تازه معلومات: 19 جولائ، 2023

د 24-2023 ښوونیز کال پیل لپاره د زده کوونکو او کارکوونکو د کرونا (COVID-19) پروتوکولونه/کړنلاري تعدیل شوي دي. د سیمه ییزه، آیالت او مرکزی حکومت په کچه د تدریجی لارښوونو سره سم، PWCS ښوونځي به بیرته د نړوالی وبا څخه وړاندی حالتونو ته نږدیی کیدو لپاره ګام پورته کوي.

PWCS به هیڅ ډول د اړیکی څارنه یا د قضیې تحقیق نه ترسره کوي، او هیڅ ډول ټولنیز واټن ساتلو ته به اړتیا شتون ونه لري. د ښوونځي څخه وروسته فعالیتونو باندي ، یا په ټولګیو یا د غرمې خونې کې په ملاقات کوونکو باندې هم کوم بندیز نشته.

د کرونا یا COVID-19 د معاینی یا د روغتیایی ډاکټر د تشخیص پر اساس که د زده کوونکو او کارکوونکو د کوډ 19 معاینی پایله مثبت وي، نو باید څومره وخت لپاره د نورو څخه ځانونه جلا کړی؟

د کرونا یا کوډ 19 جلاوالی لارښووني

موده
زده کوونکو تصویر (اکن)انزوا
زده کوونکي
5
ورځي

په شپږمه ورځ دی بیرته ښوونځی ته راستون شي – خو د شپږمی ورځی څخه تر لسمی ورځی پوری به ماسکٔ کارول اړین وي.
زده کوونکي کولۍ شي چی په شپږمه ورځی یا ور څخه وروسته د کرونا معاینه تر سره کړی. که چیرته د معاینی پایله منفی وي نو اړتیا نشته چی هغوي ماسکٔ واغوندي. ښوونځي به د معاینی د پایلی ثبوت نه غواړي.

یا

په یولسمه ورځ بیرته ښوونځی ته راستون شیٔ – که چیرته زده کوونکی د شپږمی ورځی څخه تر لسمی ورځی پوری ماسکٔ نه آغوندی او نه په شپږمه ورځ او نه د هغی وروسته د کرونا معاینه تر سره کوي.

د کارکوونکو تصویر (اکن)انزوا  
کارکوونکي
5
ورځي

په شپږمه ورځ دی بیرته دندي ته راستون شي – خو د شپږمی ورځی څخه تر لسمی ورځی پوری به ماسکٔ اغوستل اړین وي.
کارکوونکي کولای شي چی په شپږمه ورځ یا د هغی وروسته د کرونا معاینه تر سره کړي. که چیرته د معاینی پایله منفی وي نو اړتیا نشته چی هغوي ماسکٔ واغوندي.

د کرونا مرض لپاره به د 24-2023 ښوونیز کال په بهیر کې د خبرتیا ورکولو کوم ډول تګلاري شتون ولري؟
PWCS به هیڅ ډول د اړیکی څارنه یا د قضیې تحقیق نه ترسره کوي. PWCS به په هغه ودانیو کې د ناروغۍ څارنې ته دوام ورکړي چې ممکن ورته د پرنسل ویلیم کاونټی روغتیایی څانګی لخوا مداخلې ته اړتیا پیدا شی. په دې مداخله کې کیدای شي د اغیزه شوۍ ښوونځي ټولنې سره په پراخه کچه اړیکی شاملی وي که چیرته یی په اړه د روغتیایی څانګی لخوا لارښوونه شوۍ وي.