Crisis Preparedness - پښتو

کړکیچن او بیړنی حالت لپاره چمتووالی

کاونټي او ښوونځي په ګډه سره کار کوي

د پرنس ویلیم کاونټي لپاره په بیړنی حالاتو کی بنسټیزه عملیاتی پلان د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي (PWCS)، د پرنس ویلیم کاونټي د ټولنیزو خدماتو څانګی سره د ملاتړي رول په توګه یو ځای کوي. د کاونټي د بیړنی حالاتو پر مهال د کاونټی د بیړنی عملیاتی پلان څخه د PWCS په مسؤلیتونو کی لاندی ذکر شوي شامل دي:

  • بیړني حالت کی د سرپناه او د اوسیدو لپاره لنډ مهاله اسانتیاوي برابرول. د ښوونځيو ټولی وداني په بیړني حالت کی د سرپناه ځاۍ په توګه د کارولو وړ دي.
  • په بیړني او لنډ مهاله توګه خوراکي مرستی وړاندي کول.
  • د بې ځایه شویو خلکو لپاره د ترانسپورټ اسانتیاوي برابرول.

د تیارسیٔ حالت پر اساس، د PWCS د ملاتړي خدماتو سره سره به د محافظت، خواړو خدمات، خفط او مراکبت، او امنیتی خدمات هم وړاندي کیږي، او د خبرتیا تر لاسه کولو په وخت کې به د سرپناه رامنځ کولو عملیاتو کی د مرستی کولو لپاره چمتو وي.

ځای پر ځای شوي امنیتی اقدامات/تدابیر

د PWCS او ودانیو دننه امنیتي تدابیر په ملي کچه پیژندل شوي غوره تګلارو سره مطابقت لري او دا ډاډ ترلاسه کوي چې د ښوونځي څانګه بیلابیلو کړکیچونو او بیړنیو حالتونو ته غبرګون ښودونکي ده. په دی اقداماتو/تدابیرو کی شامل دي:

  • د ښوونځیو د سپرانټینډنټ، اجرایوي مشرتابه ټیم/ډلی، او د خطر مدیریت او امنیتی چارواکو لخوا د سیمه ییزه، ملي او نړیوال ستونزو یا مسایلو بیاځلی کتل کوم چې د ښوونځیو امنیت او خوندیتوب اغیزمن کوي.
  • د هر عالي، منځني او ابتدايي ښوونځي لپاره د ښوونځي امنیتي افسران (SSOs) تمویل شوي دي.
  • ټولو منځنی او عالي ښوونځیو ته د ښوونځي سرچینو افسران (SROs) ګمارل شوي دي.
  • د ابتدايي ښوونځیو ګزمې او ملاتړ لپاره د ټولنې د خوندپ ساتلو افسران (CSOs) (په سلا سمبال) ګمارل شوي دي.
  • د امنیتي ګزمې څانګه چې هر وخت ټولو ښوونځيو لپاره موجود دي او ورڅخه ملاتړ کوي.
  • منځني، عالي او غیر دودیز ښوونځي د داخلیدو په لارو کې د خوندیتوب سکرینینګ ټیکنالوژي لري (د 24-2023 ښوونځي کال په دریمه اونۍ کی پیل کیږي).
  • SSOs په ټولو ښوونځیو کې معیاري/رسمی یونیفورم اغوندي.
  • د ښوونځی کارکوونکی د خوندیتوب په موخه اوچت معلومداره واسکټونه اغوندي ترڅو د ښوونځي کارکوونکی په اسانۍ سره وپیژندل شي کله چې بهر وي.
  • په ډیری ودانیو کې د ښوونځيو د امنیت ساتوونکی ژوند اوسیږي.
  • په ټولو ښوونځیو کې د ګواښ ارزونې ډلی شتون لري.
  • لومړنی غبرګون ښودونکو سره د کړکیچن حالت پلان شریکول.
  • یو څه وویاست د معلومات ورکولو نامعلوم لاین 9669-572-844-1، یو څه وویاست اپلیکیشن موبایل کی ډاونلوډ کړۍ، یا د / Say Something یا څه ویاست ویب پاڼی ته لاړ شۍ.
  • د بحران پیښو ټیمونه به د کړکیچن حالت څخه وړاندي او کړکیچن حالت څخه وروسته د زده کوونکو او کارکوونکو د رواني/ذهنی روغتیا څخه ملاتړ کوي.
  • د ټولو ښکیلو اړخونو سره د پام وړ امنیتي پیښو وروسته د څرنګوالی په اړه خبری اتری تر سره کول.
  • کړکیچن حالت ته د غبرګون ښودلو لپاره به په ملي کچه پیژندل شوي د ښوونځي امنیت غوره تدابیر ځای پر ځای شوي دي.
  • په ټولو ښوونځیو او د ښوونځيو په بسونو کې امنیتي کیمرې لګول.
  • د ملاقات کوونکو د پیژندنې سیسټم کوم چې راجسټر شوي جنسي تیری کوونکی / سرغړونه کوونکی په ډاګه کوي.
  • د والدینو سره د خبرو اترو کولو لپاره په بیړني حالت کی پیغام استولو سیسټمونه.

کړکیچن حالت ته غبرګون ښودل، د ښوونځیو چمتوالی

د ښوونځي بورډ پالیسئ او د ښوونځیو ډیویژن د "کړکیچن حالت مدیریتی پلان" ځای پر ځای شوي دي تر څو د ښوونځیو د کړکیچن حالتونو پیژندلو، اداره کولو او حل کولو لپاره په ملي کچه د پیژندل شوي غوره تدابیرو له لارې د کارکوونکو او زده کوونکو خوندیتوب ډاډمن کړي. د "کړکیچن حالت مدیریتی پلان" کارکوونکو او زده کوونکو لپاره لارښوونې په ډاګه کوي چې څنګه کولۍ شي د کړکیچ ځواب ټیم په ګمارلو او د لومړي غبرګون ښودونکو په ملاتړ سره د ښوونځي کړکیچونو ته غبرګون وښایی.

هر ښوونځی بیړني حالت ته غبرګون ښودلو لپاره پلانونه لري چې په هر اوړي کې د PWCS د خطر مدیریت او امنیتي چارو څانګې لخوا بیاځلی کتل کیږي. ښوونځي د ودانیو د بندولو، ودانۍ خوندي کولو، ځای پر ځاي سرپناه موندلو، تخلیه کولو او د زده کوونکو او کارکوونکو د شمیرلو لپاره د بحرانی حالت مشخص پلانونه لري. د روزنی په موخه د ویډیو په شمول چې ټول کارکوونکی او زده کوونکي یی د بحران ترمینالوژی او غبرګون ښودلو لپاره ګوري، دلته د بحران حالت ته د غبرګون ښودلو لپاره 15 تمرینونه شتون لري چې ښوونځي یی هر کال بشپړوي.

د ترانسپورت څانګه د ماشومانو په خوندي ډول بیرته کورنو ته د ستنیدو په موخه د همغږۍ یا د کورنیو سره د بیا یوځای کیدو په موخه دی د سرپناه ځایونه تبدیلولو مسؤلیت په غاړه لري. که چیرته د زده کوونکو ښوونځي ته د وړلو یا ښوونځي څخه د لیږدولو په وخت کی کړکیچن / بیړني حالت رامینځته شي، د ښوونځي بس چلوونکۍ به د لارښوونی تر لاسه کولو په موخه د ترانسپورت څانګی سره اړیکه ټینګوي. که اړتیا پیښه شي، والدین/سرپرست ته به د ښوونځي د څانګې بحرانی/پیغام رسولو سیسټم له لارې د خپلو ماشومانو د اخیستلو یا وړلو لپاره د بدیل ځای په اړه خبر وړکړل کیږي.

بیړني حالاتو کی اړتیاوې د کړکیچن حالت د غبرګون ټیم په مرسته پوره کیږي چې د هر ښوونځي "د کړکیچن حالت مدیریتی پلان" یوه لازمه برخه ده. د کړکیچن حالت د غبرګون ټیم د ښوونځي د مدیر لخوا ټاګل کیږي او په هغی کی د ښوونځي اداره کوونکي، امنیتی چارواکی، او نور ټاکل شوي کارکوونکی شامل دي.

د بیړنی حالتونو پر مهال او ور څخه وروسته د ښوونځیو سره د هغوي د زده کوونکو او کارکوونکو په ټولنیز / احساساتي اړتیاو کی مرسته کولو په موخه د ښوونځي سلارکارنو، د ښوونځي ټولنیز کارکوونکو، نرسانو، او ارواپوهانو په شمول د جدی پیښو ټیمونه چمتو وي.

اصطلاحات زده کړئ

PWCS د کورنیو سره د خبرو اترو په موخه معیاری اصطلاحات کاروي. مونږ کورنۍ هڅوو چې د لاندې ذکر شوي اصطلاحاتو سره ځان آشنا کړي.

هولډ یا ځائ پر ځائ پاتی کیدل

د ځائ پر ځاي پاتی کیدو آکن

هولډ یا ځائ پر ځائ پاتی کیدل هغه وخت پلی کیږي کله چې کارکوونکی او زده کوونکي باید په خپلو ټولګیو کې پاتې شي یا د پراخه ساحو یا دهلیزونو څخه لیری اوسی. د هولډ یا ځائ پر ځائ پاتی کیدو حالت هغه وخت ممکن پیل شي کله چی په دهلیز کې شخړه وي، طبي ستونزه وي، یا کوم بل حالت رامنځ ته شوئ اوسی. ټول کارکوونکی او زده کوونکي باید په خپل ټولګي یا ساحه کې پاتې شي، حتی که چیرته د ټولګي د مهالویش شوي بدلون وخت هم وي، تر هغه پوری چې د ښوونځي ادارې لخوا د "هر څه سم دي" اعلان ونه شي.

ودانۍ خوندي کړئ

د ودانۍ خوندی کولو آکون

کارکوونکی به ودانۍ خوندي کوي کله چې د ښوونځي په شاوخوا کې احتمالي ګواښ شتون ولري. دا کار عموما په سیمه کې د پولیسو د اقدام یا عملیاتو له امله پیل کیږي. د زده کوونکو د خوندیتوب ډاډ رامنځ ته کولو په موخه، ښوونځی د بهر لخوا د ننوتلو څخه خوندي کیږي، او ملاقات کوونکی له نږدې څخه څارل کیږي؛ ځینې ​​​​ملاقات کوونکی ممکن پیښی یا پروګرام ته په کتو سره او د عامه خوندیتوب چارواکو یا د خطر مدیریت او امنیتی څانګی لخوا د لارښوونې پر اساس د ننوتلو څخه منع شي. په مرکزی دروازو کې به د " ودانی خوندئ کړئ" نښی نښانی ځړول کیږي، او د زده کړې بهیر به دوام مومي. ښوونځی به په دی حالت کې تر هغه وخته پوری پاتې کیږي تر کومه چې یی د عامه خوندیتوب چارواکی د خونديتوب ډاډ ور نه کړي.

د "دفاع کولو اختیارونو" سره دروازی تړل/بندول

د بندیز یا بندولو آکون

د بندیز حالت هغه وخت رامینځته کیږي کله چې د ښوونځي کارکوونکو او زده کوونکو ته چټک دښمنانه ګواښ شتون ولري. ګواښ ممکن په ښوونځي کی دننه یا د ښوونځي په ملکیت کې وي. د زده کړې بهیر ودریږي، د ښوونځي ټول فعالیتونه ودریږي، او 911 سره اړیکه ټینګول کیږي. د بندیز یا بندولو اعلان تر سره کیږي، او ټول کارکوونکی او زده کوونکي د پولیسو تر را رسیدو پورې پوښښ تر لاسه کوي او ځان پټ ساتی. د بندیز په وخت کي، نور اختیارونه یا غوره توبونه کولی شي چی ستاسو د ژغورنی لامل شي. که چیرته ستاسو په ښوونځي کی یا د بندیز ځاي کې د سمدستي ګواښ سره مخ شي، تاسو ته ممکن اړتیا وي چی د نږدی بهر وتلو لار په کارولو سره د تخلیه کولو په شمول د دفاع اختیارونه هم په پام کی ونیسئ. ټول کارکوونکی او زده کوونکي په بندیز حالت کې تر هغه وخت پاتې کیږي تر کومه چې د پولیسو یا ښوونځي ادارې لخوا خوشې نشي.

تخلیه کول

د تخلیی آیکون

تخلیه کول (تخلیه) هغه وخت پیل کیږي کله چې د خوندیتوب لاملونو په موخه زده کوونکي او کارکوونکی له یو ځای څخه بل ځای ته لیږدولو ته اړتیا پیښه شي. دا ممکن د بریښنا د بندیز یا میخانیکي خرابی له امله په ودانی کی دننه تخلیه وي کوم چې د ښوونځي ورځ ګډوډولی شي. دا ممکن د ګاز د څڅیدنی یا اور له امله د ودانی څخه بهر بل ځائ ته تخلیه وي کله چې په ودانۍ کې پاتې کیدل نور خوندي نه وي. د ټولګي ښوونکی یا اداره کوونکی معمولا د تخلیی پیل کولو مسؤلیت به غاړه لري. لارښوونې یا اقدامات ممکن د اور، بم ګواښ، یا نورو بیړنیو حالتونو پر اساس توپیر ولري. د تخلیی په وخت کې ممکن نوری لارښوونې ورکړل شي، او زده کوونکي او کارکوونکی باید د کارکوونکو یا لومړي ځواب ویوونکو لخوا ځانګړي لارښوونې تعقیبولو ته چمتو وي.

ځای پر ځاۍ پناه اخیستل

ځای پر ځاۍ پناه اخیستل آکون

د ځای پر ځای پناه اخیستلو حالت هغه وخت رامینځته کیږي کله چې زیان رسوونکی بهرني حالات شتون ولري. دا ډول احتمالي شرایط یا بریدونه ممکن بیولوژیکي، کیمیاوي، اټومي، په په طبیعي ډول رامنځ ته شوي وي، یا رادیولوژیکي بڼه ولري. تر ټولو د خوندي چاپیریال ډاډ رامنځ ته کولو لپاره، ټول زده کوونکي او کارکوونکي به د ښوونځي مرکزی ودانی ته وړل کیږي او ودانی به د داخلیدو په ځایونو کی خوندي شي. د ځای پر ځای کیدو لوحی یا نښې نښانې به داخلي دروازو کی ځړول کیږي او د زده کړې بهیر پاي ته رسیږي. په ښوونځي / تاسیساتو کې د ټولو کړکیو او دروازو په تړلو او د HVAC سیسټم بندولو سره بې طرفه یا یو برابر فشار رامینځته کیږي ترڅو ککړه هوا دننه را نشي. د ښوونځي چارواکي به هغو زده کوونکو یا کاركوونكو ته پام کوي چی ممکن علایم ښکاره کړۍ او د اړتیا په صورت کې به 911 سره اړیکه ټینګوي. پیښې لکه بیولوژیکي ګواښ ممکن زده کوونکي اړ کړۍ چې د اوږدې مودې لپاره په ښوونځي کې پاتې شي. دا د ډیویژن یا ښوونځیو څانګی مسولیت دی چې څومره زر امکان ولرۍ، زده کوونکي خپلو والدینو/سرپرستانو ته وسپاري کله چې دا کار د تر سره کولو لپاره خوندي وي. د ښوونځيو څانګه به د عامه خوندیتوب او روغتیا چارواکو سره له نږدې څخه په اړیکه کی وي او ورڅخه به لارښوونې تر لاسه کوي. تازه معلومات به د ښوونځي د ارتباطي سیسټیمونو له لارې ورکول کیږي.

د کړکیچن / بیړني حالت پیغامونو له لارې با خبره ساتل

PWCS د لاندې ذکر شوي د یو یا ډیرو میتودونو له لارې بیړني معلومات لیږدوي:

  • د ښوونځي لخوا والدینو ته پیغامونه (د بریښنالیک، متن، او تلیفون له لاری)
  • خبرتیاوې په www.pwcs.edu ویب پاڼه کی او د ښوونځي په ویب پاڼو کی خپریږي
  • په فیسبوک او ټویټر کې د PWCS پوسټونو له لاری
  • سیمه ییزه راډیو، تلویزیون، او خبري رسنیو ته رسمي معلومات ورکول کیږي
  • PWCS-TV (د کامکاسټ کیبل چینل 18، د ویریزون کیبل چینل 36)
  • د PWCS بريښنایی خبرونو کی د ګډون خدمات
  • د PWCS معلوماتی کرښه/شمیره: 703-791-2776 (کله چې لارښوونه وشي).

په یاد ولرئ چې غیر رسمي معلومات کوم چی د تلیفون زنګونو یا د ټولنیزو رسنیو له لارې ترلاسه کیږي ممکن افواه خپروي یا دقیق او تازه معلومات نلري، حتی که لیږدونکي "د پیښی په ځای کی موجود" هم وي. PWCS به په چټکی سره رسمي، دقیق او پر وخت تازه معلومات وړاندی کړۍ. د تلیفون لاینونه مو د لاسرسي وړ یا فعاله وساتئ. مهرباني وکړئ په بیړني حالت کې ښوونځيو سره اړیکه مه ټینګوۍ ترڅو تلیفون لاینونه د حالاتو د اداره کولو لپاره وکارول شي.

د ماشومانو خوندي ساتل

زمونږ لومړیتوب د ماشومانو خوندي ساتل دي. په ډیری حالتونو کې ښوونځي د ماشومانو لپاره ترټولو خوندي ځای دۍ. په هرصورت، بهرنی فعالیتونه، سپورتی غونډی یا پروګرامونه، او سیمه ییزه سفرونه ممکن زده کوونکو ته د احتمالي خطر د کمولو لپاره لغوه شي.

سیمه ییزه سفرونه

سیمه ییزه سفرونه به د کړکیچن یا اضطراري حالت په وخت کی د ښوونځیو څانګی یا ډیویژن په کچه لغوه کیږي. د لغوه کیدلو معلومات به د ښوونځي څانګې د پیغام رسولو سیسټم له لارې اعلانیږي.

هغه زده کوونکي چې درملو ته اړتیا لري

هغه زده کوونکی چی درملو ته اړتیا لري، د والدینو/سرپرستاتو څخه یی غوښتل کیږي چی دا ډاډ ترلاسه کړي چې ښوونځي یی مناسب اندازه درمل په لاس لري. مناسبه اندازه درمل باید د زده کوونکي د ډاکټر د مشورې پر اساس وي.

د ملي تروریزم مشورتي سیسټم د خبرتیا لاندې د بس ټرانسپورټ

که چیرته د زده کوونکو ښوونځي ته د وړلو یا ښوونځي څخه د لیږدولو په وخت کی کړکیچن / بیړني حالت رامینځته شي، د ښوونځي بس چلوونکۍ به د لارښوونی تر لاسه کولو په موخه د ترانسپورت څانګی سره اړیکه ټینګوي. که اړتیا ورته وي، والدین/سرپرستانو ته به د ښوونځي د پیغام رسولو سیسټم له لارې د والدینو/سرپرست - زده کوونکو د بدیل پناه ځای په اړه خبر ورکول کیږي. د زده کوونکو او والدینو د بیا یوځای کولو چاری به په بدیل سرپناه کې تر سره کیږي. والدین/سرپرست به اړ وي چې د خپلو ماشومانو د اخیستلو لپاره د اعتبار وړ پیژند پاڼه ښکاره کړي.

د طوفان خبرتیا/خبرداری

کله چی د طوفان پاملرنی یا په اړه یی خبرداری ورکړل شي، د ښوونځي څانګې د "کړکیچن حالت مدیریتی پلان" ښوونځیو ته تفصيلي لارښوونه کوي چی باید کوم ډول اقدامات ترسره کړي. ټول ښوونځي او اداري دفترونه د هوا حالت معلومولو لپاره راډیوی سیسټم لري ترڅو سمدلاسه خبرتیا ترلاسه کړي کله چې دا خبرتیاوې خپریږي. کله چې د طوفان خبرداری ورکړل شي، ټول زده کوونکي او کارکوونکي به د ښوونځي ټاکل شوي "خوندي ساحو" ته ځی، باید د "غو‎رځولو او ټیټیدو" قوماندې ورکولو لپاره چمتو وي او په باید په خوندي ساحو کې پاتې شي تر هغه چې د طوفان خبرداری لارښوونه نه وي لیرۍ شوې. هرڅوک چې د ښوونځي ملکیت په بسونو کې موقعیت ولري، د ودانۍ داخل ته به ځی. هغه بسونه چې په نږدې سړکونو سفر کوي د ترانسپورت لیږونکي سره په همغږۍ د سرپناه اخیستلو لپاره به نږدې ښوونځيو ته ځي.

د زلزلې په غبرګون کی اقدامات

د ډویژن "د کړکیچن حالت مدیریتی پلان" ښوونځیو ته تفصيلي لارښوونې وړاندې کوي چې د زلزلې په صورت کې باید کوم ډول اقدامات تر سره کړۍ. د ودانی داخل کی کارکوونکي او زده کوونکي به ځمکې ته ځان غورځوي، پوښښ به اخلي، او تر هغه پورې به ځای پر ځای وي تر څو چې ټکان نه وي ودریدلۍ. کله چې ټکان یا زلرله ودریږي ، مشخص شوي ساحو ته لاړشئ. له ودانیو بهر کارکوونکي او زده کوونکي به د ودانیو، د سړک د څراغونو، او د برق له تارونو څخه لیرې کیږي تر څو چې ټکان نه وي ودریدلۍ.

د والدینو/سرپرستانو - زده کوونکو د بیا یوځای کیدو بهیر

د ښوونځیو تخلیه

  • د دې لپاره چې زمونږ د زده کوونکو او کارکوونکو خوندیتوب نور هم ډاډمن شي، مهرباني وکړئ ښوونځي ته د خپل ماشوم د اخیستلو لپاره بیړه مه کوئ. دا به یوازې اضافي ګڼه ګوڼه رامینځته کړي چې ممکن د اړتیا وړ بیړني حالت موټرو مخه ونیسي او د پیښی ځای کې ستاسو شتون ممکن د تخلیی پروسه وځنډوي. ماشومان او والدین/سرپرستان به په خوندي او منظم ډول او په خپل وخت سره یوځای کړل شي.
  • ښوونځی به په کړکیچن/بیړني حالت کې په اتومات ډول نه لغوه کیږي. ښوونځی ممکن د زده کوونکو او کارکوونکو لپاره ترټولو خوندي ځای وي. د ښوونځي څانګه به دا ډاډ رامنځ ته کوي چې زده کوونکي په خپلو ښوونځیو کې تر هغه وخته پورې خوندي وساتل شي تر څو چې ګواښ کم شوی یا له منځه نه وي وړل شوئ.
  • حتی که زده کوونکي تاسو سره په مستقیم ډول د خپلو ګرځنده تلیفون څخه د وړلو لپاره اړیکه هم ټینګه کړۍ، مهرباني وکړئ ښوونځي ته د راتللو څخه مخکی د ښوونځي یا د ښوونځي څانګې لخوا رسمي خبر ته انتظار وباسۍ دا ځکه چې د بیړني حالت پر مهال اکثرا غلط معلومات خپریږي.
  • که چیرته حالت دا ډول وي چی د زده کوونکو لیږدولو ته اړتیا پیښه شي، والدینو/سرپرستانو ته به د ښوونځي څانګې د پیغام رسولو سیسټم له لارې د بدیل سرپناه ځای په اړه خبر ورکړل شي.
  • د ښوونځي څانګې ویب پاڼه (www.pwcs.edu) کی په دوام داره توګه تازه معلومات ورکول کیږي او د دقیقو او تازه معلوماتو تر لاسه کولو لپاره تل یو ښه ځای دی.
  • که چیرته د عامه خوندی ساتلو چارواکي د ښوونځي د تخلیه کولو پریکړه وکړۍ، زده کوونکي او کارکوونکي ممکن د بسونو له لارې په خوندي ډول د والدینو/سرپرست - زده کوونکو لپاره ټاکل شوي بدیل سرپناه ځای ته ولیږدول شي. د پیښی حالاتو ته په کتو سره، زده کوونکي ممکن د بدیل سرپناه په ځای کې د ډیری لاملونو پر اساس تر هغه وخت وساتل شي تر کوم وخت یی چی د عامه خوندی ساتلو یا روغتیا چارواکی د خوشی کولو هوکړه وکړي.
  • والدینو / سرپرستانو ته به اجازه ورکړل کیږي چې خپل ماشومان ویسی پرته له دې که د عامه خوندي ساتلو یا د ښوونځي چارواکو ښوونځي ته لاسرسی محدود کړي اوسی. دا کار ممکن د ځای پر ځای پناه اخیستلو یا وداني خوندي کولو سناریو په وخت کی رامنځ ته شي یا په کومه بله پیښه کی.

والدینو/سرپرستانو ته د زده کوونکو سپارل

  • والدینو / سرپرستانو ته به اجازه ورکړل کیږي چې خپل ماشومان ویسی پرته له دې که د عامه خوندي ساتلو یا د ښوونځي چارواکو ښوونځي ته لاسرسی محدود کړي اوسی. دا کار ممکن د ځای پر ځای پناه اخیستلو یا وداني خوندي کولو سناریو په وخت کی رامنځ ته شي یا په کومه بله پیښه کی.
  • زده کوونکي به یوازې هغه اشخاصو ته حواله کیږي چې په ParentVUE پروګرام کې واک لري یا که د والدینو یا سرپرست لخوا په لیکلی بڼه اجازه ولري.
  • د بدیل سرپناه ځای څخه د زده کوونکو د وړلو لپاره به والدین/سرپرست اړ وي چې د زده کوونکو وړلو لپاره مناسب پیژند پاڼه وړاندې کړي.

په کړکیچن حالت کی مقابله کول، چک لست

کله چې کړکیچن حالت رامنځته شي: د والدینو/سرپرستانو لپاره چټکه لارښوونه:

زمونږ په ټولنه یا په ګاونډیو ټولنو کې هر وخت امکان لري چی یو کړکیچن حالت یا د خوندیتوب اندیښنه رامنځ ته شی. ماشومان ممکن د هغه معلوماتو له امله وارخطا او/یا ډاریدلی وي چې دوی یې د خبرو اترو له لاری او د خبرونو په راپور کې اوري او هغوي د مشرانو څخه لارښوونه تر لاسه کولو ته په تمه وي چې څه ډول عکس العمل باید څرګند کړي. لاندې ذکر شوۍ چټکی لارښوونی والدینو/سرپرست ته د امنیت او خوندیتوب احساس رامنځ ته کولو لپاره سلا مشوری ورکوي ترڅو د هغوي ماشومانو سره د کړکیچن حالت سره په مقابله کولو کې مرسته وکړي. برسېره پردې، د کړکیچن حالت وروسته، د ښوونځي ارواپوه، د ښوونځي ټولنیز کارکونکي، د ښوونځي سلاکاران، او د ښوونځي څانګې د جدي پیښو ټیم غړي د زده کوونکو سره د مرستې کولو لپاره موجود دي.

احساساتي ملاتړ
  • ورځپاڼو او تلویزیوني خبرونو او راپورونو ته د خپل ماشوم د لاسرسی کچه محدود کړئ. د کړکیچن حالت په اړه بیا بیا خبرې کول ممکن ماشوم بیاځلی وځوروي.
  • خپلو ماشومانو سره د هغه څه په اړه چی رامنځ ته شوي، صادق اوسئ او هر څه چی رامنځ ته شوي، په اړه یی ورته حقایق وړاندی کړۍ. په ښه توګه پوهیدو لپاره د خپل ماشوم د عمر په مطابق اصتطلاحات وکاروئ.
  • خپل ماشوم وهڅوئ چې له تاسو سره د خپل احساساتو او اندیښنو په اړه خبرې اتری وکړي. خپل احساسات د خپل ماشوم سره شریک کړئ.
  • د خپل ماشوم سره زیات وخت تېر کړئ، په ځانګړې توګه داسی یو کار وکړۍ چی ستاسو دواړو لپاره یو څه تفریحی یا آرام ډوله وي.
  • غیږه کی نیول ستاسو ماشوم ته ډاډ ورکړي چې تاسو د هغه/هغی سره مینه لرۍ.
  • د روانو ستونزو نښی نښانو ته متوجه اوسی کوم چې شاید دا په ډاګه کړۍ چی ستاسو ماشوم شاید اضافي مرستې ته اړتیا ولري. ځینې ګواښوونکی نښې نښانې له ټولنیزه اړیکو څخه ډډه کول، د خواړو یا خوب په عادتونو کې بدلون، بد خوبونه کتل، او غیرعادی غیږ کی نیول دي.
د خوندیتوب په موخه ملاتړ
  • د خوندیتوب په موخه بنسټیزه احتیاطی تګلاری وګورئ.
  • د کورنۍ د خوندیتوب کړنلاری بیاځلی ګورئ ترڅو ستاسو ماشومان د بیړني حالت لپاره د چمتوالی احساس وکړي.
  • د خپل ماشوم د بهر (لوبو) فعالیتونه څارئ او اداره کوئ.
  • تل په دی خبر اوسی چې ستاسو ماشوم چیرته او له چا سره دی.
  • له وړاندی څخه یو داسې ځای ترتیب یا پلان کړئ چی ستاسو ماشومان هلته لاړ شي، که چیرته د ښوونځي ورځې په پای کې تاسو ځنډ وکړئ یا په کور کی نه یاست.
  • خپل ماشوم ته یادونه وکړئ چې تل د شکمنو کسانو یا فعالیت په اړه یو باوري بالغ کس ته راپور ورکړي.

د نامعلوم کس لخوا د راپور ورکولو سیسټم "څه وویاست"

د نشه یي توکو، وسلو یا نور لاملونه کوم چی ممکن د ښوونځي چاپیریال لپاره زیانمن، وي، په اړه یی باید معلومات د "څه وویاست/Say Somthing" نامعلوم راپور ورکولو سیسټم له لاری ورکړل شي. "څه وویاست/Say Somthing" په ځانګری ډول د شپږم څخه تر دولسم ټولګیو زده کوونکو او د ښوونځی کارکوونکو لپاره جوړ شوۍ دی تر څو د غیر خوندي چلند یا ځان یا نورو ته د زیان رسولو ګواښونو جدي یا احتمالي تاوتریخوالي اندیښنو په اړه راپور ورکړي. "څه وویاست/Say Somthing" د ځوانانو د تاوتریخوالی د مخنیوي پروګرام دی چې PWCS ته پرته له کوم لګښت وړاندی کیږي.

“خبر ورکوونکی" کولی شي چی د جنسي ځورونې ، ځان ته زیان رسولو ، او خپګان په شمول د ښوونځي له ګواښونو څخه نیولی تر شخصی ستونزو پوری چې دوی لیدلی دی یا یی اوریدلی دي، په اړه راپورونه واستوي. دغه سیسټم د ښوونځي اداره کوونکو او د قانون پلي کوونکو چارواکو وړ کوي چې اغیزمنه مداخلې رامینځته کړي او د خطر سره مخ اشخاصو لپاره مداخله وکړي ترڅو د تاوتریخوالی، ځان وژنې، ځورونې، ځان ته زیان رسولو او د ګواښوونکي چلند نورو ډولونو څخه مخنیوي کولو کې مرسته وکړي. ټول ورکړل شوي معلوماتونو ته بیرته په Sandy Hook Promise ملی کړکیچ مرکز کې د یو خورا سترماهر بحران مشاور لخوا چټک ځواب ورکول کیږی، دغه کس وروسته د ملاتړ لپاره د اړین ګامونو پورته کولو په اړه پریکړه کوي. کله چې د باور وړ معلوماتونه ترلاسه شي کوم چې د ژوند لپاره ګواښوونکي وي او/یا یو جدی ګواښ پکې شامل وي، د ګډوډۍ کنټرولو مرکز به رر تر زره د سیمی911 چټک غبرګون شمیری سره اړیکه ټینګه کړی او قانون پلي کوونکي چارواکی به پکې ښکیل کړی، او بیا به د مرکزي دفتر کارکوونکو او د ښوونځي اړوند استازو ته خبر ورکړي، حتی د رسمیاتو څخه وروسته هم. کاروونکي کولی شي چی 1-844-5-SAYNOW یا د Say Something ویب پاڼی ته لاړ شي. وړیا اپلیکیشن د App Store او Google Play Store څخه د ډاونلوډ کولو لپاره موجود دۍ، کوم ځای کی چې زده کوونکي کولی شي چټګ معلومات ورکړۍ. کله چی ډاونلوډ شي، دا به د څلور عددی کوډ غوښتنه وکړي چې تاسو یې غوره کوئ او په باید په یاد یی ولرئ.

د تل په څیر، مهرباني وکړئ په بیړني حالت کې 911 شمیری سره اړیکه ټینګه کړئ.

د Say Something لوګو د Say Something لپاره QR کوډ

د معلومات تازه کولو نیټه: 8 اګسټ، 2023