او والدین/سرپرست باید په دې سند کې ټاکل شوي لارښودونو او شرایطو، او د ډیجیټلی وسیلې د کارونکی تړون، د PWCS ښوونځي بورډ ټولې د پلی کیدو وړ پالیسۍ او مقرراتو په شمول د 1-295 مقرری، کمپیوټر سیسټمونه او د شبکې خدمتونه - د PWCS د انټرنیټ مسؤلانه کارونه او د خوندیتوب پالیسي،, د زده کوونکو د "چلند قانون," او د ټولګی د پلی کیدو وړ ټولو قواعدو ته غاړه کیږدي، مګر دغو پوری محدود نه دي.
د دغو لارښوونو او شرایطو څخه سرغړونې به د انضباطي اقدام پایلی ولري.
والدین/سرپرست/زده کوونکی په 30 ورځو کی دننه د ډېجېټلې آلې تاوان ورکولو یا د هر ډول لګښت/تاوان مسئولیت په غاړه لري که چیرته وسیله/آله:
والدین/سرپرستان اوس دا اختیار لري چې د PWCS لخوا د منل شوي شرکت، Securranty څخه په ټیټ لګښت د زده کوونکی د زده کړی وسیلی بیمه وپلوري.
PWCS دا خبره درک کوي چې د زده کوونکو په وسیلو باندی شرطونه یا بندیزونه لګولو سره، د ښوونځي ډېوېژن او والدینو/سرپرست/زده کوونکي دواړو د سرمایې حفاظت کولو ته اړتیا ده. هغه زده کونکي چې د اړتیا وړ ګټی اخیستنی اخوا ډیجیټلی وسیله (د بیلګې په توګه، ټابلیټ، لیپ ټاپ) ورک کړي یا خرابه کړي او د ډیجیټلی وسیلې بیمه نلري، ممکن ورڅخه وغوښتل شي چی د ښوونځي مالي مامور ته یی تاوان ورکړي. لومړیتوب به هغو زده کوونکو ته ورکړل کیږي چې کورنۍ یې له مالي ستونزو سره مخ دي. لاندې ذکر شوي د ډیجیټلی وسیلی د عمر پر اساس د ډیجیټلی وسیلی د تاوان ورکولو لګښتونه دي.
ډیجیټلی وسیله – 11“ لیپ ټاپ کمپیوټر
ډیجیټلی وسیله – 14“ لیپ ټاپ کمپیوټر
ډیجیټلی وسیله - iPad
د iPad کی بورډ پوښ: 120$
iPad پاک پوښ: 70$
د ورک شوي یا خراب شوي چارجرونو تاوان ورکولو اوسني یا تازه لګښت لپاره خپل د زده کوونکي ښوونځي کې د مالي متخصص سره اړیکه ټینګه کړئ.