Accessing SOL Test History In ParentVUE - Pashto

په ParentVUE کې د SOL د ازموینې نېټې ته د لاسرسي اړوندې لارښوونې

د ازموینې د نېټې د (SOL) د زده کړې معیارونه اوس په ParentVUE کې شتون لري. دغه سند تاسو ته لارښونه کوي، چې څه ډول د خپل زده کونکي نمرو ته لاسرسۍ ولرئ. ParentVUE ته له ننوتلو وړاندې، کورنۍ باید دا په یاد ولري، چې د ځينو تیرو ازموینو نمرې ممکن شتون ونه لري. د 2021 په پسرلي او له هغه وروسته اخیستل شوې په SOL کې ټولې ازموینې به په ParentVUE کې څرګندې شي.

د نمرو مانا څه ده؟

د یادونې په توګه، د SOL د ازموینې فعالیت د اندازه شوي نمرو په کارولو سره له 0 څخه تر 600 پورې راپور شوی:

  • له ‎0-399 نمرې دا څرګندوي چې، ستاسو زده کوونکی په ازموینه کې نه دی بریالی شوی:
  • له ‎400-499نمرې دا څرګندوي چې، ستاسو زده کوونکی په ازموینه کې بریالی شوی:
  • له ‎500-600نمرې دا څرګندوي چې، ستاسو زده کوونکی په عالي درجه په ازموینه کې بریالی شوی:
  • د ‎900 او له هغه څخه لوړې نمرې دا څرګندوي چې، ستاسو زده کوونکی په ازموینه کې د ځینو عواملو په سبب ګډون نه دی کړي :

زه څنګه کولی شم چې ParentVUE ته ننوځم؟

مرحله 1‏‎.‎ د خپل کارن-نوم (یوزر نوم) او پسورډ په کارولو سره خپل ParentVUE حساب ته ننوځئ. مهرباني وکړئ، پر لاندې لینک باندې کلیک وکړئ، ترڅو د ParentVUE د ننوتلو پاڼې ته رهنمایي شئ. که چېرې تاسو په ننوتلو کې کومه ستونزه لرئ، نو مهرباني وکړئ د خپل زده کوونکي له ښوونځي سره اړیکه ونیسئ.

د ParentVUE د ننوتلو د پاڼې سکرین شاټ

مرحله 2. ‎ ‎ د ParentVUE په کور پاڼه کې مهرباني وکړئ، د ازموینې د تاریخ د پاڼې خلاصولو لپاره ‎ ‎د ازموینې تاریخ نښه کېکاږئ.

د ParentVUE د ویب پاڼې سکرین شاټ دا څرګندوي، چې په پاڼه کې د ازموینې د نېټې انځور چېرته پیدا کېدلی شي

مرحله 3.‎ ‎ یوه نوې کړکۍ (وېنډو) به خلاصه شي، کومه چې ستاسو د زده کونکي د SOL د ازموینې تاریخ ښیې. دا پاڼه به د هغه ازموینو نوم ښکاره کړي، چې ستاسو زده کوونکي ورکړي دي (د ازموینې برخه) په ازموینه کې ستاسو د زده کونکي فعالیت (د ازموینې د برخې فعالیت) هغه ښوونځي چې ستاسو له زده کوونکي په کې ازموینه اخیستل شوې (د ښوونځي نوم) د ازموینې نیټه (ادارې نیټه) او د SOL هغه اندازه شوې نمرې چې ستاسو زده کونکي ترلاسه کړي دي. لاندې د هغه څه یوه بیلګه شتون لري، چې تاسو به یې ووینئ. لکه څنګه چې تاسو د خپل زده کوونکي نمرې ګورئ، نو مهرباني وکړئ، دا په یاد ولرئ، چې ځینې ممکن له (.00) اعشاریې وروسته رقمونو (مقادیر) سره ښکاره شي او نور په تېر کې د معلوماتو د شریکولو د څرنګوالي په خاطر ښکاره نه شي. له مخکې تګ سره به ټولې نمرې ورته بڼه ولري.

په ParentVUE کې د ازموینې د نېټې د پاڼې سکرین شاټ

که چېرې زه پوښتنې ولرم، نو له چا سره اړیکه ونیسم؟

د ParentVUE او ستاسو د زده کونکي د SOL د ازموینې د نېټه په اړه پوښتنې باید هغه ښوونځي ‎ ‎ته واستول شي، چې ستاسو زده کونکی په کې اوس مهال زده کړې کوي.