روغتیایی څانګی خدمات

stethoscope

صحت مند ماشوم په ښه توګه زده کړه کوي!

د پری سکولو د روغتیا متخصص او د کورنۍ خدماتو کارکونکي د کورنیو سره کار کوي ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړي چې ټول ماشومان طبي او د غاښونو پاملرونکی لري. د ټولنې ادارو په اړه معلومات څوک چې د طبي او غاښونو پاملرنې په برخو کی مرسته کوي، د کورنۍ هر غړي ته چې خدماتو ته اړتیا لري، ورکول کیږي.

په ښوونځي کې د شاملیدو څخه وړاندي، له هر ماشوم غوښتل کیږي چې د TB، لیډ، او هیموګلوبین په شمول اوسنی فزیکي معاینات ولري.

د پری سکول ماشومان هم اړ دي چې د غاښونو ډاکټر ته مراجعه وکړي، او د هر ډول طبي شرایطو (لکه د نفس تنګی، جټکی، شکر ناروغۍ، یا د خواړو حساسیت) په اړه تعقیبي معلومات ښوونځي ته په لاس ورکړۍ.

زمونږ روغتیایی متخصص د هغو زده کوونکو سره مرسته کوي او راجع کوي یی چې طبي پاملرنې ته اړتیا لري. که تاسو کومه طبعی پوښتنه لرۍ، مهربانی وکړۍ روغتیایی متخصص سره په 8708-791-703 شمیری اړیکه ټینګه کړۍ.

د ناروغی پالیسی

د ناروغۍ پالیسي

ستاسو ماشوم باید په کور کې کله پاتې شي

مهرباني وکړئ خپل ماشوم په کور کې وساتئ که چیرته هغوي د لاندینیو علایمو څخه لري:

  • تبه/بخار؛
  • کانګې کول
  • اسهال;
  • یا دا ډول نوری ناروغي.
بیرته ښوونځي ته ستنیدل
  • ستاسو ماشوم تر هغه وخته پورې بیرته ښوونځي ته نه شي ستنیدۍ تر څو چې د دغو علایمو څخه د ښه کیدو وروسته 24 ساعته وخت نه وی تیر شوي.
  • که چیرته ستاسو ماشوم جراحي عملیات کوي یا په روغتون کې بستر کیږي، نو ښوونځي ته د بیرته راستنیدو لپاره به د ډاکټر لیک ته اړتیا وي.

چیرته ستاسو ماشوم به له ښوونځي څخه غیر حاضر وي او ښوونکي ته یو لیکلی نوټ ولیږئ کله چې ستاسو ماشوم ښوونځي ته بیرته ستون شي.

طبی روغتیایی شرایط

ماشومان نه شۍ کولۍ چی د تازه فزیکي معایناتو پرته ښوونځي پیل کړي (د TB معایناتو، لیډ ټیسټ، او هیموګلوبین په شمول))

ماشومان اړ دي چې په هرو شپږو میاشتو کې د غاښونو ډاکټر ته هم مراجعه وکړي.

که ستاسو ماشوم بیاځلی کوم طبي معایناتو ته اړتیا لري (د لید/اوریدلو معاینات، اضافي سکریننګ یا معاینات، د غاښونو د ډاکټر بیاځلی کتنه)، مهرباني وکړئ خپل د کورنۍ د خدماتو کارکونکي یا د روغتیا څانګی متخصص سره یی په اړه خبرې وکړئ.