دا زده کړئ چې تاسو څرنګ کولی شئ د وړیا کور انټرنیټ لپاره وړوالی ومومئ

د Affordable Connectivity Program یعنی د انټرنیټ له لاری د پیوستون ارزانه پروګرام (ACP) د فډرال یا مرکزی حکومت لخوا د ګټې اخیستنی پروګرام دۍ کوم چې وړ کورنیو ته د وړیا یا تخفیف لرونکی کور انټرنیټ خدمتونه ترلاسه کولو لپاره فرصت وړاندی کوي. وړ کورنۍ کولئ شي چی د ګډون کولو سره د پراخ بانډ خدمتونو وړاندی کوونکو له لاری د انټرنیټ خدمتونو لپاره په میاشت کی تر 30$ ډالرو پوری مرسته تر ترلاسه کړي.

زه څرنګ کولئ شم د ارزانه انټرنیټ پیوستون پروګرام لپاره وړ وګڼړل شم؟
له ګڼ شمیر لارو کورنۍ کولئ شي چی د ارزانه انټرنیټ دغه ګټو تر لاسه کولو ته لار ومومي، په شمول د دی که چیرته کورنی په کور کې یو ماشوم لري چې د ښوونځي څخه وړیا یا په ټیټه بیه خواړه ترلاسه کوي. د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي (PWCS) څلور څلویښت (44 ) داسی ښوونځي لري په کوم کی چې به ټول زده کوونکي د ټولنې د وړوالی پروګرام (CEP) له لارې وړیا خواړه ترلاسه کوي. هغه ټولې کورنۍ چې زده کوونکي یې په CEP ښوونځيو کی ګډون کوي، د ACP ګټو تر لاسه کولو لپاره وړ دي. کورنۍ کولئ شي د مالی عاید پراساس هم وړوالی ومومي، یا که هغوي د حکومت لخوا د مرستی په ځینو دولتي پروګرامونو کې ګډون کوي، لکه میډیکیډ، خوراکی مرسته (SNAP)، یا WIC پروګرام. دا مشخص کولو لپاره چې آیا ستاسو کورنۍ د ACP ګټې ترلاسه کولو لپاره وړ ده او که څرنګ، د بشپړ وړوالی معیار معلومولو په شمول د پروګرام په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د ACP ویب پاڼه وګورئ.
په پرنس ویلیم کاونټي کې د کور انټرنیټ خدمتونه وړاندی کولو په موخه کوم پراخ بانډونه فعالیت کوي؟

په پرنس ویلیم کاونټي کې لاندې ذکر شوي خدمتونه وړاندی کوونکی پراخ بانډونه خدمتونه وړاندی کوي کوم چې د هغه کورنیو لپاره وړیا دي چې د ACP ګټی تر لاسه کولو لپاره وړ دي. د ACP وړاندیزونو په اړه د لوستلو لپاره د غه بیرونی سایټونه وګورئ:

زه څرنګ کولی شم دا ثبوت ترلاسه کړم چې زما ماشوم وړیا یا په ټیټه بیه خواړه ترلاسه کوي؟

هغه والدین/سرپرستان چې د وړیا او ټیټی بیی خواړو غوښتنلیک یی جمع کړئ اوسی او د CEP په ښوونځیو کې د ګډون کوونکو زده کوونکو والدین/سرپرستان به د PWCS د خوړو او تغذیې څانګې لخوا بریښنالیک او/یا لیک ترلاسه کوي چې په په هغه لیک یا بریښنالیک کی به داسی ویل شوي اوسی چی لیست شوي ماشومان د وړیا یا ټیټی بیی ښوونځي خواړه ترلاسه کولو لپاره منل شوي دي. د PWCS د خواړو او تغذيې څانګې لخوا د تصویب لیک د وړوالی لرلو لپاره د ثبوت په توګه کارول کیدی شي کله چې د ACP ګټو تر لاسه کولو لپاره غوښتنه کوئ.

د وړیا او ټیټی بیی خواړو د وړاندیز کولو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، د PWCS د تغذیی ویب پاڼه وګورئ.

هغه والدین/سرپرستان چې وړ دي او د اګست تر پایی پوری د تصویب لیک ترلاسه نه کړی او یا یې پر ځائ بل ته اړتیا لري باید د نوي کاپی وړاندیز کولو لپاره د خواړو او تغذیې څانګي سره په 3151 -791-703 شمیره اړیکه ټینګه کړئ.

که زه د ارزانه انټرنیټ پیوستون پروګرام لپاره وړ نه یم، نو بیا؟
که چیرته کومه کورنۍ د ACP خدمتونه تر لاسه کولو لپاره وړ نه وي او په کور کې د انټرنیټ خدمتونه تر لاسه کولو لپاره مرستې ته اړتیا لري، مهرباني وکړئ د خپل ماشوم مدیر سره اړیکه ټینګه کړئ. PWCS ښوونځیو ته د انټرنیټ هاټ سپاټ ورکوي ترڅو اړتیا لرونکی کورنیو سره مرسته وکړي.
زه د خپل PWCS هاټ سپاټ لپاره څرنګ تخنیکي مرسته ترلاسه کولئ شم؟

هاټ سپاټونه د PWCS لخوا اداره کیږي او والدین/سرپرستان باید د تخنیکي مرستې لپاره د PWCS مرستې میز سره اړیکه ټینګه کړي. د مرستې میز د دوشنبې څخه تر جمعې ورځ، د سهار له 7 بجو څخه تر اسپښین 5:30 بجو پورې پرانیستي وي.