په PWCS کې د بس ټرانسپورټ په اړه هر هغه څه چې کورنۍ یې باید په اړه پوه شي؛ د بسونو له لارو او توقعاتو څخه نیولې تر خوندیتوب او اړیکو یا ارتباط پورې.
زمونږ لومړیتوب د زده کوونکو خوندیتوب دی.
د PWCS د ټرانسپورټ څانګه زده کوونکو ته خوندي، پر وخت، او ارزانه د ټرانسپورټ خدمتونه وړاندی کولو لپاره هره ورځ کار کوي.
مونږ همدارنګه هڅه کوو چې والدینو او سرپرستانو ته د دوی د زده کوونکو د بس ټرانسپورټ په اړه په وخت سره خبر او تازه معلومات ور کړو.
د ویرجینیا کوډ 76-22.1 له مخی، د ویرجینیا قانون د ښوونځيو بورډ ته اجازه ورکوی چې زده کوونکو ته د ټرانسپورټ اسانتیاوي برابری کړي مګر هغوي نه اړ کوي چی دا کار تر سره کړۍ.
PWCS هغو زده کوونکو ته د بس خدمتونه وړاندی کوي چې له خپل ځایی ښوونځی څخه یو میل یا زیات واټن کی ژوند کوي. د معلولیت لرونکو زده کونکو لپاره ځانګړي تدابیر په پام کی نیول شوي دي.
هغه ټولو زده کوونکو ته د چټک بس خدمتونه هم ورکول کیږی چی په ځانګړو پروګرامونو کی شامل دي. دا خدمات یوازې د چټک بس تمځایونو ته او ورڅخه لپاره دي. دا د والدینو مسؤلیت دی چې د چټک بس تمځایونو ته تګ راتګ لپاره ټرانسپورټ برابر کړی، کوم چې په ډیری حالاتو کې د زده کوونکی د استوګنځی څخه له دوه څخه تر دریو میلو پورې لیری کیدی شی.
د هر ښوونیز کال په پای کې، د مې په وروستیو یا د جون په لومړیو کې، له والدینو او سرپرستانو څخه غوښتل کیږي چې PWCS ته خبر ورکړي چې آیا زده کوونکی به یی د راتلونکي ښوونیز کال لپاره د بس ټرانسپورټ خدمتونو ته اړتیا لري او که څرنګ.
د بس ټرانسپورټ خدمتونو څخه په وتلو سره، تاسو زمونږ د بس چارو ټیم سره مرسته کوئ چې د بس لارې او د بس چلوونکو د استخدام اړتیاوې په ښه توګه پلان کړي.