وده موندلو پروګرامونه Discovery د

د Discovery وده موندلو پروګرامونو لپاره نوم لیکنه به د 2025 کال د مارچ په 10 نیټه پیل کیږي.

د 2025 کال Discovery وده موندلو پروګرامونه

  • د Discovery وده موندلو ټول کورسونه به په Nokesville ښوونځی (12375 Aden Rd., Nokesville, Virginia, 20181) او په Brentsville عالی ښوونځی (12109 Aden Rd., Nokesville, Virginia, 20181) کې ترسره کیږي.
  • پروګرام به د 2025 کال د 14 څخه تر 25 جولای پوری تر سره کیږي. د هر پروګرام لپاره مشخصی نیټې او ځایونه لاندې لست شوی دی. د پروګرامونو موده له یوې اوونۍ څخه تر دوو اونیو پورې ده.
  • د نوم لیکنی د پروسی پر مهال، کورنۍ به د بس هغه تم ځایونه غوره کړي چې د هغوي لپاره تر ټولو ښه وی. د بس د تم ځایونو وختونو په اړه به معلومات د پروګرام له پیل کیدو څخه مخکې اعلان شی.
  • د Discovery وده موندلو پروګرامونه یوازې د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره شتون لري.
  • هغه پروګرامونه چې ځایونه یی ډک شي، د انتظار لیست به ونه لری.
  • د Discovery پروګرامونه له ځانه سره د کورس لګښتونه یا فیسونه لري.
  • هغه زده کوونکی چې د Discovery وده موندلو په پروګرامونو کې شامل دي، هغوي ته به هره ورځ وړیا سپک خواړه ورکول کیږي.
  • کورسونه د هغوي ټولګیو لپاره وړاندی کیږي چې زده کوونکو همدا اوس بشپړ کړی اوسی.
  • د زده کوونکو د زده کړي بشپړ فیس مجرا کولو لپاره سکالرشپونه شتون لري.
    • هغه زده کوونکي چې د ټولنی د بی وزله سیمو یا Community Eligibility Provision (CEP)) ښوونځی کې زده کړی تر سره کوی، مهربانی وکړئ د خپل زده کوونکی او ښوونځی نوم [email protected] بریښنالیک ته واستوئ. د CEP ښوونځیو نوملړ د ښوونځیو د خواړو معلوماتو په ویب پاڼه کې لست شوی دي.
    • د هغه زده کوونکو لپاره سکالرشپونه هم شتون لري څوک چې وړیا او د کم لګښت غرمی خواړه ترلاسه کوي.
    • مهرباني وکړئ د PWCS د خواړو او تغذیې څانګې لخوا ترلاسه شوي لیک د بریښنالیک لا لاری واستوئ کوم چې د 25-2024 ښوونیز کال لپاره د وړیا یا کم لګښت خواړو خدماتو لپاره وړوالی تائیدوي.
    • د لیک وړاندیز کولو لپاره، مهربانی وکړئ د خواړو او تغذیی څانګی سره اړیکه ټینګه کړئ.
    • مهربانی وکړئ لیک [email protected] بریښنالیک ته واستوئ.

د ایکسپرس بس تم ځایونه

  • Battlefield عالي ښوونځئ
  • Bennett ابتدایهٔ ښوونځئ
  • Bristow Run ابتدایهٔ ښوونځئ
  • Coles ابتدایهٔ ښوونځئ
  • Dale City ابتدایهٔ ښوونځئ
  • Henderson ابتدایهٔ ښوونځئ
  • Lake Ridge منځنی ښوونځئ
  • Leesylvania ابتدایهٔ ښوونځئ
  • Loch Lomond ابتدایهٔ ښوونځئ
  • Marsteller منځنی ښوونځئ
  • McAuliffe ابتدایهٔ ښوونځئ
  • Montclair ابتدایهٔ ښوونځئ
  • Neabsco ابتدایهٔ ښوونځئ
  • Penn ابتدایهٔ ښوونځئ
  • Porter دودیز ښوونځئ
  • Potomac View ابتدایهٔ ښوونځئ
  • Signal Hill ابتدایهٔ ښوونځئ
  • Sinclair ابتدایهٔ ښوونځئ
  • Triangle ابتدایهٔ ښوونځئ
  • Vaughan ابتدایهٔ ښوونځئ
  • Westridge ابتدایهٔ ښوونځئ

څرنګ باید نوم لیکنه تر سره شي؟

د نوم لیکنی/راجسټریشن معلومات

  1. والدین/سرپرستان به د Student Quick Pay / زده کوونکی کویک پی پروګرام په کارولو سره نوم لیکنه تر سره کوي.
  2. د ننوتلو په سکرین کې، تاسو کولی شئ داخل ته ننوځی یا خپل حساب/اکاونټ جوړ کړئ. د  حساب/اکاونټ جوړولو لپاره لارښوونی وګورئ.
  3. کله چې تاسو داخل ته ننوځي، تاسو به د خپل زده کوونکي/زده کوونکو نومونه وګورئ. د هغه زده کوونکی نوم انتخاب کړئ چې تاسو یې نوم لیکنه تر سره کوئ.
  4. د اوړی د ښوونځي ټب/تڼی غوره کړئ.
  5. بیا، د پروګرام نوم کیکاږلو سره هغه پروګرام انتخاب کړئ د کوم لپاره چې تاسو نوم لیکنه تر سره کول غواړئ.
  6. د اړینو خانو په ډکولو سره د راجستریشن/نوم لیکنی فورمه بشپړ کړئ.
    • که چیرته ستاسو زده کوونکی د لاندې ذکر شویو خدماتو څخه کوم یو ترلاسه کوي یا کومی طبي ستونزی لري، تاسو به د پلي کیدو وړ چیک بکس په نښه کوئ.
  7. د ټرانسپورټ مناسبه طریقه غوره کړئ او که تاسو د PWCS ټرانسپورټ انتخابوئ، نو د ایکسپریس بس هغه تمځای وټاکئ چې ستاسو لپاره خورا اسانه وي.
  8. د دې تصدیق کولو لپاره چې تاسو د نوم لیکنی معلوماتو بیان لوستلی دۍ، چیک بکس په نښه کړئ.
  9. کله چې ټول معلومات بشپړ شوي وي کارټ (کراچئ) ته اضافه کړئ غوره کړئ.
  10. کله چې ستاسو د کورس انتخاب ستاسو کارټ (کراچئ) کې اضافه کړل شي، د چیک آوټ یا پلورلو لپاره په پورتنۍ ښیې اړخ کی د خریداری کارټ عکس غوره کړئ.
  11. د تادیه ورکولو فورم بشپړ کړئ او تادیه سپارلو باندی کلیک کړئ، کله چې بشپړ شي. لپاره د دی چی ستاسو راجسټریشن/نوم لیکنه بشپړ شي، د کورسونه تادیه/فیس باید په بشپړ ډول ورکړل شي؛ جزی تادیات/فیس ورکول به نه منل کیږي. نوټ: د نوم لیکنی پروسه بشپړ کولو لپاره تاسو باید تادیه یا پیسی وسپارئ، کله چی تاسو پیسی وسپارئ ، تاسو به د تصدیق سره یو برېښنالیک ترلاسه کړئ.

د نوم لیکنې اضافي معلومات

  • که چیرته تاسو دا پیغام ترلاسه کړئ، "تاسو له وړاندی څخه دا پروګرام په خپل کارټ کې اضافه کړی دۍ،" نو کورس کی مخکی له مخکی ځائ ډک شوئ دۍ.
  • مهربانی وکړی په یاد ولریٔ: که چیرته ستاسو ماشوم په SACC پروګرام کې شامل وی، نوم د SACC کارکوونکی نشی کولی چې ستاسو زده کوونکی د بس تم ځای ته ویسی.

آیا د نوم لیکنی په اړه کومه پوښتنه لری؟ مهرباني وکړئ [email protected] سره اړیکه ټینګه کړئ.

څرنګ باید خپله نوم لیکنه لغوه کړئ او د پیسو/فیس بیرته تر لاسه کولو غوښتنه وکړئ

مونږ پوهیږو چې د اوړي په پلانونو کی بدلون رامینځ ته کیدائ شي. مونږ د 2025 کال اوړي لپاره د پیسو/فیس بیرته تر لاسه کولو لاندې ذکر شوي پالیسي وړاندی کوو.

  • د پیسو/فیس بیرته تر لاسه کولو لپاره، د غنی کولو/ښوالی پروګرام د نوم لیکنی د لغوه کولو وروستۍ ورځ د مئ 31مه نیټه ده. له دغی نیټې وروسته، د ښوالی یا غني کولو پروګرام لپاره به هیڅ پیسی یا کریډټ بیرته نه ورکول کیږي.
  • له مئ 31می څخه وړاندي د نوم لیکنی لغوه کولو لپاره، د خپل زده کوونکي نوم او د Discovery کورس نوم [email protected] بریښنالیک ته واستوئ.

د هنر زده کړی کمپونه

لیدیز/انځوریز هنر وده موندلو کمپ: د 1 څخه تر 8 ټولګي پوری

موجوده ټولکي: 1څخه تر 8

تفصیل: مونږ سره د دوه اونیو د پراخه لیدیز/انځوریز هنر تجربې تر لاسه کولو لپاره یوځای شئ. (هنر، 3D، عکاسی، او ډیجیټلی هنر) د دې پروګرام په بهیر کې، زده کوونکي به د دوه او درې اړخیزه هنری توکو سره د پراخه مختلفو تخنیکونو سپړلو لپاره فرصت ولري. زده کوونکو او کورنیو لپاره د هنر نندارتون، زمونږ د پائ پیښې په توګه خدمات وړاندی کوي. ګډون کوونکي باید د پروګرام په دواړو اونیو کې ګډون وکړي.

نیټی او ځایونه:

د 2025 کال د جولائ 14 څخه تر 25 نیټی
Nokesville ښوونځئ کی

ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو

ټیوشن/زده کړی فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 250$ دۍ.

د زده کړی تادیه/فیس باید د زده کوونکی په چټکی سره پیسی ورکول / Student Quick Pay پروګرام له لاری ورکړل شي.

ټرانسپورت: د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.

آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Andrew Watson سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.

د ډیجیټلی آرټ (هنر) او انځورګرۍ وده موندلو کمپ: د 6 څخه تر 8 ټولګي پوری

موجوده ټولکي: 6 څخه تر 8

تفصیل: مونږ سره د دوه اونیو پراخه رسنیز هنر تجربې تر لاسه کولو لپاره یوځای شئ. د دې پروګرام په بهیر کې، زده کوونکی به فرصت ولری چې د انځورګری او د ډیجیټلی هنر جوړولو تخنیکونه وپلټی. زده کوونکو او کورنیو لپاره د هنر نندارتون به زمونږ وروستی غونډه یا پروګرام وي. ګډون کوونکي باید د پروګرام په دواړو اونیو کې ګډون وکړي.

نیټی او ځایونه:

د 2025 کال د جولائ 14 څخه تر 25 نیټی
Nokesville ښوونځئ کی

ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو

ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي اوسیدونکو لپاره فیس 250$ دۍ.

د زده کړی تادیه/فیس باید د زده کوونکی په چټکی سره پیسی ورکول / Student Quick Pay پروګرام له لاری ورکړل شي.

ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.

آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Andrew Watson سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.

د موسیقی وده موندلو کمپونه: د 2 څخه تر 8 ټولګي پوری زده کوونکی لپاره

موجوده ټولکي: 2 څخه تر 8

تفصیل: د دې دوه اونیو وده موندلو پروګرام په بهیر کې، زده کوونکی به د موسیقۍ جوړولو په پراخو تجربو کې ښکیل شی. زده کوونکی به د موسیقۍ بیلابیل کلتورونه ، ژانرونه او ډولونه وڅیړی او وګوري. زده کوونکو او کورنیو لپاره د هنر نندارتون به زمونږ د پایلی پروګرام وي. ګډون کوونکي باید د پروګرام په دواړو اونیو کې ګډون وکړي.

نیټی او ځایونه:

د 2025 کال د جولائ 14 څخه تر 25 نیټی
Nokesville ښوونځئ کی

ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو

ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي اوسیدونکو لپاره فیس 250$ دۍ.

د زده کړی تادیه/فیس باید د زده کوونکی په چټکی سره پیسی ورکول / Student Quick Pay پروګرام له لاری ورکړل شي.

ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.

آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Andrew Watson سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.

د موسیقی ټیکنالوژي کمپونه: د 6 څخه تر 8 ټولګي پوری زده کوونکی لپاره

موجوده ټولکي: 6 څخه تر 8

تفصیل: دا کمپ د هغو ځوانو موسیقارانو لپاره جوړ شوی چې د موسیقۍ او ټیکنالوژۍ تر مینځ د اړیکې /تعلق سپړلو سره لیوالتیا لري. زده کوونکي به د موسیقۍ د جوړولو اساسات زده کړي، اصلي میوزیکی سندری او سور به جوړ کړي، پوډکاسټ به جوړ کړي، له خپلو ملګرو سره به په ګډه کار وکړي، او خپل تخلیق به ښکاره کړي. د موسیقي چاری به د پایلی په غونډه کې د زده کوونکو او کورنیو لپاره شریک شي. ګډون کوونکي باید د پروګرام په دواړو اونیو کې ګډون وکړي.

نیټی او ځایونه:

د 2025 کال د جولائ 14 څخه تر 25 نیټی
Nokesville ښوونځئ کی

ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو

ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي اوسیدونکو لپاره فیس 250$ دۍ.

د زده کړی تادیه/فیس باید د زده کوونکی په چټکی سره پیسی ورکول / Student Quick Pay پروګرام له لاری ورکړل شي.

ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.

آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Andrew Watson سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.

د تیاتر هنر کمپ: د 6 څخه تر 8 ټولګي پوری زده کوونکو لپاره

موجوده ټولکي: 6 څخه تر 8

تفصیل: د دې دوه اونیو وده موندلو پروګرام په بهیر کې، زده کوونکی به د تیاتر اړوند په پراخو تجربو کې ښکیل شی. زده کوونکی به د تیاتر په برخه کی بیلابیل کلتورونه ، ژانرونه او ډولونه وڅیړی او وګوري. زده کوونکو او کورنیو لپاره د هنر نندارتون به زمونږ د پایلی پروګرام وي. ګډون کوونکي باید د پروګرام په دواړو اونیو کې ګډون وکړي.

نیټی او ځایونه:

د 2025 کال د جولائ 14 څخه تر 25 نیټی
Nokesville ښوونځئ کی

ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو

ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي اوسیدونکو لپاره فیس 250$ دۍ.

د زده کړی تادیه/فیس باید د زده کوونکی په چټکی سره پیسی ورکول / Student Quick Pay پروګرام له لاری ورکړل شي.

ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.

آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Andrew Watson سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.

د کیریٔر (حرفی) او تخنیکی زده کړو کمپ

د کوډ جوړونکو لپاره د کوډ زده کولو بنسټیزه کمپ: د 5 څخه تر 7 ټولګي پوری

موجوده ټولکي: 5-7

تفصیل: د پروګرام جوړونې په زړه پورې نړۍ وپلټی، کله چې د مایکرو:بایټ (Micro:Bits) په کارولو سره، کوم چې د کارونکو لپاره په اسانی سره بدلیدونکی مایکرو کنټرولر دی، زده کوونکی د پروګرام جوړونې له بنسټیزو مفکورو سره اشنا کیږي. د محاوره یی پروژو او عملي فعالیتونو له لارې، زده کوونکي به د پروګرام جوړونې بنسټیزه مفکوری او کوډینګ زده کړي، پداسی حال کی چی دا به هم زده کوي چې هارډویر او سافټویر څرنګه یوځای کار کوي. د ودی موندو دا پروګرام یقینا د ځوانو او نوښتګرو ټیکنالوژۍ مینه والو په مینځ کې تخلیقیت ته الهام ورکوي، چې په تفریحي او په زړه پورې توګه د پروګرام جوړولو د بې پایه امکاناتو پلټلو سره علاقه لري! زده کوونکي به د ښوونځي لخوا ورکړل شوي خپلو وسیلو او چارجرونو راوړو ته اړتیا ولري.

نیټی او ځایونه:

د 2025 کال د جولائ 14 څخه تر 18 نیټی پوری یا د 2025 کال د جولائ 21 څخه تر 25 نیټی
Nokesville ښوونځئ کی

ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو

ټیوشن/زده کړی فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.

د زده کړی تادیه/فیس باید د زده کوونکی په چټکی سره پیسی ورکول / Student Quick Pay پروګرام له لاری ورکړل شي.

ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.

آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وکړئ Christine Good سره د [email protected] بریښنالیک یا Nasir Ayoub سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.

راتلونکې نوښتګرو لپاره ډیجیټلی موندنی: د 5 څخه تر 7 ټولګي پوری

موجوده ټولکي: 5-7

تفصیل: د کمپیوټر سایٔنس او سایٔبری امنیت نړۍ د یوی اونی په زړه پورې، عملي فعالیتونو او محاوره یی درسونو پلټلو لپاره مونږ سره یوځائ شئ. زده کوونکي به د کوډینګ او محاسبوي فکر په اړه پوه شي، د آنلاین خوندیتوب په اړه به زده کړي او د سایٔبری امنیت په زړه پورې نړی په اړه به هم پوه شي. دا د ټیکنالوژۍ سره مینه لرونکی ځوانانو لپاره یو بهترین پروګرام دی څوک چې د نویو مهارتونو زده کولو او ورڅخه خوند اخیستلو سره علاقه لري! زده کوونکي به د ښوونځي لخوا ورکړل شوي خپلو وسیلو او چارجرونو راوړلو ته اړتیا ولري.

نیټی او ځایونه:

د 2025 کال د جولائ 14 څخه تر 18 نیټی پوری یا د 2025 کال د جولائ 21 څخه تر 25 نیټی
Nokesville ښوونځئ کی

ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو

ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.

د زده کړی تادیه/فیس باید د زده کوونکی په چټکی سره پیسی ورکول / Student Quick Pay پروګرام له لاری ورکړل شي.

ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.

آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وکړئ Christine Good سره د [email protected] بریښنالیک یا Nasir Ayoub سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.

د راتلونکی وخت جوړوونکی/تولیدونکی: 3D چاپ سره پیژندنه 5 څخه تر 7 ټولګیو پوری زده کوونکو لپاره

موجوده ټولکي: 5-7

تفصیل: آیا تاسو چمتو یاست چې د 3D چاپ په زړه پورې نړۍ وپلټی؟ د ټیکنالوژي او انجینرۍ په برخه کی د وده موندلو دا پروګرام به زده کوونکی د ډیزاین کولو او پخپله د 3D ماډلونو جوړول په شمول د 3D چاپ د بنسټیزو مفکورو او مهارتونو سره اشنا کړي. د عملي فعالیتونو او محاوره یی درسونو له لارې، زده کوونکي به دا زده کړي چې څرنګ باید 3D پرنټرونه وکاروي، د 3D ډیزاین اصولو باندی به پوه شي، او خپل تخلیقي نظرونه به په واقعیت بدل کړي. دا ښایی د هغو ځوانو نوښتګرانو لپاره یو بهترینه موقع وی چې د یوی خوندوي او ښکیل کوونکی لاری د ټکنالوژۍ د راتلونکی سپړلو سره لیوالتیا لري!

نیټی او ځایونه:

د 2025 کال د جولائ 14 څخه تر 18 نیټی پوری یا د 2025 کال د جولائ 21 څخه تر 25 نیټی
Nokesville ښوونځئ کی

ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو

ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.

د زده کړی تادیه/فیس باید د زده کوونکی په چټکی سره پیسی ورکول / Student Quick Pay پروګرام له لاری ورکړل شي.

ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.

آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وکړئ Christine Good سره د [email protected] بریښنالیک یا Tim Vaughan سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.

میخانترونیکی سندري: د 5 څخه تر 7 ټولګي پوری زده کوونکی لپاره

موجوده ټولکي: 5-7

تفصیل: د دې اونی په اوږدو کی، د عملی کارونو تر سره کولو پروګرام، زده کوونکي یو داسې پروګرام کی ښکیل کیږي کوم چی موسیقۍ د ټیکنالوژیکي سره یو ځائ کوي. زده کوونکي به خپل 3 ډي پرنټیډ ډیجیټلی پیانو جوړه کړي، د هر یو تڼي او نوټ طریقو سره به په عملی ډول تجربه ترلاسه کړي. د محاوره یی ناستو له لارې، هغوي به په زړه پورې نړۍ یا آرډونو (Arduino) مایکرو کنټرولرونو کی ښکیل شي، د نغمو او تالونو جوړول به زده کړي او خپل تخلیقونه به د موسیقۍ په وسیلو بدل کړي. میخانترونیکی سندري د هغو زده کوونکو لپاره غوره دي چې د موسیقۍ سره مینه لري او د وسایلو د کار کولو په اړه تجسس لري، هغو زده کوونکو ته چې د ټیکنالوژۍ په جوړولو او ترمیمولو کې خوند اخلي، او هغو زده کوونکو ته چې غواړي په نوې او نوښتګره لار کې د موسیقۍ له لارې خپل ځان څرګند کړي.

نیټی او ځایونه:

د 2025 کال د جولائ 14 څخه تر 18 نیټی پوری یا د 2025 کال د جولائ 21 څخه تر 25 نیټی
Nokesville ښوونځئ کی

ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو

ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.

د زده کړی تادیه/فیس باید د زده کوونکی په چټکی سره پیسی ورکول / Student Quick Pay پروګرام له لاری ورکړل شي.

ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.

آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وکړئ Christine Good سره د [email protected] بریښنالیک یا Tim Vaughan سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.

د نړۍ د بیلابیلو خواړو ذائقې: د پخلی د هنر نړیوال سفر: د 5 څخه تر 8 ټولګي پوری

موجوده ټولکي: 5-8

تفصیل: د اوړی ښوونځی په دې یو اونی ییزه پروګرام کی د خوند ډک سفر پیل کړئ چې په ځانګړي ډول د منځني ښوونځي زده کونکو لپاره ډیزاین شوی دی! دا پروګرام، زده کوونکي د پخلي د بنسټیزو مفکورو او تخنیکونو، د پخلنځي خوندیتوب، او د ګڼو کلتورونو د خوندورو خواړو سره معرفی کوي. هره ورځ، زده کوونکی به د یو مختلف هیواد یا کلتور خواړه ګوری او د کلتوری پلوه الهام ورکوونکی خواړو ترکیبونو په کارولو سره به د پخلی په عملی فعالیتونو کې برخه اخلی. کورنیو ته به د کمپ په وروستۍ ورځ د ګډون کولو لپاره بلنه ورکول کیږی ترڅو د زده کوونکو لخوا د بیلابیلو خواړو د بشپړ مینو څخه خوند واخلی. آیا تاسو په کور کې یو الهام ورکوونکی آشپز لری؟ "دا ممکن د خواړو سره مینه لرونکی ځوانانو لپاره یوه غوره موقع وي چې د تفریحي او محاوره یی لاری نوي ذایٔقی او د پخلي مهارتونه ومومي!

نیټی او ځایونه:

د 2025 کال د جولائ 14 څخه تر 18 نیټی پوری یا د 2025 کال د جولائ 21 څخه تر 25 نیټی
Nokesville ښوونځئ کی

ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو

ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.

د زده کړی تادیه/فیس باید د زده کوونکی په چټکی سره پیسی ورکول / Student Quick Pay پروګرام له لاری ورکړل شي.

ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.

آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وکړئ Christine Good سره د [email protected] بریښنالیک یا Tim Vaughan سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.

مریخ ته د تګ موخه: په فضا کی ځلانده راتلونکی پیل کول 5 څخه تر 7 ټولګی پوری

موجوده ټولکي: 5-7

تفصیل: 3-2-1...د دې زړه پوري یوه اونۍ فضایی تجربی څخه د خوند اخیستلو لپاره ځانونه چمتو کړئ! زده کوونکي به د ستورو په لور لاسونه وغځوي کله چی هغوي د عملی څیړنو او فعالیتونو له لارې راکټړی سره مخامخ شي. په دی عالي تجربه کی به د نمونه یې راکټونو ډیزاین کول او جوړول شامل وي، کله چی د انجینرۍ ډیزاین پروسه، د راکټ الوتنې مرحله، او د پیل ازموینې په څیر مهم موضوعات سپړل کیږي یا تجربه کیږي.

نیټی او ځایونه:

د 2025 کال د جولائ 14 څخه تر 18 نیټی پوری یا د 2025 کال د جولائ 21 څخه تر 25 نیټی
Nokesville ښوونځئ کی

ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو

ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.

د زده کړی تادیه/فیس باید د زده کوونکی په چټکی سره پیسی ورکول / Student Quick Pay پروګرام له لاری ورکړل شي.

ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.

آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وکړئ Christine Good سره د [email protected] بریښنالیک یا Tim Vaughan سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.

ګفټډ تعلیم او د استعداد پراختیا موندلو کمپ

د جاسوسی کمپ: د 4 څخه تر 5 ټولګي پوری

موجوده ټولکي: 4-5

تفصیل: د دغی یوې اونۍ پروګرام په ترڅ کې، زده کوونکي به د ریاضي، ستونزو حل کولو، او د انتقادي فکر کولو فعالیتونو له لارې کریپټوګرافي او جاسوسي مهارتونه زده کړي.

* دا کمپ د ټولو زده کوونکو لپاره پرانیسئ دی، نه یوازې ګفټډ زده کوونکو لپاره.

نیټی او ځایونه:

د 2025 کال د جولائ 14 څخه تر 18 نیټی پوری یا د 2025 کال د جولائ 21 څخه تر 25 نیټی
Nokesville ښوونځئ کی

ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو

ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.

د زده کړی تادیه/فیس باید د زده کوونکی په چټکی سره پیسی ورکول / Student Quick Pay پروګرام له لاری ورکړل شي.

ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.

آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وکړئ Melissa Edmonds سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.

د انګلسی ژبی زده کړي کمپونه

زده کړه: وړکتون STEM د انځوریز کتابونو له لاری د / Picture-Perfect STEM

موجوده ټولکي: وړکتون

تفصیل: Picture-Perfect STEM / د انځوریز کتابونو له لاری د STEM زده کړه متنوع او پام را اړونکی کتابونه یو ځائ کوي تر څو دا په ډاګه کړي چی سایٔنس، ټیکنالوژي، انجنیري او ریاضي څرنګ په ریښتینې نړۍ کې د یو بل لار څخه تیریږي. زده کوونکي به د زده کړې په موخه د لوست پرمهال د STEM په فعالیتونو کې ښکیل شي. هغوي به پلان کونه او څیړنه ترسره کړي؛ معلومات/ډاټا به تحلیل او تجزیه کړي؛ تشریحات به وړاندی کړي او حلونه به رامنځ ته کړي.

نیټی او ځایونه:

د 2025 کال د جولائ 14 څخه تر 18 نیټی پوری یا د 2025 کال د جولائ 21 څخه تر 25 نیټی
Nokesville ښوونځئ کی

ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو

ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.

د زده کړی تادیه/فیس باید د زده کوونکی په چټکی سره پیسی ورکول / Student Quick Pay پروګرام له لاری ورکړل شي.

ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.

آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Diane Fernandez سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.

زده کړه: د 1 څخه تر 2 ټولګي پوری زده کوونکو لپاره موجوده ټولکي STEM د انځوریز کتابونو له لاری د / Picture-Perfect STEM

موجوده ټولکي: 1 څخه تر 2

تفصیل: Picture-Perfect STEM / د انځوریز کتابونو له لاری د STEM زده کړه متنوع او پام را اړونکی کتابونه یو ځائ کوي تر څو دا په ډاګه کړي چی سایٔنس، ټیکنالوژي، انجنیري او ریاضي څرنګ په ریښتینې نړۍ کې د یو بل لار څخه تیریږي. زده کوونکي به د زده کړې په موخه د لوست پرمهال د STEM په فعالیتونو کې ښکیل شي. هغوي به پلان کونه او څیړنه ترسره کړي؛ معلومات/ډاټا به تحلیل او تجزیه کړي؛ تشریحات به وړاندی کړي او حلونه به رامنځ ته کړي.

نیټی او ځایونه:

د 2025 کال د جولائ 14 څخه تر 18 نیټی پوری یا د 2025 کال د جولائ 21 څخه تر 25 نیټی پوری
Nokesville ښوونځئ کی

ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو

ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.

د زده کړی تادیه/فیس باید د زده کوونکی په چټکی سره پیسی ورکول / Student Quick Pay پروګرام له لاری ورکړل شي.

ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.

آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Diane Fernandez سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.

زده کړه: د 3 څخه تر 5 ټولګي پوری زده کوونکو لپاره STEM د انځوریز کتابونو له لاری د / Picture-Perfect STEM

موجوده ټولکي: 3 څخه تر 5

تفصیل: Picture-Perfect STEM / د انځوریز کتابونو له لاری د STEM زده کړه متنوع او پام را اړونکی کتابونه یو ځائ کوي تر څو دا په ډاګه کړي چی سایٔنس، ټیکنالوژي، انجنیري او ریاضي څرنګ په ریښتینې نړۍ کې د یو بل لار څخه تیریږي. زده کوونکي به د زده کړې په موخه د لوست پرمهال د STEM په فعالیتونو کې ښکیل شي. هغوي به پلان کونه او څیړنه ترسره کړي؛ معلومات/ډاټا به تحلیل او تجزیه کړي؛ تشریحات به وړاندی کړي او حلونه به رامنځ ته کړي.

نیټی او ځایونه:

د 2025 کال د جولائ 14 څخه تر 18 نیټی پوری یا د 2025 کال د جولائ 21 څخه تر 25 نیټی پوری
Nokesville ښوونځئ کی

ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو

ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.

د زده کړی تادیه/فیس باید د زده کوونکی په چټکی سره پیسی ورکول / Student Quick Pay پروګرام له لاری ورکړل شي.

ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.

آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Diane Fernandez سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.

د ریاضی ښه کولو/وده موندلو کمپونه

د ریاضیاتو ذهنیت: وړکتون څخه تر لومړي ټولګی پوری

موجوده ټولکي: وړکتون او 1

تفصیل: د ریاضیاتو د ذهنیت پروګرام د ښوالی یا وده موندلو یو فرصت دی چې د زده کوونکو د ریاضی ذهنیتونو هڅولو او د ریاضیاتو مثبته ټولنه رامینځته کولو لپاره ډیزاین شوئ دۍ. دا کمپ به زده کوونکو ته فرصتونه برابر کړي ترڅو د ستونزو حل کولو مهارتونه رامنځ ته کړي، د ریاضیاتو سره بوخت شي، او د ریاضیتاتو په اړه خپله پوهه ژوره کړي. د عملی کارونو او لوبو له لارې، زده کوونکي به د ریاضي مختلف موضوعات وپلټي.

نیټی او ځایونه:

د 2025 کال د جولائ 14 څخه تر 18 نیټی پوری یا د 2025 کال د جولائ 21 څخه تر 25 نیټی پوری
Nokesville ښوونځئ کی

ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو

ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.

د زده کړی تادیه/فیس باید د زده کوونکی په چټکی سره پیسی ورکول / Student Quick Pay پروګرام له لاری ورکړل شي.

ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.

آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وکړئ Kate Roscioli سره د [email protected] بریښنالیک یا Kelly Pratte سره د [email protected] بریښنالیک لاری اړیکه ټینګه کړئ.

د ریاضیاتو ذهنیت: د 2 څخه تر 3 ټولګي پوری

موجوده ټولکي: 2 او 3

د ریاضیاتو ذهنیت: د 4 څخه تر 5 ټولګي پوری

موجوده ټولکي: 4 او 5

تفصیل: د ریاضیاتو د ذهنیت پروګرام د ښوالی یا وده موندلو یو فرصت دی چې د زده کوونکو د ریاضی ذهنیتونو هڅولو او د ریاضیاتو مثبته ټولنه رامینځته کولو لپاره ډیزاین شوئ دۍ. دا کمپ به زده کوونکو ته فرصتونه برابر کړي ترڅو د ستونزو حل کولو مهارتونه رامنځ ته کړي، د ریاضیاتو سره بوخت شي، او د ریاضیتاتو په اړه خپله پوهه ژوره کړي. د عملی کارونو او لوبو له لارې، زده کوونکي به د ریاضي مختلف موضوعات وپلټي.

نیټی او ځایونه:

د 2025 کال د جولائ 14 څخه تر 18 نیټی پوری یا د 2025 کال د جولائ 21 څخه تر 25 نیټی پوری
Nokesville ښوونځئ کی

ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر غرمی - 12:30بجو