د نوم لیکنی معلومات - Pashto

د بالغ کسانو د زده کړی پروګرام لپاره په آنلاین ډول نوم لیکنه - په PWCS کی نوي زده کوونکو لپاره

د بالغ کسانو لپاره اوس په آنلاین ډول نوم لیکنه پرانیسی ده، او ورپسی به په تعقیب سره د نوم لیکنی په موخه له مخامخ څخه یا په فیزکی ډول لیدنه/کتنه تر سره کیږي. هغه زده کوونکي چې اوس مهال په PWCS کې شامل شوي دي، باید دوام ورکولو څخه وړاندی د بالغ کسانو لپاره د زده کړې پروګرام سره اړیکه ټینګه کړي.

د بالغ کسانو د زده کړي په پروګرام کی د زده کوونکی راجسټر کولو لپاره، په لاندې شکل سره مخی ته لاړ شئ:

1 مرحله / پړاو: د والدینو آنلاین حساب (اکاونټ) جوړ کړئ

  1. د په آنلاین ډول د نوم لیکنی حساب (اکاونټ) او ریکارډ لاسرسی سکرین ته لاړ شئ.
  2. د نور غوره توبونو / More Options تڼی کیکاږۍ، او بیا د نوئ حساب جوړولو / Create a New Account تڼی کیکاږئ.

    په آنلاین ډول د نوم لیکنی حساب او ریکارډ لاسرسی پاڼی د سکرین انځور

  3. د والدینو د حساب فعالولو / Parent Account Activation پوښتنو ته ځواب ورکړئ او د دوام / Continue تڼی کیکاږئ.
    • که تاسو چیرته د پوښتنو څخه کومی پوښتنی ته په "هو" ځواب ورکړئ، تاسو له وړاندی څخه د ParentVUE حساب لرئ او تاسو باید د خپل زده کوونکئ نوم لیکنه بشپړولو لپاره خپل د ParentVUE موجوده یوزر (کارونکی) نوم او پاسورډ وکاروئ.
    • که تاسو ټولو پوښتنو ته په "نه" ځواب ورکړئ، 4می مرحلی/پړاو په لور دوام ومومئ.
  4. د ParentVUE/StudentVUE کارونکی یا د یوزر هوکړه لیک ولولئ او د دوام لپاره د زه قبلوم / I Accept تڼی کیکاږئ.
  5. د لاندي ځایونو په بشپړولو سره خپل اکاونټ یا حساب جوړ کړئ او 6می مرحلی/پړاو په لور دوام ومومئ.
    • قانونی نوم او تخلص – مهرباني وکړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې خپل نوم هم هغه ډول ولیکئ لکه څرنګ چې د حکومت لخوا په درکړل شوي پیژند پاڼه کې معلومیږي. ستاسو نوم چې څرنګ دلته لیکل شوئ اوسی، ستاسو د بریښنایی لاسلیک لپاره به په هم هغه ډول کارول کیږي.
    • بریښنالیک پته - د فعالولو لینک به ستاسو دغی بریښنالیک پتی ته ولیږدول شي. مهرباني وکړئ د یو سم یا باوري بریښنالیک پتی لیکلو ډاډ تر لاسه کړئ.
    • امنیتی کوډ د سکرین په بیخ کی ورکړل شوئ دۍ.
  6. یو تایٔیدی پیغام به را څرګند شي. تاسو به په خپل بریښنالیک پته کی یو لینک تر ترلاسه کړئ چې تاسو ته به اجازه در کړي چی د خپل حساب جوړول بشپړ کړئ او د نوم لیکنې پروسه پیل کړئ.
  7. په بریښنالیک پته کې تر لاسه شوئ لینک باندی کلیک کړئ. د حساب جوړونه بشپړ کړئ / Complete Account Creation سکرین به پرانیستل شي.
  8. خپل د حساب جوړونه، بشپړولو لپاره لاندینی خانی بشپړ کړئ، بیا د خوندی کولو او دوام ورکولو / Save and Continue تڼی کیکاږئ.
    • کارونکی یا یوزر آیی ډی - په آتومات ډول ستاسو د بریښنالیک پته لیست شوی وي مګر که وغواړي بدلیدلی هم شي.
    • پاسورډ

2 مرحله/پړاو: په آنلاین ډول د نوم لیکنی غوښتنلیک بشپړ کړئ

  1. په آنلاین ډول د نوم لیکنی سیسټم کارولو لپاره، والدین به د خپل نوي جوړ شوي PWCS ParentVUE حساب له لارې سیسټم ته لاسرسی مومي. په آنلاین ډول د نوم لیکنی حساب او ریکارډ ته د لاسرسی په سکرین یا پاڼه کی, خپل د ParentVUE یوزر (کارونکی) نوم او پاسورډ داخل کړئ او د ننوتلو / Login تڼی کیکاږئ.
  2. د بالغ کسانو د زده کړې په پروګرام کی د نوم لیکنی لپاره، اختیارونو یا غورتوبونه وګورئ او د ټاکل شوي ښوونځي کال لپاره د بالغ کسانو تعلیم/Adult Education غوره کړئ.
  3. د پیژندنې سکرین به د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو د نوم لیکنې سرچینو او مقرراتو ته د ګټور لینکونو په شمول ستاسو د زده کوونکي لپاره په آنلاین ډول د نوم لیکنی اړوند اړین معلومات څرګند کړې. خپل غوښتنلیک ته د دوام ورکولو څخه وړاندي په دې پاڼه کې ټول معلومات بیاځلی وګورئ، بیا د دوام / Continue تڼی کیکاږئ.
  4. لارښوونی تعقیب کړئ او مخ پر وړاندی تګ لپاره د هر سکرین یا پاڼی په بیخ کې د خوندي کولو او دوام ورکول / Save and Continue تڼی کیکاږئ. کله چې هر یوه برخه بشپړ کیږي، د هغی برخې نوم سره به نږدې یو شین چیک باکس څرګنده کیږي.

3 مرحله/پړاو: ستاسو خپله نوم لیکنه یا شاملیدل نهایی کول

  1. کله چی تاسو په آنلاین ډول د نوم لیکنی پروسه بشپړه کړې، د بالغ کسانو د زده کړي پروګرام به له تاسو سره اړیکه ټینګوي ترڅو په فیزکی یا شخصی ډول لیدنی لپاره ملاقات مهالویش کړي. په فیزکی ډول یا له مخامخ څخه ملاقات کی به ستاسو شاملیدل نهایي شي.
  2. له ځانه سره خپله پیژند پاڼه (د امنیتي موخو / ودانۍ ته د ننوتلو لپاره) او نور اړین اسناد راوړئ چې په آنلاین ډول کی ستاسو غوښتنلیک ته پورته یا اپلوډ شوي نه وي.

د غوښتنلیک د څرنګ کتل کیدو او منل کیدو پروسې په اړه که تاسو کومه پوښتنه لرئ، مهربانی وکړئ د بالغ کسانو د زده کړي پروګرام سره اړیکه ټینګه کړئ.

د بالغ کسانو د زده کړی پروګرام آنلاین ډول نوم لیکنی لپاره معلوماتی حوالی

یو ځل چې یوه برخه بشپړه شي، تاسو کولئ شئ چی د سکرین په چپ اړخ کې د نیویګیشن لسټ څخه د ټب یا تڼی په غوره کولو سره بیرته هغی برخی ته لاړ شئ.

د پیژندنی ټب/تڼی

  • د زده کوونکی د معلوماتو لنډیز - د والدینو ریکارډ سره تړلي ټول زده کوونکی په ډاګه کوي، (د زده کوونکو د شاملیدو حالت پام کی نیولو پرته). که چیرته کوم معلومات ناسم وي، مهرباني وکړئ د بالغ کسانو د زده کړې پروګرامسره اړیکه ټینګه کړئ.
  • لاسلیک - دلته ستاسو بریښنایی لاسلیک اخیستل کیږي. ستاسو نوم باید کټ مټ هم په هغه شکل داخل کړل شي، په کوم شکل چې د پاڼی په پورته ښی اړخ کونج کی معلومیږی. دی ځاي کی خپل بریښنایی لاسلیک په داخلولو سره، تاسو دا تصدیق کوئ چې دا حساب/اکاونټ ستاسو دئ، د نوم لیکنی لپاره په دې غوښتنلیک کی د معلوماتو ورکولو واک لرئ او موافق یاست چې ستاسو په غوره پوهې سره دا معلومات سم دي.

کورنی ټب/تڼی

  • د کور پته - د خپل کور پته تایٔید کړئ. که چیرته ستاسو پته بدله شوې اوسی، د لټون په ځاي کې د خپل کور نوئ پته دننه کړئ. کله چې ستاسو پته ښکاره شي، د پتې په ځاي کی په اتومات ډول ښکاره کولو لپاره پری کلیک وکړئ. که چیرته ستاسو پته د لټون په ځاي کې ونه موندل شي، تاسو کولی شئ چی د خپل کور پته په لاسی ډول د پتې لیکلو په ځاي کې ولیکئ. کله چی تاسو خپله پته ولیکله، د کور پته باید هم په هغه شکل یا فارمیټ سره ولیکئ، په کوم شکل یا فارمیټ سره چی د متحده ایالاتو په نورمال پوست کی لیکل کیږي.
    • که چیرته ستاسو پته د PWCS دحدودو څخه بهر وي، مګر تاسو غواړئ چې د PWC په ښوونځي کې د شاملیدو لپاره په پام کې ونیول شئ، تاسو کولی شئ چی خپل غوښتنلیک ته دوام ورکړئ. 
  • د پوست یا میل پته - په اتومات ډول، ستاسو د میل یا پوست پته ستاسو د کور پتی په څیر تصور کیږي. که چیرته ستاسو د پوست یا میل پته ستاسو د کور د پتی څخه توپیر ولري، د چیک باکس خانه مه انتخابوئ، او د خپل پوست یا میل پته په مربوطه ځای کی دننه کړئ. کله چی تاسو خپله پته ولیکله، د کور پته باید هم په هغه شکل یا فارمیټ سره ولیکئ، په کوم شکل یا فارمیټ سره چی د متحده ایالاتو په نورمال پوست کی لیکل کیږي.

د والدینو/سرپرست ټب/تڼی

دا تڼی یا ټیب د هغه ټولو والدینو او سرپرستانو لپاره دی چې د یو یا ډیرو زده کوونکو سره تړلی دي. د هر یو زده کوونکی سره تعلق یا خپلوي په پروسه کی وروسته د زده کوونکی په تڼی یا ټب کی تشریح شوي دي. په دی ټیب یا تڼی کی باید یوازی هغه والدین او سرپرستان اضافه شي چی د زده کوونکو بریښنایی ریکارډ ته د لاسرسی قانونی حقونه لري. که چیرته تاسو د بالغ کسانو د زده کړې پروګرام لپاره د بالغ زده کوونکي په توګه نوم لیکنه تر سره کوئ، تاسو باید خپل معلومات د والدینو/سرپرست برخه کې ولیکئ. تاسو به وروسته د زده کوونکي په توګه هم د خپلو معلوماتو داخلولو ته اړتیا ولرئ.

  • ډیموګرافیکی معلومات - د زده کوونکي سره تړلي ټول والدین/سرپرستان او ور سره سره هغه والدین چی د پوځ سره تړلی حالت لري، تائید کړئ، که چیرته د پلی کیدو وړ وي. د موجوده والدینو لپاره، په آنلاین ډول د نوم لیکنی له لارې په دغه نومونو کی بدلون نشي رامنځ ته کیدئ ځکه چې دا معلومات دمخه د PWC ښوونځي کې تایید شوي دي. مهرباني وکړئ د نوم بدلولو لپاره په مستقیم ډول ښوونځي سره اړیکه ونیسئ.
  • د اړیکی ټینګولو معلومات - د والدینو/سرپرستانو لپاره د اړیکو ټینګولو شمیری او د بریښنالیک پتی ولیکئ. ټولو والدینو/سرپرستانو باید لږ تر لږه یو د تلیفون شمیره لیست کړي اوسی. د نوم لیکنه کوونکی مور/پلار د بریښنالیک پته لیکل اړین دي.

د بیړنی حالت ټب/تڼی

مهرباني وکړئ د اړیکه ټینګولو موجوده معلومات بیاځلی وګورئ او په بیړنی حالت کی د اړیکی ټینګولو لپاره شمیره اضافه کړئ که اړتیا ورته لیدل کیږې. تاسو حڅول کیږي چې په بیړنی حالت کی د اړیکه ټینګولو لپاره لږ تر لږه یوه شمیره لیست کړي.

  • ډیموګرافیکی معلومات - د چا سره چی اړیکه نیول کیږي، لږترلږه د هغه/هغي نوم او تخلص باید ولیکل شي. په اختیاري شکل، تاسو کولی شئ چی په بیړنی حالت کی د اړیکه ټینګولو کس لپاره پته او د خوښی ژبه ولیکئ.
  • د اړیکی ټینګولو معلومات - په بیړنی حالت کی د اړیکه ټینګولو لپاره لږترلږه یو د اړیکه ټینکولو شمیره ولیکئ.

د زده کوونکو ټب/تڼی

دا سکرین/پاڼه د هغه ټولو زده کوونکو لیست په ډاګه کوي چې په اولسوالی کی اوس مهال شامل دي یا پخوا شامل وو. د زده کوونکو دا معلومات یوازې د لوستلو وړ دي او د نوم لیکنې له پروسې څخه ایستل شوي دي.

د راجستر کولو په موخه د زده کوونکي د اضافه کولو لپاره د نوئ زده کوونکی اضافه کړئ/Add new Student تڼۍ کلیک یا کیکاږي.

  • ډیموګرافیکی معلومات - د نوي زده کوونکی معلومات کټ مټ هم په هغه شکل ولیکئ لکه څرنګ چی د هغوي د زیږیدنی په قانونی سند کی معلومیږي. تاسو به هغه مور/ پلار هم انتخابوئ، د چا سره چې زده کوونکی په بنسټیزه توګه ژوند کوي.
  • اضافی معلومات - د زده کوونکی پاتې معلومات د هغوي د زیږیدنی قانونی سند سره په مطابقت دننه کړئ.
  • متحده ایالاتو ته د داخلیدو سوالنامه - دا سکرین/پاڼه به یوازې په هغه وخت څرګند کیږي که چیرته زده کوونکی د متحده ایالاتو څخه بهر یا په پورټو ریکو (Puerto Rico) کی زیږیدلی وي. دا چې دغه پوښتنی د زده کوونکي متحده ایالاتو ته د داخلیدو، متحده ایالاتو ته په وروستي ځل د داخلیدو، او په متحده ایالاتو کی د ښوونځي تاریخچی پورې اړه لري، هغه پوښتنی ځواب کړئ کوم چی د پلی کیدو وړ وي.
  • ډیموګرافیکی معلومات - مهرباني وکړئ د زده کوونکو د کور او / یا د شخصي ګرځنده تلیفون شمیره ولیکئ، او همدارنګه د خوښی نوم او/یا شخصي بریښنالیک، که د پلی کیدو وړ وي. د اړیکی ټینګولو دا معلومات باید د زده کوونکي ځانګړي معلومات وي. د والدینو/ سرپرست د تلیفون شمیرې باید دلته ونه لیکل شي، او باید د والدینو په تڼی/ټیب کی یی په اړه معلومات تازه شي.
  • د ښوونځی انتخابول – د بالغ کسانو تعلیم/Adult Education انتخاب کړئ.
  • قومیت او نژاد - د زده کوونکي قومیت او د پلی کیدو وړ ټول نسلونه یا نژادونه غوره کړئ.
  • د بالغ زده کوونکی د پروفایل سند (ASPD): په دې سکرین/پاڼه کې ټولی خانی بشپړې کړئ. دا سکرین هغه ټول معلومات راټولوي چې د بالغ کسانو د زده کړې او د سواد آموزی پروګرام ټول احتمالي زده کوونکي یی باید د معلومات ورکولو پر مهال بشپړ کړي.
  • اړیکی/تعلق - دا سکرین/پاڼه د هغه ټولو والدینو/سرپرستانو نومونه لیست کوي چې د والدینو / سرپرست په ټیب/تڼی کې لیکل شوي وو. مهرباني وکړئ هغه اړیکه/تعلق په ګوته کړئ چې هر مور یا پلار/سرپرست یی له زده کوونکو سره لري لکه څرنګ چې ورته پورته اشاره شوئ ده. که چیرته تاسو د بالغ کس په توګه نوم لیکنه تر سره کوئ، ستسو د والدینو او زده کوونکي حساب ترمنځ د اړیکی حالت په توګهسرپرست/Guardian غوره کړئ.
  • په بیړنی حالت کی د اړیکی ټینګولو کس سره تعلق - په بیړنی حالت کی د هر یو اړیکه ټینګوونکی کس تعلق په ډاګه کړئ چی د زده کوونکی سره یی لري. وروسته، له ستاسو به وغوښتل شي چې په بیړنی حالت کی د اړیکی ټینګولو کسانو سره د اړیکی نیولو ترتیب غوره کړئ.
  • په بیړنی حالت کی د اړیکی ټینګولو کسانو ترتیب - د کسانو نمونه هم په هغه ترتیب کې ښکته او پورته کش کړئ په کوم ترتیب کی چې ورسره باید په بیړني حالت کی اړیکه ونیول شي.

د اسنادو ټب/تڼی

د راجسټریشن یا نوم لیکنی سپارلو دمخی مهرباني وکړئ د شاملیدو لپاره ټول اړین اسناد دلته اپلوډ یا پورته کړئ. د 18 کلونو څخه کم عمر لرونکي زده کوونکو لپاره، د غوښتنلیک سپارلو څخه وړاندي باید د اجباري حاضري خوشې کولو فورم اپلوډ یا پورته شي.

  • د ویب اپلیکیشن یا پروګرام له لاری د اسنادو د آپلوډ کولو لپاره: د اپلوډ / Upload تڼی کیکاږئ یا ښوونځی ته د اسنادو د فیزکی کاپی وړاندی کولو خانه په نښه کړئ.
  • د ParentVUE ګرځنده یا موبایل اپلیکیشن له لاری د اسنادو د اپلوډ کولو لپاره: د موبایل کیمری په کارولو سره یا د فولډر څخه د فایلونو/دوسیو په انتخابولو سره د اسنادو د اپلوډ کولو لپاره په ParentVUE کی د OLR اسنادو اکن یا انځور کیکاږئ.

د بیاځلی کتلو/سپارلو ټب/تڼی

خپله نوم لیکنی سپارلو څخه وړاندي، تاسو باید د بیاځلی/Review تڼی په کیکاږلو سره غوښتنلیک بیاځلی وګورئ. په اپلیکیشن کې د هر ډول ترمیم یا بدلون رامنځ ته کولو لپاره، د هرې برخې سرلیک کیڼ اړخ ته د ترمیم / Edit تڼۍ کیکاږئ. کله چی بدلون رامنځ ته شي، د ثبت او دوام / Save & Continue تڼی کیکاږیٔ ترڅو بیرته د بیاځلی کتلو/سپارولو Review/Submit پاڼی/سکرین ته وګرځی. کله چې تاسو غوښتنلیک بیاځلی وکته، د ما د نوم لیکنی ټوله ډاټا کتلی ده او دا تصدیق کوم چی معلومات سم دي/ I have reviewed all registration data and verified that it is correct خانه په نښه کړئ، بیا د سپارلو/Submit تڼی کیکاږئ.

  • کله چې غوښتنلیک وسپارل شي، یو تائیدی بکس یا چوکاټ به را څرګند شي. د زده کوونکي د راجستریشن معلوماتو سپارلو لپاره د OK تڼی کیکاږئ. له دې ځای وروسته تاسو به ونه شئ کولی چی په دې پورټل کې د راجسټریشن معلوماتو کې نور بدلونونه رامینځته کړئ؛ په هرصورت، تاسو کولی شئ چی د خپل غوښتنلیک برخه لیک کتلو لپاره بیرته "آنلاین ډول نوم لیکنې" ته وګرځئ.
  • د خپل غوښتنلیک برخه لیک کتلو لپاره، د برخه لیک/Status تڼۍ کیکاږئ.