د 2025 کال لپاره د اوړی ښوونځی پروګرامونه او د نوم لیکنی نیټی اوس شتون لری.
د ځایونو او د پروګرامونو په اړه اضافی معلومات به په پسرلی کې د نوم لیکنی د بهیر له پیل څخه وړاندی شریک شی.
د 2025 کال لپاره د اوړی ښوونځی پروګرامونه او د نوم لیکنی نیټی اوس شتون لری.
د ځایونو او د پروګرامونو په اړه اضافی معلومات به په پسرلی کې د نوم لیکنی د بهیر له پیل څخه وړاندی شریک شی.
د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي د اوړی ښوونځی پروګرامونه د ورکتون څخه تر 12 ټولګي پورې زده کوونکو لپاره دواړه د اکاډمیکی رغونې/اوړی ښوونځی ملاتړ پروګرام او زده کوونکو ته د وده ورکولو (Discovery) پروګرام وړاندې کوي. د اوړی ښوونځی پروګرامونه یوازې د PWCS اوسنی زده کوونکو ته وړاندی کیږي.
دا پروګرام د ښوونځی کال د غځولو پروګرام دۍ او د وړکتون څخه تر پنځم ټولګی پوری زده کوونکو سره د مهارتونو په تر لاسه کولو کې مرسته کوي تر څو هغوي په راتلونکي ښوونځي کال کی د بریالي کیدو لپاره چمتو کړي. دا پروګرام د لوست او ریاضیاتو په برخه کی ملاتړ وړاندی کوي.
د نوم لیکنی نېټې: 7 اپریل څخه تر 23 مئ، 2025
د اوړي ښوونځي پروګرامونو لپاره د زده کوونکو د وړوالی لرلو په اړه به کورنۍ د هغوي د ښوونځي لخوا خبر کړل شی.
دا پروګرام د ښوونځی کال د غځولو پروګرام دۍ او شپږم څخه تر اتم ټولګی پوری د زده کوونکو سره د مهارتونو په تر لاسه کولو کې مرسته کوي تر څو هغوي په راتلونکي ښوونځي کال کی د بریالي کیدو لپاره چمتو کړي. دا پروګرام د لوست او ریاضیاتو په برخه کی ملاتړ وړاندی کوي.
د نوم لیکنی نېټې: 7 اپریل څخه تر 23 مئ، 2025
د اوړي ښوونځي پروګرامونو لپاره د زده کوونکو د وړوالی لرلو په اړه به کورنۍ د هغوي د ښوونځي لخوا خبر کړل شی.
د 9 څخه تر 12 ټولګي پوری زده کوونکي کولی شي د کریډټ تر لاسه کولو، SOL ښه کولو، او آزموینو په موخه د اوړي د کورسونو څخه ګټه پورته کړي ترڅو په وخت سره فارغیدو کی مرسته تر لاسه کړي.
د نوم لیکنی نېټې: 7 اپریل څخه تر 6 جون 2025
د عالي ښوونځی زده کوونکي باید د خپلو سلاکارانو سره خبری اتری وکړي او دا معلومه کړي چی د هغوي لپاره کوم یو انتخاب سم دئ.
په مکرر ډول پوښتل شوي بوښتنی وګورئ.
دا چې آیا ستاسو ماشوم په اوړی ښوونځی کی د ګډون کولو لپاره مستحق دۍ یا د نوم لیکنی په اړه د پوښنو لپاره، مهربانی وکړئ د خپل ماشوم له ښوونځی یا سلاکار سره اړیکه ونیسئ که چیرته تاسو اضافه پوښتنې لرئ مهربانی وکړۍ [email protected] سره اړیکه ټینګه کړۍ.