تبعیض او ځورونه - Pashto

تبعیض او ځورونه

د پرنیس ویلیم کاونټی عامه ښوونځي د دندی په برخه کی او نه د تعلیمی پروګرامونو، خدماتو، او فعالیتونو په وړاندی کولو کې د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، جنډر هویت، جنسي تمایل، حمل، ماشوم زیږون، یا اړونده طبي شرایطو، په شمول د طی ورکولو حالت، عمر، مدنی حالت، عسکری خدمت، معلولیت، جنیټکی معلوماتونو یا د کوم بل څیز پر اساس تبعیض کوي، کوم چې د قانون لخوا منع شوی دي.

PWCS د زده کړې او د کار یو داسی چاپیریال رامنځ ته کولو ته ژمن دی چې له هر ډول تبعیض څخه پاک وي. PWCS د ښوونځي ټولنی ټول غړي دی کار ته هڅوي چې د ځورونې په ګډون د تبعیض د مخنیوي او اصلاح کولو لپاره په ګډه سره کار وکړي.

د تبعیض او ځورونی په اړه راپور ورکړئ

د ښوونځي ټولنې هر یو غړي مکلف دۍ چې د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، جنډر هویت، جنسي تمایل، حمل، ماشوم زیږون، یا اړونده طبي شرایطو، (په شمول د طی ورکولو حالت)، عمر، معلولیت، یا د کوم بل څیز پر اساس د شک وړ تبغیض یا ځورونی ناوړه چلند په اړه راپور ورکړۍ کوم چی د قانون لخوا منع شوي دي.

د تبعیض یا ځورونی په اړه راپور ورکول

زده کوونکي، والدین، او کورني

  • که چیرته یو زده کوونکی یا مور/پلار د هر ډول تبعیض یا ځورونې شک ولري، هغوي باید په سمدستي ډول د ښوونځی مدیر یا د هغه/هغی مرستیال مدیر ته راپور ورکړي.
  • د ادعا شوي تبعیض یا ځورونې موخه (شکایت کوونکی) یا مور/پلار کولی شي چی د راپور ورکولو فورمې په کارولو سره د تبعیض یا ځورونې په اړه راپور ورکړي.
  • د مساواتو او ملاتړ ټیم به د تبعیض یا ځورونې ټول تورونه څیړي او د څیړنی او حل پروسې په اوږدو کې به کورنیو ته د سرچینې په توګه خدمت وړاندی کوي.
  • که چیرته دا په ډاګه شي چې تبعیض او ځورونه واقع شوي ده، PWCS به تعلیمي پروګرامونو یا فعالیتونو ته د شکایت کوونکي مساوي لاسرسي لرلو لپاره اصلاحی اقدامات پورته کړي او د تبعض او ځورونې د بیا تکراریدو مخه به ونیسي.
  • هغه زده کوونکي او والدین چی غواړی په اړه لا زیات معلومات تر لاسه کړي چی تبعیض او ځورونی څرنګ څیړل کیږي او حل کیږي، هغوی حڅول کیږي چی د مساواتو او ملاتړ ټیم سره اړیکه ټینګه کړي.

کارکوونکي

د PWCS کارکوونکی باید د تبعیض او ځورونې د تور راپور ورکولو څرنګوالي په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د مساواتو او ملاتړ لانچ پیډ پاڼې ته مراجعه وکړي.

د ټائټل IX - جنسی ځورونی راپور ورکول

جنسي ځورونه

د 1972 کال د تعلیمی تعدیلاتو ٹائٹل IX قانون او د ښوونځي بورډ 738 پالیسي د جنډر هویت او جنسي تمایل په شمول د جنسیت پر بنسټ ځورونه منع کوي. PWCS ټول زده کوونکي هڅوي، او له ټولو کارکوونکی غواړي چې د جنسي بڼی ناوړه چلند په اړه زر تر زره د ښوونځی چارواکو ته راپور ورکړي. د ناوړه جنسي چلند د راپور ورکولو د څرنګوالي په اړه د معلوماتو لپاره، لاندې برخه وګورئ چې عنوان یې "د ناوړه جنسي چلند راپور ورکول چې یو یا ډیر زده کوونکی پکی ښکیل وي" دۍ.

څوک یی په اړه راپور ورکولئ شي؟

هر یو کس کولی شي چی د ناوړه چلند په اړه راپور ورکړي چی جنسی بڼه ولري. د ناوړه جنسي چلند په اړه په مستقیم ډول د ټائټل IX کوردیناتور ته راپور ورکولو لپاره، د راپور ورکولو آنلاین فورمه وکاروئ.

د ټائټل IX جنسي ځورونې رسمي شکایت د چاپ وړ نسخه، د ټائټل IX کوردیناتور سره ثبت کیدی شي. 

د راپور ورکولو وروسته څه پیښیږي؟

د ناوړه جنسي چلند په اړه د راپور ترلاسه کولو وروسته چې یو یا ډیر زده کوونکی پکی ښکیل وي، د مساواتو ا ملاتړ ټیم به دا مشخص کوي چې آیا ادعا شوې ناوړه چلند د ٹائٹل IX ځورنی تر لاندی جنسي ځورونه په ډاګه کوي او که څرنګ، لکه څرنګ چې په 738-1 مقرره "د ناوړه جنسي چلند زده کوونکو پر ضد د تورونو حل" کې تعریف شوی دي.

که چیرته ادعا شوې ناوړه چلند د ٹائٹل IX قانون تر لاندی جنسي ځورونه په ‌ډاګه کړي، PWCS به ملاتړی اقدامات تر سره کړي کوم چی د ادعا شوي ځورونې قربانی (شکایت کوونکی) او هغه زده کوونکي لپاره موجود دي چې پر وړاندی یی د ځورونې تور لګول شوی وي، (ځواب ویوونکی).

ملاتړي اقدامات انضباطي یا مجازاتی نه دي؛ بلکه، دا انفرادي خدمات دي کوم چې له دی لپاره جوړ شوي دي چی شکایت کوونکي او ځواب ویوونکی وتوانیږي چی په دوام داره توګه د PWCS تعلیمي پروګرامونو او فعالیتونو ته لاسرسی ولري په داسی هال کی چی تورونه څیړل کیږي او حل کیږي.

د ٹائٹل IX تحقیقاتو وروسته، که چیرته دا معلومه شي چې ځواب ویوونکی په جنسی ډول شکایت کوونکی ځورولی دۍ، PWCS به د PWCS تعلیمي پروګرامونو یا فعالیتونو ته د شکایت کوونکي مساوي لاسرسي بیرته ځای پر ځای کولو یا حق لرلو لپاره جوړ شوي تدابیر پلي کړي او د ځورونې د بیا تکرار مخه به ونیسي.

په مکرر ډول پوښتل شوي بوښتنی وګورئ

د ډیری پوښتل شویو پوښتنو ځوابونو ترلاسه کولو لپاره د ټائټل IX کورنۍ لارښود وګورئ.

محرمیت

محرمیت

تر کومه حده چی امکان ولري، د شکایاتو او/یا د تبعیض یا تبعیضي ځورونې تحقیقاتو پورې اړوند معلومات باید محرم وساتل شي، پرته له دې چې ځواب ویوونکي ته له ځانه څخه دفاع کولو ته اجازه ورکولو سره د بشپړ او عادلانه څیړنې ترسره کولو لپاره اړین وي.

کله چې یو شکایت کوونکی PWCS ته د هر ډول تبعیض یا تبعیضي ځورونې راپور ورکړي مګر د محرمیت ساتلو غوښتنه کوي، دغه ډول غوښتنه ممکن د تحقیق کولو وړتیا او اړین اصلاحي اقدامات پورته کول محدوده کړي.

کله چې یو شکایت کوونکی دا غوښتنه وکړي چې PWCS دی دا ډول ناوړه چلند نه څیړي، دا پریکړه به PWCS کوي چی آیا هغه د پلی کیدو ړو قوانینو سره په مطابقت دغی ډول غوښتنې ته درناوی کولی شي او که څرنګ. په دغه ډول حالاتو کې، PWCS ممکن دا پریکړه وکړي چې هغه به څیړنه تر سره کوي او/یا قانون پلي کوونکو چارواکو ته یی په اړه راپور ورکړي، یا دواړه کاره تر سره کړي.

غلط بیانونه، غچ اخیستنه او لاسوهنه منع دي

غلط بیانونه ورکول، غچ اخیستنه او لاسوهنه منع دي

غلط بیانونه ورکول منع دي

د PWCS زده کوونکی یا کارکوونکی چې په پوهی سره یا قصدا غلط راپور ورکړي یا لیکل شوی شکایت درج کړي، یا څوک چې په پوهی سره غلط بیانی وکړي، د PWCS "د چلند کوډ" یا مقرری 1-503، "د ټولو کارکوونکو لپاره د مسلکي چلند معیارونه،" او مقرری 1-572، "انضباطي اقدام” تر لاندی به د ډیسپلین کیدو وړ وي.

غچ اخیستنه او/یا لاسوهنه کول منع دي

PWCS په کلکه سره د یو داسی کس پر ضد غچ اخیستونکی اقدام منع کوي څوک چې د تبعیض یا تبعیضی ځورونې په اړه راپور ورکوي؛ یا څوک چې د تبعیض یا تبعیضی ځورونې په څیړنه کې مرسته کوي، پکی ګډون کوي یا پکی له ګډون څخه انکار کوي یا منع کوي.

زده کوونکي او کارکوونکی نشي کولی په څیړنه کې مداخله وکړي یا پکی حلل رامنځ ته کړي او دا هم نه شي کولی چی د کوم شاهد په شاهدي ویلو باندی اثر/اغیزه ولري یا د اثر لرلو هڅه وکړي. د PWCS د زده کوونکي یا کارکوونکی لخوا دا ډول ناوړه چلند باید د PWCS "د چلند کوډ” تر لاندی یا 1-503 مقرری، "د ټولو کارکوونکو لپاره د مسلکي چلند معیارونه،" او 1-572 مقرری، "انضباطي اقدام” تر لاندی حل شي.