کینوس (Canvas) او زووم (Zoom) د دوامداره زده کړې لپاره
Español | Tiếng Việt | فارسی | 한국어 | العربية | اُردو | 中文
- زه څرنګ کولی شم Zoom ته ننوځم؟
- که تاسو زووم (Zoom) ته ننوتلو کې مرستې ته اړتیا لرئ، مهربانی وکړئ لاندی ځائ کی، د دې پاڼی په زده کوونکو برخه کی،"څرنګ باید زووم(Zoom) ته ننوځو" محتوی ته مراجعه وکړئ.
- زووم (Zoom) څه شی دی او دا څرنګ په زده کړو کی مرستی لپاره کارول کیدی شی؟
-
زووم (Zoom) د ویډیو له لاری د خبرو اترو یا کنفرانس ځائ دی چې ښوونکی یی کولی شی په آنلاین ډول د خپلو ټولګیو درسونه ښودلو لپاره وکاروی. زمونږ د ډیویژن Zoom لایٔسنس ټینګ امنیتی تدابیر او پراخه ځانګړتیاوی لری، کوم چې د زده کړی تجربو په موخه اسانتیاوی برابرولو لپاره کارول کیدی شی.
دلته د زووم (Zoom) ځینې امنیتی ځانګړتیاوي ذکر شوي دي:
- ټول ګډون کوونکی په واضح ډول د خپلو نومونو له لاری پیژندل کیږي کله چې د زوومخونی ته ننوځی.
- ګډون کوونکی لومړۍ د انتظار خونې ته ننوځی کله چې غونډی ته داخل شي او باید د ښوونکی لخوا ورته د ننوتلو اجازه ورکړل شی.
- زووم (Zoom) ناستی یوازې د ښوونکی لخوا ثبت کیدی شی.
- ټول زده کوونکی خپل د زووم (Zoom) حسابونه د PWCS د 365 آفس پروګرام سره تصدیقوي یا کره کوي.
- زده کوونکی کولی شی خپل چاپیریال پټ ساتلو لپاره خپل د شا پس منظر یا بیګ ګراونډ برابر کړی.
- کینوس (Canvas) څه شی دی او دا څرنګ د زده کړې څخه ملاتړ لپاره کارول کیدی شی؟
- کینوس (Canvas) د ښوونکو لپاره یو داسی پلیټ فارم دۍ تر څو پکی په انلاین ډول ټولګی پرمخ ویسی چی د هممهاله (synchronous) او (نا هممهاله) زده کړو څخه ملاتړ کوی. کینوس (Canvas) د لیری څخه او د مختلف ډول زده کړو لپاره یوه پیاوړی وسیله ده.
زده کوونکې
حساب ته ننوځو (Zoom) څرنګ باید زووم
خپل Zoom حساب جوړول او د کینوس له لارې Zoom ته لاسرسی موندل
یوازی د وړکتون څخه تر 2 ټولګی پوری زده کوونکو لپاره
یوازې د وړکتون څخه تر 2 ټولګی پوری زده کوونکی به د کینوس له لارې زووم ته لاسرسی ولری. زده کوونکي به کینوس ته ننوځی، خپل کورس به مومی او د زووم ناستې لپاره به لینک پیدا کوي کوم چی د ښوونکی لخوا ترتیب شوۍ دۍ.
3 څخه تر 12 ټولګی پوری زده کوونکي
په زووم کی خپل حساب فعالولو لپاره درې اختیارونه یا لاری شتون لری. خپل حساب فعالولو لپاره تاسو د دی اختیارونو څخه یوازې یو اختیار کارولو ته اړتیا لرۍ.
لومړئ اختیار
- د کروم براوزر یا ویب پاڼه خلاصه کړئ او pwcs-zm-edu.zoom.us لینک ته لاړشئ. د "ننوتلو/Sign In" تڼئ انتخاب کړئ.
- که درڅخه وغوښتل شی، د کمپنی ډومین ځائ کې pwcs-zm-edu ولیکئ:
- د دوام/Continue تڼی انتخاب کړئ
- خپل د آفس 365 بریښنالیک سره داخل ته ننوځئ (د کینوس او StudentVUE په څیر)
- د پرانیستلو/Open تڼی انتخاب کړئ کله چې درڅخه بیرته Zoom ته دستنیدو غوښتنه وشي.
دویم اختیار
دآفس 365 له لارې زووم (Zoom) حساب فعالول (PDF)
دریم اختیار
د کینوس له لاری د زووم (Zoom) ټولګی په ناسته کې ګډون کول (PDF)
کینوس سره پیل کول
د زده کوونکی په توګه د کینوس پیل کولو لارښوونی وګورئ!
آیا تاسو د کینوس زده کوونکی اپلیکیشن کارولو کی مرستې ته اړتیا لرئ؟
په iOS او Android ټلیفونونو کی د کارونی لپاره لارښوونې وګورئ.
زده کوونکی څرنګ کولی شی چی د خپلو والدینو یا سرپرستانو لپاره د ټلیفون له لاری د نښلولو یا جوړه کولو کوډ جوړ کړی
د زده کوونکو کورسونو ته والدینو ته لاسرسی ورکولو لپاره د نښلولو یا جوړه کولو کوډ جوړول
- د زده کوونکی په توګه تاسو کولی شئ والدینو یا سرپرست ته د ټلیفون له لاری د نښلیدو یا جوړه کیدو کوډ ورکړئ ترڅو ستاسو کورسونه وګوري. د نښلیدو یا جوړه کیدو کوډونه یوازې د کینوس د ویب پاڼی نسخې په کارولو سره رامینځته کیدی شی، نه د موبایل اپلیکیشن له لاری.
- کینوس ته په ننوتلو سره د والدینو/مشاهده کوونکی کوډ جوړ کړئ
- په ګلوبل نیویګیشن کې، د حساب/اکاونټ لینک غوره کړئ بیا د تنظیماتو لینک غوره کړئ
- د پاڼی په ښی اړخ کې د مشاهده کوونکی سره د جوړه کولو (Pair with Observer) لینک غوره کړئ.
- نوې کړکی به پرانیستل شی. د جوړه کولو کوډ کاپی کړئ.
- په الفبا تورو او نمبرونو مشتمل، د جوړه کولو 6 عدده کوډ کاپی کړئ. تاسو به اړتیا ولرئ چې کوډ د مشاهده کوونکی سره شریک کړئ څوک چې به ستاسو حساب/اکاونټ سره لینک کیږي. د جوړه کولو کوډ به په 7 ورځو کی یا په لومړي ځل د کارونې وروسته بی اعتباره کیږي.
- د کړکی یا پاڼی بندولو لپاره، د OK تڼی انتخاب کړئ.
- نوټ: د جوړه کولو کوډونو کی د الفبا غټ او کوچنی توری باید په نظر کی ونیول شي.
د کینوس زده کوونکی لارښود او د ویډیو له لاری لارښوونی
د کینوس زده کوونکی لارښود وګورئ تر څو خپل ځوابونه تر لاسه کړئ!
آیا د ویډیو له لاری د لارښوونو په لټه کې یاست؟
د زده کوونکو لپاره ویډیوي لارښوونی وګورئ!
والدین/سرپرستان
کې د کینوس په اړه د ویډیو له لاری معلومات PWCS والدینو لپاره اړینی نقطی: په
والدین/سرپرستان څرنګ کولی شی د کینوس مشاهده کوونکی په توګه د جوړه کولو یا نښلولو کوډ تر لاسه کړي
کینوس ته د مشاهده کوونکی/ والدینو لاسرسی
والدین باید د خپل ماشوم ښوونکی څخه د جوړه کولو یا نښلولو کوډ په اړه د غوښتنی کولو څخه پیل کړي یا له خپل ماشوم څخه وغواړی چی کینوس ته ننوځی تر څو د جوړه کولو یا نښلولو کوډ ته لاسرسی ومومي.
- کله چې والدین د جوړه کولو کوډ ترلاسه کړی، هغوي به اړتیا ولری چی د کینوس حساب لپاره نوم لیکنه تر سره کړی. والدین به کینوس ته د ننوتلو پاڼی ته ځی او "د کینوس کارونکی والدین (Parent of a Canvas User)” به غوره کوي.
- والدین به د غوښتل شوي معلوماتو په شمول د جوړه کولو یا نښولو کوډ داخلوي کوم چې د هغوي د ماشوم یا د ماشوم د ښوونکی لخوا ورکړل شوی وي.
- د څارنی په موخه د نورو زده کوونکو د اضافه کولو لپاره، کله چی داخل ته لاړ شئ، والدین به حساب یا اکاونټ > او بیا څارنه/Observing انتخابوي. دلته، هغوي کولی شی دا وګوری چې د چا سره له وړاندی څخه نښلول شوي دی او کولی شي نور ماشومان هم اضافه کړي.
- کله چې حساب یا اکاونټ جوړ شي، والدین کولی شی چی په خپل Apple یا Android وسیلو کې د کینوس زده کوونکی اپلیکیشن په کارولو سره د هغوی اکاونټ ته لاسرسی ومومي. کله چې اپلیکیشن کارول کیږي، والدین به د پرنس ویلیم کاونټی والدین غوره کوي کله چې ورڅخه د "ښوونځی موندلو" لپاره غوښتنه وشی. د کینوس زده کوونکی اپلیکیشن او د کینوس والدینو اپلیکیشن ورته دی. کینوس دا سپارښتنه کړي چې د کینوس زده کوونکی اپلیکیشن غوره ترتیب لری.
د والدینو/سرپرستانو لپاره د کینوس کارولو لارښوونی
والدین/سرپرستان څرنګ کولی شی د کینوس د کارولو لپاره مرسته تر لاسه کړي
په کینوس کی د مرستی لپاره، مهربانی وکړی د خپل ماشوم ښوونځی سره اړیکه ټینګه کړئ.