Prince William County Public Schools

PWCS Menu and Options
  • هغه څه چې اړتیا لرئ د زده کړې معیارونه (SOL) ازموینې په اړه ورباندې پوه شئ

    Virginia SOL Logo; What you should know about SOLs
    1. ایا سږکال د زده کړې معیارونه (SOL) ازموینه اخیستل کیږي؟
      • هو، د SOL ازموینې سږ کال اخیستل کیږي. په لیسه کې ازموینې د ټول کال په اوږدو کې ترسره شوې. د پسرلي SOL ازموینې موده د اپریل 26 څخه پیل کیږي او نږدې د ښوونځي کال تر پایه دوام کوي.
      • د SOL ازموینې باید د خوندي ازموینې شرایطو لاندې په حضوري بڼه ترسره شي.
      • Virginia د SOL ځینې ځانګړو ازموینو بدایلو ته اجازه ورکوي چې د ځایی بدیل ارزونې (Local Alternative Assessments) په نوم یادیږي کومې چې د 3 ټولګي ساینس، د درېم او څلورم ټولګیو تاریخ او اجتماعیات، د پنځم ټولګی لیکنې، اتم ټولګی لیکنې، او اتم ټولګی مدنیت او اقتصاد په مضمونونو کې شاملې کړل شوې دي. زده کوونکي به په دې ټولګیو کې د یادو مضامینو بشپړولو سره، د دې ارزونو شرایط پوره کړي.
    2. ولې د SOL ازموینې د یوې وبا په مینځ کې اخېستل کیږي؟
      • فدرالي حکومت په ایالتونو او ښوونځيو څانګو باندې لازمي کوي چې سږکال د SOL ازموینو په څیر لنډې ارزونې ترسره کړي ترڅو د زده کوونکو د پرمختګ په اړه معلومات راټول کړل شي.
      • فدرالي قانون په 3-8 ټولګیو کې د لوست او ریاضي مضامینو کې، او یوځل په عالي لیسه کې، په شمول د ساینس په 5 او 8 ټولګیو کې او یو ځل په عالي لیسه کې، د زده کوونکو کلنۍ ارزونه لازمي کوي.
      • Virginia د ازموینې ځینې اضافي شرایط لري، په ځانګړي توګه په عالي لیسه کې د فراغت لپاره. کله چې زده کوونکي په ځانګړيو مضامینو او اړونده SOL ازموینو کې بریالي شي، دوی هغه څه ترلاسه کوي چې د فراغت په لور "تصدیق شوی کریډیټ" ورته ویل کیږي.
      • د وبا له امله رامینځته شویو ننګونو یا چیلنجونو ته د ځواب ویلو لپاره، Virginia د امکان تر حده پورې د ازموینې موده غزولې ده. PWCS د ازموینې د دې اوږدې مودې څخه په ګټه پورته کولو سره ښوونځیو ته اجازه ورکړیده چې د حضوري او مجازي بڼې زده کوونکو لپاره د ازموینو مهالویش ټاکلو کې د خورا ډیر انعطاف څخه برخمن واوسي. ښوونځي د ترانسپورت خدماتو سره کار کوي ترڅو د مجازي بڼې زده کوونکو لپاره په ټاکل شويو ورځو کې د بس خدمت برابر کړي چې ښوونځي ته د ارزونو لپاره راشي.
    3. ما خپل ماشوم په مجازي بڼه زده کړه کې ساتلی او نه غواړم چې ښوونځي ته راشي ترڅو ازموینه ورکړي. زه څه کار وکړم؟
      • هغه تمه چې د Virginia ښوونځيو څانګو ته ابلاغ شوې دا ده چې زده کوونکي په ارزونو کې برخه واخلي. مګر، د دې کال ځانګړيو شرایطو ته په پام سره، د Virginia معارف ریاست (VDOE) ویلي دي هغه والدین چې نه غواړي ماشومان یې ښوونځیو ته د SOL ازموینې لپاره راشي کولی شي د COVID-19 اندیښنو له امله په ازموینه کې د هغوی برخه اخیستل رد کړي. دا هغه متن دی چې VDOE یې کاروي. که یوه کورنۍ د COVID-19 پورې اړونده اندیښنو له امله په SOL ازموینه کې د خپل زده کوونکي برخه اخیستل رد کړي، نو د زده کوونکي د نمرو راپور کې به یې د اړونده ازموینې لپاره "نمرې نه لري" ولېکل شي. خو بیا هم، هغه مضمون کې به د زده کوونکي په نهایي نمرې باندې هیڅ منفي اغیزه ونلري.
      • تاسو باید د هر ډول انکار د نیت لرلو په اړه د خپل ماشوم ښوونځي سره اړیکه ونیسئ.
    4. ما د SOL ازموینو لپاره د یو بدیل په اړه یو څه اوریدلي دي چې په مجازي بڼه اخېستل کیدی شي. هغه څه دي؟
      • د ایالت رییس د یاددښت لمبر 053-21 له مخې، Virginia د Virginia د زده کوونکي لرې واټن پرمختګ ازموینې (Virginia Remote Student Progress Tests) رامینځته کړې دي. دا ارزونه به په 3-8 ټولګیو کې د لوست او ریاضی مضمونونو لپاره او په 5 او 8 ټولګیو کې د ساینس مضمون لپاره شتون ولري. د یاددښت له مخې، "د دې ارزونې لپاره مستحق زده کوونکي هغه دي چې ټولې زده کړې په مجازي بڼه ترلاسه کوي او والدین یې د SOL ازموینو لپاره ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ورکوي."
      • که چیرې د 3-8 ټولګي یو زده کوونکی سږ کال ټولې زده کړې په مجازي بڼه تر لاسه کوي او کورنۍ یې تصمیم نیولی وي چې زده کوونکی یې د COVID-19 پورې اړونده اندیښنو له امله په SOL ازموینه کې برخه وانخلي، نو د هغوی زده کوونکی به د Virginia د زده کوونکي لرې واټن پرمختګ ازموینې کې ګډون کوي.
      • د Virginia د زده کوونکي لرې واټن پرمختګ ازموینو پایلې به د زده کوونکو د لاسته راوړنو د معیار، او د هغو برخو په ګوته کولو لپاره چیرې چې ممکن زده کوونکي اضافي زده کړو ته اړتیا ولري، لپاره وکارول شي.
      • د Virginia د زده کوونکي لرې واټن پرمختګ ازموینو پایلې به د یو ښوونځي د SOL بریالیتوب درجه کې ځای ونلري او د ښوونځیو لپاره به په هیڅ فدرالي ځواب ورکونې یا ایالتي اعتبار محاسبه کې شامل نه وي.
    5. زه د لیسې د یو زده کوونکي موروپلار یم څوک چې د فراغت شرایطو پوره کولو لپاره د SOL ازموینې ته اړتیا لري. که زما ماشوم په دې پسرلي کې د SOL ازموینې ورکولو ته حاضر نشي نو څه به پېښ شي؟
      • ښوونکي به زده کوونکو ته خبر ورکړي چې کله یو ټولګي ته د SOL ازموینې ورکول لازمي دي.
      • هغه زده کوونکي چې د تایید شوي کریډیټ لپاره په SOL ازموینې کې د ګډون وړتیا نمرې ته ضرورت لري او پدې پسرلي کې د SOL ازموینې نه ورکوي، د 2021 په مني یا د 2022 پسرلي کې به ورته د اړین ازموینې ورکولو فرصت ورکړل شي.
      • په تیر تعلیمي کال کې، د Virginia ښوونې بورډ یا هییت یو معافیت تصویب کړ چې که زده کوونکي په یو مضمون کې د اړونده SOL ازموینو سره بریالي شي، نو دوی اړتیا نلري ترڅو په هغه مضمون کې د تایید شوي کریډیټ ترلاسه کولو لپاره ازموینه ورکړي. مګر، د 2020-21 تعلیمي کال لپاره ورته معافیت شتون نلري.
      • د زده کوونکو خدماتو دفتر یوه وېبپاڼه لري چې په هر ټولګی کې د زده کوونکو لپاره د graduation requirements فراغت شرایط تشریح کوي.
      • که تاسو یو د لېسې زده کوونکي موروپلار یاست او د خپل زده کوونکي او د فراغت شرایطو پوره کولو د هغوی د پرمختګ اړونده پوښتنې لرئ، نو تاسو باید د خپل ماشوم له مشاور سره اړیکه ونېسئ.
    6. که زه د هغو ازموینو په اړه پوښتنې ولرم چې تمه ده زما ماشوم یې ورکړي نو څه کار باید وکړم؟
    • والدین باید لومړی د خپل ماشوم له ښوونکي یا مشاور سره د انفرادي پوښتنو لپاره اړیکه ونېسي.
    • د SOL اړونده عمومي پوښتنو لپاره، والدین کولی شي په 703-791-8308 باندې د ازموینو دفتر سره اړیکه ونیسي.