د انګلیسی ژبی زده کړی ټولګي - Pashto

آیا غواړئ چی انګلیسی ژبه زده یا ښه کړئ؟

د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو د بالغ کسانو د زده کړې پروګرام په پرنس ویلیم کاونټي، ماناساس ښار او ماناساس پارک ښار کې د بالغ کسانو لپاره د انګليسی ژبی ټولګي وړاندی کوي. 

د انګلیسي ژبې د زده کړې ټولګي

د انګلیسي ژبې د زده کړې ټولګي د 18 کاله او ورڅخه ډیر عمر لرونکی کسانو لپاره دي او د چا چې مورنۍ ژبه د انګلیسی پرته بل څه ده. د ټولګيو مختلف ډول کچی او تخصصونه وړاندي کیږي چې د زده کوونکي اړتیاوی پوره کولو لپاره ډیزاین شوي دي.

دا ټولګي د زده کوونکو لپاره د ژوند مهارتونه ترلاسه کولو په موخه ډیزاین شوي دي کوم چې به د هغوي سره د هغوي په ټولنو او کاري ځایونو کې فعالیت تر سره کولو کې مرسته وکړي. د زده کوونکو د انګلیسي ژبې د ویلو، اوریدلو، لوست او لیک وړتیا ښه کولو لپاره موضوعات لکه "شخصي معلومات، ښوونځي، ملګري او کورنۍ، روغتیا، وخت، کار، دکانداری، ټولنه، ورځنی ژوند او تفریح" کارول کیږي.

پروګرام او د ټولګي معلومات

وړاندی کیدونکی ټولګي

د انګلیسي ژبې د زده کړې ټولګي

د دې خبری ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې زده کوونکي په یو داسی ټولګي کې شامل دي چې د هغوي شخصي اړتیاوې پوره کړي، د مناسب ټولګي کچه مشخص کولو لپاره د ځای پر ځای کولو آزموینه اخیستل کیږي. د زده کوونکو په ټولګیو کی ځائ پر ځائ کول به د ارزونې، د ټولګي موقعیت، او د زده کوونکي شاملیدو پوری اړه ولري: ابتدایهٔ، متوسط، پرمختللی، او څو درجه.

بنسټیزه سواد آموزی د هغو زده کوونکو لپاره ده چې په انګلیسي ژبه خبرې نه شي کولئ یا نه پوهیږي یا د لوست یا لیک لږترلږه مهارتونه لري یا په انګلیسي ژبه کې کم ترین فعالیت لري یا بیخی یی نه لري.

په ټیټه کچه ابتدایه ټولګي د هغو زده کوونکو لپاره دۍ چې په بنسټیزه ستړی مشی او ساده جملو پوهیږي، عددونه او حروفونه لوستلی شي، او په ټولنیزه چاپیریال کی د ستونزی سره فعالیت تر سره کولي شي.

په لوړه کچه ابتدایه ټولګي د هغو زده کوونکو لپاره دی چې په عامو کلمو او ساده جملو پوهیږي، ډیری لیدونکی کلمې او عامی کلمې لوستلي شي، او د چټک اړتیاوو سره په تړاو په ځینو حالاتو کی فعالیت کولی شي.

په ټیټه کچه متوسط/درمیانه ټولګی د هغو زده کوونکو لپاره دی چې په انګلیسي ژبی د خبرو له لاری د ژوند بنسټیزه اړتیاوې بیانولی شي، د آسانه موادو په کارولو سره لوست او لیک کولئ شئ، او د ټولنې د معمول او کاری دندی تر سره کولئ شي.

په لوړه کچه متوسط/درمیانه ټولګی د هغو زده کوونکو لپاره دی چې په آشنا ټولنیزه شرایطو کې په خبرو اترو کې برخه اخیستلی شي، په آشنا مضمونونو کی متن لوستلي شي، ساده پاراګرافی متن لیکلی شي، او د ژوند بنسټیزه اړتیاوې پوره کولو لپاره په خپلواکه توګه فعالیت کولئ شي.

پرمختللی ټولګي د هغو زده کوونکو لپاره دی چې په مختلف ډول سیاق و سباق پوهیږی او پکی خبری کولی شي، معتدل ډول پیچلي متن لوستلی شي، څو پاراګرافه متن لیکلی شي، او د ژوند ډیری اړتیاوې پوره کولو لپاره په خپلواکه توګه فعالیت کولئ شي.

د خبرو اترو او اکاډمیکی مهارتونو لپاره د انګلیسي ټولګئ د پرمختللي ESL یا د پرمختللي ESL وروسته کچو زده کوونکو لپاره دی ترڅو د انګلیسي ژبې لوړ مهارت تر لاسه کولو لپاره یا د عالي ښوونځي بشپړولو پروګرام (بریجنګ یا GED) کی د نوم لیکنی په لور یا زمونږ د کاري ځواک پراختیا په ټولګیو (د پیرودونکي خدمات او پلور، د مایکروسافټ آفس سپیشلسټ، یا تشبث کونی او کوچنۍ سوداګرۍ) کی خپل ژبنی مهارتونه رامینځته کولو په موخه درسونه وکاروي. 

د ټولګي مهالویش

راتلونکی ټولګي به په فبروري میاشت کې پیل کیږي. د پروګرام په اړه تفصیلي معلومات به ډیر ژر شتون ولري.

ټول ټولګي د PWCS ښوونځي کیلنڈر یا مهالویش تعقیبوي. که تاسو د ټولګی مهالویش په اړه پوښتني لرۍ، یا د ټولګیو په اړه لا زیات معلومات تر لاسه کولو ته اړتیا لرۍ، مهربانی وکړۍ 7357-791-703 شمیری سره اړیکه ټینګه کړۍ یا [email protected] ته بریښنالیک واستوئ.

د ټولګی مهالویش وګورئ

راجسټریشن/نوم لیکنه او د فیس معلومات

په ټولګي کی نوم لیکنه

راتلونکی ټولګي به په جنوري او فبروري میاشتو کې پیل کیږي. د پروګرام په اړه تفصیلي معلومات به ډیر ژر شتون ولري.

همدا نن ځان راجسټر کړۍ!

ټیوشن/درسونو فیس

معلومات

د زده کړي فیس د نوم لیکنی په وخت کی اخیستل کیږي. د فیس سره کتاب هم شامل دی. تاسو ته د درکړل شوي لینک په کارولو سره، فیسونه د کیشیر چک، منی آرډر، یا کریډیټ کارت (ویزه یا ماسټر کارډ) له لاری د ورکولو وړ دي. شخصي چیکونه نه منل کیږي. ټول فیسونه بیرته د تر لاسه کولو وړ نه دي. د کورسونو وړاندی کول د تمویل/بودیجی او کافي اندازه نوم لیکنې پورې اړه لري. ماشومانو ته په ټولګي کې اجازه نه ورکول کیږي.

آیا غواړئ چی انګلیسی ژبه زده یا ښه کړئ؟