Back to School Packet Instructions - Pashto

بیرته ښوونځي ته د ستنیدو پاکټ هغه پروسی ته اشاره کوي چی د ښوونځي کال په پیل کی تر سره کیږي چیرته چې والدین یا سرپرستان کولیٔ شي د خپلو ماشومانو بیړني او د اړیکو نیولو معلوماتونه بیا ځلی وګوري او که کوم کلنی پالیسی او اعترافونو موجود وي چی بشپړ یی کړیٔ. دغه پروسه به په آنلاین ډول د پیرنټ وییو / (ParentVUE) پروګرام له لاری بشپړ کیږي.

ویډیو - انګلیسی او هسپانوي 

د پیرنټ وییو (ParentVUE) پروګرام له لاری "بیرته ښوونځی ته ستنیدو پاکټ" ته لاسرسی موندل

  1. د خپل پیرنټ وییو پروګرام نوم او پاسورډ په کارولو سره د پیرنټ وییو اپلیکیشن یا ParentVUE / پیرنټ وییو ویب پاڼې ته ننوځی.

    که خپل د پیرنټ وییو (ParentVUE) حساب (اکاونټ) ته لاسرسی پیدا کولو لپاره مرستی ته اړتیا لریٔ مهربانی وکړیٔ خپل ښوونځی سره په اړیکه کی شۍٔ.

  2. کله چې پیرنټ وییو پروګرام ته داخل شویٔ د پاڼی په سر کی د آنلاین ریکارډ / Online Records تڼۍ ته فشار ورکړیٔ.

    که چیرته تاسو د پیرنټ وییو اپلیکیشن کاروئ، نو د آنلاین ریکارډ تڼی کیکاږیٔ.

    د والدینو د لارښوونی لپاره د پیرنټ وییو پاڼی عکس له لاری د آنلاین ریکارډ تڼی غوره کولو لپاره لارښوونه شوي ده
  3. د آنلاین نوم لیکنی (Online Registration) په کورنی پاڼه کی د 24 - 2023 *بیرته ښوونځی ته ستنیدو پاکټ (د PWCS راستنیدونکی زده کوونکی )* غوره کړی.

    بیرته ښوونځی ته د ستنیدو پاکټ انتنخاب کړئ

  4. د بیرته ښوونځی ته ستنیدو پاکټ پروسه پیل کولو لپاره د آنلاین پاکټ پیل (Begin Online Packet) تڼی ته فشار ورکړیٔ.

    د آنلاین پاکټ پیل کولو تڼی ته د غشی سکرین عکس له لاری اشاره شوۍ

بیرته ښوونځی ته د ستنیدو پاکټ بشپړول

په دی برخه کی به تاسو وګوری چی څه ډول کولۍ شی د لارښوونی سره سم د بیرته ښوونځی ته ستنیدو پاکټ لپاره اړین معلومات بشپړ کړیٔ.

  • بیرته ښوونځی ته ستنیدو پاکټ کی دوام موندلو لپاره د هر یو سکرین په پاي کی د ثبت او دوام (Save and Continue) تڼی ته فشار ورکړۍ.
  • مخکنی پاڼی ته بیرته ګرځیدو لپاره، تاسو کولای شی چی د بیرته تګ (Back) تڼی ته فشار ورکړی یا د چپ طرف ته د نویګیشن لیکی څخه فصل غوره کړیٔ.

    نوټ: که چیرته پروګرام (اپلیکیشن) کاروی، د اړخ مینیو ته کولای شی پورته چپ طرف کونج کی د تصویر (آکن) له لاری لاسرسی پیدا کړی، تاسو کولای شی چی د پاڼی په پائ کی د دوام ټنی کیکاږلو سره پاڼو کی قدم په قدم هم وړاندی لاړ شی.

د ښه راغلاست پاڼه

د ښه راغلاست پاڼه، بیرته ښوونځی ته د ستنیدو پاکټ په اړه بنسټیزه معلومات وړاندی کوي. مهربانی وکړی د دوام موندلو څخه وړاندي دا معلومات ولولۍ.

د زده کوونکو لنډیز پاڼه

د زده کوونکی لنډیز پاڼه د ټولو زده کوونکو نومونه څرګنده کوي کوم چی ستاسو د والدینو د حساب سره تړلۍ دي. که چیرته کوم معلومات غلط وي یا د کوم زده کوونکي نوم په لست کی نه وي موجود، مهرباني وکړئ له دوام ورکولو څخه وړاندی د خپل ماشوم د ښوونځي سره اړیکه ټینګه کړئ.

د لاسلیک پاڼه

کله چې بیرته ښوونځي ته ستنیدو پاکټ بشپړ کویٔ، له ستاسو په وغوښتل شی چی یو بریښنایی لاسلیک وکړي. مهربانی وکړی خپل نوم کټ مټ هم په هغه شکل ولیکئ، په کوم شکل چې د پاڼی په پورته ښی اړخ کونج کی معلومیږی. که ستاسو نوم غلط وي مهربانی وکړي "بیرته ښوونځی ته ستنیدو پاکټ" ته د دوام ورکولو څخه وړاندی خپل ښوونځی سره په اړیکه کی شیٔ.

د کور پتی پاڼه

د کور پتی پاڼه' د کورنیٔ د اوسني کور پته په ډاګه کوي. که ستاسو د کور پته نه وي بدله شوي، ثبت او دوام; تڼی کیکاږیٔ, په بل صورت کی، د *دا ځاي په نښه کړی که ستاسو پته بدله شوي وي خانه په نښه کړی او د خپل نوي پتی داخلولو لپاره په پاڼه کی ورکړل شویٔ لارښوونه تعقیب کړیٔ.

* که ستاسو پته بدله شوي وي نو له ستاسو به وغوښتل شی چی د خپلی نوي پتی ثبوت پورته کړی. د ښوونځي کارکوونکی به د پتې بدلون وګوري ترڅو په ډاګه کړي چې آیا تاسو لاهم د ښوونځي په حدودو کې یاستی او که څرنګ او که لا زیاتو معلوماتونو ته اړتیا ولري نو له تاسو سره به په اړیکه ټینګوي. که ستاسو نوي پته د ښوونځی له حدودو څخه بهر وي، له ستاسو به وغوښتل شی چی د ښوونځی بدلولو وړندیز بشپړ کړیٔ.

د پوسټ (میل) لیږدولو پتی پاڼه

د پوست (میل) پته پاڼه د میل لیږدولو اوسنی ادرس په ډاګه کوي کوم چی په ریکارډ کی موجود وي او که اړتیا ورته وي، ادرس تازه کیدای هم شی.

د مور یا پلار/سرپرست د ډیموګرافیکی معلوماتو پاڼه

د والدینو او سرپرستانو ډیموګرافیک پاڼه د والدینو/سرپرستانو په اړه عمومي ډیموګرافیکی معلومات په ډاګه کوي کوم چی د زده کوونکی ریکارډ پوری تړلی معلومات دي. والدین او سرپرستان کولای شی چی په دی پاڼه کی لاندی ذکر شوي معلومات تازه کړیٔ:

  • لیکلی موادو لپاره د والدینو/سرپرستانو د خوښی ژبه
  • د والدینو/سرپرستانو د پوځ سره د تړاو حالت او د پوځی خدمت ډول

والدینو/سرپرستانو: د اړیکی ټینګولو معلوماتونو پاڼه

د والدینو/ سرپرستانو: د اړیکی ټینګولو معلوماتونو پاڼه ټولی ټیلیفونی شمیری او د والدینو/ سرپرست بنسټیزه بریښنالیک ادرس په ډاګه کوي. د اړتیا پر وخت کی دا معلوماتونه تازه کړیٔ.

د مور یا پلار/سرپرست پاڼه

د والدینو/سرپرست پاڼه ټول والدین او سرپرستان په ډاګه کوي چی د یو یا زیاتو زده کوونکو ریکارډ پوری تړلی دي. د ریکارډ د دروستوالی ډاډ رامنځ ته کولو لپاره، د مور یا پلار د نوم چپ طرف ته د ترمیم (Edit) تڼۍ کیکاږیٔ. که اړتیا ورته پیښه شی، لا زیات والدین یا سرپرستان اضافه کیدای شي. د هر زده کوونکی سره د والدینو/سرپرستانو اړیکه تازه کیدای شی یا وروسته په پروسه کی تعریف کیدای شی. کاره وونکي (یوزرس) به ونه شي کولای مخکې دوام ومومی تر هغه چې یی د ټولو موجوده والدینو ریکارډ نه وي کتلی ، حتی که کوم بدلون کولو ته اړتیا هم نه وي.

والدین یواځی د والدینو یا سرپرستانو لپاره معلومات تازه کولای شی څوک چی په یو کور کی اوسیږی.

په بیړنی حالاتو کی د اړیکی ټینګولو پاڼه

د بیړنی حالاتو پاڼه د ټولو بیړني شمیرو لست په ډاګه کوي چی د یو یا زیاتو زده کوونکو ریکارډ پوری تړلی دي. د اړیکی شمیری نوم چپ اړخ ته د ترمیم (Edit) تڼی په کیکاږلو سره د هر یو بیړنی شمیری ریکارډ وګورۍ. ترهغه پوری چې د ټولو موجوده شمیرو ریکارډ بیاځلی ونه کتل شي او یا له منځه ویٔ نه وړل شي، کاره وونکي به ونشي کولی چی مخکی دوام ومومي.

د دی وخت څخه په ګټه پورته کولو سره ځان ډاډه کړی چی د بیړنی شمیری نقل یا تکرار ریکارډ له منځه ویسی.

د زده کوونکی پاڼه

د زده کوونکو پاڼه د ټولو موجوده شامل شوي زده کوونکو لسټ په ډاګه کوي. د زده کوونکي معلومات کتلو لپاره د زده کوونکي د نوم سره چپ اړخ ته د ترمیم (Edit) تڼی کیکاږیٔ. بیرته ښوونځی ته ستنیدو پاکټ کی دوام موندلو لپاره باید ټول زده کوونکي بیاځلی وکتل شی. امکان دی ولري چی زده کوونکو لپاره لاندي ذکر شوي معلومات تازه شی:

  • بنسټیزه استوګنځی(که پته بدله شوی وي)
  • د کور ډول
  • د زده کوونکی د ټلیفون شمیری
  • د زده کوونکی د خوښی نوم
  • د زده کوونکی شخصی بریښنالیک
  • د بی کوری حالت
  • صحي بیمه
  • د ډاکټر/ښاغونو ډاکټر معلومات
  • روغتیایی/صحي معلومات(روغتیایی حالت، درمل)
  • د بیړنی حالاتو شمیری
  • د PWCS پالیسیانی او اعترافونه
  • د استوګنخی ثبوت او اسنادو پورته کول

د اسنادو پاڼه

بیرته ښوونځی ته د ستنیدو پاکټ د بشپړولو پر مهال د رامنځ ته شوي بدلونونو پر اساس، د اسنادو پاڼه به د ټولو اسنادو لست په ډاګه کوي د کومو چی ښوونځی ته د سپارولو لپاره اړتیا ده. په اړینو اسنادو کی کیدای شی لاندینی شامل وي:

  • د اصلي استوګنځی- ثبوت ته اړتیا شه که پته بدله شوې وي.
  • د ویرجینیا د روغتیایی واکسینونو څانګی د شرایطو پر اساس د زده کوونکی د عمر او/یا ټولګی کچی ته په کتو سره د واکسینونو ثبوت وړاندی کولو ته به اړتیا وي.
  • د توقیف (Custody) ځانګړي اسناد - اړین دي که چیرې د زده کونکي د توقیف حالت کی بدلون رامنځ ته شوی وي.

د بیرته ښوونځی ته ستنیدو پاکټ فورمونه به د پاڼی په آخر کی موجود وي. تاسو د خپل ریکارډ لپاره دا اسناد چاپ کولای شی. دا چی دا ټول اسناد الیکترانیکی لیږدول کیږی، اړتیا نشته چی ښوونځی ته د دی نقل ولیږدول شی.

بیاځلی کتل/سپارل

بیرته ښوونځی ته ستنیدو ټول پاکټونه یا اسناد باید ښوونځی ته د سپارلو څخه وړاندی بیاځلی وکتل شي. د بیرته ښوونځی ته ستنیدو پاکټ بیا ځلی کتلو لپاره د بیاځلی کتلو (Review) تڼی کیکاږی. د بیاځلی کتلو/سپارلو پاڼه کی ټول بدلونونه بیاځلی وګوری. د آسانتیا لپاره رامنځ ته شوي بدلونونه روښانه شوي دي.

که کوم اضافي بدلونونو ته اړتیا وي، د برخې سرلیک چپ اړخ ته د ترمیم یا بدلولو تڼۍ کیکاږیٔ ترڅو د تازه معلوماتونو اصافه کولو لپاره مشخصی پاڼې ته یوړل شي. کله چی بدلون رامنځ ته شي، د ثبت او دوام تڼی کیکاږیٔ ترڅو بیرته دبیاځلی کتلو/سپارولو پاڼی ته وګرځی.

کله چی بیرته ښوونځی ته د ستنیدو پاکټ بیاځلی کتنه بشپړ شي، خانه په نښه کړیٔ چی پکی دا په ډاګه شوي دي، ما د نوم لیکنی ټوله ډاټا کتلی ده او دا تصدیق کوم چی دا معلوماتونه دروست دي، او د سپارلو (Submit) تڼی کیکاږیٔ.

یو تایٔیدی پیغام به راښکاره شي چی په هغی کی به ویل شوي وي، کله چی بیرته ښوونځی ته د ستنیدو پاکټ وسپارل شئ نو د هغی وروسته لا زیات بدلونونه نه شیٔ رامنځ ته کولئ. د بیاځلی کتلو/سپارولو پاڼی ته ستنیدو لپاره د لغوه (Cancel) تڼی کیکاږیٔ په بل صورت کی د سم (OK) تڼی کیکاږیٔ.