Safety Screening Technology - پښتو

د Evolv سکریننګ یا څارلو وسیلی نمونه یی انځور

په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنې

پوښتنه: آیا د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ یا څارلو ټیکنالوژي به په ابتدايه، منځنیو او عالي ښوونځیو کې نصب کیږي؟

ځواب: PWCS د دودیزو او غیر دودیزو ښوونځیو په شمول په منځنیو او عالي ښوونځیو کې د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي پلي کوي. اوس مهال، په ابتدايه ښوونځیو کې د دغی ټیکنالوژي د پلي کولو لپاره کوم پلان شتون نلري.

د مختلفو ټولګیو په کچه د ځانګړی امنیتي اړتیاوو او پاملرنو په شمول دا پریکړه د ډیری فکتورونو پر اساس وه، د دی نهایی پریکړي سره چې په ثانوي ښوونځیو باندی اغیزمن او ګټور تمرکز کول به د دغو ښوونځیو یا ځایونو خوندیتوب او امنیت پراخه کولو لپاره یو مناسب اقدام دی.

PWCS ژمن دی چې ټولو زده کوونکو او کارکوونکو ته د زده کړي یو خوندي او ښه راغلاست ویوونکی چاپیریال رامنځ ته کړي. مونږ به امنیتي تدابیرو ارزولو ته دوام ورکړو او د نظرونو وړاندی کولو هرکلی کوو. مونږ ممکن په راتلونکي کې د ابتدایه ښوونځیو ځانګړي اړتیاوې پوره کولو لپاره د اضافی نوښتونو یا ټیکنالوژيو څخه ګټه پورته کړو.

پوښتنه: د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي به څه وخت په ښوونځیو کی نصب کیږي؟ آیا دا به د ښوونځي په لومړۍ ورځ کارول کیږي؟

ځواب: پداسې حال کې چې د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي به د ښوونځي کال پیل کیدو څخه تر مخی نصب شي، هو دا به د ښوونځي په لومړیو دوه اونیو کې نه کارول کیږي.

د خوندیتوب په موخه د سکریننګ ټیکنالوژۍ مرحله وار کارول به د ښوونځي په دریمې اونۍ کې پیل کیږي. د پیل کولو یا کارولو پلان به دا ډاډ تر لاسه کوي چې د Evolv سیسټمونو په اغیزمنه توګه پلي کولو او چلولو لپاره ټول ښوونځي اړین تجهیزات یا توکی، روزنه، او طرزالعملونه لري.

ښوونځي به په خپلو ښوونځیو کی د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ کارولو څخه وړاندی زده کوونکو او کورنیو ته د ټیکنالوژی د پیل کولو نیټې په اړه خبر ورکوي.

پوښتنه: آیا PWCS به د ماښام او اونۍ په پای کې د غیر نصابي او سپورتی پیښو پرمهال د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي کاروي؟
ځواب: د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ به په بنسټیزه توګه د ښوونځي رسمی ورځو پر مهال کارول کیږي؛ خو بیا هم، مونږ ممکن په دی منی کی د ښوونځي څخه وروسته پیښو لپاره هم د دغه سیسټم کارول پراخ کړو.
پوښتنه: د خوندیتوب په موخه د Evolv سکرینینګ ټیکنالوژي څرنګ کار کوي؟

ځواب: Evolv سیسټمونه د اشخاصو د تلاشی کولو لپاره مصنوعي ځیرک تیا (AI) او پرمختللي سینسرونه کاروي کله چی هغوي د ښوونځي ودانیو ته د داخلیدو په وخت کی د سکرینینګ لاینونو څخه تیریږي. دغه سیسټمونه د حساس ترتیباتو پر اساس د یو کس سره یا د هغه په توکو کی د وسلو او نور منع شوي توکو د کشفولو لپاره ډیزاین شوي دي. د Evolv سیسټمونه په دوامداره توګه تازه کیږي او مخ پر ودې موندونکی ګواښونو او ټیکنالوژیو سره ځان برابرولو لپاره اصلاح کیږي.

هر ډول منع شوي توکي چی کشف شي، سیسټم اداره کوونکو ته به د مناسب اقدام پورته کولو لپاره پټ خبرداری ورکوي تر څو نږدی موجود زده کوونکی خبر نه شي.

پوښتنه: آیا د خوندیتوب به موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي به د ننوتلو پروسه سسته کړي؟
ځواب: په طبیعي ډول د داخلیدو جریان ته اجازه ورکولو لپاره دا سیسټمونه په یو وخت کې د ډیری خلکو ګړندۍ او په مؤثره توګه سکرینینګ تر سره کولو لپاره ډیزاین شوي دي. په بنسټیزه توګه د تطبیقولو په وخت کی ممکن ځینې ځنډونه تجربه شي؛ خو بیا هم، موخه دا ده چې د ننوتلو په بهیر کې هر ډول احتمالي خنډونه کم کړل شي.
پوښتنه: آیا په یو وخت کی د دریو څخه زیات د زده کوونکو یوه ډله کولی شي د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ لینونو څخه تیره شي، او آیا دا به معلومه کړي چې یو یا ډیر زده کوونکي له ځانه سره منع شوي توکي لري؟
ځواب: د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي د یو شخص یا اشخاصو سره د وسلو او منع شوي توکو د معلومولو لپاره ډیزاین شوې ده، که هغوي په انفرادي ډول یا په ډله ییزه توګه د لاینونو څخه تیریږي. د AI یا مصنوعی ځیرک تیا سینسرونو په کارولو سره ، سیسټم کولی شي په یو وخت کې د یو یا ډیرو اشخاصو سره منع شوي توکي کشف او توپیر یی وکړي. دا وړتیا دا ډاډ رامنځ ته کوي چې که چیرته په یوه ډله کې له یو څخه زیات کسان منع شوي توکي ولري، د سیسټم کاروونکی به خبرتیا ترلاسه کړي.
پوښتنه: آیا د خوندیتوب په موخه د Evolv سکرینینګ ټیکنالوژۍ موثریت په خپلواکه توګه کتل شوې دۍ؟
ځواب: Evolv ټیکنالوژی دخپلواکی ارزونی تدابیرو څخه تیره شوي او د امنیتي تدابیرو په لوړولو کې یې د اغیزه ناک توب لرلو لپاره پیژندل شوۍ. دې ټیکنالوژی ته د متحده آیالاتو د کورني امنیت د خوندیتوب قانون لخوا د تروریزم ضد وړتیا لرونکی ټیکنالوژۍ په توګه شناخت ورکړل شوې دی. دا شناخت دا په ډاګه کوي چې Evolv د DHS لخوا ټاکل شوي سخت معیارونه پوره کوي او د احتمالي امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره د یوې اغیزمنې وسیلې په توګه پیژندل شوي.
پوښتنه: د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي څخه به څوک نظارت کوي؟

ځواب: د ښوونځي امنیت، اداره کوونکی، او تدریسی او غیر تدریسي رضاکاران کارکوونکی به د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي څخه نظارت کوي او کاروي به یی. تدریسی او غیر تدریسي رضاکاران به د زنګ له وخت څخه 45 دقیقې دمخه راځي او د خپلو ژمنو لپاره به یو مقدار پول ترلاسه کوي.

ټاکل شوي کارکوونکی به د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ د څرنګ کارولو ، په تیروتنی سره د خبرتیا ورکولو ستونزی حل کولو ، د دویم ځلی سکرینینګ لپاره د اړتیا معلومولو او ترسره کولو، او هغه پروتوکولونو لپاره که چیرته کوم منع شوی توکي وموندل شي، روزنه تر لاسه کوي.

په ښوونځیو کې د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ پلي کولو پرمهال، د مرکزي دفتر او د Evolv کارکوونکی به د لومړیو دوه ورځو لپاره شتون ولري ترڅو د سیسټم څخه نظارت او لارښوونه وکړي او د سیسټم څارلو په موخه د ښوونځی کارکوونکو سره مرسته وکړي.

پوښتنه: دویم ځلی سکرینینګ څه شی دی او کله تر سره کیږي؟

ځواب: که چیرته سیسټم د یو شخص سره د هغه په سامانونو کې منع شوي توکي کشف کړي، د سیسټم کاروونکی به هغه شخص ته د سکرینینګ لینونو څخه لیرې بل ځای ته د تګ لپاره لارښوونه وکړي، تر څو دویم ځلی سکرینینګ/تلاشی ترسره کړي.

دویم ځلی سکرینینګ د سکرینینګ یوه اضافي پوړ دی چې د یو شخص یا د هغه د توکو دقیقه تلاشی پکې شامله وي او ممکن د خوندي زده کړې چاپیریال ډاډ ترلاسه کولو لپاره د منع شوي توکو موندلو لپاره د لاسي وسیلې یا فزیکي تلاشی کارول هم پکی شامل وي.

پوښتنه: دویم ځلی سکرینینګ څوک ترسره کوي؟
ځواب: دویم ځلی سکرینینګونه د ښوونځي د امنیت او نورو ټاکل شوي کارکوونکو لخوا ترسره کیږي، څوک چې د دا ډول حالتونو په دقت، درناوي او مسلکیتوب سره اداره کولو لپاره روزل شوي ترڅو د اشخاصو محرمیت او وقار ډاډمن کړي پداسې حال کې چې خوندیتوب او امنیت ته لومړیتوب ورکوي.
پوښتنه: د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ سیسټم کې به تنظیمات څومره حساس وي؟

ځواب: د ډیویژن ځانګړي اړتیاوی او شرایط په پام کی نیولو سره د تنظیماتو د حساسیت په اړه به د ګډی همکارۍ پروسې له لارې د PWCS او Evolv ترمنځ پریکړه تر سره کیږي ترڅو د امنیت ساتلو او د تیروتنی خبرتیا کمولو تر منځ د غوره توازن ډاډ ترلاسه شي.

د خوندیتوب په موخه د اضافي پوړ لپاره ممکن د حساسیت کچه لوړه شي او د وسلو او نورو منع شوي توکو د کشفولو لپاره د سیسټم وړتیا زیاته کړي، او همدارنګه د ښوونځي ټولنې لپاره اضافی ذهنی آرامۍ رامنځ ته کړي.

پوښتنه: د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي کوم ډول توکي کشف کوي؟

ځواب: د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي کولی شي مختلف ډول توکي کشف کړي ، په شمول د چاقو ، وژونکی وسلی ، لاسي ټوپکونو ، اوږده ټوپکونه ، او هغه توکی او اجزا چی د چاودیدونکو توکو د جوړولو لپاره کارول کیږي مګر دغو پوری محدود نه دی.

سربیره پردې، د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي د دې وړتیا لري چې د نامعلوم ټوپکونه او 3D چاپ شوي ټوپکونه په کشفولو سره ټول امنیتي تدابیر لوړ کړي.

پوښتنه: آیا د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي به نشه یی توکی او نشه یی لوازم کشفوي؟

ځواب: د جوږښت او موادو په شمول د نشه یی توکو او نشه یی لوازم (پارفیرنالیا) کشف په ډیری فاکتورونو پورې اړه لري کوم چی د سیسټم د حساسیت ترتیباتو سره په ترکیب کې کارول کیږي.

دا چې دا سیسټمونه د ځانګړو نشه یی لوازو کشف کولو وړتیا لري، او ممکن په ناڅاپي توګه دا منع شوي توکي کشف کړي، PWCS به د وسلو په کشف باندې تمرکز کوي.

په ښوونځیو کې د نشه یی لوازمو (Vape) پارفیرنالیا ستونزو پر وړاندی اقدام پورته کولو لپاره ممکن نور اضافه شوي تدابیرو ته اړتیا وي، لکه تعلیم، د پوهاوي کمپاینونه، او د چلند قانون پلي کول کوم چی د دغو توکو لرل او کارول په نښه کوي.

پوښتنه: څه به وي که وسله د کوم چا په بیګ، کڅوړه یا بکس کې وي؟
ځواب: AI یا مصنوعی ځیرک تیا کوم چی د خوندیتوب په موخه د Evolv سکرینینګ ټیکنالوژۍ لخوا کارول کیږي، دومره پرمختللی ده چی کولی شي هغه وسلی، او منع شوي توکي وپیژنی کوم چی په بند ځائ کی وي لکه بیګ، کڅوړه، بټوه یا بکس کی وي.
پوښتنه: د ناسم خبرداری ورکولو ډاټا څو سلنه ده کوم چی د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ لخوا ورکړل شوي؟
ځواب: دا چی دا سیسټمونه خورا دقیق دي، نا سم خبرداری کله کله رامنځ ته کیږي. د Evolv سیسټمونو لخوا د منع شوي توکو په اړه نهه سلنه ورکړل شوي خبرداری د لا زیاتی څیړنی په ترس کی ناسم ثابت شوئ دۍ.
پوښتنه: د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ لخوا ناسم خبرداری یا آلارم به د ښوونځی لخوا څه ډول اداره کیږي؟

ځواب: PWCS د خبرداری لپاره که نا سم یا بل ډول وي، عمومی پروتوکولونه رامینځته کړي کوم چې ښوونځیو ته په لاس ورکړل شوي دي. ښوونځي کولی شي چی د پاک او خوندي زده کړې چاپیریال ساتلو لپاره خپلی ځانګړي اړتیاوی پوره کولو لپاره اضافه پروتوکولونه پلي کړي.

د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ نظارت کوونکي کارکوونکی روزل شوي دي او ورڅخه تمه کیږي چې وضعیت وو ارزوي، د اړتیا په صورت کې دویم ځلی سکرینینګ ترسره کړي ، او د اندیښنې حل کولو یا په اړه خبری کولو لپاره مناسب ګام پورته کړي.

پوښتنه: د ناسم خبرداری ورکولو څخه د مخنیوي لپاره تاسو کومی لارښوونې لرئ؟

ځواب: PWCS هغه عام توکي ارزولي دي چې په Evolv سیسټمونو کې ناسم خبرداری رامنځ ته کوي او د ناسم خبرداری محدودولو لپاره یی د حساسیت تنظیماتو کی برابر کړي دي.

د ناسمی خبرتیا ورکولو څخه د مخنیوی لپاره دلته ځینې تجویزونه دي:

  • د پوښل شوي/ بند او فلزي ښوونځي توکو پر ځائ څرګند او پلاستيکي توکي غوره کړئ.
  • د پلاستيکي (غیر فلزي) موادو/ کړیو سره درې کړۍ لرونکی دوسي (فایلونه) وکاروئ.
  • (د فلزی پر ځائ) د BPA پرته د اوبو او کافی پلاستیکی بوتلونه وکاروئ.
  • (د فلزي په پرتله)د عینکو لپاره سخت پلاستيکي پوښونه وکاروئ.
  • زده کوونکي باید د ښوونځی بیګ "سپک" وساتی او په بیګ یا نورو تجهیزاتو کې د توکو شمیر محدود کړي.
  • غیر اړین فلزي توکي باید په کور کې پریښودل شي (د ګیم کنسولونه یا توکي، د ښکلا محصولات، USB).
  • لپټاپونه (کمپیوټری) او چترۍ به د ټیکنالوژۍ تر څنګ په کارکوونکو سمبال شوي میز له لارې تیریږي.

نوټ: د ښوونځي د دقیق توکو لیستونو په اړه به په انفرادي ډول د ښوونځیو/ښوونکو لخوا خبرداری ورکول کیږي.

پوښتنه: آیا زده کوونکي، کارکوونکی، او ملاقات کوونکی به د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ څخه تیریږي؟

ځواب: د ټولو لپاره د خوندي چاپیریال څخه د ملاتړ کولو په موخه ټول هغه کسان، زده کوونکي، کارکوونکی، او لیدونکي یا ملاقات کوونکی چې د ښوونځي په اکاډمیکی ساعتونو کې د ښوونځي ودانۍ ته ننوځي باید هره ورځ د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ څخه تیر شي.

هر ښوونځی به د ننوتلو ډیری دروازې ولري چې د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ په ټیکنالوژۍ سمبال دي. په هرصورت، د ښوونځي د ورځې له پیل کیدو وروسته، زده کوونکو، کارکوونکو، او ملاقات کوونکو ته به د داخلیدو ځانګړي ځاي ته لارښوونه کیږي کوم چې به د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ په ټیکنالوژۍ سمبال شوي وي او په فعاله توګه به د کارکوونکو لخوا څارل کیږي.

پوښتنه: که چیرته یو ټولګی د لارښوونې لپاره بهر ته لاړ شي، آیا هغوي به د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ له لارې بیاځلی داخلیږي؟
ځواب: هغه زده کوونکي او کارکوونکی چې د لارښوونی لپاره باید د ښوونځي ودانۍ څخه بهر لاړ شي، او د یوې ډلې په توګه بیرته راستانه کیږي، معمولا هغوي اړتیا نلري چې بیاځلی د سکرینینګ لاینونو څخه تیر شي. د ښوونځي ځانګړي طرزالعملونه ممکن د انفرادي ښوونځي امنیتي پروتوکولونو له امله توپیر ولري. دا سپارښتنه کیږي چې د بیا ننوتلو په اړه د اضافي لارښوونو لپاره د ښوونځي ادارې سره پخلی وکړئ.
پوښتنه: آیا والدین کولی شي چی د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ لینونو له لارې د زده کوونکي سکرین کیدو څخه منع وکړي؟
ځواب: د ټولو اشخاصو لپاره د زده کړې د چاپیریال خوندیتوب ډاډمن کولو لپاره د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي پلي کول یو اړین امنیتي اقدام دی ، او تمه کیږي چې د ښوونځي ودانیو ته د ننوتلو پرمهال ټول زده کوونکي سکرینګ شي. که چیرته والدین د سیسټم او یا د خپلو زده کوونکو په اړه کومه ځانګړې اندیښنه یا پوښتنه ولري، هغوي هڅول کیږي چې د نورو خبرو اترو لپاره د ښوونځي ادارې سره اړیکه ټینګه کړئ.
پوښتنه: آیا د Evolv سیسټمونه د اشخاصو د سکین کولو لپاره خوندي دي؟

ځواب: Evolv سیسټمونه غیر اثر کوونکی او غیر شعاع لرونکی او خورا ټیټ فریکونسۍ (ELF) لرونکی بریښنایی مقناطیسي برخی کاروي ترڅو له فزیکي تماس پرته منع شوي توکي کشف کړي. دا مقناطیسي بانډونه د فډرال (مرکزی حکومت) د کچی څخه په ټیټه کچه فعالیت کوي کوم چې د فډرال مقرراتو او پلي کولو لپاره اړین دي. دا ډاډ رامنځ ته کولو لپاره چې دغه سیسټمونه د احتمالي روغتیا خطرونو کمولو لپاره د برابر شوي خوندیتوب لارښوونې او مقررات پوره کوي، Evolv د خوندیتوب معیارونو پراساس تصدیق ترلاسه کړی دی کوم چی د بریښنایی انسټیټیوټ او بریښنایی انجینرانو لخوا ټاکل شوي دی.

د Evolv سیسټمونو د اوږدمهاله روغتیا اغیزو په اړه هیڅ ډول مطالعه نه ده تر سره شوي؛ خو بیا هم غیر شعاع لرونکی ټیکنالوژي په پراخه کچه مطالعه شوې او د هغو کسانو لپاره خوندي ګڼل کیږي چې په دوام داره توګه سکرین کیږي. دا ټیکنالوژي د ګن شمیر کلونو په اوږدو کې په مختلف امنیتی سکرینینګ اپلیکیشنونو او وسیلو کې کارول شوې ده.

پوښتنه: څه به وي که کوم کس د اوریدلو آلی یا وسیلی په ګډون یو لګول شوي بریښنایی طبي وسیله یا آله ولري؟

ځواب: دا چې د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي د منع شوي توکو په کشف کولو تمرکز کولو لپاره ډیزاین شوې ده، نو ډیر کم امکان لري چې د اوریدلو آلي یا نور طبي وسایل کشف کړي چې د کوم کس لخوا اغوستل کیږي یا وړل کیږي.

هغه کسان چې د کوکلیر لګول شوي آلی یا وسیلی په شمول د وړولو یا نصب شوي طبي آلو یا وسایلو په اړه اندیښنې لري، هڅول کیږي چې د ځانګړي طبي شرایطو او وسایلو پر اساس د نورو لارښوونو او شخصي مشورې لپاره د خپل طبي ډاکټر سره مشوره وکړي.

پوښتنه: آیا زه کولی شم د Evolv سیسټمونو څخه تیره شم که زه حامله یم؟

ځواب: د Evolv سیسټمونو لخوا د عام څارنی لپاره کارول کیدونکی غیر شعاع لرونکی بریښنایی مقناطیسي برخی د حامله میرمنو او د هغوي د ماشومان په شمول د اشخاصو لپاره خوندي ګڼل کیږي.

هغه کسان چې د حمل یا امیندوارۍ په اړه ځانګړي اندیښنې لري هڅول کیږي چې د ځانګړي طبي شرایطو او وسایلو پراساس د نورو لارښودونو او شخصي مشورې لپاره د خپل طبي ډاکټر سره مشوره وکړي.

پوښتنه: د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ لخوا کوم ډول معلومات یا ډاټا رامینځته کیږي؟

ځواب: Evolv سیسټمونه محرمیت او د ډاټا محافظت ته لومړیتوب ورکولو لپاره ډیزاین شوي دي او د منع شوي توکو په کشف کولو باندی تمرکز کولو سره د احتمالي ګواښونو ارزولو لپاره تازه معلوم راجمع کوي. دا ډاټا د پلان کولو لپاره، د سکرین شوي زده کوونکو شمیر معلومولو لپاره، د خبرداری تکرار او د سکرینینګ کولو مودی معلومولو لپاره د دویمی موخی په توګه کار کوي. د معلوماتو ډولونه چی دغه سیسټم رامنځ ته کوي او راټولوي، په هغی کی لاندی شامل دي:

  • د کیمرې معلومات:: کیمره د سینسر سره یوځای د اندیښنې وړ عمومي برخی په اړه معلومات وړاندی کوي؛ پدې کې شخصي معلومات یا د اشخاصو تفصيلي عکسونه شامل ندي.
  • میټا ډاټا: احتمالي ګواښونه په ګوته کوي او د امنیتی ارزولو او کشف شوي توکو یا اندیښنو ته ځواب ویلو کې مرسته کوي.
  • احصایوي: د نمونو او رجحاناتو پیژندلو لپاره د خبرتیا شمیر او د خطرونو ډولونو په اړه معلومات وړاندې کوي، د ستراتیژیو او پروتوکولونو ته وده ورکولو لپاره امنیت ته اجازه ورکوي.
  • ځان-تشخیص کول یا برابرول: د مطلوب چارو او د دقیق او باوري ګواښ کشف وړتیا ډاډمن کولو لپاره د سیسټم روغتیا او کیلیبریشن نظارت کوي.
پوښتنه: معلومات چیرته ساتل کیږي؟

ځواب: د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ لخوا لاس ته شوي معلومات پخپله په سیسټم کې زیرمه کیږي یا ساتل کیږي او په هغه ټابلیټ کی ورته لاسرسی موندل کیدئ شي چی د سیسټم نظارت لپاره کارول کیږي. دا په کلاوډ ( cloud) یا کوم بل بهرني سرور کې نه زیرمه کیږي. په کلکه سره د محلي ذخیرې په کارولو سره دا ډاډ رامنځ ته کیږي چې ډاټا د PWCS په کنټرول کې پاتې کیږي.

کله چې ډاټا په ځايي توګه زیرمه کیږي او ځای ممکن محدود وي، د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي د "لومړي داخل، لومړي بهر" (FIFO) اصول تعقیبوي، په اتوماتيک ډول تر ټوله زاړه ډاټا حذف کوي کله چې نوي ډاټا داخلیږي، او دا ډاډ رامنځ ته کوي چې د غیر ضروری معلوماتو جمع کولو پرته سیسټمونه د ذخیره کولو جریان تر دوام ورکوي.

په ځایی توګه د ذخیره کولو اضافي ګټه دا ده چې هر هغه عکس چې د سکرینینګ موخو لپاره اخیستل شوي وي ممکن د سیسټم ټابلیټ د بریښنا سایکل چلولو له لارې لیرې شي.

پوښتنه: دا ډاټا څوک کتلی شي؟

ځواب: دغی ډاټا ته ممکن د کاروونکو لخوا د ټابلیټ له لاری لاسرسی وموندل شي کله چې هغوي د دغو سیسټمونو نظارت کوي، ترڅو د سکرینینګ پروسې په بهیر کې ورکړل شوي خبرداری یا اندیښنو په اړه خبری اتری وشی او حل شي.

د سکرینینګ پروسې څخه پرته، دغه معلوماتو ته لاسرسی د پروتوکولونو اغیزمنتوب مشخص کولو ، د تنظیمولو، او د عمومي امنیتي تدابیر ښه کولو په شمول د ټاکل شوي عملیاتي امنیت پلان کولو او تحلیل موخی لپاره یوازې مجاز لرونکی داخلي کارکوونکو پورې محدود شوی ده. هیڅ معلومات به عامو خلکو یا غیر مجاز لرونکی داخلي یا بهرني اشخاصو سره نه شریک کیږي.

ټول معلومات د تطبیق وړ محرمیت قوانینو او مقرراتو په تعقیبولو سره په جدی محرمیت، او همدارنګه د PWCS پالیسیو او مقرراتو سره په مطابقت اداره کیږي.

پوښتنه: آیا د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ ډاټا د پروسس او د محاکمی لپاره کارول کیدی شي که چیرته کومه سلاح وموندل شي؟

ځواب: که چیرته کومه سلاح وموندل شي او د قانون پلي کوونکي، لکه د پولیسو څانګه پکی ښکیل شي، د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ ډاټا کیدای شي د پروسس او محاکمی لپاره وکارول شي.

د یوې پیښې په اړه اړونده معلومات چې د قانون پلي کوونکو مداخلې ته اړتیا ولري، یوازې په لیکی بڼه د محکمی د امر په وړاندی کولو او د محکمی امر مطابق افشا کیدی شي تر څو د ښکیل کسانو محرمیت او حقونه خوندي پاتی شي.

پوښتنه: آیا زه کولی شم چی د خپل زده کونکي لپاره د اوریدنې آلی په شمول د ځای پرځای شوي طبي وسیلې له امله د بدیل سکرینینګ غوښتنه وکړم؟
ځواب: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي (PWCS) ژمن دي چې ټولو زده کوونکو او کارکوونکو ته د زده کړې خوندي او ښه راغلاست ویوونکی چاپیریال رامنځ ته کړي. PWCS د دودیزو او غیر دودیزو ښوونځیو په شمول په منځنیو او عالي ښوونځیو کې د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي پلي کړي ده. د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي د منع شوي توکو په کشف کولو تمرکز کولو لپاره ډیزاین شوې ده، ناشونی ده چې د اوریدلو آلي یا نور طبي وسایل کشف کړي که د کوم کس لخوا اغوستل کیږي یا وړل کیږي. هغه اشخاص چې د بریښنایی طبي وسیلو په اړه اندیښنې لري، هغوي هڅول کیږي چې د ځانګړي طبي شرایطو او وسیلو په اړه د خپلو طبي ډاکترانو سره سلا مشوره وکړي. هغه والدین/سرپرستان چې د خپلو زده کوونکو لپاره د سکرینینګ د بدیلو تګلارو غوښتنه کوي باید د خپلو ښوونځيو مدیرانو سره اړیکه ټینګه کړي.