برخلیک ټاکونکې مرحلی: په معلولیت لرونکی ماشومانو او تنکی ځوانانو کې د ټروما (رواني صدمې) د پېژندلو او درملنی لپاره نوي سرچینې
زوم (Zoom) ویبینار - د PWCS د والدینو د سرچینو مرکز لخوا وړاندې کیږي - 30 مئ 2025
- معلول ماشومان او نور ځانګړي اړتياو لرونکي ماشومان د نورو روغو جوړو ماشومانو په پرتله ډېر احتمال لري چې دردونکي پېښو او حالاتو سره مخ شي. خو بیا هم، د معلوليت لرونکو ماشومانو لپاره ټروماتیکی سرچینی او د هغې د اغېزو اړوند ځانګړي سرچینی محدودی دي. په دې ناسته کې به هغه ویډیوګانې او چاپ شوي سرچینی په ډاګه شي چې د هغو کورنیو غږونه پورته کوي چې د صدمې او معلولیت له امله اغېزمن شوي دي. سربېره پر دې، د کارولو لپاره اسانه چک لیستونه چې د کورنیو سره د ټراما (صدمی) اړوند تعلیمي ارزونو او د انفرادي زده کړې په پلانونو (IEPs) کې مرسته کوي، په متقابل شکل سره به شریک شي.
- کله:
- جمعی ورځ, 30 مئ 2025
- سهار 11 څخه تر ماسپښین 12:30 بجو پوری
- چیرته:
- په مجازی ډول د زوم/Zoom ویبینار له لاری
- د ناستی لپاره ځان دلته راجسټر کړئ
- اسانتیاوي
- په مجازی ډول د زوم/Zoom ویبینار له لاری
- د اسانتیاوو تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د 2025 کال د مئ میاشتی تر 27 نیټی پورې سپارل اړین دي.
آیا زما د ماشوم خبری کونه په نورمال ډول وده مومي؟
زوم (Zoom) ویبینار - د PWCS د والدینو د سرچینو مرکز لخوا وړاندې کیږي - 3 جون 2025
- مهربانی وکړئ د والدینو د سرچینو مرکز او د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځیو د ژبی رنځپوه (د خبرو اترو سمولو متخصص) سره یوځای شئ ترڅو د پری سکول ماشومانو لپاره د عمر سره سم د ژبې د ودې د پړاوونو او په کور کې خبری اترو ته وده کولو لپاره د لارو چارو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
- کله:
- سه شنبه، 3 جون 2025
- ماښام 6 بجو څخه تر 7 بجو پوری
- چیرته:
- په مجازی ډول د زوم/Zoom ویبینار له لاری
- د ناستی لپاره ځان دلته راجسټر کړئ
- اسانتیاوي
- په مجازی ډول د زوم/Zoom ویبینار له لاری
- د اسانتیاوو تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د 2025 کال د جون میاشتی تر 2می نیټی پورې سپارل اړین دي.
د پری سکول زده کوونکو لپاره د تشناب کارولو ستراتیژی
زوم (Zoom) ویبینار - د PWCS د والدینو د سرچینو مرکز لخوا وړاندې کیږي - 5 جون 2025
- والدین او کورنۍ به د تشناب روزنې لپاره د ماشوم د چمتو کیدو نښی نښانو په اړه زده کړي چی والدین یی باید په لټه کی اوسی. مونږ به د تشناب کارونی د بیلابیلو روزنېز میتودونو په اړه هم خبری وکړو ترڅو دا ډاډ رامینځته شي چې تاسو د خپل ماشوم سره په بریالی کیدو کی د مرستی کولو لپاره چمتو یاست. مونږ به د هغه اسانتیاوو په اړه هم خبری وکړو چې والدین/کورنۍکولی شي د تشناب کارولو روزنې څخه د ملاتړ کولو لپاره یی په خپل روزمره کارونو کې اضافه کړي که چیرته د هغوي ماشوم په خبرو اترو کی ځنډ، فزیکي ننګونې، حسي اړتیاوې، یا نور معلولیتونه ولري.
- کله:
- پنجشنبه، 5 جون 2025
- ماښام 6 بجو څخه تر 7 بجو پوری
- چیرته:
- په مجازی ډول د زوم/Zoom ویبینار له لاری
- د ناستی لپاره ځان دلته راجسټر کړئ
- اسانتیاوي
- د اسانتیاوو تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د 2025 کال د جون میاشتی تر 4می نیټی پورې سپارل اړین دي.
د سرچینو او مختلفو تخنیکونو له لاری ظرفیت لوړول: د وکالت په مقابل کی سرپرستۍ/محافظت
زوم (Zoom) ویبینار - د PWCS د والدینو د سرچینو مرکز لخوا وړاندې کیږي - 6 جون 2025
- هیڅ توپیر نه کوي چی مونږ څوک یو یا د کوم ځائ یو، داسې وختونه راځی چې مونږ ټول په ورځنی شخصي او طبي پریکړو کې څه نا څه مرستې ته اړتیا لرو. دا چې مونږ د یوې پرېکړې ماهیت او پایلې په بشپړه توګه درک کولی شو او که څرنګ، دا مشخص کوي چې مونږ باید کومه وسیله وکاروو. دوې تر ټولو عامې وسیلې وکالت او وصایت/نظارت دي. د دواړو تر مینځ په ټولو اړخونو، ورته والی او توپیرونو باندی پوهېدل، کولی شي اوږدمهاله اغیزی ولري. جین کرین (Jenn Crane) سره اشنا شئ، هغه د بنسټونو او ملکیتونو وکیله ده او د ځانګړی اړتیاوی لرونکو او د زړو خلکو لپاره د قانونی چارو متخصصه ده. جین (Jenn) د خپلو مراجعینو تر مینځ د بې ساری خواخوږئ لرونکی، ژمنتیا ښکاره کوونکی، او په وخت سره ځواب ویوونکی کس په توګه پیژندل کیږي.
- کله:
- جمعه، 6 جون 2025
- سهار 11 څخه تر ماسپښین 12:30 بجو پوری
- چیرته:
- په مجازی ډول د زوم/Zoom ویبینار له لاری
- د ناستی لپاره ځان دلته راجسټر کړئ
- اسانتیاوي
- په مجازی ډول د زوم/Zoom ویبینار له لاری
- د اسانتیاوو تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د 2025 کال د جون میاشتی تر 3می نیټی پورې سپارل اړین دي.
په ویرجینیا کی 18 کلن کیدل: هغه څه چې معلولیت لرونکی افراد یی باید په پام کې ونیسی
زوم (Zoom) ویبینار - د PWCS د والدینو د سرچینو مرکز لخوا وړاندې کیږي - 6 جون 2025
- په پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځیو کی د مدنی حقونو قانون 504 په اړه د لارښوونی سیمینار د 504 قانون په اړه پوهاوی وړاندې کوی، دا د فډرال یا مرکزی حکومت لخوا د مدنی حقونو قانون دی چې د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو خوندی ساتلو لپاره ډیزاین شوی دۍ.
- کله:
- جمعه، 6 جون 2025
- غرمی 12 بجو څخه تر 1 بجو پوری
- چیرته:
- په مجازی ډول د زوم/Zoom ویبینار له لاری
- د ناستی لپاره ځان دلته راجسټر کړئ
- اسانتیاوي
- په مجازی ډول د زوم/Zoom ویبینار له لاری
- د اسانتیاوو تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د 2025 کال د جون میاشتی تر 3می نیټی پورې سپارل اړین دي.
د والدینو د سرچینو مرکز پخوانی ورکشاپونه دلته وګورئ.
مونږ ستاسو نظرونو ته ارزښت ورکوو.
مونږ ته وویاست که تاسو د اضافي پروګرامونو په اړه تجویزونه لرئ یا غواړئ چی ځینې ناستې یا برخی دی په راتلونکي کال کی تکرار کړئ.