د تبعیض نه کولو خبرتیا - Pashto

د تبعیض نه کولو خبرتیا او د اړیکي ټینکولو معلومات

د پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځي په دنده او د تعلیمی پروګرامونو، خدمتونو، او فعالیتونو په وړاندی کولو کې د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل په شمول (د ګډی شجری یا توکم او توکمیزو ځانګړتیاوو)، جنس، جنډر هویت، جنسي تمایل، حمل، ماشوم زیږون، یا اړونده طبي شرایطو، په شمول د طی ورکولو حالت، عمر، مدنی حالت، عسکری خدمت، معلولیت، جنیټکی معلوماتونو یا د کوم بل څیز پر اساس تبعیض نه کوي، او تبعیض او ځورونه نه زغمی، کوم چې د قانون له مخی منع شوی دي.

څرنګه کولی شئ چی د تبعیض، ځورونې او تنګونی په اړه راپور ورکړئ

هر هغه مور/ پلار یا زده کوونکی چی په دې باور دی چې زده کوونکی د دغه ډول تبعیض، ځورونې ، یا تنګونی سره مخ شوی دۍ، یا چې د دغه ډول تبعیض، ځورونی یا تنګونی شاهد وی، باید په لاندی ځای کی په ګوته شوي لینک کارولو سره PWCS ته د پیښی په اړه راپور ورکړي ترڅو PWCS وکولی شی ګړندی، مناسب او باوری تحقیقات ترسره کړی او دغه ډول چلند ته په اغیزمنه توګه غبرګون ښکاره کړي، د ځلی پیښیدو مخه یی ونیسئ او اغیزې یی په ګوته کړئ.

د دغه ډول تبعیض، ځورونې یا تیری په اړه د راپور ورکولو لپاره غچ اخیستنه د ایالت او فډرال قانون، او همدارنګه د PWCS د پالیسیو او مقرراتو لخوا منع شوي دی. د دغه ډول ناوړه چلند په اړه د راپور ورکولو له امله د زده کوونکو او/یا کارکوونکو لخوا د اشخاصو پر ضد د غچ اخیستونکی اقدام پورته کولو تورونه به د PWCS لخوا د هغه طرزالعملونو تر لاندی په سمدستي توګه څیړل کیږي چې د ښوونځي بورډ د تطبیق وړ پالیسیو او مقرراتو کې ټاکل شوي دی.

تبعیض او ځورونه

لاندې ذکر شوي کسان د تبعیض او ځورونې په اړه د زده کوونکو د شکایتونو څیړلو مسؤلیت په غاړه لری:

  • د نسل، رنګ، ملی اصل او د هر ډول تبعیص کټګوری پر بنسټ د تبعیض یا ځورونې شکایتونه به په لاندی شکل څیړل کیږي، پرته له هغو چی د جنسیت پر اساس دي کوم چې د ټائټل IX تر لاندې راځی:

    د اطاعت یا کمپلاینس نظارت کوونکی
    د PWCS د تنوع، مساواتو، شمولیت او کمپلاینس یا اطاعت څانګه،
    571-374-6839, [email protected]

د دی ډول شکایتونو په اړه راپور د دی لینک په کارولو سره د ښوونځی مدیر ته یا په مستقیم ډول د موافقت او د کارکوونکو/ زده کوونکو د ملاتړ دفتر ته ورکول کیدی شي: تبعیض او ځورونه, او یو څیړونکی ته به سپارل کیږي او په 60 کاری ورځو کی دننه به د موافقت/اطاعت کارکوونکو/زده کوونکو د ملاتړ دفتر لخوا حل کیږي، پرته له دې چې دغه مهال ویش د یو ښه دلیل لپاره وځنډول شی. خواوی یا اړخونه به د تحقیقاتو د بشپړیدو څخه راپدیخوا په دریو کاری ورځو کې دننه د دی خبری څخه خبرول کیږي چې آیا د ښوونځی بورډ پالیسیو یا مقرراتو څخه سرغړونه شوې ده او که څرنګ، او که چیرته سرغړونه شوي وي، نو آیا اصلاحی او/ یا رغوونکی اقدام به تر سره کیږي او که څرنګ. هغه زده کوونکی چی په تبعیض او ځورونه کی ښکیل کیږي، هغوي لپاره په دغه ډول اصلاحی یا رغوونکی اقدام کی ممکن ذکر شوی شامل وي، لکه سلا مشورې؛ روزنه؛ د چلند تړون یا هوکړه لیک چې د شکایت کوونکی سره نور اړیکه لرل منع کوی؛ بل ښوونځی ته لیږدونه؛ او/ یا ډسپلین کیدنه (تر د اخراج کیدو پوری). هغه کارکوونکی چی په تبعیض او ځورنه کی ښکیل کیږي، هغوي لپاره په اصلاحی اقدام کی ممکن سلا مشوری، روزنه، ځنډونه، یا ګوښه کونه شامل وی.

  • د جنسیت پراساس د تبعیض یا ځورونې شکایتونه:

    ټائټل IX کوردیناتور
    د PWCS د تنوع، مساواتو، شمولیت او کمپلاینس یا اطاعت څانګه
    571-374-6839 یا [email protected]

د دی ډول شکایتونه په اړه د لینک له لاری په مستقیم ډول د موافقت او کارکوونکو/ زده کوونکو ملاتړ دفتر ته راپور ورکول کیدی شی: تبعیض او ځورونه، او په پام کی به نیول کیږي او یو څیړونکی ته به سپارل کیږي. دا ډول څیړنی په عامه توګه په 60 کاری ورځو کی دننه بشپړ کیږی. زده کوونکو ته به د دغه ډول څیړنو په بهیر کې ملاتړی اقدامات وړاندی کیږي کوم چې به هغوي ته اجازه ورکړی چې د شکایت حل کولو پورې په خوندی ډول په ښوونځی کی ګډون وکړي. د تبعیض او ځورونې شکایتونو لپاره چې په نورو خوندی شوي طبقاتو کې غړیتوب لری، په رغوونکی او اصلاحی اقدام کې هغه ټول شامل دی چې پورته لیست شوی دي.

د تبعیض او ځورونې شکایتونو د راپور، څیړنی/تحقیق او حل په اړه تفصیلی کړنلاري/پروسیجر په لاندی ذکر شویو لینکونو کی موندل کیدی شی:

تنګونه/ځورونه

هر زده کوونکی، مور/ پلار، سرپرست، یا د ښوونځي کارکوونکی کولی شي چی د ښوونځي مدیر سره د خبرو کولو له لاری یا د ځورونې د شکایت فورمه په بشپړولو سره د ځورونې شکایت پیل کړي.

دځورونې د راپور ورکولو په اړه لا زیات معلومات دلته ترلاسه کړئ.

د ویب پاڼې محتوا ته لاسرسی

د پرنس وېلیم کاونټی عامه ښوونځي هڅه کوي چې د وېب پاڼی لا لاری محتوا د معلولیت لرونکو کسانو په ګډون ټولو کاروونکو لپاره د لاسرسي وړ کړي. مونږ اوس مهال په دی کار کوو چې د معلولیت لرونکو امریکایانو د 1990 کال قانون د 504 برخی او ټایٔټل II سره په مطابقت د ویب محتوا ته د لاسرسی تګلاری (WCAG) 2.0 د AA کچی معیارونو سره ځان برابر کړو.

که تاسو د مرستندویه ټیکنالوژۍ څخه کار اخلئ (لکه د سکرین لوستونکی، د سترګو د څارنی وسیله، د غږ پیژندنې سافټویر او داسې نور وغیره) یا تاسو بل ډول معلولیت لرونکی کس یاست او زمونږ په ویب پاڼه کې د معلوماتو په ترلاسه کولو کې ستونزه لرئ، نو له مونږ سره د [email protected] بریښنالیک له لاری یا په 703 - 791 - 8147 شمیره اړیکه ونیسئ. مهرباني وکړئ د هغې محتوا یو آر ایل (د ویب پاڼی پته) وړاندی کړئ چې تاسو ورته د لاسرسي کولو هڅه کوله، هغه ستونزه په ګوته کړی چې تاسو ورسره مخ شوي وی، او خپل د اړیکې ټینګولو معلومات شریک کړئ. مونږ به له تاسو سره اړیکه ونیسو او هڅه به وکړو تاسو ته هغه معلوماتونه در کړو چې تاسو یې په لټه کی یاست. مهرباني وکړئ د دې ویب پاڼی څخه د معلوماتو د ترلاسه کولو هر ډول ستونزې د [email protected] بریښنالیک له لاری یا 8147-791-703 شمیری ته په زنګ وهلو سره د ویب او ټولنیزو رسنیو نظارت کوونکی د پام وړ وګرځوئ.