<p">دا پالیسي د ځائي ټولنې لپاره شتون لري، او په اړه یی هر وخت د ټائټل I دفتر ته نظرونه ورکول کیدی شي. دا پلان به د والدینو، کورنیو او د ښوونځیو د بدلیدونکی اړتیاوو پوره کولو لپاره هر کال تازه کیږي. <h3">۱ برخه: عمومي توقعات <p">د ۱۹۶۵ کال د ابتدايهٔ او ثانوي زده کړو قانون (ESEA) او د ۲۰۱۵ کال "هر زده کوونکي بریالی کیږي" قانون (ESSA) سره په مطابقت، د PWCS ټائټل I د A برخی پروګرام موافق دۍ چی: <ul">
په هغو ښوونځیو کې به د والدینو د ښکیلتیا لپاره پروګرامونه او فعالیتونه رامینځ ته کړې چی د ټائټل I مالی مرستی تر لاسه کوي.
د ښوونځي په کچه د والدینو او کورنیو د ښکیلتیا پالیسي او د کورنیو او ښوونځي تر مینځ د تړونونو په رامینځ ته کولو کې د هغو ښوونځيو ملاتړ وکړې چی د ټائټل I مالی مرستی تر لاسه کوي.
د ټائټل I فعالیتونو او پروګرامونو په پلان کولو او چارو کې او همدارنګه د والدینو او کورنیو د ښکیلتیا فعالیتونو لپاره د ټائټل I فنډ تخصیصولو پورې اړوند پریکړو کی به والدین شامل کړې.
د انګلیسي ژبی محدود وړتیا لرونکو، معلولیت لرونکو والدینو، یا د کډوالو ماشومانو والدینو په شمول د ټولو والدینو او کورنیو لپاره په یو داسی بڼه فرصتونه وړاندی کړې چی دوستانه او په داسی ژبه کی وي چی والدین پری پوه شي، ترڅو والدین وکولئ شي په ښوونځي کی او د والدینو په پروګرامونو، غونډو او نورو فعالیتونو کې ګډون وکړې.
هغه ښوونځی چی د ټائټل I مالی مرستی تر لاسه کوي، هغوي به د والدینو د معنی لرونکی ښکیلتیا سره پروګرامونه، فعالیتونه، او طرزالعملونه مخ پر وړاندی وړي. د دې پالیسۍ موخو لپاره، د "والدینو ښکیلتیا" د لاندی ذکر شویو په معنی ده:
په منظمه، دوه اړخیزه توګه د والدینو او کورنیو ګډون او معنی لرونکي خبری اتری چې د زده کوونکو اکاډمیکی زده کړې او د ښوونځي نور فعالیتونه پکې شامل دي، په شمول د دی خبری ډاډ ترلاسه کول چی —
<h3">۲ برخه: د والدینو او کورنۍ د ښکیلتیا پالیسۍ اړخونه یا برخی <ol">
د PWCS د ټائټل I د A برخی پروګرام به د ډیویژن په کچه د والدینو او د کورنیو د ښکیلتیا پالیسی په ګډه سره پراخه کولو لپاره د والدینو او کورنیو د ښکیل کولو لپاره لاندې ګامونه پورته کوي:
د ټائټل I د A برخی پروګرام به په هغو ښوونځیو کې چی د ټائټل I مالی مرستی تر لاسه کوي، د ګډون کوونکو ماشومانو د والدینو او کورنیو لپاره کلنۍ غونډی جوړوي ترڅو والدین او کورنۍ په ټائټل I پروګرام کی د ډیویژن د ګډون کولوڅخه خبر کړي، د ټائټل I شرایٔط ورته تشریح کړي، او د ښکیل کیدو لپاره والدین او کورنی د هغوي د حقونو څخه خبر کړي.
د ټائټل I د A برخی پروګرام به د هغه ټولو ښوونځیو څخه چی د ټائټل I مالی مرستی تر لاسه کوي، والدین او کورنی په منظمه، دوام داره او په وخت سره راغواړي تر څو د ډیويژن د ټائټل I پروګرام په پلان کونه، بیاکتنی، او اصلاح کولو کې ګډون وکړي.
د ګډون کوونکو ماشومانو والدینو او کورنیو ته به لاندی ذکر شوي وړاندی کوي:
د ټائټل I پروګرامونو په اړه په وخت سره معلومات؛
د اصلي اکاډمیکی نصاب، د اکاډمیکی ارزونې د بڼو معلومات چې د زده کوونکو د پرمختګ کچه معلومولو لپاره کارول کیږي، او د وړتیا یا مهارت کچه چې د زده کوونکو څخه یی د تر لاسه کولو تمه کیږي، په اړه به یی توضیحات او تشریحات وړاندی کوي؛ او
د تجویزونو وړاندی کولو او کله چی مناسب وي، د خپلو ماشومانو د تعلیم اړوند پریکړو کې د ګډون کولو لپاره د منظمو یا عادي غونډو فرصتونه برابرول.
د PWCS د ټائټل I د A برخی پروګرام به د ښوونځي لخوا د کتنی او د اصلاح کولو په پروسه کې د والدینو او د کورنیو د شاملولو لپاره لاندې اقدامات ترسره کړي:
د ټائټل I په کلنۍ غونډو کې، د هر هغه ښوونځی کی د والدینو سره د ښوونځي او ډیویژن اکاډمیکی ډاټا معلومات شریکول چی د ټائټل I مالی مرستی تر لاسه کوي.
د هغو ماشومانو والدین او کورنی څوک چې د PWCS ټائټل I، د A برخی پروګرام لخوا خدمتونه تر لاسه کوي، د هغوي سره د ځینو موضوعاتو لکه د آیالت اکاډمیکی درسی مواد او د لاسته راوړنی معیارونه، د آیالت او سیمه ییزه اکاډمیکی ارزونی، د ټائټل I شرایط، او دا چی څرنګ باید د ښوونکو سره د ماشومانو پرمختګ او د هغوي کارونه وڅارل شي، په اړه پوهیدو کی مرسته کول تر څو د خپلو ماشومانو لاسته راوړنی لا زیاتی ښی کړي.
انفرادي لاسته راوړنی ښه کولو لپاره والدینو او کورنیو ته د خپلو ماشومانو سره په ګډه کار کولو کې د مرستې په موخه درسی مواد او روزنیز پروګرامونه برابرول.
د زده کوونکو د اکاډمیکی لاسته راوړنو او د ښوونځی فعالیت ښه کولو په موخه د PWCS د ټائټل I د A برخی پروګرام به د هغوی ښوونځی سره چی د ټائټل I مالی مرستی تر لاسه کوي، په پلان کولو کی او کورنیو سره د ښکیل کیدو لپاره د اغیزمنو فعالیتونو په پلی کولو کی لاندې وړکړل شوي اړینی همغږي، تخنیکي مرستی، او لا زیات ملاتړ رامینځته کوي.
په کال کې به د ټائټل I ښوونکي دوه غونډې همغږي کوي ترڅو د والدینو او د کورنیو ښکیلتیا اغیزمنو پلانونو او فعالیتونو په اړه بحث تر سره شي، او د کورنیو نمونه یی غونډي ننداره کړي؛
د مرکزي دفتر د ټائټل I والدینو او د کورنیو د ښکیلتیا د متخصص کس د اقداماتو له لارې به د ټائټل I ښوونځيو ته ملاتړ وړاندی کوي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د ښوونځيو په کچه د ټائټل I والدینو او د کورنیو ښکیلتیا پلانونه د ټائټل I لارښوونو سره سم لیکل شوي دي، او د کورنیو سره د ښکیلتیا پیاوړي اقدامات پکې شامل دي کوم چې اړیکې رامینځته کوي، د کلتور له پلوه ځواب ویونکي دي او د دوامداره پرمختګ موخو سره تړلی دي؛
دا ډاډ به رامینځ ته کوي چې د ټائټل I ټول والدین او کورنی پالیسۍ ته لاسرسي لري او لپاره یی د پوهیدو وړ دي.
دا ډاډ به رامینځته کوي چې هغه ښوونځي چی د ټائټل I مالی مرستی تر لاسه کوي، د والدینو او کورنیو څخه به نظرونه تر لاسه کوي تر څو په ګډه سره د کورنیو او ښوونځي ترمینځ تړون رامینځته کړي.
د کورنیو د ښکیلتیا ګډ فعالیتونو ته په هڅولو سره، په هر ښوونځي کی د والدینو او د کورنیو او د ښوونځي او د ډیويژن د کارکوونکو د مهارتونو په کارولو سره، د PWCS د ټائټل I د A برخی پروګرام به د ټائټل I والدینو او د کورنیو د ښکیلتیا فعالیتونه د PWCS د نورو پروګرامونو لکه هیډ سټارټ، ESOL، او د ځانګړي زده کړو پروګرامونو سره همغږي کوي او یو ځائ کوي.
د PWCS د ټائټل I د A برخی پروګرام به د هغو ښوونځيو کلنۍ سروې تطبقوي چی د ټائټل I مالی مرستی تر لاسه کوي ترڅو د کورنیو د ښکیلتیا پالیسي اغیزمنتوب معلوم کړي او د والدینو او کورنیو د ښکیلتیا پر وړاندې د خنډونو لیرې کولو په موخه د ښوونځیو هلی ځلی مشخص کړي. د دودونو (ټرینډ) معلومولو لپاره به پایلی د ډیویژن پرسونل لخوا وڅیړل شي، او د ښوونځی پالیسیو جوړولو او ښه کولو په موخه به په ټولو ټائټل I ښوونځيو کې د ښوونځي چارواکو، ښوونکو، والدینو او کورنیو ترمینځ وو ویشل شي.
د PWCS د ټائټل I د A برخی پروګرام به د والدینو او کورنیو پیاوړي ښکیلتیا لپاره د ښوونځیو، والدینو او کورنیو ظرفیت لوړ کړي، ترڅو د دغی ملتیا څخه د ملاتړ په موخه د والدینو او کورنیو اغیزمنه ښکیلتیا ډاډمنه کړي. هر هغه ښوونځی چی د ټائټل I مالی مرسته تر لاسه کوي، والدین، کورنۍ، او د ښوونځي ټولنه به د زده کوونکی اکاډمیکی لاسته راونی ښه کولو په موخه په ګډه سره کار کوي.
هر ښوونځی به د والدینو او د کورنیو غونډو موضوعاتو او د اړینو توکو په اړه د والدینو او کورنۍ د ښکیلیتا غونډو تفصیلات سپاری. د مرکزي دفتر د ټائټل I د A برخی پروګرام به د خپلو ښوونځیو په مرسته، د والدینو سره ه د مرستی کولو په موخه هغوي ته درسی مواد او روزنی برابروي ترڅو والدین د خپلو ماشومانو سره په ګډه کار وکړي او د هغوي اکاډمیکی لاسته راوړنو ته وده ورکړي.
د مرکزي دفتر د ټائټل I د A برخی پروګرام به دا ډاډ رامینځ ته کوي چې د ښوونځي، والدینو او کورنیو پروګرامونو، غونډو او نورو فعالیتونو پورې اړوند معلومات د زده کوونکو والدینو او د ګډون کوونکو ماشومانو کورنیو ته د بدیل فارمیټ یا بڼی په شمول د پوهیدو وړ بڼه کې لیږدول کیږي، او تر کومه حده چې د امکان وړ وي، په هغه ژبه کې چې والدین وکولئ شي پری پوه شي.
د مرکزي دفتر د ټائټل I د A برخی پروګرام به د ټائټل I کورنیو پروګرامونو، پیښو، او غونډو کې د ژباړنی خدمتونه وړاندې کوي ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې ټولې کورنۍ درسی موادو ته لاسرسی کولی شي او پکی ګډون وکړي. برسیره پردې، فنډ یا مالي مرسته ممکن په ټائټل I کورنیو پروګرامونو، غونډو او پیښو کی د ګډون کولو څخه د ملاتړ کولو په موخه د ټرانسپورت اسانتیاوي برابرولو لپاره وکارول شي.
<h3">۳ برخه: بیاځلی کتل <p">د ډیویژن په کچه د والدینو او د کورنیو د ښکیلتیا دا پالیسی د کارکوونکو/سټاف، والدینو او د ټائټل I په A برخی پروګرام کی د ګډون کوونکو ماشومانو د کورنیو سره په ګډه د ۲۰۲۶ کال د فبروري میاشتی په ۳ نیټه جوړه شوي وه. <p">د ښوونی او زده کړې لپاره ایسوسی ایټ سوپرانټینډنټ د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري. <p">دا پالیسي باید هر کال د ټائټل I د A برخی، ډیویژن په کلنۍ غونډه کې وکتل شي.