!د ښوونځي لومړۍ ورځ د ۲۰۲۶ کال د اګست ۲۴ نېټه ده
!د ښوونځي لومړۍ ورځ د ۲۰۲۶ کال د اګست ۲۴ نېټه ده
PWCS د ۲۰۲۷-۲۰۲۶ ښوونیز کال لپاره د ParentVUE او StudentVUE نوي ګرځنده اپلېکېشنونه معرفي کړي دي، او پخوانۍ اپلیکیشنونه نور کار نه کوي.
بیرته ښوونځي ته د ستنیدو کڅوړه بشپړولو، د ښوونکو د ګمارنو معلومات لیدلو او ټرانسپورټی معلوماتو ته د لاسرسی موندلو په شمول ښوونځي ته د بېرته ستنېدو ډېری چارې اوس د ParentVUE او StudentVUE له لارې ترسره کېږي.
همدا نن د ParentVUE او StudentVUE نوی اپلیکیشنونه ډاونلوډ کړئ!
مونږ ډېر خوښ یو چې زده کوونکو او کورنیو ته یو ځل بیا PWCS ته راتګ لپاره ښه راغلاست ووایو! دا پاڼه د مهمو نېټو، تازه معلوماتو، او ښوونځي ته د بېرته تګ معلوماتو لپاره ستاسو یوازینۍ سرچینه ده ترڅو ستاسو له کورنۍ سره د ښوونیز کال په بریالي توګه پیل کولو په برخه کې مرسته وکړي.
"بیرته ښوونځي ته د ستنیدو" د دغو مهمو او وروستیو نېټو څخه باخبره پاتې شئ. خپله جنتري (کیلنډر) په نښه کړئ او هر پړاو په خپل وخت سره بشپړ کړئ ترڅو له خپل ماشوم سره د ۲۷-۲۰۲۶ ښوونیز کال په بریالي توګه پیل کولو کې مرسته وکړئ.
بیرته ښوونځي ته د ستنیدو کڅوړه به په ParentVUE کی شتون ولري.
بیرته ښوونځی ته د ستنیدو کڅوړه بشپړولو لپاره لارښوونی وګورۍ.
د بس لومړني مهالویشونه به په ParentVUE او StudentVUE کې شتون ولري.
د ښوونځي له لومړۍ ورځې دمخه د بسونو په اړه مهم معلومات دلته وګورئ.
د ښوونکو ګمارنی او د ټولګیو مهالویشونه به په ParentVUE او StudentVUE کې شتون ولري.
د واکسینونو او/یا فزیکي معایناتو د شرایٔطو د پوره کولو وروستۍ نېټه.
د PWCS د روغتیایي شرایٔطو په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
بیرته ښوونځی ته د ستنیدو معلوماتی کڅوړي د بشپړولو وروستۍ نېټه.
دا ډاډ ترلاسه کړئ چې د ښوونځي اداره د نوي ښوونیز کال لپاره ستاسو اوسني او تازه معلومات لري.
بیرته ښوونځي ته د ستنیدو چاری د بشپړولو او د ښوونیز کال په اوږدو کې د زده کوونکي مهمو معلوماتو ته د لاسرسي موندلو لپاره ParentVUE ستاسو جامع سرچینه ده.
خپل یورز نوم او پاسورډ یا پټنوم په کارولو سره د ParentVUE ویب پاڼی یا موبایل اپلیکیشن له لارې ParentVUE ته ننوځی.
د ParentVUE د ننوتلو په پاڼه کې Forgot Password link وکاروئ.
د پیل کولو لپاره د بېرته ښوونځی ته د ستنیدو کڅوړې لارښوونې ویب پاڼه وګورئ.
د تعلیمي کال په اوږدو کې له ParentVUE څخه ګټه پورته کړئ ترڅو:
آیا مرستي ته اړتیا لرئ؟ په ParentVUE کې د مشخصو چارو بشپړولو لپاره لارښوونې وګورئ.
مونږ "بیرته ښوونځي ته د ستنیدو" مهم معلومات په یوه ځای کې راټول کړي دي ترڅو له تاسو سره د ښوونیز کال لپاره په چمتووالي نیولو کې مرسته وکړي. د ځان پوهولو لپاره هره موضوع وګورئ، او بیا د نورو جزیاتو، سرچینو او ملاتړ لپاره لینکونه تعقیب کړئ، کله چی ورته اړتیا ولرئ.
د ویرجینیا قانون له مخی اړین دی چې د ښوونځی عمر لرونکی ټول ماشومان هره ورځ په ښوونځی کی په اجباری ډول ګډون وکړي، کله چی ښوونځي پرانیستی وي، پرته له دې چې د ښوونځی بورډ پالیسی یا د ویرجینیا قانون لخوا بل ډول ویل شوي وي. دا د والدینو مسؤلیت دی چې د دی خبری ډاډ رامینځ ته کړی چې د هغوي ماشومان په منظم ډول ښوونځي کی ګډون کوي. والدین باید په دی خبر وی چی د ښوونځي د حاضری افسران دا واک لري چې د حاضری شرایٔط عملی کړي او د اړتیا په صورت کې زده کوونکي او/یا والدین د قانوني اقدام لپاره محکمې ته راجع کړي.
د ښوونیز کال له پیل کیدو دمخه، د PWCS د حاضری تګلاري ویپ پاڼه کې د حاضرۍ توقعات، غیر حاضرۍ، ناوخته راتګ او عذرونه وګورئ.
په PWCS کې د ښوونځي حاضري په اړه لا زیات معلومات دلته ترلاسه کړئ
د بسونو مهالویشونه، لارې او د ټرانسپورت په اړه تازه معلومات په ParentVUE، StudentVUE او EZArrival اپلیکیشن کې شتون لري.
د PWCS د چلند کوډ هغه توقعات، مسؤلیتونه او اصول بیانوي چې د ټولو زده کوونکو لپاره د خوندي، درناوي وړ او ملاتړ کونکي تعلیمي چاپیریال په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
ځینې منځني ښوونځي او عالي ښوونځي به د ۲۷-۲۰۲۶ ښوونیز کال لپاره د زنګ یا ټلی وهلو نوي مهالویشونه ولري. د ابتدایهٔ، دودیز او غیر دودیزو ښوونځیو مهالویشونه نه دي بدل شوي.
د ښوونیز کال له پیل څخه مخکې ځان د بریا لپاره چمتو کړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو له PWCS او د خپل زده کوونکي له ښوونځي سره په اړیکه کې یاست. له معلوماتو څخه ځان خبر ساتل تاسو سره مرسته کوي چې د ښوونیز کال په اوږدو کې مهم تازه معلومات او خبرتیاوې پر وخت ترلاسه کړئ.
ښوونیز کال د هغو خوړو انتخابونو، د پیسی ورکولو په اړه معلومات تر لاسه کولو او د تغذیې سرچینې پلټلو سره پیل کړۍ کوم چې ستاسو زده کوونکي لپاره شتون لري.
د ښوونیز کال له پیل کیدو څخه مخکې، د PWCS د ګریډونو یا نمرو ورکولو تازه تګلارې په اړه زده کړۍ، ترڅو پوه شئ چې د څه شي تمه ولرئ او دا چی ستاسو د زده کوونکي تعلیمي پرمختګ به څرنګه ارزول کېږي.
د ښوونځي له لومړۍ ورځې دمخه، د زده کوونکي روغتیایی اړتیاوې/شرایٔط څیړلو او هر ډول اړین روغتیايي فورم سپارلو سره د ښوونیز کال لپاره چمتووالی ونیسئ.
د PWCS او ستاسو د زده کوونکي د ښوونځي د مهمو نیټو په څارلو سره د ښوونیز کال په اوږدو کې باخبره پاتې شئ.
د اړیکو جوړولو، د خپل زده کوونکي له بریا څخه د مرستې، او د ښوونځي د ټولنې د یو فعال غړي جوړیدو لپاره د ګډون کولو لارې چارې وپلټئ.
مخکې له دې چې ښوونیز کال پیل شي، څو دقیقې وخت واخلئ ترڅو د هغو معیاري بېړنیو اصطلاحاتو سره ځان بلد کړئ چې PWCS یې کاروي. په دې اصطلاحاتو پوهېدل به تاسو سره مرسته وکړي چې د بېړني حالت د پېښېدو په صورت کې د ښوونځي په پیغامونو باندی په ښه توګه پوه شئ.
د PWCS د کړکچن او بیړنی حالاتونو د چمتووالی معلومات دلته وګورئ
د خپل زده کوونکی لپاره موجود اکاډمیکی پروګرامونه، کورسونه، او د زده کړې فرصتونه وپلټئ. د دې سرچینو د موندلو د ځای په اړه پوهه له تاسو سره مرسته کوي چې د ښوونیز کال په اوږدو کې د خپل زده کوونکي د زده کړې ملاتړ وکړئ.
د ښوونیز کال له پیل مخکې، د PWCS له لارې د رواني روغتیا د سرچینو او خدماتو په اړه د معلوماتو په ترلاسه کولو سره د خپل زده کوونکي د هوساینې ملاتړ وکړئ. په دې اړه پوهیدل چې چېرته مراجعه وکړئ، له تاسو سره مرسته کوي چې په ښوونیز کال کې ژر تر ژره ملاتړ تر لاسه کړۍ، که چیرته ستاسو زده کوونکی وړتیا اړتیا ولري.
د ښوونیز کال له پیل کیدو وړاندې په دی اړه پوه شئ چې تازه معلومات چېرته موندلئ شۍ ترڅو د ټول کال په اوږدو کې مهم تازه معلومات، پیښی او اعلانونه له لاسه ورنکړئ.
PWCS ګڼ شمیر آنلاین وسیلې وړاندی کوي ترڅو کورنۍ وکولای شي ښوونځیو سره وصل پاتی شي، د زده کوونکو معلوماتو ته لاسرسی ولري، او د ټول ښوونیز کال په اوږدو کې د ښوونځي اړوند چارې اداره کړي.
نه پوهېږئ چې له کوم ځایه پیل وکړئ؟ د ښوونیز کال له پیل کیدو وړاندې، د عامو پوښتنو د ځوابونو او د کورنیو د سرچینو په اړه د معلوماتو لپاره د PWCS ویب پاڼه وګورئ. که لا هم مرستې ته اړتیا لرې، ستاسو د زده کوونکي ښوونځی تر ټولو ښه ځای دی.
هر ښوونیز کال، PWCS کورنیو ته مهمې خبرتیاوې، پالیسئ او د نه ګډون کولو یا وتلو فرصتونه وړاندې کوي چې د فډرال او ویرجینیا ایالت قوانینو له مخې اړین دي. دغه خبرتیاوې لوستلو لپاره وخت ځانګړئ کړئ او هغه فورمې ډکې کړئ چې ستاسو د زده کوونکي پوری اړه لري.
د ښوونځي له لومړۍ ورځې دمخه د اړینو توکو په برابرولو سره، له خپل زده کوونکي سره د ښوونیز کال په پیل کولو کې مرسته وکړئ.
ایا تاسو خبر یاست چې PWCS د خپلو ښوونځیو د خوندي ساتلو لپاره د راپور ورکولو کرښه او د پټ راپور ورکولو وسیلې وړاندی کوي؟ د ښوونیز کال له پیل کیدو مخکي څو دقیقې وخت ونیسئ ترڅو پوه شئ چې دا سرچینې څنګه کار کوي او که کله د خوندیتوب اندېښنه ولرئ، له کومه ځایه مرسته ترلاسه کولی شئ.
مخکې له دې چې ښوونیز کال پیل شي، د خپلې کورنۍ د اړیکو معلومات وګورئ ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ستاسو د زده کوونکي ښوونځی کولی شي له تاسو سره د مهمو تازه معلوماتو لپاره او د بیړنی حالاتو پر مهال اړیکه ونیسي.
مخکې له دې چې د خپل زده کوونکي ښوونځي ته ورشئ، د PWCS د لیدونکو کړنلارې کتلو لپاره یو څو دقیقی وخت ونیسئ. دا کړنلارې د زده کوونکو، کارکوونکو او لیدونکو لپاره د خوندي او ډاډمن تعلیمي چاپیریال په ساتلو کې مرسته کوي.
د PWCS له هغو لارښوونو سره ځان بلد کړئ چې کله باید ستاسو زده کوونکی د ناروغۍ له امله په کور کې پاتې شي او کله ښوونځي ته د هغوی بېرته راستنېدل مناسب دي. د دې معلوماتو د موندلو د ځای په اړه پوهه له تاسو سره مرسته کوي چې د ښوونیز کال په اوږدو کې باخبره پرېکړې وکړئ.
مخکې له دې چې ښوونیز کال پیل شي، وخت وباسئ ترڅو د خپل زده کوونکي د ښوونځي ویب پاڼه او د PWCS ویب پاڼه وګورئ. د ښوونیز کال په اوږدو کې، د ښوونځي اړوند معلوماتو او سرچینو موندلو لپاره دا تر ټولو غوره ځای دئ.
هر زده کوونکی بې ساري دی، او PWCS د زده کوونکو د تعلیمي سفر په اوږدو کې د هغوی د ملاتړ لپاره بېلابېلې سرچینې او خدمتونه وړاندې کوي. د ښوونیز کال له پیل وړاندې دا سرچینې وګورئ ترڅو پوه شئ چې چا ته مراجعه وکړئ، که ستاسو زده کوونکی اضافي ملاتړ ته اړتیا ولري.
د سرچینو لېسټ وګورئ کله چې ستاسو زده کوونکی مرستې ته اړتیا ولري
تاسو د ښوونځي د لومړۍ ورځې لپاره تقریبا چمتو یاست! دغه وروستي چک لېسټ وګورئ ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د ټولګیو له پیل کیدو وړاندې مو “بېرته ښوونځی ته د ستنیدو” تر ټولو مهمې دندې بشپړې کړې دي.