Background/Process

شاځمکه/پروسه

د پرېنس ویلیم د کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) په وروستي ځل په 2015 کال کې نوی ستراتېژیک پلان جوړ کړ، تر څو 2016-20 کلونو ته پوښښ ورکړي. دغه پلان " د نړۍ په کچه زده کړو لپاره 20/20 بڼه" وبلل شوه چې زموږ د فارغینو لپاره یې پنځنه اصلي موخې او یو لید درلود. د نوي ستراتېژیک پلان د پراختیا کار په 2019 کال کې پیل شو.

مدیرانو د 2019 کال په پسرلي کې اوسنی ستراتېژیک پلان منعکس کړ، نوي لوري یې تشخیص کړل او مهمې پایلې یې مشخصې کړې. نظرونه په متفاوتو لارو له بېلا بېلو ډلو څخه را ټول شول لکه د ښوونځي کارکوونکي، د مرکزي دفتر کارکوونکي، د سوداګرۍ او ټولنې غړي او زده کوونکي، د دې کار موخه د مشترکو ارزښتونو او کلیدي تعهداتو تشخیصول وو.

ټولو ذینفعانو څرګنده کړې ده چې په ټولو ښوونځو کې د زده کوونکو لپاره د مساوي فرصتونو غوښتونکي دي. ښوونکو پر مساوات باندې تمرکز کول د اصلي ارزښت په توګه یاد کړ. هغوی د ډسپلیني تګلارونو غوښتنونکي دي تر څو د مشترکې مسوولیت مننې دوامداره اړیکې ترلاسه شي. ښوونکي د کورنۍ او ټولنې د ښکېتلیتا پر تعهد باور لري، چې د ټولو زده کوونکو لپاره د زده کړې او لاسته راوړنې پیلامه کېږي.

والدینو او د ښوونځي مشرانو په مساویانو توګه د پیرودونکو خدمتونو، شفافو اړیکو او پر رښتینولۍ او خوندیتوب تمرکز ته په ګډه لېوالتیا وښودله. مدیرانو وړاندیز وکړ چې مساوات دې په څرګند ډول تعریف شي او په همدې حال کې دي پر فردي مسوولیت ټینګار مخ پر ډېرېدو دی.

ټولنې دا غوښتنه وکړه چې تمامیت او خوندیتوب ته دي تعهد را منځته شي. ټولنې همدارنګه لېوالتیا وښوده چې د انرژۍ د دوامدوارو تمرینونو په وسیله دې د صفري انرژۍ د اسانتیاوو د جوړولو لپاره دې نوره پانګونه او مرسته وشي.

نظر ته د یوه نوي پلان د طرحې لپاره پراختیا ورکړل شوه چې د 2019 کال د ډسمبر په میاشت کې د بورډ له غړیو سره شریک شو او د بورډ د عامه تبصرو د یوه آنلاین سایټ په وسیله را ټول شوي وو. د PWCS مشرتابه د 2020 کال په فبروري میاشت کې د عامه تبصرو د وېب سایټ او د ذینفعانو نظرونه وکتل، په ځانګړې توګه هغه نظرونه چې پر لید، ماموریت، لومړیو ارزښتونو او کلیدي پایلو ټینګار کوي.

که څه هم د 2020 کال د مارچ پر 13 مه نېټه په ویرجینیا کې د ښوونځي ودانۍ د COVID-19 وبا له امله د والي د حکم پر اساس بندې وې، خو د 2019-20 تعلیمي کال په اوږدو کې هم بندې پاتې شوې. څانګې باید له څو اړخونو څخه تمرکز کاوه، لکه پر خوندیتوب او کمښت د یوه نوي تعریف شوي تمرکز پلي کول تر څو زده کوونکي پر دې توانیدلي وای چې بېرته د ښوونځیو ودانیو ته ستانه شي او داسې پلان ورته جوړ شي چې هغوی بېرته زده کړې ته را ستانه شي. په پایله کې د ښوونځي بورډ دا رایه ورکړه چې د نوي ستراتېژیک پلان تصویب به ځنډوي. د ښوونځي د بورډ غړیو د تعهد او د بریالیتوب د کلیدي څرګندوونکو په اړه د 2021 کال په لومړیو کې فردي نظر چمتو کړ.

د ښوونځي بورډ د اضافي ملاتړ لپاره خپله غوښتنه څرګنده کړه تر څو د ټولو زده کوونکو اړتیاوو ته ځواب ووایي، په داسې حال کې چې د یوه ټوشموله فرهنګ ترویج هم کوي. هغوی غواړي چې په تصمیمونو او پلان جوړلو کې د EL د کورنۍ د ښکلتیا لپاره نور فرصتونه را منځته کړي. بورډ د فارغانو لپاره تر فراغت وروسته د لاسته راوړنو د تشخیصولو لپاره د اضافي سرچینو د تخصیص او د څارلو د یوه سیستم د را منځته کولو اړتیا ته اشاره وکړه. همدارنګه، له ټولنیزو کار او بارونو او د کاونټي له خدمتونو سره پر همکارۍ سربېره، له ښوونځي څخه د وړاندې دورې لپاره د پروګرام پراختیا او ملاتړ اړین دی. بورډ پر خپله هغه ژمنه ثابت ولاړ دی چې د PWCS په ښوونځیو او دفترونو کې به د لوړ کیفیت کارکوونکي ګوماري او ساتي.

په دغه ستراتېژیک پلان کې موجود لید، ماموریت، ارزښتونه او تعهدات د PWCS د راتلونکي لپاره یو ټولیز لید منعکسوي. د فارغ پروفایل د هغو ځانګړنو یو روښانه انځور چمتو کوي چې هر فارغ یې باید د هغې پوهې او مهارتونو پر بنسټ ولري چې د PWCS د تجربې په لړ کې یې پراختیا ورکړې ده. په Strategic Plan کې موجودې موخې او ستراتېژیانې د لید د ترلاسه کولو لپاره موخې او د لارې نقضې چمتو کوي. الف دې سند په وروستۍ برخه کې د هغو مهمهو اصطلاحاتو یوه ذېرمه چې په پلان کې کارېدلې دي او د research bibliographyضمیمه شوې ده.