څرنګ باید د خپلې خوښې د ژبی معلومات تازه یا اوسمهال کړئ
د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي (PWCS) ژمن دي چې د تعلیم په برخه کی د شریکانو په توګه د کورنیو سره ښکیل شي ترڅو ستاسو د زده کوونکو د اکاډمیکی لاسته راوړنو څخه ملاتړ وکړي.
په ښوونځیو کې د پریکړې کولو په برخه کې د کورنیو څخه د ملاتړ کولو او د هغوي د زده کوونکو په زده کړې باندي مثبته اغیزه لرلو لپاره د ښوونځيو او کورنیو تر منځ روښانه اړیکی ساتل اړین دي.
ستاسو د زده کوونکي ریکارډ دا په ډاګه کوي چې د خبرو اترو او په لیکلی بڼه اسناد ترلاسه کولو لپاره ستاسو د خوښي ژبی په اړه معلومات شتون نه لري. PWCS دا معلومات د کورنیو سره د هغوي د خوښی په ژبه کې د خبرو اترو کولو او ارتباطات ساتلو لپاره کاروي.
د دې خبری ډاډ رامنځ ته کولو لپاره چې تاسو د خپلی خوښی په ژبه کې معلومات ترلاسه کړئ، مونږ له ستاسو غوښتنه کوو چې یو شیبه وخت نیولو سره ParentVUE ته ننوځئ ترڅو د نا څرګنده معلوماتو په ورکولو سره دوه ځایونو کی معلومات تازه کړئ.
د خپلې خوښې ژبې معلومات تازه کولو لپاره لارښوونه
مهرباني وکړئ لاندې لارښوونی تعقیب کړئ.
- د خپل ParentVUE پروګرام نوم او پاسورډ په کارولو سره د پیرنټ وییو اپلیکیشن یا ParentVUE / پیرنټ وییو ویب پاڼې ته ننوځی.
- که خپل د پیرنټ وییو حساب ته لاسرسی موندلو لپاره مرستی ته اړتیا لریٔ مهربانی وکړی خپل ښوونځی سره په اړیکه کی شۍٔ.
- کله چی ParentVUE ته داخل شوئ، د " زده کوونکی معلومات یا Student Info" تڼی کیکاږئ.
- د زده کوونکی د معلوماتو په پاڼه کی د " معلومات بدلولو یا Edit Information" تڼی کیکاږئ.
- د زده کونکي په معلوماتو کې اړین بدلونونه رامنځ ته کړئ. کله مو چی معلومات تازه کړل، د" بدلونونه خوندي کړئ یا Save Changes" ټنی کیکاږئ.
آیا پوښتنی لرۍ؟
که تاسو کومه پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ د ژباړنې یا ترجمعی خدمتونو لپاره لاندی ذکر شوي اداري کوردیناتورانو سره اړیکه ټینګه کړئ:
Juan Lizama
[email protected]
703-791-7490
Cynthia Covarrubias
[email protected]
703-791-7490