Pre-k meal time

هر ماشوم ته به د سهار او د غرمې ډوډۍ په ټولګي کې ورکول کیږي (د غرمی ډوډی یوازې د PM یعنی د غرمی لخوا ټولګیو لپاره) ده. د هغو کورنیو لپاره خواړه وړیا دي چې په هیډ سڼارټ پروګرام کی شامل دي. د VPI کورنۍ ممکن خواړه وړیا، په کم لګښت یا په بشپړ قیمت ترلاسه کړي، د عاید کچې پورې اړه لري. د VPI کورنۍ باید د وړوالی معلومولو لپاره د وړیا ډوډۍ غوښتنلیک بشپړ کړي.

ټول خواړه د ماشومانو لپاره د صحت منده خواړو پراساس غوره کیږي. خواړو کی غوړ، شکر او مالګه کمه وي. ماشومان او ښوونکي د ګروپونو په شکل کی یو ځاي کیني او د "کورنۍ په ډول" خواړه خوري، دا کار له دوی سره مرسته کوي چې ټولنیز مهارتونه زده کړي او همدارنګه د خپلو ملګرو لخوا هڅول کیږي چې نوي څیزونه تر سره کړي.

که تاسو د دی په اړه کومه پوښتنه لرۍ چی ستاسو ماشوم په ښوونځی کی کوم ډول خواړه خوري، مهربانی وکړي په ډاډه زړه د خواړو متخصص سره په اړیکه کی شۍ.