Family Engagement Series - پښتو

د PWCS کورنیو د ښکیلتیا لړۍ

د کورنیو د ښکیلتیا لړۍ کورنیو ته هغه سرچینې وړاندي کوي کوم چی به د هغوي سره د زده کوونکو په بریالیتوب کی مرسته وکړي. دا لړۍ د نورو PWCS پروګرامونو، او د ټولنې او سوداګریز شریکانو سره په همکارۍ د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) د تنوع، مساواتو، شمولیت او موافقت څانګې لخوا رهبري کیږي یا پر مخ وړل کیږي.

تمرکز پر: د ابتدایهٔ ښوونځیو زده کوونکو لپاره د ریاضی تعلیمی نصاب مهم ټکي

مخاطب اوریدونکی: د ابتدایهٔ ښوونځی زده کوونکو کورنئ

چهارشنبه 6 سپتمبر، کال 2023، ماښام 6 بجی – په ژوندی بڼه مجازی ناسته

مونږ سره د چهارشنبی په ورځ، د 2023 کال د سپتمیر میاشتی د 6 نیټی په غونډه کی ګډون وکړئ کوم چی به په دی تمرکز وکړي چی په ریاضی ټولګي کی د شمیر یا نمبرو مهارت څه ډول دۍ، له زده کوونکو څخه د کوم ډول فکر کولو او غبرګون ښوودلو تمه کیږي؛ او کورنیو ته په کور کی د شمیر مهارت تر سره کولو لپاره ویب پاڼی او ځانګړي بیلګئ وړاندی کړي.

د دې ناستی وړاندې کوونکي: Asmahan Jackson او Stephanie Swadley، د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو سره د ریاضی کوردیناتوران

د چهارشنبی، 6 سپتمبر - د Zoom له لاری ناستی لپاره ځان راجسټر کړئ

د ژباړنی د خدمتونو یا اسانتیاو لپاره، مهرباني وکړئ د سه شنبې، 5 سپتمبر نیټی پورې د وړاندیز کولو فورمه بشپړ کړئ.


تمرکز پر: د ابتدایهٔ ښوونځیو زده کوونکو لپاره د ریاضی تعلیمی نصاب مهم ټکي

مخاطب اوریدونکی: د ابتدایهٔ ښوونځی زده کوونکو کورنئ

دوشنبه 18سپتمبر، کال 2023، سهار 11:30 بجی – په ژوندی بڼه مجازی ناسته

مونږ سره د دوشنبی په ورځ، د 2023 کال د سپتمبر میاشتی د 18 نیټی په غونډه کی ګډون وکړئ کوم چی به په دی تمرکز وکړي چی په ریاضی ټولګي کی د شمیر یا نمبرو مهارت څه ډول دۍ، له زده کوونکو څخه د کوم ډول فکر کولو او غبرګون ښوودلو تمه کیږي؛ او کورنیو ته په کور کی د شمیر مهارت تر سره کولو لپاره ویب پاڼی او ځانګړي بیلګئ وړاندی کړي.

د دې ناستی وړاندې کوونکي: Asmahan Jackson او Stephanie Swadley، د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو سره د ریاضی کوردیناتوران

د دوشنبی، 18 سپتمبر - د Zoom له لاری ناستی لپاره ځان راجسټر کړئ

د ژباړنی د خدمتونو یا اسانتیاو لپاره، مهرباني وکړئ د جمعی، 15 سپتمبر نیټی پورې د وړاندیز کولو فورمه بشپړ کړئ.


تمرکز پر: د ابتدايهٔ ښوونځی زده کوونکو لپاره اکاډمیکی او د کیریر پلان

مخاطب اوریدونکی: د ابتدایهٔ ښوونځی زده کوونکو کورنئ

پنج شنبه 21 سپتمبر، کال 2023، ماښام 6 بجی – په ژوندی بڼه مجازی ناسته

مونږ سره د پنجشنبې په ورځ، د سپتمبر په 21 نیټه یوځائ شئ ترڅو د VA Wizard سرچینې په اړه معلومات تر لاسه کړئ کوم چی د ابتدايهٔ ښوونځیو ټولو زده کوونکو ته شتون لري. کورنۍ به د ښوونځي د سلا مشوری ورکولو کالج یا پروګرام او د کیریر چمتووالي نصاب په اړه زده کړي کوم چې په VA Wizard کې د ابتدایه ښوونځیو زده کوونکو ته وړاندی کیږي. د اکاډمیک کیریر پلان پورټ فولیو جوړولو سره د کیریر په اړه پوهاوی او د ځان سپړنه په وخت سره پیل کیږي. کله چی زده کوونکی د راتلونکي لپاره موخی پلان کوي، هغوي خپلی شخصي علاقه مندی یا غوره توبونه، مهارتونه او ارزښتونه په ګوته کوي.

د دې غونډي وړاندې کوونکي: د VA Wizard سره Rachel Angel

د پنجشنبی ورځ، د 21 سپتمبر - د Zoom له لاری ناستی لپاره ځان راجسټر کړئ

د ژباړنی د خدمتونو یا اسانتیاو لپاره، مهرباني وکړئ د سه شنبې، 19 سپتمبر نیټی پورې د وړاندیز کولو فورمه بشپړ کړئ.


تمرکز پر: د ثانوي ښوونځیو زده کوونکو لپاره د اکاډمیک او کیریر پلان

مخاطب اوریدونکی: د ثانوي ښوونځیو زده کوونکو کورنئ

پنج شنبه 28 سپتمبر، کال 2023، ماښام 6 بجی – په ژوندی بڼه مجازی ناسته

مونږ سره د پنجشنبې په ورځ، د سپتمبر په 28 نیټه یوځائ شئ، ترڅو د Naviance او سرچینو په اړه معلومات تر لاسه کړئ کوم چی ټولو زده کوونکو لپاره شتون لري. کورنۍ به د ښوونځي د سلا مشوری ورکولو کالج یا پروګرام او د کیریر چمتووالي نصاب په اړه معلومات تر لاسه کړي کوم چې د Naviance له لاری د منځنی او عالي ښوونځیو زده کوونکو ته وړاندی کیږي. دا پروسه په اکاډمیکی کیریر پلان برخه کې تر سره کیږي په کوم کی چې کالج ، کیریر ، او د عالي ښوونځي وروسته پلان شامل دۍ. زده کوونکي دغه پروسی ته هر کال دوام ورکوي.

د دې غونډي وړاندې کوونکي: Naviance سره Ellen Odum

د پنجشنبی ورځ، د 28 سپتمبر - د Zoom له لاری ناستی لپاره ځان راجسټر کړئ

د ژباړنی د خدمتونو یا اسانتیاو لپاره، مهرباني وکړئ د سه شنبې، 26 سپتمبر نیټی پورې د وړاندیز کولو فورمه بشپړ کړئ.