د ویرجینیا اساسي قانون سیمه ایزه ښوونځي بورډ ته دا صلاحیت ورکوي چې د ښوونځي بورډ تر کنټرول لاندې د عامه ښوونځیو چاری وڅاري. په دۍ صلاحیت کې د زده کوونکو څخه د نظارت کولو او ډیسپلین واکٔ شامل دی.
د هر زده کوونکي او ښوونځي کارکوونکی د روغتیا خوندیتوب، او حقونو او د ښوونځي د ملکیت ساتنې ډاډ رامنځ ته کولو سره د پرنس ویلیم کاؤنټي ښونځي بورډ د ټولو زده کوونکو لپاره د یو برابر تعلیم حقونو خوندي کولو لپاره هڅه کوي چی د هغوی د وړتیاو، ګټو، ارزښتونو، او موخو سره په مطابقت کې وي.
په هر صورت، د ځوانانو د روزنې او ښوونې دنده باید د ښوونځي ټولنې ټولو غړو - زده کوونکو، مسلکی ښوونکو، اداره کوونکو، د روزنې ملاتړ متخصصینو پرسونل، او د والدینو لخوا په ګډه سره تر سره شی څوک چی د ښوونځي د قواعدو او د زده کړې بهیر بشپړتیا ملاتړ مسؤلیت په غاړه لري.
دا د والدینو دنده ده چې د ښوونځي په چاپیریال کی مسؤلیت په غاړه اخیستلو لپاره ماشوم چمتو کړۍ- په دی کی د زده کړی او د ښه اخلاقو ښودلو مسٔولیت شامل دي کوم چی د بل کس خوندیتوب او حقونو څخه سرغړونه نه کوي. ښوونځي د هر زده کوونکي څخه د مناسب او ځان ډیسپلینولو چلند تمه لرلو حق لري. دا چې ځان ډیسپلینول د بهر څخه نه شی تحمیل کیدي، زده کوونکو ته باید تر یوي کچې پورې د انتخاب او عمل کولو اجازه ورکړل شي تر څو خپل انفرادي وړتیاوی او لیاقت ته وده ورکړۍ.
د ویرجینیا کوډ 78- 22.1§ دا په ډاګه کوي چی: "د ښوونځي بورډ ممکن ښوونځي ته د تګ او بیرته راتګ چلند په شمول د زده کوونکو د مناسب ډسیپلین کولو لپاره مګر دغو پورې محدود نه دی، قوانین او مقررات خپل کړی." د ښوونځي بورډ هغه قواعد کوم چې د زده کوونکو چلند اداره کوي، د چلند کوډ (COB) کې لنډیز شوي دي او د ښوونځی بورډ په پالیسیو کی او د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) مقرراتو کې هم په ډاګه شوي دي.
PWCS دا ویژن لري چی هر زده کوونکی د پوهی ، مهارتونو او د ذهنی عادتونو سره په خپل وخت فارغ شي کوم چی د هغوي او د ټولنې ځلانده راتلوونکي رامینځته کولو لپاره اړین دي. د دې پای ته رسولو لپاره زمونږ ماموریت کې د هر زده کونکي او هر کارمند څخه هره ورځ د غوره والي تمه سره د هر اړخیزو کړنو او مساواتو ژمنتیا شامله ده. برسیره پردې، مونږ ژمن یو چې پخپل ډیویژن او د ښوونځي په ټولنو کې خپل اصلي ارزښتونه روښانه کړو. کله چی مونږ د زړه له کومي د دی ډاډ رامنځ ته کولو هڅه کوو چې ټول زده کوونکي په خپلو اړوندو ښوونځيو کې مثبت اقلیم او کلتور تجربه کوي، مونږ به د خپلو زده کوونکو په مساواتو او د یو برابر فرصتونو سره سره د هغوي د ستونزو څخه د راوتو په وړتیا، هوساینې هم تمرکز ساتو.
د ډیویژن په کچه د بیرته پر ځائ کوونکی اقداماتو یا قوانینو، د ملاتړ څو پوړه یا ګڼ شمیر سیسټمونو (MTSS) له لاری، او د ښوونکي کلتوري وړتیا ته د ودی ورکولو سره کوم چې د ویرجینیا د پوهنې څانګی (VDOE) معیارونو سره به مطابقت دي، PWCS به د زده کړې یو داسی چاپیریال وړاندی کړي چې پیوستون ته وده ورکوي، د تړاو احساس رامنځ ته کوي، او د ټولو زده کونکو لپاره ټولنیز او احساساتي روغتیا لپاره هڅه کوي.
که چیرته د دې سند او د PWCS پالیسیو او مقرراتو، آیالت یا فدرالي/مرکزی حکومت قانون ترمنځ کوم توپیر یا شخړه ولیدل شي، د آیالت یا مرکزی حکومت قانون باید لومړیتوب ومومي. د ښوونځي کال په اوږدو کی د آیالت یا مرکزی حکومت قانون، د ښوونځي بورډ اړوند پالیسیو او مقرراتو، یا د مسؤلیت لرونکو دفترونو نومونو سره مطابقت لرلو په موخه ممکن په COB کی بدلونونه رامنځ ته شي. د COB قانون هغه نسخه چی د PWCS په ویب پاڼه کې خپریږي، رسمي نسخه ده.
د 9669-572-844-1- شمیری ته په زنګ وهلو سره یا د SaySomething.net له لاری پټ راپوری ورکړئ.
د App Store یا د Google Play Store څخه په وړیا ډول پروګرام ډاونلوډ کړۍ چیرته چی تاسو د پروګرام د تر لاسه کولو څخه وروسته په چټکه توګه خبر ورکولی شۍ، له ستاسو څخه به د څلور عدد کوډ غوره کولو لپاره غوښتنه وشی او باید په یاد یی ولرۍ.
په بیړني حالت کې 911 شمیری سره اړیکه ټینګه کړئ.
د ځورونې یا د تبعیض نورو بڼو په اړه باید د ښوونځي مدیر یا د عنوان IX او د زده کوونکي مساواتو څانګی ته په 6839-374-571 شمیری راپور ورکړل شي.
هغه زده کوونکي چې په خپل ملکیت کې داسې کوم څیز ومومي چې په ښوونځي کې منع وي، باید په سمدستي ډول اداره کوونکي یا کوم بل اداری کارکوونکی ته راپور ورکړي؛ په هر ډول تعقیبي اقدام کی باید دا خبره په پام ونیول شي چې زده کوونکي په داوطلبانه شکل دا کار د اداری کارکوونکی پام ته راوړی.
د زده کوونکی د چلند ملاتړ
اصلاح کوونکی یا رغوونکی اقدامات
اصلاح کوونکی یا رغوونکی اقدامات یو راپورته کیدونکی ټولنیز ساینس دی کوم چې په ټولنو کې د خلکو او ټولنیزو اړیکو تر منځ د اړیکو پیاوړې کولو په څرنګوالی څیړنه تر سره کوي. څیړنې ښیې چې د رغوونکی اقداماتو کارول د ښوونځي اقلیم ښه کوي او د زده کوونکو د تعلیق او ډسپلین ناخوالی یا فرق کموي. څیړنې په ډاګه کړي ده چې د ښوونځي خوندیتوب ته د ښوونځي څخه بهر ځنډونی، د صفر زغم پالیسی، او "سختیدل" چلندونه غیر موثر دي او د منفي ټولنیزو او اکادمیکی پایلو خطر زیاتوي، په ځانګړې توګه د تاریخي پلوه زیانمنونکو ډلو ماشومانو لپاره.
د هر زده کوونکي سره د هغه د اړتیاو پر اساس د یو فرد په توګه چلند کول.
د زده کوونکو پرمختګ هڅول، څارل او ارزول.
د والدینو سره په آزادانه ډول اړیکی جوړول او ساتل.
د هر ښوونځي کال په پیل کې د زده کوونکو سره د COB په اړه خبری اتری کول او د ښوونځي کال په بهیر کی په دورانی ډول د بیا ځلی کتلو موقع رامنځ ته کول؛
په ټول ښوونځیو کی سراسري د ښوونځي بورډ او د COB لارښوونو او مقرراتو سره په مطابقت د ښوونځي مقررات او قوانین جوړول او پلي کول.
د ټول ښوونځی کال په بهیر کی په نوم لیکنی کولو سره ټولو نوي زده کوونکو ته د COB په اړه لارښوونه کول او ورته لاسرسي ورکول.
د زده کوونکي د اړتیاوو او په ټوله کی د ښوونځي چاپیریال پر اساس د عمل کولو لپاره پلان چمتو کول، تر کومه چی امکان ولري.
د هر انفرادي زده کوونکی تعلیمي ریکارډ ساتل چی په هغی کی د زده کوونکي اړوند انضباطي کړنو ریکارډ هم شامل وي.
په دغه ډول ریکارډ کی ممکن د پولیسو لخوا نیول یا د محکمې پریکړی په اړه معلومات موجود وي که چیرته زده کوونکی په غیرقانوني کړنو کې لاس ولري. هر کله چې د ماشومانو د محکمې چارواکو لخوا سزا ورکړل شي، دا ممکن "نیول یا بندی کول" وګڼل شي حتی که زده کوونکی په فزیکي ډول د پولیسو لخوا په توقیف کی اخیستل شوی هم نه اوسی.
کله چې زده کوونکي د ناوړه چلند راپور ورکوي په کوم کی چی د COB څخه سرغړونه شامل وي، د ښوونځي اداره کوونکي د مناسب تعقیبي اقداماتو مسؤلیت په غاړه لري. ښوونکي، سلاکاران او نور د زده کړې خدماتو کارکوونکي مسؤلیت لري چې زده کوونکو سره مرسته وکړی تر څو د اداره کوونکو څخه اړینه مرسته تر لاسه کړای شي. د هر زده کوونکي شکایت ته د ښوونځی کارکوونکو ځواب باید مستند شي.
کورنۍ د ملتیا کوونکو په توګه
د ښوونځيو د خوندي کولو، د اغیزمنه زده کړې چاپیریال رامینځته کولو او د ماشومانو ټولنیز-احساساتي پراختیا ته وده ورکولو کې PWCS د ښوونځیو او کورنیو ترمینځ د ملتیا په ارزښت پوهیږي. PWCS د کورنیو او ښوونکو تر منځ د مثبتو اړیکو په اهمیت ټینګار کوي او کورنی هڅوی چی په یو داسی ځای کی دی یوځای شي چیرته چی هغوي د خپلو ماشومانو لباره د خپلو اندیښنو په اړه خبری وکړي، وړاندیزونه وړاندی کړي او د خپلو ماشومانو په اړه معلوماتونه تر لاسه کړاۍ شی تر څو د ښوونځي ټولنی د پیاوړې کولو په موخه د کورنیو او ښوونځیو ترمینځ مثبت ملګرتیا رامینځ ته کړۍ.
د ویرجینیا قانون تر لاندې والدین مسٔولیت لري چې:
د زده کوونکو د چلند معیارونو پلي کولو او د ښوونځي اجباري حاضري پلي کولو کې د ښوونځي سره مرسته وکړۍ ترڅو ښوونه او روزنه په یو داسی چاپیریال کی تر سره شی چی خلکو او ملکیت ته د ګډوډي او ګواښ څخه پاک وي، او د انفردي حقونو ملاتړ کوونکي وي. (د ویرجینیا کوډ (a)، § 22.1-279.3).
COB بیا ولولی او تایید یی کړي، د زده کوونکو مناسب چلند ته وده ورکړۍ، د زده کوونکي د دسپلین په برخه کی د ښوونځي سره مرسته وکړۍ او د ښوونځي چارواکو سره وګورۍ که در څخه غوښتنه وشوه ترڅو د ډسپلین او ښوونځي حاضرۍ اړوند ستونزو په اړه بحث تر سره شي.
یو بیان لاسلیک کړئ چې دا په ډاګه کړی چې هغوی په خپلو مسؤلیتونو پوهیږي. دا بیان په ParentVUE کې د " بیرته ښوونځي ته د ستنیدو" په پاکټ کی شتون لري.
د ښوونځي له پیل کیدو څخه وړاندۍ یا د ښوونځي کال په لومړنیو اوونیو کې زر تر زره د COB کلنۍ بیاځلی کتنه او نور اړین قانوني اعترافونه بشپړ کړئ.
دا ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو ماشومان د ښوونځي لپاره مناسب پوښاک لري څرنګ چې د جامو کوډ یا قانون کی مشخص شوي دی او کوم چې په سیمه ییزه ښوونځیو کې د زده کوونکو، والدینو او د کارکوونکو لخوا په ګډه سره جوړیږي.
د ډسپلین یا انضباطی موخو لپاره خارجیدو یا شړل کیدو څخه وړاندي مناسب او با معنی پروسی تګلاره تر لاسه کړي.
د مناسبی پروسی لپاره سلا مشوری تر سره کړي کله چې د تعلیق یا شړلو پریکړي سره لاس و ګریوان وي.
اړین اسناد ورته باید په داسی ژبه وژباړل شي او تشریح شي چی هغوي پری پوهیږي، کله چی وړاندیز وکړي.
د کلتوری باور تیا او نورو توپیرونو په شمول د بالغو کسانو او نورو زده کوونکو لخوا ورسره په ادب، درناوی او مناسب چلند تر سره شي.
حق لري چی له ځورونې، تبعیض او تیری څخه خلاص وي.
PWCS ژمن دۍ چی یو داسې چاپیریال رامینځته کړي په کوم کی چې زده کوونکی له ځورونې څخه خلاص وي. "ځورونه" د هر ډول سرزوری او ناغوښتل شوي چلند په معنی دۍ کوم چې قربانی ته د زیان رسولو، تهدیدولو یا سپکاوي کولو لپاره وي. په دی کی د برید کوونکي یا برید کوونکو او قرباني تر مینځ د رښتیني یا پوهیدونکي ځواک نا برابروالی شامل وي؛ او د وخت په تیریدو سره تکرار یږي یا د شدید احساساتي صدماتو لامل کیږي. ځورونه کې سایبری ځورونه(د انټرنیټ لاری ځورونه) هم شامله ده. په "ځورونه" کې په عادي ډول تنګول، ټونګي وهل، لفظی شخړه، یا دټولګیوالو سره شخړه نه ده شامله. هغه زده کوونکي چې په دې باور دي چې دوی د ځورونې سره مخ شوي دي هڅول کیږي چې د ښوونځي ادارې ته د دا ډول چلند راپور ورکړي. مهربانی وکړئ د فورمی په شمول د لا زیاتو معلوماتونو لپاره ځورونه وګورئ تر څو د ښوونځی چارواکو ته په لیکلی بڼه شکایت وکولئ شئ.
تبعیض هغه وخت رامینځته کیږي کله چې د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، جنډر پیژندنه، جنسي تعامل، حمل، ماشوم زیږون، یا اړوند طبي شرایطو له امله یو یا ډیرو اشخاصو سره توپیری چلند وشي یا ورته مناسب پاملرنه ونه شي، یا ورته د نورو په څیر یو ډول موقع ور نه کړل شي په شمول د عمر، ازدواجي حالت، پخوانی پوځی وضعیت، معلولیت، جینیټکی معلوماتو یا د کوم بل څیز پر اساس کوم چې د قانون لخوا منع شوی دي. د زده کوونکو یا د ښوونځی کارکوونکو پر وړاندې تبعیض په کلکه منع دۍ.
ځورونه د تبعیض یوه بڼه ده. ځورونه یو قسم بد چلند دۍ چې د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، جنډر هویت، جنسي تمایل، حمل، ماشوم زیږون، یا اړونده طبي شرایطو او شیدی ورکولو حالت په شمول د عمر، مدنی حالت، عسکری خدمت، معلولیت، جنیټکی معلوماتونو یا د کوم بل څیز پر اساس یو یا زیات کسان په نښه کوي کوم چې د قانون لخوا منع شوی دي. ځورونه یو فرد یا یوه ډله په داسې طریقه سپکوي، ګواښي، ډاروي یا ورته زیان رسوي چې له امله یی د هغه د خوندیتوب اندیښنه یا ویره رامینځته کیږي.
د هر لامل لپاره چی وي، د زده کوونکو یا ښوونځی کارکوونکو ځورول منع دي. مهربانی وکړئ د لا زیاتو معلوماتونو لپاره تبغیض او ځورونه وګورئ.
هغه زده کوونکي چې په دې باور دي چې هغوي سره تبغیضی چلند یا ځورول شوي دي، هڅول کیږی چی د ښوونځی مدیر یا د مساواتو او زده کوونکو چارو څانګی ته د TitleIXEquity@pwcs.edu بریښنالیک لا لاری یا په 6839-374-571 شمیره راپور ورکړۍ.
پلټڼه/تلاشی او ضبط کول
زده کوونکي به د هغه توکو لپاره مسؤل ګڼل کیږي چې هغوي یې له ځانه سره په ښوونځي یا د ښوونځي اړوند فعالیتونو کی لري. د زده کوونکو میزونه اوالماری د ښوونځي ملکیت دی، او د ښوونځي چارواکي د دوی د پلټنی حق لري. د ښوونځي ملکیت بیرته تر لاسه کولو لپاره یا د داسې توکو موندلو لپاره ممکن الماری یا میزونه وپلټل شي کوم چې په ښوونځي کې منع دي زده کوونکي، د هغوی اړوند توکي او د هغوی تر واک لاندې توکي (د موټرو په شمول) ممکن په ځینو حالاتو کې وپلټل شي لکه څرنګ چې په مقرره 1-737 "پلټنه او ضبط کول" کی ذکر شوي دي. د زده کوونکي د شخصي محرمیت او د غیر معقول لټون او ضبط کولو آزادۍ حق د ښوونځي په ټولنه کې د ټولو خلکو روغتیا، خوندیتوب، او هوساینې څخه د ملاتړ لپاره د ښوونځي د مسؤلیت سره برابر کړۍ دۍ. که چیرته د پلټنی پر مهال ناقانونه توکي وموندل شي، د قانون پلي کوونکي چارواکو ته به خبر ورکول کیږی. که چیرته یو زده کوونکی د تلاشی ورکولو څخه انکار وکړي کله چی ور باندی اداره معقول شک لري چې زده کوونکی له ځانه سره یا تر خپل کنټرول لاندي منع شوي توکي لري لکه څنګه چې مقرراتو کې تشریح شوي دي، والدین او/ یا چارواکو سره به اړیکه ونیول شي، او زده کوونکی ممکن د انضباطي اقدام سره مخ شي.
له ځانه څخه دفاع کول
آیا دا چی یو زده کوونکی د ځان په دفاع کې عمل کړی دی او که څرنګ، دا ممکن د انضباطي پریکړې کولو په وخت کې په پام کې ونیول شي. هغه معیارونه چې دا په ډاګه کړي چی یوه پیښه به د ځان څخه د دفاع عمل وګڼل شي او که څرنګ، باید لاندې شرایط ولري چې د دغه ډول ادعا ملاتړ وکړي:
باید د جګړې یا پیښې ته په هڅولو یا کولی کې بې ګناه اوسئ؛
باید د احتمالي خطر یا زیان څخه د ځان ژغورلو لپاره یی په مناسب ډول د اړتیا وړ ځواک څخه ډیر ځواک نه وي کارولی؛ او
د خطر یا زیان د کمولو یا له مینځه وړو لپاره بل په اسانۍ سره د لاسرسي وړ اختیار شتون نه درلود.
غچ اخیستل یا په قصدي ډول په جګړه کې ګډون کول د ځان دفاع نه ګڼل کیږي. د خطر یا زیان خطر کمیدو سره زده کوونکی باید ځانه ګوښه کړي او په سمدستي ډول د ښوونځي له کارکوونکو څخه مر سته وغواړي.
د مناسب اداری ځوابونو مشخص کولو په وخت کی د ځان څځه د دفعاع ادعا په پام کی نیولو لپاره طرزالعملونو کی باید د زده کونکي لپاره یو فرصت شامل وي چې د پیښې په اړه خپل نظر وړاندې کړي، همدارنګه د حقایقو إه اپه د ښوونځي پرسونل او د نورو نظر که مناسب وي، په شمول د نورو زده کوونکو او کارکوونکو چې کیدای شي د پیښې شاهدان وي یا کیدای شي د ښکیلو زده کوونکو تر منځ یی له دی مخکی خبری اتری اوریدلی اوسی. په ځینو مواردو کې، د زده کونکو ترمنځ تعامل ممکن د یوې پیښې څخه هاخوا وڅیړل شي ترڅو د متقابل عمل نمونې، تیر ګواښونه، او ځورونې وکتل شي<.
د ځان څخه د دفاع لپاره د ښوونځي په ملکیت کې هر ډول وسلې یا زیان رسونکي توکي په کلکه منع دي. د ښوونځي ملکیت یا د ښوونځي لخوا سپانسر شوي فعالیت کې د ځان څخه د دفاع لپاره د وسلو لرل یا کارول معتبره دفاع نه ده. د ښوونځي په ملکیت یا د ښوونځي لخوا تمویل شوي فعالیت کې د وسلو درلودل به د 775-1 مقرری, “"وسلې او نور منع شوي توکي" څخه سرغړونه وي.
د ګوښه توب او د جلاوالی کارول
د ویرجینیا کوډ 1: 279.1-22.1 § د پوهنې ریاست بورډ اړ کوي چی د ویرجینیا په لومړني او ثانوي ښوونځیو کې د ګوښه توب او محدودیت کارونی په اړه مقررات خپل کړي. "هغه مقررات چی د ګوښه توب او محدودیت کارول اداره کوي" (8VAC20-750-5 et seq.) هغه، (i) څه تعریفوي کوم څه چی ګوښع توب او فزیکي یوازی والی سره سره میخانیکي محدودیتونه، درمل جوړونې محدودیتونه، او ناوړه محرکونه رامنځ ته کوي؛ (ii) د میخانیکي محدودیتونو، فارماکولوژیکي محدودیتونو، او ناوړه محرکاتو کارول بندوي؛ (iii) هغه شرایط تشریح کوي چې له مخې یې د زده کونکي محدود کول یا جلا کول جواز لري. (iv) والدینو ته خبرتیا او راپور ورکولو چمتو کوي، د کارکوونکو او زده کوونکو سره د پیښو څخه وروسته د خبرو کولو لپاره، او د تعقیب لپاره کله چې یو زده کوونکی د ښوونځي کال په جریان کې له دوه ځله څخه زیات محدود یا جلا شوی وي؛ (v) د ویرجینیا د پوهنې ریاست (VDOE) ته د راپور وړاندی کول؛ (vi) د سیمه ییزه ښوونځیو ډیویژن اړ کوي چې د یوازیتوب او محدودیت کارولو په اړه پالیسۍ او طرزالعملونه غوره کړي؛ او (vii) د ښوونځي ټول پرسونل اړ کوي چی د یوازیتوب او محدودیت څخه د مخنیوي لپاره په تخنیکونو کې وروزل شي او د ښوونځي پرسونل چې د زده کونکو سره کار کوي چې احتمال لري محدود یا جلا وي باید د زده کوونکي د مخنیوي یا جلا کولو لپاره د خوندي میتودونو په اړه اضافي روزنه ترلاسه کړي
د زده کوونکی توقعات
زده کوونکی، ښوونځی کارکوونکی او والدین د منظم او خوندي ښوونځي چاپیریال لپاره په ګډه مسؤلیت په غاړه لري. د نشه یی توکو، وسلو، یا نور فکتورونه چې ممکن د نورو زده کوونکو یا د ښوونځي چاپیریال لپاره زیانمن وي، باید په اړه یی راپور ورکړل شي. د COB سرغړونو راپور ورکولو له امله که د غچ اخیستلو کوښښ یا عمل تر سره کیږی باید په اړه یی د اصلاحی عمل له لاری اقدام تر سره شی چی په هغی کی د ښوونځی څخه ویستل هم شامل دي.
هغه زده کوونکي چې د نشه یی توکو، وسلو، تاوتریخوالي، یا نورو ناوړه کړنو په اړه معلومات لري کوم چې ممکن نورو زده کوونکو یا د ښوونځي چاپیریال ته زیان رسوي، او که د ښوونځی چارواکو ته یی په اړه راپور ورکولو کی پاتی راشي، ممکن د انضباطی اقدام سره مخ شي.
هغه زده کوونکي څوک چې په خپل ملکیت کې داسې کوم څیز ومومي چې په ښوونځي کې منع وي، باید په اړه یی زر تر زره د ښوونځی اداره کوونکی یا د ښوونځی کوم بل کارکوونکی ته راپور ورکړۍ. د ښوونځي کارکوونکی څوک چې وروسته د دی دوسیی تعقیبولو مسٔولیت په غاړه لری باید دا خبره په پام کې ونیسي چې زده کوونکی په داوطلبانه ډول دا ستونزه د ښوونځی کارکوونکی په پام کې راوړی وه. زده کوونکي باید زر تر زره له اداره کوونکی، ښوونکي، سلاکار یا کوم بل باوري بالغ کس خبر کړی که چیرته هغوی معلومات یا باور لري چې هغوی د ناوړه چلند قربانیان دي کوم کار چی د COB څخه سرغړونه ده.
د حاضرئ پالیسی
د ویرجینیا قانون پر اساس کله چی ښوونځی خلاص وي، زده کوونکي هره ورځ ښوونځي ته د حاضریدو مسؤلیت په غاړه لري. په مقرره 1-724 "حاضري، غیر حاضري، عذرونه، او ځنډ سره حاضریدل" کې د زده کوونکو د حاضری اړوند ځانګړي معلومات شتون لري لکه څرنګ چې دلته لنډیز شوي دي. غیر حاضرۍ، او په ځنډ سره حاضریدل او / یا له وخت مخکی رخصت کیدل باید د والدینو او/ یا د ښوونځي کارکوونکو لخوا مستنده تاییدی ولري. له ښوونځي څخه د غیر حاضرۍ په نتیجه کی د غیر حاضری غذر کولو لپاره والدین باید په پنځه ورځو کی دننه د ښوونځي مناسب کارکوونکو ته اسناد په لاس ورکړی. د عذر شوي غیرحاضريو لپاره د ټولګي دنده د 1-724 مقرراتو سره سم لاس ته کیدی شي. زده کوونکی یا والدین د کورنی دندی ترلاسه کولو مسؤلیت په غاړه لري. هغه زده کوونکي چی ښوونځي ته ناوخته راځي باید ښونځي ته د ننوتلو لپاره د ښوونځي طرزالعمل تعقیب کړي.
له وړاندی څخه د ښوونخی مدیر د هوکړئ سره، د عالي شوونځی د وروستی کال زده کوونکی ممکن د کالج لوم لیکنی لپاره یا د فراغت وروسته د دندو لپاره غوښتنلیک سپارلو په موخه عذر شی.
د زده کوونکي په کورنۍ یا کور کې مړینه.
محکمې ته په حتمی ډول د حاضریدو په وخت.
د مذهبي رخصتۍ د لمانځلو په موخه (د دغه ډول غیر حاضری له امله، زده کوونکي باید د هیڅ ډول جایزې لپاره د سیالی کولو یا د بدیلی آزموینې یا ازموینې تر سره کولو حق لپاره د کومی جایزی یا وړتیا لرو څخه بی برخی پاتی نشی).
د 1-724 مقرراتو پر اساس، د غیر حاضری لپاره مخکې له مخکې منظوری اخیستلو څخه باید ډده وشی او د هری قضیې څرنګوالی ته به په کتو سره یوازې د مدیر یا د هغه د استازی لخوا منظوریږي. زده کوونکی هڅول کیږی چی کورنۍ سفرونه د ښوونځي رخصتیو او د اوړی رخصتیو پرمهال تنظیم کړی. د کورنۍ سفرونو غیرحاضری به نه عذر کیږی پرته له دې که چیرته په غیر معمولي شرایطو کی تر سره شوي اوسی. دا مشخص کول چی آیا غیر معمولي حالات شتون لري او که څرنګ، د زده کوونکو چارو څانګی سره په همغږی دا پریکړه کول یوازی د ښوونځی مدیر په اختیار کې ده. دا په ډاګه کولو لپاره چه آیا له وړاندی څخه منظور شوي غیر حاضری ومنل شی یا ونه منل شی، د غیر حاضری لپاره د دلیل په توګه دا ډول فکتورونه، د وړاندیز شوی تجربی تعلیمی ارزښت او د زده کوونکي په اکاډمیکی پرمختګ باندی اغیزی به په پام کی نیول کیږي.
له وړاندی حخه منظور شوی غیر حاضریو لپاره ځینی لاملونه چی د نظامي والدینو د سوق اړوند وي.
هر هغه زده کوونکی چې د آیالت لخوا په رسمیت پیژندل شوي یا په فدرالي توګه پیژندل شوي قبایلي قوم غړی وي او چی په دولت مشترکه کې ځای پر ځاي شوي وي او په قومی پروګرامونو کی د ګډون کولو په موخه له ښوونځي څخه غیر حاضر وي، باید هغه ته په هر تعلیمي کال کې یو عذر شوی غیر حاضري ورکړل شي، په دې شرط چې د زده کونکي والدین له واندی څخه ښوونځي ته د غیر حاضری په اړه خبر ورکړي.
د لږولو یا ټیټولو شرایطو علتونه چې د مدیر لخوا یی قضاوت تر سره کیږي.
یوازی د مجازی لاری زده کوونکی. کوم چې د ځانګړي شرایطو له امله د بدیل حاضري/ګډون طرزالعمل لپاره یی غوښتنه نه وي کړی او د ښوونکي او/یا مدیر لخوا یی غوښتنه نه وي منل شوی او خپله کمره نه فعالوي او د ښوونځی یا ټولګي لپاره د لارښوونې او زده کړې فعالیتونو پرمهال د ښوونکي لخوا نه لیدل کیږي؛
د غیر حاضری لپاره د مناسب دلیل یا غوښتل شوي اسناد وړاندې کولو کې پاتې راتلل.
له وړاندی څخه تنظیم شوي غیرحاضري تر سره کول پرته د ښوونځي د مدیر د هوکړی.
د ویرجینیا کوډ، د ویرجینیا د ښوونی او روزنی ریاست او د PWCS مقررات 1-724، "حاضرۍ، غیر حاضری، عذرونه او په ځنډ سره حاضریدل" پر اساس، ښوونځي به د حاضری مداخلې ناستې رامینځته کړي او د هغو زده کوونکو لپاره به د حاضری ښه کولو پلانونه جوړوی څوک چې پنځه یا ډیری نا عذر شوۍ غیر حاضري تر سره کوي. د والدینو څخه مکن وغوښتل شي چې د حاضری په اړه د مداخلې ناستو کې برخه واخلي. په زیاته کچه د ښوونځی څخه تښتدونکی زده کوونکو والدین ممکن د حاضري د اجباري قوانینو پابندۍ نه کولو له امله قانوني چلند سره مخ شی.
د زده کوونکو جامی او لباس (ظاهری بڼه)
زده کوونکي هڅول کیږي چې په ښوونځي کی د بریا لپاره هره ورځ لباس واغوندئ پداسې حال کې که په ښوونځي کی وی او که په مجازی ډول، د زده کوونکو عمومي ظاهری بڼه باید د ټول شموله ښوونځي ټولنې روغتیا او خوندیتوب پراساس وي. دا ښکاره ده چې د زده کوونکي لباس ممکن د ښوونځي په جریان کې د بهر هوا شرایطو پوری اړه ولري په هر صورت، زده کوونکي باید د داسی لباس اغوستلو څخه ډډه وکړي کوم چې ممکن د تعلیمي پروسې لپاره د خنډ یا ګډوډی لامل شي یا د زده کوونکو یا د نورو د فزیکي او احساساتي روغتیا او خوندیتوب د خطر سره مخ کړۍ. د هغه زده کوونکي ظاهری بڼه چی لارښوونی کی حلل رامنځ ته کوي، ممکن د لباس بدلولو لپاره ور څخه غوښتنه وشي.
د PWCS د زده کوونکي د لباس او ظاهری بڼی لارښوونې د زده کوونکي څرګندونې کی مساواتو ډاډ رامینځته کړي، او کارکوونکو د پلي کولو کې د اطمینان تضمینولو لپاره رامینځته شوي دي او د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، جنډر هویت، جنسي تمایل عمر، معلولیت، جینټکی معلومات، یا کوم بل څیز پر اساس د تبعیض کولو لپاره ندي رامینځته شوي کوم چې د قانون لخوا منع شوی دي. د جامو یا لباس او سینګار یا ظاهری بڼی معیارونه د جنسیت، جنسیت پیژندنې، یا جنسیت بیان په پام کې نیولو پرته په ټولو زده کونکو باندې مساوي تطبیق کیږي.
زده کوونکو ته اجازه ورکړل شوې چې هر ډول مذهبي او توکمیز مشخص یا د پام وړ سر پوښاک یا ویښتانو سټایل جوړ کړۍ. د سر پټولو او ویښتو سټایل اجازه لرونکي څیزونو کی شامل دی مګر دغو محدود نه دي:
چوټی شوي ویښتان؛
چوټی ګانو سټایل
د سر پوټولو دسمال
حجاب
اضافه ویښتان
د یهودانو د سرخولی
د پوښاک په منع شوي توکو کی شامل دي:
د لباس هغه توکی چی:
د لوڅ بدن یا غړی تر هغه کچې پوری ښکاره کیدل چې ممکن د نورو زده کوونکو یا ښوونځی کارکوونکو د پام ګډوډولو لامل وګرځی.
د موټورو /وسایطو امتیازاتو څخه ناوړه ګټه اخیستل – موټرونه او نور وسایط ممکن یوازې د ادارې په اجازه د ښوونځي ملکیت ته راوړل شي او باید د ښوونځي مقرراتو، آیالت او سیمه ایزو قوانینو سره په مطابقت په خوندي ډول وکارول شي. هر هغه موټر چی د ښوونځی په ملکیت کی موجود وي یا وچلول شي، د موټر مالک/چلوونکی د 737-1 مقرری "تلاشی او ضبط کول،" پر اساس د شک په صورت کی د منع شوي توکو د پلټلو لپاره چی امکان دی ولري په موټر کی موجود وي، په ښوونځی کی د موجود موټر تلاشی کولو ته باید خپل رضایت څرګند کړي. سرغړونکي به په ښوونځي کې د اصلاحی عمل سره مخ کیږي، امکان دی ولري چی پدی کی د ښوونځي په ملکیت کی د موټر چلولو امتیاز له لاسه ورکول، د ښوونځي څخه بهر تعلیق، لا زیات انضباطی اقدامات او د تطبیق وړ قانوني جریمې شاملی وي.
برید کول – یو قصدي عمل دیی چې بل کس د زیان رسونکي یا تیری کوونکي تماس له امله په معقول ډار کې اچوي.
د ښوونځي ډیویژن کارکوونکی باندی برید او/یا وهل ټکول - د ښوونځي څانګې په هر کارکوونکی یا د کوم بل کس باندی برید کول او یا د ښوونځی کارکوونکی وهل ټکول (لکه څرنګ چی دلته په ډاګه شوي دي) په کلکه منع دي.
وهل ټکول – کله چې یو شخص په قصدي ډول د بل کس سره زیان رسونکي یا ناوړه لمس رامنځ ته کوي.
ځورونه – –"ځورونه" د هر ډول تیری او ناغوښتلی چلند په معنی ده چې د قرباني شخص ته د زیان رسولو، تهدیدولو یا سپکولو لپاره وي. د برید کوونکي یا برید کوونکو او قرباني تر منځ ریښتینی یا غیرتوازن زور پکې شامل وي؛ او د وخت په تیریدو سره بیا بیا تکراریږي یا د شدید احساساتي صدمی لامل کیږي. ځورونه کې سایبری ځورونه(د انټرنیټ لاری ځورونه) هم شامله ده. په "ځورونه" کې په عادي ډول تنګول، ټونګي وهل، لفظی شخړه، یا دټولګیوالو سره شخړه نه ده شامله. زده کوونکي باید سمدستي د هر ډول ځورونې پیښو په اړه د "ځورونې شکایت" فورمی, په لفظي ډول یا د اړیکه ټینګولو نورو وسیلو له لارې ښوونکي، سلاکار یا مدیر ته راپور ورکړۍ. زده کوونکي په کلکه توګه د ځورونې په اړه راپور ورکولو ته هڅول کیږي.
د هغه زده کوونکي څخه غچ اخیستل په جدی ډول منع دۍ څوک چې د ځورونې په اړه راپور ورکوي یا د ځورونې په اړه په څیړنه کې برخه اخلي او سرغړونکی به یی د اصلاحي عمل له لاری اصلاح شي او امکان دی ولري چی پر زد یی لا زیات انضباطبی اقدام تر سره شۍ.
سایٔبری ځورونه د ځورونې یو بڼه ده چې په دی کې د انترنیت له لاری د بریښنایی پیغامونو او/یا عکسونو لیږدول، لاس ته راوړل یا څرګنده کول شامل دي. سایٔبری ځورونه د یو زده کوونکي لخوا بل زده کوونکی ته د ګواښ کولو په معنی ده، په عمومی توګه د بریښنالیکونو، متنونونو یا د ویب پاڼو له لارې (د بیلګې په توګه بلاګونه، د ټولنیزو شبکو له لاری). هغه بریښنایی پیغامونه چې نورو ته د زیان رسولو په موخه د قصدي، دښمنانه، زیان رسوونکي پیغامونو ملاتړ کوي د ځورونې یوه بڼه ده. سایبر ځورونه کې داسې څیزونه شامل دي لکه د خصیص، فحش یا ګواښوونکي پیغامونو یا عکسونو لیږل؛ د بل شخص په اړه حساس، شخصي معلومات خپاره کول؛ د بل چا نوم څخه ګټه اخیستل ترڅو هغه شخص بد وګڼړل شی؛ او د بدنامولو لپاره آنلاین رایه ورکولو شخصی ویب پاڼې کارول.
هغه سایبری ځورونه به د زغملو وړ نه وي کوم چې په ښوونځیو کی، د ښوونځي په ملکیت، د ښوونځي اړوند فعالیتونو، یا د مجازی لارښوونې پرمهال یا په ټولنه کی پیښیږي او د زده کړی په چاپیریال بده اغیزه کوي یا ورکی حلل رامنځ ته کوي. هم دا ډول، هر هغه سایبری ځورونه چې د PWCS کمپیوټرونو، وسیلو، سیسټمونو، یا شبکو، په کارولو سره رامینځ ته کیږي یا د PWCS سیسټومونو یا شبکو کارولو پر مهال د شخصی وسیلو له لاری رامنځ ته کیږی(پرته د موقعیت په پام کی نیولو) په کلکه منع دي. دا ډول چلند د 295-1 مقرری, "د کمپیوټر سیسټمونو او د شبکې خدمات - د PWCS لخوا د انټرنیټ په مسؤلانه ډول کارول او د خوندیتوب پالیسي" او د 733-1 مقرری, "د زده کوونکو ځورونه" څخه سرغړونه ده.
هغه سایٔبری ځورونه چې د ښوونځي د ملکیت څخه بهر رامنځ ته شي او/یا که د PWCS کمپیوټرونو، وسایلو، سیسټمونو یا شبکو کارول په کی هم نه وي شامل ممکن د انضباطي اقدام پایله ولري که چیرته دا د ښوونځي یا د ښوونځيو څانګی په چارو کی د توکو له پلوه د ګډوډولو سبب ګرځی یا د سبب ګرځیدو احتمال ولري، د زده کوونکو یا کارکوونکو خوندیتوب یا رواني / فزیکي هوساینه ګواښي یا د ښوونځي ودانیو یا د ښوونځي ملکیت خوندیتوب ګواښي.
نقل کول او د بل چا افکار یا لیکنی غلا کول - زده کوونکي باید د امتحان، آزموینو، نهایی ارزونو، یا د ټولګیو دندو پر مهال نه د چا سره په (لیکلی، لفظی شکل یا د نورو لارو چارو) مرسته وکړی او نه ورڅخه مرسته تر لاسه کړۍ، کله چی دغی آزموینی ته په فردی ډول نمری ورکول کیږی. په نقل کې د کمپیوټر فایل، پروګرام، د پروګرام یوه برخه، یا د کمپیوټر اړوند نور معلومات بل چا ته ورکول شامل دي کله چې د ښوونکي له ځانګړي لارښوونې یا هوکړی پرته تر سره شي. د مقرراتو څخه هر ډول سرغړونه د نقل یا درغلی په معنی ده چیرته چی پکی بی ایمانی شامله وي.
والدینو سره به یی اړیکه نیول کیږي او زده کوونکی به د اکاډمیک سرغړونو لپاره مداخله تر لاسه کړی یا پایله وګوري. ښوونځي باید په خپلو هڅو کې د ویاړ ژمنې کارول شامل کړي ترڅو د ایماندارۍ په اهمیت ټینګار وکړي.
ادبي غلا د درغلۍ/نقل یوه بڼه ده. زده کوونکي مسؤلیت لري چی د هغه خلکو د چا څخه چې مرستې ترلاسه شوي په شمول هغه سرچینی په ډاګه کړی کوم څخه چی مواد راخیستل شوي، لنډیز شوي یا تفسیر شوی وي. د بل لیکوال یا زده کوونکي فکري کار د خپل ځان په ګټه کارول نقل یا درغلی کی حسابیږی، د بیلګې په توګه کاپي او پیسټ کول، د کوچني ترمیم یا رد او بدل سره کاپي او پیسټ کول، یا د لیکوال له ښکاره اجازې پرته کارول.
بی ایماني – زده کوونکي باید د ښوونځی کارکوونکو یا نورو زده کوونکو پر وړاندې غلط تورونه ونه لګوي او باید غلط معلومات ور نه کړی کوم چې ممکن نورو ته زیانمن وي یا د کارکوونکو په چارو کې مداخله وکړي. هغه زده کوونکي چی دا ډول ناسم راپورونه ورکوي، به ډسپلین کیږي.
نافرماني / بی احترامي – هیڅ زده کوونکی هم باید د ښوونځي د کارکوونکی لخوا مناسبه غوښتنه له پامه ونه غورځوی یا یی نافرماني ونه وکړي. هر هغه زده کوونکی چې د ښوونځي کارکوونکی ته سپکاوی وکړی ګواښونه، یا د لفظي سپکاوی نور ډولونه وکاروي، د OSS قانونی ګړنو سره مخ کیږي او د لا زیات انضباطی عملی لپاره به په پام کی ونیول شي.
ګډوډي – هیڅ یو زده کوونکی باید په غیر منظم ډول برخورد ونه کړی یا له کومی بلی لاری د ښوونځی په چارو کی ګډوډی رامنځ ته نه کړۍ کله چی د ښوونځی په ملکیت کی موجود وي، د ښوونځي لخوا تمویل شوي غونډه کی وي، یا د ښوونځي بسونو کې وي. هغه کړنی یا چلند چی د ښوونځي څخه بهر رامنځ ته کیږي کوم چی په ښوونځی ته، د زده کړی پروسی ته یا د زده کوونکو یا کارکوونکو حقونو ته د خنډ جوړولو لامل کیږي، ممکن د اصلاحی عمل سره مخ شي.
د نشه یی توکو او الکول درلودل، کارول، او ویشل – هغه مقررات چې د زده کونکو لخوا د منع شوي توکو لرل، کارول، او ویشل اداره کوي، د "منع شوي توکی" تر عنوان لاندي برخه کی په ډاګه شوي دي.
د بریښنایی وسایلو څخه ناوړه ګټه اخیستنه (ګرځنده تلیفونونه) – د ښوونځي پر مهال یا د ښوونځي لخوا سپانسر شوي غونډو او فعالیتونو کې، زده کوونکو ته ممکن د دا ډول صوتی یا ویډیو ثبت کولو اجازه ور نه کړل شي کوم چی نورو زده کوونکو یا بالغو کسانو ته د زیان رسولو لپاره وکارول شی یا خپاره شي یا کوم چی د لارښوونی په پروسه کی د ګډوډی لامل کیږی. سرغړونکي به یی د وسیلې ضبط او/یا نور اصلاحي عمل سره مخ کيږي. د ښوونځي څانګې کارکوونکی د هغه اړیکو ټینګولو او/یا بریښنایی وسیلو امنیت مسٔولیت په غاړه نه لري کوم چی د ښوونځی ملکیت ته راوړل کیږی. پداسې حال کې چی د ښوونځي په ملکیت کی که وی، د ښوونځي اړوند فعالیتونو کې، وي یا ښوونځي ته یا د ښوونځي اړوند فعالیتونو ته د تګ راتګ په حالت کی وي، زده کوونکي باید نه د چا ویډیوی تصویر یا عکس واخلی او نه یی وګوری کوم چې بربنډ وي یا نصبی لڅ وي. زده کوونکي کولی شي د PWCS موټرو یا د PWCS فعالیتونو یا خدماتو لپاره د ټرانسپورټ پرمهال د ګرځنده تلیفونونو په شمول بریښنایی تفریحي وسایلو څخه ګټه پورته کړي، په دې شرط چې دا توکي بس چلونکي ته د ګډوډي لامل نه وي او/یا خوندیتوب د خطر سره مخ نه کړي. سربیره پردې، د دې وسیلو کارول باید د فعالیتونو ته مخنیوی یا خنډ ونه ګرځي.
نور په خطر کې اچول - د زده کوونکو هغه چلند چې ممکن نور د خطر سره مخ کړۍ، هغی ته به اجازه ور نه کړل شۍ. پدې کې شامل دي مګر د دغو پوری محدود نه دي، د اور د مقرراتو څخه سرغړونه،( د بیلګی پو توګه، د دهلیز دروازه خلاصول یا بندول) د اور وژنې غلط راپورونه ورکول؛ د ماچس تیلی لګول، هر ډول لوګئ جوړول، د ټولګي د لارښوونی تصویب شوې برخی پرته، د اور وژنې یا چاودیدونکو توکو کارول، او د هر ډول لاری د ښوونځي ملکیت یا د ښوونځي پرسونل یا د زده کوونکو ملکیت ته د بم، سوځولو یا ویجاړولو ګواښ کول یا حڅه کول.
د سرغړونو په اړه په راپور ورکولو کې پاتې راتلل - خپلو ښوونځیو کی امنیت او خوندیتوب بر قرار ساتلو په موخه زده کوونکي مسٔولیت لري چی د COB په اړه جدی سرغړونی ښوونکو، اداره کوونکو، نورو مناسبو کارکوونکو یا PWCS ته د نامعلوم راپور ورکولو سیسټم " څه وویاست یا Say Something" له لاری ورکړۍ. په جدي سرغړونو کې د هغه چلند یا کړنو په اړه راپور ورکولو کی پاتی راتلل شامل دي چې ممکن پایله یې د یو شخص، روغتیا، یا د زده کوونکو یا کارکوونکو هوساینې، یا ملکیت ته د زیان رسولو لامل کیږي. د سرغړونو راپور ورکولو کې پاتې راتلل ممکن د اصلاحي اقدام پایله ولري.
جګړه – زده کوونکي په سوله ایزه توګه او له تاوتریخوالي پرته د شخړو هوارولو مسؤلیت په غاړه لري. کله چې زده کوونکي احساس وکړي چې دوی په سوله ایزه توګه د شخړو هوارولو توان نلري، دوی باید د ښوونځي کارکوونکو څخه مرسته وغواړي، د بیلګی په توګه د ښوونکی، سلاکار، مدیر، ټولنیز کارکوونکی وغیره څخه. د جګړی پایله به اصلاحی بڼه ولري، چی کېدای شي ځنډونه یا لا زیات انضباطی اقدامات پکې شامل وي. زده کوونکي به د هغه چلند لپاره هم اصلاحی اقدام سره مخ شي کوم چی زده کوونکی ممکن جدي یا ګواښونکي نه ګڼی("ټونګي وهل،" "شاوخوا لوبیدل،" وغيره) کله چی دغه چلند ممکن د ټپي کیدو، تکلیف یا ګډوډي لامل شي.
قمار/جواری - د ښوونځي په ملکیت کې قمار/جواری کول په کلکه منع دي. قمار د لوبې، سیالۍ، یا غونډی پایلی لپاره د پیسو یا قیمتي څیزونو شرط لګولو په معنی دۍ.
د بدمعاشانو ډله یا د ډلی اړوند فعالیتونه – د بدمعاشانو د ډلی فعالیت، جلب و جذب او د بدمعاشانو ډلی سره غړیتوب څرګندول به د زغملو وړ نه وي. د بدمعاشانو د ډلی اړوند کارونه، وینا، اشارې، جامې، سمبولونه، یا د بدمعاشانو ډلی غړیتوب یا د بدمعاشانو ډلی فعالیتونه په ښوونځي کی او د ښوونځي اړوند چارو کې منع دي. هر هغه زده کوونکی چې په ښوونځي کې د ډله ټپلو اړوند کړنو کی ښکیل وي، د انضباطي اقدام تابع دی، په لا زیات انضباطي اقدام کی SMAPD ته راجع کول شامل دي.
ډله ییز برید – په ښوونځي کی، د ښوونځي اړوند فعالیتونو کې، یا ښوونځي ته د تګ او راتګ پر مهال ډله ییز برید په کلکه منع دی. هر هغه زده کوونکی چې په ډله ییز برید کې برخه اخلي چې په ښوونځي یا د ښوونځي اړوند فعالیتونو کې د ګډوډي یا ګډوډي لامل کیږي، د اصلاحي اقدام تابع دی په شمول د شړل کیدو . هر دوه یا ډیر زده کوونکي چی د افرادو، ملکیت، یا د ښوونځي چاپیریال ته زیان رسولو اراده لري ممکن د دې قاعدې لاندې یوه ډله وګڼل شي.
ځورونه – ځورونه یو قسم د زور زیاتی او نه غوښتل کیدونکی چلند دۍ کوم چې قربانی ته د زیان رسولو، تهدیدولو او توهین کولو په موخه وي او کوم چی د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، جنډر هویت، جنسي تمایل، حمل، ماشوم زیږون، یا اړونده طبي شرایطو او شیدی ورکولو حالت په شمول د عمر، مدنی حالت، عسکری خدمت، معلولیت، جنیټکی معلوماتونو یا د کوم بل څیز پر اساس قربانی په نښه کوي چې د قانون لخوا منع شوی ده. ځورونه فرد یا ډلې د داسې سپکاوی، ګواښ، ډار یا زیان رسولو په معنی دی چې د هغه خوندیتوب لپاره اندیښنه یا ویره رامینځته کړي. د هر لامل لپاره چی وي، د زده کوونکو یا ښوونځی کارکوونکو ځورول منع دي. هر هغه زده کوونکی چې په ځورونه کی ښکیل کیږی، د انضباطي اقدام تابع دی، د لا زیات انضباطي اقدام لپاره پکی SMAPD ته راجع کول شامل دي.
تنګول – زده کوونکي باید په یو داسی چلند کی په بې پروايۍ سره یا په قصدی ډول ښکیل نه شي چې د نورو روغتیا یا خوندیتوب له خطر سره مخ کړۍ یا د یو کلب، تنظیم یا د زده کوونکو ټولنی کی د ګډون یا ورسره د تړاو له امله د یو زده کوونکی بدن ته زیان ورسوي. سرغړونکي د انضباطي عمل او احتمالي جرمي پایلو تابع دي. د ویرجینیا کوډ 56-18.2§ د تنګولو سرغړونی لپاره د 1 درجی جرمي جریمه ورکوي چې د 12 میاشتو څخه ډیر نه په بند کې او یا له 2,500 ډالرو څخه ډیر جریمه کیدو په معنی دۍ یا دواړه.
نا مناسبه لمس کول – د ټائټل IX قانون تر لاندي د زده کوونکي یا د ښوونځی کارکوونکی سره په نا مناسب ډول لمس کول قصدی ، غیر غوښتوونکی فیزکی لمس ګڼړل کیږي کوم چی د فزیکی برید یا جنسی ځورنی یا تیری په معنی نه دۍ. (لاندې ځائ کی د د جنسیت پر بنسټ د ځورونی تعریف وګورئ.) نا مناسبه لمس ممکن جنسی بڼه ولري یا خیر. هغه نا مناسبه لمس کول چې د ښوونځي په ملکیت یا د ښوونځي لخوا سپانسر شوي فعالیتونو کی رامنځ ته کیږي، منع دي.
بې حیایی یا نا مناسب توکی – د بی حیایی جامو، پوسټرو، لیکل شوی/چاپ شوي توکو، سی ډی، ډی وي ډي، او د کمپیوټر اړوند توکو په شمول مګر دغو پورې محدود ندي، هیڅ زده کوونکی باید د بی حیایی (فحاش، ناوړه، سپک، ځورونکی) توکی نه واغوندي/ نه ښکاره کړي، نه تولید یا نه توزیع کړي.
لیزر/نښه کوونکی – زده کوونکي باید د ښوونځي د مدیر یا د پوهنځي غړي د اجازی پرته په ښوونځي کې، د ښوونځي په بسونو کې، یا د ښوونځي اړوند فعالیتونو کې د لیزر څراغ یا نور لیزری وسایل ونه لري. سرغړونکي به د اصلاحي اقداماتو تابع کیږی او ممکن لیزری نښه کوونکی وسیلې ضبط شي.
چټلی کول – زده کوونکي باید د ښوونځی یو پاک او صحي چاپیریال ساتلو کې مرسته وکړي او کله چی د کیفټیریا، ټولګیو دالیزونو او د ښوونځي په نورو ځایونو، بسونو، بس تمځایونو، او د ښوونځي اړوند فعالیتونو کی وی نو باید کثافات باید په سمه توګه له مینځه ویسی.
د ښوونځي ملکیت څخه بهر سرغړوني – د ښوونځي څخه بهر هغه کړنی چې د ښوونځي په ودانۍ، پروګرامونو، زده کوونکو یا د ښوونځی په کارکوونکو باندې ضرر رسوونکي اغیزه ولري، د زغملو وړ به نه وي. د ښوونځي بورډ او د PWCS کارکوونکی ژمن دي چې ښوونځي د زده کړی لپاره یو خوندي او صحي ځاۍ جوړ کړي، په کوم کی چی د تاو تریخوالي، وسلو، ډلی ټپلو فعالیتونو، نشه یی توکو څخه ناوړه ګټه اخیستنې، او د نورو زیان رسوونکی اغیزو څخه پرته زده کړي تر سره شي. زده کوونکي په ښوونځي کې تر انضباطی یا د لا زیاتو انضباطی کړنو په شمول د اصلاحي اقداماتو تابع دي، د هغه سرغړونو لپاره کوم چې په ټولنه کې یا د ښوونځي ملکیت په نورو ځایونو کې پیښیږي، که چیرته دغه سرغړونی ممکن د ښوونځي فعالیت، تعلیمي پروسی ته د توکو له پلوه ګډوډی رامینځته کولو پایله ولری، یا د زده کوونکو حقوق، خوندیتوب، یا د زده کوونکو، کارکوونکو، یا د ښوونځي ملکیت باندې اغیزه ولري. د ویرجینیا د قانون تر لانی، یو زده کوونکی ممکن وځنډول یا وشړل شی که چیرته په محکمه کی د نشه یی توکو تولید پلور، ډالۍ، توزیع، لپاره مجرم وګڼل شي حتی که جرم له ښوونځي سره تړاو هم ونلري. برسېره پردې، د ویرجینیا قانون په ډاګه کوي چې یو زده کوونکی ممکن په بدیل تعلیمي پروګرام (بدیل ښوونځی، د شپې ښوونځی، آنلاین سرچینې، او داسې نور) کې بیرته وګمارل شي یا ځای په ځای شي که چیرته زده کوونکي د ښوونځي د راپور ورکولو وړ جرمونو باندی تورن شوي وي، په شمول د وسلو اړوندو جرمونو، الکول/نشه یی توکو، په قصدي ډول د بل چا ټپي کول، یا محکوم شوي وی یا که محکوم ثابت شي یا د ښوونځي د راپور وړ نورو جرمونو څخه بې ګناه نه وي، لکه څرنګ چې په 681-1 مقرره ,"د زده کړې غیر دودیز پروګرامونه" کې بیان شوي.” د ښوونځي د راپور ورکولو وړ د جرمي تورونو محکومیت یا قضاوت ممکن د بیا ګمارنې، اوږدې مودې لپاره ځنډونې، یا شړلو پایله ولري. کله چې زده کوونکو د ښوونځي بورډ تګلارو او مقرراتو څخه سرغړونه کې جدي جرم یا تکراری سرغړونه تر سره کړی اوسی، ممکن بیاځلی وګمارل شي، د زده کړی په غیر دودیز پروګرام کی ځائ پر ځائ شي، وځندول شی یا وشړل شي.
بداخلاقي/سپکاوی – هیڅ زده کوونکی باید فحاش، ناروا، سپک یا ناوړه ژبه یا اشارې ونه کاروي.
غچ اخیستل – غچ اخیستل په کلکه منع دي او هغه وخت پیښیږي کله چې د یو شخص پر وړاندۍ د ناوړه چلند راپور ورکولو یا د بد چلند راپور په اړه په تحقیقاتو کې د برخه اخیستلو له امله رامنځ ته کیږي. په انتقام کې ګواښول، ډارول، ځوورل، فشار راوړل، یا کوم بل داسې اقدام شامل دی کله چی یو څوک د جرم په اړه د راپور ورکولو څخه یا په تحقیقاتو کې د ونډه اخیستلو څخه پر شا کوي.
د جنسیت پر بنسټ ځورول – د ټائټل IX تر لاندې د جنسيت پر بنسټ ځورونه ("د جنسیت پر بنسټ ځورونه") د جنسیت پر اساس ناوړه چلند دی چې د لاندې ذکر شویو حالاتونو څخه یو سره سمون خوري:
یو زده کوونکي یا د ښوونځی کارکوونکی د نامناسبه چلند سره مخ کیږي چې دا خورا سخت، پراخه، او بریدونکی عمل دی چې له امله یی دا کس د PWCS روزنیز پروګرامونو یا فعالیت ته مساوي لاسرسی لرلو څخه منع کیږي.
د هلک انجلی په اړیکو کی تاوتریخوالي، کورني تاوتریخوالي، جنسي تیري، یا تعقیب لکه څرنګ چې د متحده ایالاتو کوډ او 738-1 مقرری لخوا تعریف شوي دي.
ټائټل IX د مرکزی حکومت یا فډرال یو قانون دۍ چې په ښوونځیو کې د ځورونې په ګډون د جنسیت پر بنسټ تبعیض منع کوي. د جنسیت پر بنسټ تورونه د 1-738 مقرری تر لاندې حل شوي، "د ناوړه جنسي چلند زده کوونکو پر وړاندې د تورونو حل." د جنسي بڼی هغه چلند چی په زده کوونکی، ښوونځی کارکوونکی، او یا تعلیمي پروسې باندي په منفی ډول اغیزه کوي، مګر د ټائټل IX جنسي ځورونې تعریف نه پوره کوي، ممکن د COB قانون تر لاندې هم د ډسپلین اقدام تابع وي. هغه زده کوونکي چې په دی باور دي چی په جنسي ډول ځورول شوي یا د جنسي یا جنسی وسیلی پراساس د ناوړه چلند موخی ګرځیدلی وي، هغوي هڅول کیږي چی د دی موضوع په اړه د ښوونځي مدیر ته یا د مسواتو او زده کوونکو اړیکی نیولو څانګی ته په TitleIXEquity@pwcs.edu بریښنالیک یا 6839-374-571 شمیری راپور ورکړۍ.
سګرټ/تمباکو څښل – د PWCS ټول ښوونځي د سګرټ/تمباکو څکولو چاپیریال څخه پاک دي. هیڅ وخت او د PWCS په هیڅ ودانۍ کې سګرټ او چلم څښلو ته اجازه نشته. د عمر په پام کې نیولو پرته، هیڅ زده کوونکی ته هم اجازه نشته چی د ښوونځي په بسونو، د ښوونځي په ودانیو، د ښوونځي په ملکیت، یا د ښوونځي لخوا سپانسر شوي فعالیتونو کی، که د ښوونځی اړوند ودانیو کی وي او که ورڅخه بهر، د تمباکو محصولاتو، نیکوتین چلم سامان، سګرټ، د تیلیو ډبی لایټرانونه یا د الکترونیکي سګرټ څکولو وسیلی وکاوری یا له ځانه سره ولري.
هغه زده کوونکي چې د تمباکو یا نیکوتین چلم محصولاتو په درلودلو یا کارولو کې لاس ولري د OSS جرمانو څخه نیولی تر نورو مؤثرو اختیاراتو پورې جریمې ترلاسه کوي چې د یو انفرادي زده کوونکو لپاره مناسب مخنیوی په توګه د مدیر لخوا ټاکل شوی. پدې سزاګانو کې ممکن OSS، په ښوونځي کې تعلیق (ISS)، توقیف، د ښوونځي / ټولنې پروژې، او د ځایی چارواکو سره د ادعا شوي تورونو جمع کول شامل وي. د منځني او عالي ښوونځيو په کچه تعلیمي پروګرامونه شتون لري ترڅو زده کوونکو سره د سګرټ څښلو او نیکوتین کارولو اړوند د منفي روغتیایی پایلو په اړه په ښه توګه پوهیدلو کی مرسته وکړۍ.
ډارول یا ځورول – د یو مشخص کس پر زد یو ډول چلند دۍ چې له امله یی یو کس د خپل ځان خوندیتوب یا د نورو د خوندیتوب په اړه معقول ډار لري یا د پام وړ احساساتي کړاو سره مخ کیږي. د تنګولو یا ځورولو چلند کی شامل دی مګر دغو پوری محدود نه دي، د ټلیفونونو، لیکونو، بریښنالیکونو، صوتی پيغامونو، یا ټولنیزو رسنیو له لارې له کس سره تکراری او ناغوښتونکی اړیکې نیول؛ د قرباني تعقیبول؛ په مستقیم یا غیر مستقیم ډول قرباني ته ګواښونه کول؛ او د قرباني ملکیت ته زیان رسول یا ملکیت ته د زیان رسولو ګواښونه کول.
د ناوړه چلند ملاتړ کول – هغه زده کوونکي چې د خپل شتون او/یا خپل عمل له لاری ګډوډی، جګړي، یا د COB نوری سرغړونو ته هڅوي، د انضباطی اقدام تابع دي. پدې کې شامل دی مګر محدود نه دي، هغه تماشا کوونکی/نندارچیان څوک چې د ګډوډی جګړو، او نورو ستونزو پر مهال نه لیری کیږي یا د ښوونځي د کارکوونکو نوری لارښوونې نه تعقیبوي.
د ټیکنالوژۍ په ناوړه توګه کارول – کمپیوټری، د کمپیوټرو شبکې، او نور بریښنایی ټیکنالوژي باید یوازې د سم تحصیلي موخو لپاره او یوازې د ښوونځي غړي په هوکړی سره وکارول شي. کله چی بریښنایی ټیکنالوژی په ښوونځی کی کارول کیږي، زده کوونکي اړ دي چی د COB قانون او د معیارونو سره ځان پاپند یا سم کړي کوم چی د PWCS د 295 پالیسی, “د کمپیوټري سیسټمونو او شبکې خدماتو معیارونه، 295-1 مقرره, "د کمپیوټر سیسټمونه او د شبکې خدمتونه - د PWCS مسؤلانه کارول او د انټرنیټ خوندیتوب پالیسي،" او 295-2 مقرره, "د ویب پاڼې پراختیا او پلې کول.“ لخوا تعریف شوي دي.
دا پالیسی او مقررات آنلاین په www.pwcs.edu.کې شتون لري. د ټیکنالوژۍ د نه منلو وړ کارونو کی شامل دي، مګر دغو پوری محدود ندي:
د نورو د محرمیت حقونو څخه سرغړونه.
د ناوړه سپک، فحش او یا داسې توکو کارول، تولید، ویشل یا ترلاسه کول کوم چې نور اشخاص ځوروي، تنګوي، ګواښي او یا یی سپکاوی کوي. په دې کې سایبری ځورونه هم شامله ده، دا د ځورونې یوه بڼه ده چې پکې د بریښنایی پیغامونو او / یا عکسونو لیږد، لاس ته کول، یا څرګندول شامل دي.
د بېسیم مخابراتي وسیلې په کارولو سره د جنسي ډوله یا اړوند عکسونه، پیغامونه، یا نور توکي تولیدول، لیږدول، درلودل، او/یا شریکول
د کاپي حق قانون څخه د سرغړونی سره د سوداګریز سافټویر کاپي کول.
د مالي ګټې یا سوداګریز یا غیر قانوني فعالیت لپاره د ټیکنالوژۍ کارول.
د محصولاتو اعلان یا سیاسي ملاتړ لپاره د ټیکنالوژۍ کارول.
له وړاندی څخه د لیکوال رضایت تر لاسه کولو پرته د یو چا شخصي معلومات بیا انټرنیت ته پورته کول.
د COB د نورو قوانینو او مقرراتو څخه سرغړونی په ترڅ کی د ټیکنالوژۍ کارول.
د ښوونځي څخه بهر د ټیکنالوژۍ کارول چې د ښوونځي څانګې په چارو یا عمومي هوساینې باندې د توکو له پلوه اغیزه لري، د تعلیمي پروسې بشپړتیا اغیزمنه کوي، د زده کوونکو، ښوونځی کارکوونکو، یا د ښوونځي ملکیت خوندیتوب او هوساینه ګواښی، هغه وخت پیښیږي کله چې یو زده کوونکی د والیدینو پرځای د ښوونځي تر واک لاندې وي، یا په بل ډول د زده کوونکو یا کارکوونکو حقونه تر پښو لاندې کوي.
د دې پالیسی څخه سرغړونه ښايي د اصلاحي اقدام، د ټېکنالوژۍ څخه د ګټه اخیستلو امتیازات له لاسه ورکولو او د قانون تر لاندی د مجازاتو پایله ولري. په قصدي ډول غیر مسؤلانه اقدام ممکن ناوړه وکڼل شي او ممکن د اصلاحی عمل یا جنیایی سزا لامل شي. په قصدي ډول د ټیکنالوژۍ سیسټم فعالیت خرابولو یا ګډوډولو هڅه به د آیالت او فدرال پلی کیدونکی قانون تر لاندي جنایی عمل ګڼل کیږي.
غلا – له اجازی پرته د ښوونځي د ملکیت یا د نورو د شخصي ملکیت اخیستل یا اخیستلو هڅه کول په ښکاره ډول منع دي. ټولې هغه پیښې چې د زده کوونکي نسخې درملو غلا یا د غلا هڅه پکې شامل وي باید مدیر یا استازی ته یی په اړه راپور ورکړل شي. سرغړونکي په ښوونځي کې د اصلاحي عمل تابع کیږي او ممکن د قانوني چلند لپاره مناسب چارواکو ته ور وپیژندل شي.
ګواښ – ګواښ د تشویش وړ یو عمل یا چلند دی چې د تاوتریخوالی یا د نورو ورته کړنو له لاري د ښوونځي کارکوونکو یا زده کوونکو خوندیتوب ته خطر وړاندی کوي چې له امله یی ممکن ځان یا نورو ته زیان ورسوي. ګواښ ممکن د چلند له لاری، په لفظی ډول، د کتلو له لاری، په لیکلي بڼه، بریښنایی شکل یا د نورو لارو چارو ښکاره/ور وو رسول شي؛ او پرته له دې چې د ګواښ موخی لخوا په مستقیم ډول لیدل کیږي یا د دریمې ډلې لخوا لیدل شوي یا ورته رسیدلي؛ او پرته له دې چې ایا د ګواښ موخه له ګواښ څخه خبر دی او که نه، دا یو ګواښ ګڼل کیږي. د هغو اشخاصو د ارزونې او ورسره مداخلې لپاره چې چلند یې ممکن د ښوونځي کارکوونکو یا زده کوونکو خوندیتوب ته ګواښ وي، هر ښوونځی د ګواښ ارزونې ټیم لري. د PWCS د ګواښ ارزونې تګلاری په 777-1 مقرره د "ګواښ ارزونې تګلارۍ” کې بیان شوي دي.
د یو چا حريم نقص کول/سرغړونه – زده کوونکي باید د ښوونځي د عادي ساعتونو په وخت کې یا د ښوونځي د کارکوونکی په اجازې سره د ساعتونو وروسته د ښوونځي لخوا په تصویب شوي ودانۍ یا ملکیت کې وي. زده کوونکي به د سرغړونه کوونکو په توګه پیژندل کیږي که چیرته هغوي په غیر تصویب شوي ځائ کی شتون ولري، یا که د خپل ښوونځي پرته چیرته چې دوی شامل دي، پرته له دې چې دوی د ښوونځي تصویب شوي فعالیت کې برخه اخلي یا هم د ښوونځي کارمند لخوا اجازه ولري،
په هغه صورت کې چې یو زده کوونکی د SMAPD پر وړاندې د اوږدې مودې تعلیق یا بل انضباطي عمل دوسیه لري، له دی پرته چې د زده کوونکي د زده کړې په اړه د والدینو او د ښوونځي چارواکو سره په ټاکل شوې ناسته کې ګډون وکړي، زده کوونکی باید د ښوونځی په ملکیت یا د PWCS په هیڅ ښوونځی یا ودانی کې، د ښوونځي بس، یا د ښوونځي لخوا تمویل شوي فعالیت کی د SMAPD د ځانګړي لیکلي اجازې پرته شتون ونه لري. د دې مقرراتو څخه هر ډول سرغړونه ممکن د ښوونځي د ادارې لخوا د نورو بندیزونو لګولو یا د سرغړونې تورونو ثبتولو، یا دواړه لامل شي. که چیرته یو زده کوونکی د دې وخت په جریان کې د PWCS ښوونځي یا ملکیت ته لاسرسی کول غواړي، مهرباني وکړئ د ښوونځي مدیر یا SMAPD ته لیکلي غوښتنه وسپارئ.
د ښونځي څخه تیښته یا پټیدل - په ښوونځي کې حاضري تر 18 کلنۍ پورې اجباري ده پرته له دې چې زده کوونکی د قانون له مخې معاف شوی اوسی، فارغ شوی اوسی، یا د ®GED برنامه یې بشپړه کړې وي. د ښوونځي حاضری مامورین واک لري چې د حاضری اړتیاوې پلي کړي او د اړتیا په صورت کې زده کوونکي او/یا والدین د قانوني عمل لپاره محکمې ته راجع کړي.
د مخابراتی وسیلو په غیر مجازی ډول کارول – د ښوونځي په ملکیت کې د زده کوونکو لخوا د ارتباطي وسایلو درلودل یو امتیاز دی، نه حق. هر هغه زده کوونکی چې د ښوونځي ملکیت ته د اړیکی نیولو وسیلی راوړي، دغه قوانینو ته او د ورته وسیلو د ضبط کولو او پلټنی لپاره د ښوونځیو څانګی حق ته رضایت څرګنده کوي کوم چی په دی قوانینو کی وضع شوی دي. د زده کوونکي یا کارکوونکو وسیلو کارولو پورې اړوند د محرمیت تمه د ښوونځي بورډ اړونده پالیسیو او مقرراتو کی پاتی راتلل نفی شوي ده او د ناکامی په معنی ده. زده کوونکي کولی شي د ښوونځی په ملکیت کی د بی سیم مخابراتي وسایل ولري، په شمول مګر محدود نه دي، ګرځنده ټلیفونونه، ټابلیټونه، او د eReaders، دا وسایل یوازې په هغه وختونو او په شرایطو کی کارول کیږی چی د PWCS مقرراتو کی ذکر شوي دي او د ښونځیو مدیرانو او کارکوونکو لخوا به پلي کیږي. د دې وسایلو کارول ممکن په ځانګړي وختونو او موقعیتونو کې د علمي چاپیریال بشپړتیا ساتلو لپاره منع شی. د دې بندیزونو څخه هر ډول سرغړونه که د ښوونځی په داخل کی وی او که بهر ممکن د انضباطي عمل پایله ولري. د بیسیم مخابراتي وسیلې ممکن د ښوونځي بسونو کې وکارول شي پدې شرط چې وسیله موټر چلوونکی ته مزاهمت ونه کړۍ، د خوندیتوب د خطر باعث نه شی، یا د ښوونځي بس کوم نور قواعد او مقررات نقص نه کړي. د زده کوونکو یا نورو سپرلیو هر ډول ویډیوي عکاسی کول، غږ ثبتول، یا عکس اخیستل منع دي، دا ډول کړنی د نورو محرمیت تر برید لاندې نیسي یا د نورو د ځورولو، شرمولو، سپکولو یا ورته زیان رسولو لپاره کارول کیږي، یا کله چی د ښوونځی کارکوونکو د قضاوت کولو پر اساس دا ډول فعالیت ګډوډونکی وی او/یا د ښوونځي چارو او/یا د زده کړی چاپیریال څخه پام بل طرف ته اړوي او د مثبت اقلیم او کلتور ساتلو وړتیا کی حلل رامنځ ته کوي، منع دي او ممکن د انضباطی عمل پایله ولري. سرغړونکي به یی د مخابراتي وسیلو د ضبط کولو او / یا د نورو اصلاحي عملونو لاندی تابع کیدو سره مخ شي. د مخابراتي وسیلو پلټنه ممکن ترسره شي که چیرته مدیر معقول شک ولري چې وسیله د یو داسی عمل تر سره کولو لپاره کارول شوۍ وی چی جنیایی اړخ ولري یا د COB څخه سرغړونه وي. د ښوونځي ډیویژن کارکوونکی د هغه اړیکو ټینګولو او/یا بریښنایی وسیلو امنیت مسٔولیت په غاړه نه لري کوم چی د ښوونځی ملکیت ته راوړل کیږی. پداسې حال کې چی د ښوونځي په ملکیت کی که وی، د ښوونځي اړوند فعالیتونو کې، وي یا ښوونځي ته یا د ښوونځي اړوند فعالیتونو ته د تګ راتګ په حالت کی وي، زده کوونکي باید نه د چا ویډیوی تصویر یا عکس واخلی او نه یی وګوری کوم چې بربنډ وي یا نصبی لڅ وي. سرغړونکي ممکن د انضباطي عمل سره مخ شي یا لا زیات انضباطی عملی سره مخامخ شی.
تخریب – هیڅ زده کوونکی باید په بد نیت یا قصداً د ښوونځي ملکیت ته زیان ونه رسوي، خراب نه کړۍ یا له مینځه ختم نه کړي. (په دې کې ګرافیتي، او همدارنګه د کمپیوټر او نورو الیکټرونیکو آلاتو تخریبول شامل دي.) زده کوونکي د ښوونځي بورډ اړوند توکو ماتولو او ویجاړولو او یا که د هغو توکو بیرته سپارولو کی پاتی راځی چې د ښوونځي بورډ ملکیت وي یا یې تر کنټرول لاندې وي، د تاوان ورکولو مسٔولیت په غاړه لري. د هغو زده کوونکو پر وړاندې اصلاحي ګام اخیستل کیدی شي څوک چې تخریبی کړنه تر سره کوي یا د ښوونځي بورډ ملکیت یا د کنټرول تر لاندې توکی بیرته نه سپاري. د ویرجینیا قانون د ښوونځي بورډ ته اجازه ورکوي چې د دغه ډول زده کوونکو د والدینو څخه د ورته زیان لګښت بیرته تر لاسه کولو لپاره قانوني اقدام وکړي.
د ښوونځي، لوبی، کلب، او فعالیت قواعدو څخه سرغړونه د COB قانون او مقرراتو سربیره، له زده کوونکو تمه کیږي چې د خپلو ښوونځیو لخوا رامینځ ته شوي مقرراتو او د لوبو، کلبونو، او فعالیتونو قواعدو سره سم عمل وکړي کومو کی چی دوي برخه اخلي. سرغړونکي د انضباطي اقدام تابع دي لکه څرنګ چي په COB کی تشریح شوي دي. زده کوونکي ممکن د ټیم یا فعالیت قواعدو څخه سرغړونې لپاره په لوبو کلبونو، یا د ښوونځي لخوا سپانسر شوي نورو فعالیتونو کې له ګډون څخه وځنډول شي، حتی که سرغړونه د ښوونځي له ملکیت څخه بهر او د ښوونځي رسمیاتو کی هم نه وي تر سره شوۍ. پدې کې شامل دي، مګر محدود نه دي، د ډلی د روزنی مقررات چی د تمباکو، نیکوتین چلم محصولاتو، الکول او نورو درملو کارولو پورې تړاو ولري.
وسلې/سلاح - زده کوونکي باید په ښوونځي یا د ښوونځي کومه غونډی پرمهال وسلې، ډوله، توکی یا نور زیان رسوونکي توکي ونه لري.
د ویرجینیا کوډ 176-22.1 § د ښوونځيو بورډ ته اجازه ورکوي چې زده کوونکو ته د ټرانسپورټ اسانتیاوي وړاندی کړي مګر دوی نه اړ کوي دي چی دا کار تر سره کړۍ. د PWCS لخوا به د ورځني بس خدمات د هغه ټولو زده کوونکو لپاره رامنځ ته کیږي چې له ښوونځي څخه یو میل لیرې ژوند کوي. هغه زده کوونکي چې د بس ټرانسپورټ لپاره وړ دي ممکن د بس تمځای ته رسیدو لپاره له دوی وغوښتل شی چی یو میل پیاده تګ تر سره کړۍ. هغه زده کوونکو ته د ټرانسپورټ اسانتیاوي نه ورکول کیږي څوک چې د ښوونځي لپاره د پیاده تګ اندازی حد دننه اوسیږي.
د چټک بس خدمات به هغه ټولو زده کوونکو ته ورکړل کیږی څوک چی په ځانګړو پروګرامونو کی شامل دي. دا خدمات یوازې د چټک بس تمځایونو ته او ورڅخه لپاره دي. دا د مور/پلار مسؤلیت دی چې د چټک بس تمځایونو ته/ورڅخه ټرانسپورټ برابر کړي. په ډیری مواردو کې، دا تم ځایونه ممکن د زده کوونکي د استوګنځي څخه دوه څخه تر درې میله لیری پوری وي.
د بیسیم مخابراتي وسیلې ممکن د ښوونځي بسونو کې وکارول شي پدې شرط چې وسیله موټر چلوونکی ته مزاهمت ونه کړي، خوندیتوب خطر سره مخ نه کړي، یا د ښوونځي بس کوم نور قواعد او مقررات نقص نه کړي.
بس ته رسیدل
د آیالت د قانون پر اساس بسونه اړ دي چی هره ورځ د مهال ویش سره سم په یوه لار تګ راتګ تر سره کړي. د والدینو یا د دوی استازو څخه غوښتل کیږي چې د خپل کوچني ماشوم/ماشومانو سره د بس تمځای ته تګ راتګ وکړي. کورنی هڅول کیږي چی د "™Here Comes the Bus" اپلیکیشن لپاره نوم لیکنه تر سره کړي. دا پروګرام د ښوونځی د بس څارلو لپاره ګټه وره وسیله ده.
زده کوونکي باید:
هغوي ته ګمارل شوي بسونو کی سفر وکړي.
د بس تم ځای ته د بس د راتلو وخت څخه لږ تر لږه پنځه یا لس دقیقی مخکی را ورسیږي.
له سړک څخه لیرې ودرېږي. بس ته د انتظار کولو پر وخت د سړک د څنډی برخه کې باید ونه دریږي.
مناسب چلند وساتي.
د نورو خلکو ملکیت ته درناوی وکړئ.
د بس په بشپړه توګه د ودریدو پوری انتظار وباسی، بیا دی د دروازې په لور حرکت وکړي.
د روان بس تر څنګ منډی ونه کړۍ.
په منظم ډول بس ته پورته شي.
په بس کې سپاره زده کوونکي باید:
د بس چلوونکي او د بس حاضر مامور د لارښوونو اطاعت وکړئ.
سمدستي په څوکی کی کینئ.
ناست پاتې شي او مخ باید وړاندی طرف ته وګرځوي.
څوکۍ په مساوي ډول شریکه کړئ.
احترام کوونکي اوسئ.
ملکیت ته درناوی وکړۍ.
ټول وجود باید د بس داخل کی وساتي.
لار خوشی کړۍ.
ښه اخلاق وساتی.
لاندې ذکر شوي سرغړونو ته اجازه نشته:
اور لګول.
جګړه کول.
څښل.
سپکه/بده ژپه کارول.
ریشخندی کول/ټونګی اچول.
خوراک/څښاک.
توکلول.
د فحشا/اشارو کارول.
ورانول.
له بس څخه د توکو غورځول.
په لوړ غږ شور جوړول.
شیشه یی توکی درلودل.
د غټو توکو لیږدول یا وړل.
ویډیو ثبت کول، غږ ثبت کول، یا عکاسي کول، د نورو د ځورونې یا زیان لامل کیدل، موټر چلوونکي ته هر ډول ګډوډوي کول یا ګډوډل.
تجهیزاتو/توکو کی لاس وهل.
د وسلو درلودل.
د مخدره توکو یا نورو موادو او اړوند توکو کارول، درلودل، یا ویشل.
د کوڅی څخه تیر شۍ که اړتیا ورته وي، د اړتیا په وخت کی باید د بس مخې ته لږ تر لږه 10 فوټه فاصله کې تیر شي.
د سړک څخه باید تر هغه وخت تیر نه شي تر څو چې ورته موټر چلوونکي په خوندي ډول د تیریدلو لپاره اشاره نه وي کړي. د څلورو یا ډیرو ترافیک لینونو یا ویشل شوي سړک څخه تیریدل منع دي.
که چیرته په ماسپښین کې انضباطي ستونزه پیښه شي، او ستونزه دا ډول وي چې د موټر چلوونکي په قضاوت سره دا خوندي نه وی چې دوام ورکړي، موټر چلوونکی کولۍ شی چی ښوونځي ته راستون شي ترڅو سمدستي انضباطي عمل او/یا مرسته تر لاسه کړۍ. بس چلوونکو ته لارښوونه کیږي چې د سرغړونو راپور د ښوونځي مدیر/استازی ته ورکړي.
د بسونو بدلول
د خپل بس تمځای څخه بل بس تمځای ته تللو لپاره یا د خپل بس څخه بل بس ته بدلیدو لپاره زده کوونکي باید د والدینو لخوا لیکلي غوښتنه ښوونځی ته وسپاری. بل بس ته د داخلیدو څخه وړاندی دا لیکل شوې غوښتنه د ښوونځي د مدیر یا د هغه د استازی تصویب ته اړتیا لري. بس چلوونکي باید د ښوونځي دفتر لخوا خبرتیا ترلاسه کړي کله چې یو زده کوونکي ته بدیل تمځای یا بس ته د تلو اجازه ورکړل شي.
د ټرانسپورټ خدماتو څانګی د تصویب پرته به د بس تمځایونو یا د بس لارو موقعیت کې هیڅ ډول بدلون رامنځ ته نشی. په ګمارل شوي بس کې به د ښوونځي د مدیر او د ټرانسپورټ خدماتو دفتر اجازې پرته هیڅ بدلون نه رامنځ ته کیږي.
د حریم سرغړونه
یوازی مجاز اشخاصو ته د ښوونځي بس (د ښوونځي ملکیت) ته د پورته کیدو اجازه ورکول کیږي. د (ویرجینیا کوډ 128-18.2§) پر اساس، "وروسته له هغی چې د یو چا لخوا ورته د ملکیت څخه د وتلو یا ځای پریښیدلو لارښوونه شوې وي دا به د هر چا لپاره یو غیر قانوني عمل وي چی د ښوونځي ملکیت ته ننوځي یا پکی پاتې شي که هغه زده کوونکی وي، او یا بل څوک".
د ښوونځي بس کی سفر کول یو امتیاز دی*
که د یو زده کوونکی پر زد مدیر ته راپور ورکړل شي، مدیر به د انضباطي عمل مسؤلیت ولري، کوم کی چې به ممکن تر هغه وخت پوری د بس د ټرانسپورټ امتیاز له لاسه ورکول شامل وی تر څو چې والدین، د بس چلوونکی، مدیر، او په ځینو مواردو کې، د ترانسپورت دفتر د خدماتو استازی یو تفاهم ته ورسیږي چې ستونزه به حل کړي. والدین به د هغه زده کوونکو د ټرانسپورټ مسؤلیت په غاړه ولري کوم زده کوونکی چې د ښوونځي بس ټرانسپورټ امتیاز له لاسه ورکړۍ.
*د ښوونځي بس کی سفر کول یو امتیاز دی، پرته له دې چې معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره د قانون لخوا اړتیا ده.
منع شوي توکي
هغه قواعد چی د PWCS لخوا د منع شوي وسلی او نور توکی اداره کوي، په دی برخه کی لنډیز شوي دي. مهرباني وکړئ د دې موضوع اړوند ټولو معلوماتونو لپاره 735-1 مقرری "منع شوي توکي" ته مراجعه وکړئ.
د ویرجینیا کوډ 277.08-22.01§ سره په مطابقت، د ښوونځي بورډ باید هر هغه زده کوونکی د ښوونځی څخه خارج کړۍ مګر اړ نه دي چی دا کار وکړي، چی د ښونځي یا د ښوونځي لخوا سپانسر شوي فعالیت ته کنټرول شوي توکی، کنټرول شوي تقلیدی توکی یا چرس راوړی وي لکه څرنګ چی د ورجینیا کوډ 247-18.2§ کې تعریف شوي دي. هغه زده کوونکي چې له قانون څخه سرغړونه کوي سیمه ایزو چارواکو ته به د مناسب اقدام لپاره په جنیایی محکمی یا د ماشومانو جنایت سیسټم کې راجع شي. په هرصورت، مدیر،د ښوونځي بورډ او/یا سپراټینډنټ یا د هغه استازی (د SMAPD رییس یا د SMAPD اوریدنی افسر) باید د یو ځانګړی حالت د حقایقو پراساس دا واک ولري چی د انضباطي عمل ډول بدل کړي، کله چې ځانګړي شرایط شتون ولري. په ځانګړو شرایطو کې شامل دی، مګر دغو پوری محدود نه دي، هغه قانوني معیارونه چی د ویرجینیا کوډ 22.1.277.06 § (C) کې په ډاګه شوي دي، او لکه څرنګ چې په 745-1 مقرره,"د زده کوونکو اوږد مهاله تعلیق یا اخراج" کې تشریح شوي دي.
د منع شوي توکو لیست او لوازم د کوم لپاره چې یو زده کوونکی د PWCS مقرراتو لاندې شړل کیدی شي د ممنوع موادو لیست څخه پراخه دی د کوم لپاره چې قانون د جبری اخراج حکم کوي. حتی که منع شوي توکي یا اړوند توکي د توکو په ډله کی هم نه حسابیږی کوم چی د قانون لخوا منع شوي، زده کوونکی به د اخراج تابع وي که چیرته هغه زده کوونکی د منع شوي توکو په درلودلو، کارولو، تر لاسه یا دتر لاسه کولو حڅه کولو، رانیولو یا د رانیولو هڅه کولو، یا توزیع یا توزیع کولو حڅه کولو کی یا د ممنوع توکو یا تجهیزاتو ویشلو کی یا د ویشلو هڅه کولو کی ښکیل وي. خو که د یو ځانګړي وضعیت حقایقو پر اساس د سپرانټینډنټ استازی(د SMAPD رییس، یا د SMAPD اوریدنې افسر) یا د ښوونځي بورډ دا ومومي چې ځانګړي شرایطو له امله لږ انضباطي عمل یا هیڅ عمل نه توجیه کوي. په ځینو مواردو کې، ممکن دا پوښتنه هم شتون ولري چې آیا د توکی یا کوم څیز درلودل کارول، یا ویشل سرغړونه ده او که څنګه. د توکو بڼه او یا اړوند توکي، د هغې موخه او د کارولو څرنګوالی یا د کارولو نیت باید په پام کې ونیول شي کله چې د انضباطي عمل په اړه پریکړې تر سره کیږي.
د منع شوي توکو د راپور ورکولو مسٔولیت - د PWCS ټول کارکوونکی او زده کوونکي اړ دي چې د ښوونځی مدیر، د مدیر مرستیال او د ټولنېزو سرچینې افسر، امنیتي پرسونل، ښوونکی، یا د ښوونځي کوم بل کارکوونکی ته زر تر زره خبر ورکړي که چیرته دوی په دې باور لري چی په ښوونځي کې، د ښوونځي په ساحه کې، د ښوونځي بسونو کې، د بس تمځایونو کې، ښوونځي ته د تګ یا راتګ په لاره کې، یا د ښوونځي اړوند چارو کی ممنوع توکي یا اړونده توکي شتون لري یا احتمال یی موجود وي. هغه زده کوونکي چې د منع شوي توکو یا اړوندو څیزونو شتون یا اټکل شوي شتون په اړه معلومات لري او په راپور ورکولو کې یی پاتې راشي ممکن پخپله د انضباطي عمل سره مخ شی. مدیر یا د مدیر استازی باید د ښوونځي د ډیویژن پالیسۍ دننه سمدستي عمل کولو لپاره مناسب واک وساتي ترڅو د زده کوونکو او کارکوونکو امنیت او هوساینه تضمین کړي. د ښوونځي ډیویژن او د سیمه ییزه پولیسو څانګی سرچینې باید په دې چارو کې د مدیر سره د مرستی کولو لپاره شتون ولري.
د منع شوي توکو څخه د سرغړونې پایلې - هر هغه زده کوونکی چې د منع شوي توکو سرغړونې په تور تورن وي ممکن د اخراج په شمول انضباطي عمل سره مخ شی، لکه څرنګ چی پورته ذکر شوي دی. مدیران، یا د دوی ټاکل شوي استازي ممکن د مخدره توکو ناوړه ګټه اخیستونکو سرغړونکو او د دوی والدینو ته فرصت ورکړي چې په خپله خوښه د عالي ښوونځي په کچه د نوي هاریزونس پروګرام کې برخه واخلي.
د مخدره توکو ناوړه ګټه اخیستلو له امله باید د تمرین په شمول د ښوونځي په ټولو فعالیتونو (ټیمونو، کلبونو، او د ښوونځیو لخوا د نورو ټولو سپانسر شوي فعالیتونو) کې د ګډون کولو څخه لږ تر لږه د 30 ورځو لپاره د فوري ځنډولو لامل شي. که د ښوونځي څخه ځنډول شوۍ وی او که نه، کوچ او/یا سپانسر، د ښوونځي ادارې په تصویب سره، ممکن د ښوونځي، سپانسر فعالیتونو کې د ټیم، کلب، یا ممنوع توکو په اړه د فعالیتونو سرغړونو له امله زده کوونکي له ګډون کولو څخه وځنډوي. په دۍ کې د ممنوع توکو په اړه د مقرراتو سرغړونه شامله ده چې د ښوونځي له ساحی څخه بهر او د ښوونځي غیر رسمی ورځې بهر ترسره کیږي. زده کوونکی ممکن د 90 ورځو لپاره د انضباطي ممانعنت تابع هم وي په کوم وخت کې چې مدیران ممکن د مخدره توکو ناوړه ګټه اخیستنې مخنیوي کارکوونکو سره تعقیب ته اړتیا ولري.
وسلې او نور منع شوي توکي
د PWCS لخوا منع شوي وسلو او نورو توکو اداره کولو قواعد په دې برخه کې لنډیز شوي. مهرباني وکړئ د دې موضوع اړوند د ټولو معلوماتو لپاره 775-1 مقرره "وسلې او نور منع شوي توکي" ته مراجعه وکړئ.
د ښوونځي ملکیت یا د ښوونځي فعالیتونو کې د زده کوونکو، کارکوونکو او نورو اشخاصو خوندیتوب او هوساینې تضمین کولو لپاره او د ښوونځي ملکیت ساتنې لپاره، وسلې او نور منع شوي توکو ته د ښوونځي په ملکیت، د ښوونځي بسونو کې، یا ښوونځی ته د تګ راتګ په حال کی، یا د ښوونځي اړوند فعالیت کې، باید اجازه ور نه کړل شي، پرته له دې په پام کی نیولو سره چې دا فعالیت کوم ځای کی تر سره کیږي. هر هغه ودانی چې د ښوونځي بورډ ملکیت وي یا ښوونځی لخوا اجاره شوی وي یا هرموټر چې د ښوونځی بورډ ملکیت وي، ښوونځی لخوا کرایه شوي وي یا د ښوونځي بورډ لخوا یا په استازیتوب کاروول کیږي، د ښوونځی ملکیت په معنی دۍ. زده کوونکي ممکن د هغه وسلو سرغړونو لپاره د انضباطي عمل تابع هم شی کوم چې د ښوونځي له ساحی بهر پیښیږي، که چیرته جرم د ښوونځي په چارو کی د خنډ پایله لري یا ممکن پایله ولري، که جرم په ښوونځي کې پلان شوی وي یا د ښوونځي فعالیتونو کې، که جرم په داسی وخت کی تر سره کیږی چې زده کوونکی د والدینو پرځای د ښوونځي واک تر لاندې وي، که چیرته جرم د زده کوونکو، کارکوونکو یا د ښوونځي ملکیت خوندیتوب او هوساینه ګواښوي، یا که جرم په بل ډول ښوونځي سره تړلی وي.
د ځینې وسلو/وسلې سرغړونو لپاره لازمي اخراج - هر هغه زده کوونکی چې د ښوونځي په کومه ساحه کی، د ښوونځي بس کې، یا د ښوونځي اړوند فعالیت کې د وسلو په درلودلو، ویجاړونکې وسیلی، د توفنګچی مفلر، د توفنګچی بی غږه وسلی، کومونکی، یا نیوماتیک (هوا په زور مرمی فیرونکی) وسلی سرغړونی لپاره وپیژندل شی، د وسلو څخه پاک ښوونځي قانون او ویرجینیا قانون سره سم، د ښوونځي بورډ باید زده کوونکی د ښوونځي حاضري څخه د یو کال (365 ورځو) څخه کمی مودی لپاره د ښوونځی څخه ونه باسی. په هرصورت، د ښوونځي بورډ او/یا سرپرست یا د هغه/هغې ځای ناستی (د SMAPD رییس، یا د SMAPD د اوریدنې مامور) باید واک ولري چې د ورته جرمونو لپاره د اخراج موده کې بدلون رامنځ ته کړي، یا د انضباطي عمل ډول کی کله چې ځانګړي شرایط د ځانګړي وضعیت واقعیتونو پر اساس شتون ولري. په ځانګړو شرایطو کې شامل دی، مګر محدود نه دي، هغه قانوني معیارونه چی د ویرجینیا کوډ 22.1.277.06 § (C) کې په ډاګه شوي دي، او څنګه چې په 745-1 مقرره "د زده کوونکو اوږد مهاله تعلیق یا اخراج" کې تشریح شوي دي. هغه زده کوونکي چې له دې قانون څخه سرغړونه کوي سیمه ایزو چارواکو ته به د جنایی محکمی یا د ماشومانو مجرمیت سیسټم کې د مناسب عمل لپاره راجع کیږي.
د وسلو او منع شوي څیزونو لیست له کوم لپاره چې زده کوونکي د PWCS مقرراتو له مخې ایستل کیدی شي د هغه وسلو لیست څخه پراخه دی د کوم لپاره چې قانون د اخراج یا شړلو حکم کوي. حتی که دغه وسله د قانون لخوا د منع شوي وسلو ټولګي کې هم نه راځي، زده کوونکي باید د ښوونځي یا د ښوونځي اړوند فعالیتونو کې یا په بل ډول له ښوونځي سره تړلی چارو کی د ټولو وسلو یا منع شوي څیزونو درلودلو، کارولو، تر لاسه کولو یا د تر لاسه کولو لپاره د هڅی کولو، پلورلو یا د پلورلو حڅی کولو، توزیع یا د توزیع کولو لپاره د حڅی کولو له امله د شړلو/اخراج لپاره وړاندیز شي پرته لدې چې د ښوونځی مدیر یا د سپراټینډنټ استازی (د SMAPD رییس، یا د SMAPD د اوریدونکي مامور سره په ګډه) دا ومومي چې ځانګړي شرایط دا په ډاګه کوي چی لږ انضباطي یا هیڅ انضباطی اقدام توجیه کوي. په ځینو مواردو کې، ممکن دا پوښتنه هم ولاړه شي چې ایا د توکی یا څیز درلودل، کارول، او ویشل سرغړونه ده او که څنګه. د توکو بڼه او یا اړوند توکي، د هغې موخه او د کارولو څرنګوالی یا د کارولو نیت باید په پام کې ونیول شي کله چې د انضباطي عمل په اړه پریکړې تر سره کیږي.
د وسلو او منع شوي توکو د راپور ورکولو مسٔولیت - د PWCS ټول کارکوونکی او زده کوونکي اړ دي چې د ښوونځی مدیر، د مدیر مرستیال او د ټولنېزو سرچینې افسر، امنیتي پرسونل، ښوونکی، یا د ښوونځي کوم بل کارکوونکی ته زر تر زره خبر ورکړي که چیرته دوی پدې باور وي چی په ښوونځي کې، د ښوونځي په ملکیت کې، د ښوونځي بسونو کې، د بس تمځایونو کې، ښوونځي ته د تګ یا راتګ په لاره کې، یا د ښوونځي اړوند چارو کی ممنوع توکي یا اړونده توکي شتون لري یا احتمال یی موجود وي. هغه زده کوونکي چې د منع شوي توکو یا اړوندو څیزونو شتون یا اټکل شوي شتون په اړه معلومات لري او په راپور ورکولو کې یی پاتې راشي ممکن پخپله د انضباطي عمل سره مخ شی. مدیر یا د مدیر استازی باید د ښوونځي د ډیویژن پالیسۍ دننه سمدستي عمل کولو لپاره مناسب واک وساتي ترڅو د زده کوونکو او کارکوونکو امنیت او هوساینه تضمین کړي. د ښوونځي ډیویژن او د سیمه ییزه پولیسو څانګی سرچینې باید په دې چارو کې د مدیر سره د مرستی کولو لپاره شتون ولري. هغه زده کونکي چې په دی خبر شي چې ملکیت کی یی دا ډول څیز شتون لري چې ممکن "وسله" وګڼړل شي، باید سمدستي مدیر یا نورو کارکوونکو ته راپور ورکړۍ. تعقیبي عمل به په پام کې دا ونیسي چې زده کوونکي دا په داوطلبانه ډول د کارکوونکو پام ته راوړي.
د زده کوونکی ناوړه چلند لپاره ترتیب شوي غبرګونونه/ځوابونه
د PWCS فلسفه ناغوښتوونکی چلند ته د مخنیوي او بیارغونې چلند په لور لارښوونه کوي، کوم چې د ویرجینیا د پوهنې او روزنی ریاست (VDOE) " د زده کوونکو مثبت او مخنیوي چلند پالیسی او د تعلیق د بدیل لپاره د موډل لارښود " په توګه سمون خوری. که چیرته زده کوونکي د ناغوښتونکی چلند په پایله کې د زده کړې فرصت تر لاسه کولو څخه منی شي، ښوونکی، مدیر، او/یا د تعلیمي کارکوونکو نور مناسب غړي باید د مناسب اصلاحی اقدام سیسټم په کارولو سره دا مشخص کړي چې لارښوونې، بیارغونې، او د عمر مناسب ځوابونه پکې شامل وي. کله چې د زده کوونکي چلند مداخلو ته غیر ځواب ویوونکی وي او په تکرار، شدت او موده کې زیاتوالی ومومي، د غبرګون کچه ممکن په شدت کې زیاتوالی ومومي.
ناوړه یا فحش ژبه کارول یا ګنده اشارې کارول (قسم کول، لعنت ویل، د نفرت څرګندونه، د ناوړه ډلې نښې یا اشارې کارول)
د اصلي یا پیژندل شوي نسل، توکم، رنګ، ملي اصل، تابعیت/کډوالۍ وضعیت، وزن، جندر، جنډر پیژندنه، د جنډر څرګندونه، جنسي تمایل، معلولیت، یا کوم بل اساس پر بنسټ سپکاوي کول کوم چی د قانون لخوا منع شوي. (په جلا توګه کارول، نه تکرار)
1 کچه: د ټولګي ملاتړ، مداخلې، یا کوچنۍ پایلې
2 کچه: کوچنی پایلې تر اعظمي حد پورې درې ورځو لپاره ځنډونه
3 کچه: د ۴ او ۵ ورځو تر منځ ځنډونه
4 کچه: د ۶ او ۱۰ ورځو تر منځ ځنډونه
ردیف II ردیف III
D کټګوري
د خوندیتوب اندیښنی چلند (BSC)
(دا ډول چلند زده کوونکو، کارکوونکو او ښوونځي ته د راغلی ملاقات کوونکو لپاره ناامنه شرایط رامینځ ته کوي، په دې کې شامل دي، مګر لاندې پورې محدود نه دي.)
ابتدایهٔ، منځني او عالي ښوونځي:
د نشه یي توکو، پارفیرنالیا، یا الکول درلودل، کارول، یا ویشل
د فزیکي زیان اړوند هر ډول ګواښ یا د ملکیت یا ودانیو بمبار یا ویجاړولو هڅه
ځورونه/سایبر ي ځورونه: د مداخلو وروسته دوامداره
بس: د موټر چلوونکي پام اړول، په بس کې د نورو خلکو خوندیتوب له خطر سره مخ کول
(دا ډول چلند د زده کوونکي یا د ښوونځي په ټولنه کې د نورو خلکو روغتیا، خوندیتوب او هوساینه له خطر سره مخ کوي، په دی کی شامل دي مګر لاندې پورې محدود ندي.)
برید کول: یو قصدي عمل دی چې بل کس د زیان رسونکي یا تیری کوونکي تماس له امله په معقول ډار کې اچوي.
وهل ټکول: کله چې یو شخص په قصدي ډول د بل کس سره زیان رسونکي یا ناوړه لمس رامنځ ته کوي.
د بم ګواښ: د بم ګواښ کول
نشه یی توکي: درلودل/د اثر/نفوذ لاندی کیدل/کارول/توزیع کول (کنټرول شوي توکي، غیرقانوني درمل، مصنوعي وهم راوړڼکی توکی، یا د غیر قانونی د درملو نسخې)
اور: د اور لګولو هڅه کول، په لګولو کی مرسته کول یا لګول
(دا ډول چلند دا څرګنده کوي چی زده کوونکی مداخلی او ملاتړ ته اړتیا لري او ورڅخه په ملاتړ کی شامل دی، مګر لاندی ذکر شویو پوری محدود نه دي.)
د اور لرلو وسلی یا نورو وسلو په کارولو سره وژنه کی د طبیعي، تصادفي یا ځان وژنې مرګ پرته د نورو لاملونو په پایله کې رامنځ ته شوي مرګونه شامل دي
د جنسي تیري جرمونه د رضایت پرته د جنسی نږدوالی تر سره کولو په توګه تعریف شوي او په دی کی قانوني جنسي تیري او د یو نابالغ د جسم په اړه جنسي پوهه تر لاسه کول شامل دي
بم کارولو کی هر ډول چاودیدونکی توکی شامل دي
د اور لرلو وسلی یا نورو وسلو سره برید کولو کی د یو کس جسم ته په قصدي ډول زیان رسول شامل دي.
د زخمی کولو، بڼه خرابولو معیوبولو، یا وژلو په نیت له وسلې پرته ناوړه ټپونو رسولو کی په قصدي ډول د بل کس جسم ته زیان/زخم رسول شامل دي.
ناوړه جنسي بیټری کې د پنځلس کالو څخه کم عمر لرونکي شخص پر وړاندې جنسي بیټری او ناوړه ګټه اخیستنه شامله ده
دا ډول مداخلې او ځوابونه د مناسب او بدیل چلند ښوونی په موخه دي تر څو زده کوونکي وکولی شي خوندي او د درناوي کولو چلند زده او څرګند کړي. پورته ذکر شوي بیلګو کی ټول شامل نه دي او نه د ټولو کارولو ته اړتیا شته. په هر یو قضیه کې، کارکوونکي باید د ځانګړي اړتیا لرونکی زده کوونکو لپاره د ملاتړ پلانونو بیاځلی کتل په پام کې ونیسي (مداخلو ته ځواب، ووایی، د ماشومانو مطالعه، IEP، یا 504).
د ښوونځي کنفرانس
هرکله چې زده کوونکي یا والدین دا ډول احساس وکړي چې د یو فرد یا ډلې غوره ګټې له پامه غورځول شوي دي، د ښوونکي، سپانسر، روزونکی، سلاکار، یا د ښوونځي نورو پرسونل سره باید کنفرانس تنظیم شي. که چیرته د زده کوونکو او ښوونځي پرسونل ترمینځ عادی هوکړه تر سره نه شي، نو زده کوونکی حق لري چی:
د ښوونځي بورډ ممکن د کافی اندازه دلیلونو پر اساس زده کوونکي وباسي یا اخراج کړۍ. یو زده کوونکی کیدای شي له ښوونځی څخه وشړل شي، او په PWCS ښوونځيو کې یی د ګډون کولو حق منع شي کله چې:
یو زده کوونکی د نورو روغتیا، هوساینې یا خوندیتوب ته احتمالي یا دوامداره خطر وي؛ یا
د زده کوونکي چلند تعلیمي چارو یا د ښوونځي منظم چارو لپاره ګډوډونکی وي؛ یا
زده کوونکي په داسې چلند کی بوخت وي چې د ښوونځي څانګې پالیسۍ او مقررات یا د چلند کوډ سرغړونه کوي، یا دغه چلند د ښوونځي امنیت یا خوندیتوب ګواښي یا په بل ډول له ښوونځي سره تړلی وي؛ یا
زده کوونکي زیاتی سرغړونی تر سره کړي دي چی له امله یی د اخراج وړ ګرځی؛ یا
زده کوونکی د ویرجینیا کوډ 305.1-16.1 § سره سم د راپور په تعقیب مجرم یا محکوم شوی دی د هغه جرم لپاره چې د ویرجینیا کوډ 260-16.1 § G فرعي برخه کې لیست شوي؛ یا
PWCS د زده کړې او د کار یو داسی چاپیریال رامنځ ته کولو ته ژمن دی چې له هر ډول تبعیض او ځورونی څخه پاک وي. د زده کوونکو یا کارکوونکو پر وړاندې تبعیض او ځورونه یو غیر قانوني چلند دی کوم چی د COB لخوا په کلکه منع دۍ. PWCS زده کوونکي، والدین، ښوونځی کارکوونکی او د ټولنې غړي هڅوي ترڅو د تبعیض او ځورونی مخنیوي او جبران کولو لپاره، په ګډه کار وکړي.
د پرنس ویلیم کاونټی ښوونځیو 738 پالیسی او د هغې اړوند مقررات د هغه طرزالعملونو په اړه تفصیلی معلومات وړاندې کوي له کومی لاری به چې PWCS هغه تور ته ځواب ووايي چې پکی یو زده کوونکی په تبعیض یا ځورونه کې ښکیل وي.
تبعیض او ځورونه
تبعیض هغه وخت رامینځته کیږي کله چی د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، جنډر پیژندنه، جنسي تعامل، حمل، ماشوم زیږون، یا اړوند طبي شرایطو له امله په شمول د عمر ازدواجي حالت، پخوانی پوځی وضعیت، معلولیت، جینیټکی معلوماتو یا د کوم بل څیز پر اساس یو یا ډیرو اشخاصو سره توپیری چلند وشي یا ورته مناسب پاملرنه ونه شي، یا ورته د نورو په څیر یو ډول موقع ور نه کړل شي کوم چی د قانون لخوا منع شوی دي.
ځورونه د تبعیض یوه بڼه ده. ځورونه یو قسم بد چلند دۍ چې د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، جنډر هویت، جنسي تمایل، حمل، ماشوم زیږون، یا اړونده طبي شرایطو او شیدی ورکولو حالت په شمول د عمر، مدنی حالت، عسکری خدمت، معلولیت، جنیټکی معلوماتونو یا د کوم بل څیز پر اساس یو یا زیات کسان په نښه کوي چې د قانون لخوا منع شوی دي. ځورونه:
یو کس یا ډله سپکوي، ډاروي یا زیان ورته رسوي، چی د خوندیتوب لپاره د تشویش، اضطراب یا ویری لامل کیږي؛
ګواښوونکی دښمنانه، او / یا ناوړه چاپیریال رامینځته کوي؛ د پام وړ یا پرته له کوم دلیله د زده کوونکي په زده کړو کې مداخله کوي؛ یا په بل ډول، د PWCS په تعلیمی پروګرام کی د ونډه اخیستلو یا ورڅخه د ګټه اخیستلو لپاره د زده کوونکي وړتیا محدودوی.
تبعیضی ځورونه ممکن یو فرد هغه وخت هم په نښه کړي حتی که هغه فرد په اصل کی هغسی کوم ځانګړتیاوی ونلري کوم چې د ځورونې اساس وي (تر هغه چې داسی ځورونه د باور پراساس وي چې د هدف ورته ځانګړتیا لري).
ځورونه کیدای شي په مختلفو لارو څرګند شي، په شمول د فزیکي کړنو یا لفظي، غیر لفظي، بریښنایی، یا لیکلي اړیکو له لارې، او کیدای شي مختلف ډولونه ولري، په شمول د لاندینیو مګر دغو پوری محدود ندي:
ناوړه تبصری، غلط نوم اخیستل، اشارې، "ټوکې"، یا افواه ګډول.
د نقاشیو،/رسم کارتونونو، یا ګرافیتونو له لاری سپکاوي.
د ګواښونو یا فیزکی برید په شمول د اشخاصو یا د هغوی د ملکیت پر وړاندې سر زوری عمل کول.
سايبری ځورونه او هر ډول ځورونکی چلند/کړنی چې د ښوونځي په ملکیت کې پیښیږي، د ښوونځي لخوا سپانسر شوي فعالیتونو کې، یا دا چې د یو زده کوونکي ښوونځي ته په خوندی ډول د تګ راتګ مخه نیسی، د PWCS د چلند کوډ (COB) سرغړونه کوي او د ښوونځي د چارواکو لخوا به وڅیړل شی او ورته به ځواب ویل کیږي. په هرصورت، ټول بد یا ځورونکی چلندونه تبعیضی یا تبعیض ځورونکی نه دي.
د جنسیت پر بنسټ ځورول او د جنسیت پر بنسټ ناوړه چلند
د ټائټل IX تر لاندی د جنسیت پر بنسټ ځورول د جنسي ځورونې؛ د جنسي سټریوټایپ، جنسي ځانګړتیاوو، امیدوارۍ یا اړوند شرایطو، جنسي تمایل، یا جنډر هویت پر بنسټ ځورولو په معنی دي او د جنسیت پر بنسټ نور ی کړنی چې د لاندې شرایطو څخه یو پوره کوي:
یو کس د جنسیت پر بنسټ د ناغوښتل شوي چلند تابع دی کوم چې دومره سخت یا پراخه وي چې د PWCS په تعلیمي پروګرام یا فعالیت کې د ګډون کولو یا ورڅخه ګټه پورته کولو کې د شخص وړتیا محدودوي یا منع کوي.
جنسي تیري، د ملاقات په وخت کی تاوتریخوالی، کورني تاوتریخوالی، یا تعقیب لکه څرنګ چې د فدرالي مقرراتو لخوا تعریف شوي کوم چی ټائټل IX پلي کوي.
جنسي ناوړه چلند د هر ډول ناوړه چلند په معنی دۍ چی جنسی بڼه ولري یا ناوړه چلند دی چې د جنسیت یا ناوړه جنسي څیزونو پر بنسټ وي. جنسي ناوړه چلند ممکن لفظي، غیر لفظي، بریښنایی یا فزیکي وي او پرته له دې چې د فرد جنس، جنډر هویت، یا جنسي تمایل په پام کی ونیول شي، ممکن یو فرد په نښه کړي. د جنسیت پر بنسټ ناوړه چلند کې شامل دی، مګر دغو محدود نه دي:
د جنسی غوښتنی، په بدو سترګو کتلو یا په نه غوښتونکی او تکراري بدو خبرو کی د ښکیل کیدو په شمول جنسي ناوړه چلند لپاره پیل کول؛
د جنسیت اړوند په ناوړه لفظي تیری کی ښکیل کیدلو په شمول د بد نوم ایښودلو یا د عکس رسم کولو او / یا د یو فرد د بدن په اړه سپک توضیحات بیانول؛
(د ناوړه صوتی پیغامونو، رسمونو، عکسونو، یا ویډیو په شمول) د جنسیت پر بنسټ ټوکې، اشارې، توکي، یا عکسونه جوړول، شریکول یا ښکاره کول.
د جنسیت پر بنسټ اوازه خپرول یا ګډول.
د جنسيت اړوند ګواښونه یا د جنسي طبیعت ګواښونه کول.
په جنسي ډارونکي ډول د یو فرد د تیریدو مخنیوی کول یا ورته خنډ جوړیدل.
جنسي تیری په نیت برید یا په غلط ډول بل فرد لمس کول.
د جنسیت پر بنسټ ناوړه چلند ممکن د جنسیت پر بنسټ ځورونه په ډاګه کړي، کوم چې د قانون لخوا منع شوی دي. د جنسیت پر بنسټ ټول ناوړه چلند/کړنی کوم چې په ښوونځي کې ، د ښوونځي لخوا سپانسر شوي فعالیتونو کې پیښیږي، یا دا چې د یو زده کوونکي ښوونځي ته په خوندی ډول د تګ راتګ مخه نیسی، د PWCS د چلند کوډ (COB) سرغړونه کوي او د ښوونځي د چارواکو لخوا به وڅیړل شی او ورته به ځواب ویل کیږي.
د شکمن تبعیض یا ځورونې په اړه راپور ورکول
هغه زده کوونکي چې په دې باور دي چې هغوي سره تبعیضی چلند شوی دۍ، هغوي حڅول کیږی چی د ورته ستونزی په اړه د ښوونځی مدیر ته یا د مساواتو او زده کوونکو چارو څانګی ته په 6839-374-571 شمیری راپور ورکړۍ. بنسټیزه راپور ممکن لفظی یا لیکلی بڼه ولري. د راپور ورکولو فورمه د PWCS د مساواتو او د د زده کوونکي د اړیکو څانګی ویب پاڼه کې شتون لري؛ د فورمی کارولو ته هڅول کیږي، که څه هم لازمي نه دي.
د تبعیض او ځورونی مخنیوي کول
د ښوونځي چارواکي به تبعیض او ځورونې ته د پای ټیکی کیښودلو او ور څخه د مخنیوی کولو لپاره لاس په کار شي. زده کوونکي کولی شي چی د لاندینو په تر سره کولو سره د تبعیض او ځورونی په ودرولو کی مرسته وکړي:
پر زد یی غږ پورته کړي او هغه زده کوونکی چې په ناوړه چلند کې ښکیل وي، ورته وویاست چیی د هغوي چلند درد رسوونکی دی او باید دی عمل ته د پای ټیکی کیږدي؛
د والدینو، ښوونکي، سلاکار، د ښوونځي مدیر، یا بل باوري بالغ کس څخه مرسته غوښتل.
د ناوړه چلند په اړه د ښوونځي مدیر، په ښوونځي کې بل باوري بالغ، او یا هم د زده کوونکو د مساواتو او اړیکو څانګی ته راپور ورکړي.
د ښوونځي مدیران اړ دي چې د هر هغه زده کوونکي مور او پلار ته څومره زر چی په عملی توګه امکان ولری، خبر ورکړي څوک چې دغه ډول ځورونه کی ښکیل وي، مګر د ځورونې د تورونو په اړه د پوهیدو څخه 24 ساعته وروسته نه شي.
پوښتنه: ځورونه څه شی دی؟
ځواب: "ځورونه" د هر ډول سرزوری او ناغوښتل شوي چلند په معنی دۍ کوم چې قربانی ته د زیان رسولو، تهدیدولو یا سپکاوي کولو لپاره وي. په دی کی د برید کوونکي یا برید کوونکو او قرباني تر مینځ د رښتیني یا پوهیدونکي ځواک نا برابروالی شامل وي؛ او د وخت په تیریدو سره تکرار یږي یا د شدید احساساتي صدماتو لامل کیږي. ځورونه کې سایبری ځورونه(د انټرنیټ لاری ځورونه) هم شامله ده. په "ځورونه" کې په عادي ډول تنګول، ټونګي وهل، لفظی شخړه، یا دټولګیوالو سره شخړه نه ده شامله.
پوښتنه: سایبري ځورونه یا د انټرنیټ له لاری ځورونه څه دي؟
ځواب: سایبری ځورونه د ځورونې یوه بڼه ده چې په دی کی د بریښنا یا انترنیټ له لاری د پیغامونو او/ یا عکسونو لیږل، ترلاسه کول، یا څرګندول شامل دي. سایبری ځورونه کې د یو زده کوونکي لخوا بل زده کوونکی ته هر ډول ګواښ شامل کیدی شي، په ځانګړي ډول د بریښنالیکونو، متنونو یا ویب پاڼو له لارې (د بیلګې په توګه بلاګونه، د ټولنیزو شبکو سایټونه). هغه بریښنایی ارتباطات چې نورو ته زیان رسولو په موخه د قصدي، دښمنانه، زیان رسونکي پیغامونو ملاتړ کوي هم د سایبری ځورونې بیلګی دي. سایبری ځورونه کې دا ډول څیزونه شامل کیدی شي لکه خصیص، فحشا، یا ګواښونکي پیغامونه یا عکسونه؛ د بل شخص په اړه حساس، شخصي معلومات پوسټ کول؛ خراب یا بد ښکاره کولو په موخه د بل چا نوم کارول، او د آنلاین شخصي رای ورکولو بدنامولو ویب پاڼي کارول.
په ښوونځیو کی، د ښوونځي په ملکیت، کی یا د ښوونځی اړوند فعالیتونو کې د PWCS انټرنیټ، PWCS کمپیوټرونو، یا د بیسیم مخابراتي وسیلو کارولو له لاری سایبری ځورونه به د زغملو وړ نه وي. سایبری ځورونه چې د ښوونځي له ساحی څخه لیری او/ یا د PWCS انټرنیټ یا کمپیوټر کارول پکی شامل نه وي ممکن د انضباطي عمل پایله هم ولري که چیرته د ښوونځي یا ښوونځي څانکو فعالیت ته مادي ګډوډي رامینځته کړي، د زده کوونکو یا کارکوونکو رواني/فزیکي هوساینی خوندیتوب د ګواښ سره مخ کوي، یا د ښوونځي ودانیو یا د ښوونځي ملکیت خوندیتوب له ګواښ سره مخ کوي.
پوښتنه: کوم ډول چلند د ځورونې چلند ګنل کیږي؟
ځواب: د ځورونې چلند په ځینې بیلګیو کی ممکن په قصدي ډول د نورو خلکو پریښودل، پیغور ورکول، شکنجې، ګواښونه، اشارې، سپکاوی، غیبت، تذلیل کول، سایبری ځورونه، فیزیکی سرزوری، د ملکیت غلا کول یا له مینځه وړل، ښکنځل یا بل پوری خندا کول شامل وي. ځورونه ډیری بڼی لري. د بیلګی په توګه: ځینې وختونه په ځورونه کی خلک نور خلک یوازی پریږدی، نورو وختونو کی ځورونه کې د یو چا وهل ټکول، ځړول یا ګواښول شامل وي. د یو چا د غرمې ډوډی یا کتابونو غلا کول یا ورته زیان رسول کیدی شي هم ځورونه وي، همدا شان د خلکو پوری له دی لپاره خندا کول ځکه چې هغوی عینکی یا بل ډول جامې اغوندي، یا دا چې دوی په ښه ډول سپورټ نه شي کولی. خلکو ته زیان رسولو لپاره د انټرنیټ یا کمپیوټر کارول د ځورونې بله بڼه ده.
پوښتنه: څه به وي که ځورونه تهدیدونکی وی او یو زده کوونکی ډاروی؟ د ښوونځي چارواکي د زده کوونکي خوندي ساتلو کې څه ډول مرسته کولی شي؟
ځواب: هر زده کوونکی چې ګواښل شوۍ یا ډارول شوۍ (یا که پوهیږي چی بل زده کوونکی ګواښل شوی یا ډارول شوی دی) په کلکه هڅول کیږي چې د ناسم چلند راپور د ښوونځي مدیر، مشاور یا د ښوونځي بل باوري کارکوونکی ته ورکړي. دا تورونه به په سمدستي توګه وڅیړل شي او د ښوونځي د ګواښ تشخیص ډلې ته به راپور ورکړل شي، کوم چې د نورو څیزونو سره سره به د زده کوونکو او د ښوونځي چاپیریال خوندیتوب ډاډمن کولو لپاره مناسب اقدامات وکړي.