Regulation - 744-1 - Pashto

کتاب                                                                               پالیسۍ او مقررات
برخه                                                                                700 - زده کوونکي
عنوان                                                                              مقرره - د لنډي مودی لپاره د زده کوونکو تعلیق/ځنډونه
کوډ                                                                                 1-744
حالت                                                                              فعال
تصویب شوۍ                                                            26 اپریل، 2017
د بیاځلی کتلو وروستی نیټه                                  27 جون, 2023
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی                                    4 مارچ، 2020


زده کوونکي

مقرره 1-744

د لنډي مودی لپاره د زده کوونکو تعلیق/ځنډونه

  1. د لنډی مودی ځنډونو په تړاو عمومي احکام
    1. هغه قواعد چې د ښوونځي څخه بهر د لنډی مودی ځنډونی اداره کوي پدې مقرره کی په ډاګه شوي دي او د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) "د چلند قانون" کې لنډیز شوي دي. هغه عمل/کړنی چی د ځنډونی لپاره د لامل په توګه لیدل کیږي، پکی هغه شامل دی چی د ښوونځي بورډ د تطبیق وړ پالیسیو او مقرراتو کې په ډاګه شوي دي او د "چلند قانون" کې په نښه شوي دي، مګر یوازی دغو عملونو یا کړنو پورې محدود ندي.
    2. د زده کوونکي عمر او د ټولګی کچه، د سرغړونې شاوخوا شرایط، او نور اړوند فکتورونه به د ښوونځی مدیر لخوا په پام کې نیول کیږي کله چې د نظم و ضبط یا ډسپلین کولو لپاره مناسب اقدام مشخص کوي. د تعلیق/ځنډونی موده باید د جرم یا سرغړونی بڼه، په نورو زده کوونکو، کارکوونکو، او/یا ډیویژن/ښوونځي خوندیتوب او چارو باندې د ځانګړي سرغړونې اغیزې سره تړاو ولري.
    3. د کوچنی سرغړونو لپاره لنډمهاله تعلیق ممکن د ښوونځي له یو ی څخه تر 10 پورې وي، پرته د هغه زده کوونکو چې د پری سکول څخه تر دریم ټولګي پورې ټولګیو کی وي، څوک چې باید د ښوونځي دریو ورځو څخه زیاتو ورځو لپاره ونه ځنډول شي پرته له دې که په سرغړونه کی فزیکي زیان یا نورو ته د فزیکي زیان رسولو معتبر ګواښ شامل وي، یا کله چی لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ دا ومومي چی ناوړه یا سخت حالات شتون لري. هغه توجیه کونکي یا سخت شرایط چی د پری سکول څخه د دریم ټولګي پوری د زده کوونکو لپاره د دری ورځو څخه زیاته ځنډونه ثابتوي، د ویرجینیا د پوهنې او روزنی څانګی لخوا په لاندې ډول تعریف شوي دي:
      1. هغه زده کوونکی چې په ناوړه چلند کې ښکیل وي چې له امله یی بل شخص ته جدي زیان رسیدلی وي(د فزیکي، احساساتي، او رواني زیان په شمول مګر دغو پوری محدود نه دي) یا کوم بل شخص ته یی د زیان رسولو په موخه جدي باوري ګواښ وړاندی کړئ اوسی، لکه څرنګ چې د ګواښ ارزونی له لاری معلومیږي؛ یا
      2. په ښوونځي کې د زده کوونکي شتون ښوونځي ته، د ښوونځی زده کوونکو، کارکوونکو، یا په ښوونځي کې د نورو خوندیتوب ته دوامداره او غیر معقول خطر رامنځته کوي؛ یا
      3. زده کوونکی په یو داسی جدي سرغړونه کې ښکیل کیږي چې :
        1. دوامداره وي (ورته تکراری چلند د زده کوونکي په انضباطي ریکارډ کې مستند کیږي)، او
        2. موخیزه مداخلو لپاره غیر ځواب ویونکي وي کله چی د یو ټکل شوي مداخلې پروسې له لارې مستند کیږي.
    4. د چلند ډیری جدي سرغړونې ممکن د اوږدی مودی لپاره د ځنډونی پایلی ولري، د کوم چی په 745-1 مقرره, “د اوږدی مودی لپاره د زده کوونکو ځنډونه یا اخراج,” او 747-1 مقرره, “د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګه (SMAPD)” کی په ډاګه شوي دي.
    5. لکه څرنګ چې د دی مقرری په اږدو کی کارول شوئ دی، "مدیر" ټکی د مدیر، مرستیال مدیر، نوي اداري کارکوونکی یا کوم بل مناسب منل شوي اداره کوونکی په توګه تعریف شوی دی څوک چې د مدیر صلاحیت سره د مدیر د استازی په توګه کار کوي.
    6. لکه څرنګ چی د ویرجینیا کوډ §§ 18.2-119 او 18.2-128 کی ذکر شوي دي، هغه زده کوونکي چې د ښوونځي څخه ځنډول شوي دي، هغوي د ځنډونی مودی په بهیر کی د ښوونځي ملکیت او د ښوونځي اړوند فعالیتونو (ټیمونه، کلبونه او د ښوونځي لخوا نورو ټولو سپانسر شوي فعالیتونه) څخه منع شوي دي، او ممکن د سرغړونې تر سره کولو لپاره بندی یا ونیول شي.
    7. خو بیا هم، د زده کوونکو د ځنډونی مودې په جریان کې، زده کوونکي کولی شي د ښوونځي ملکیت ته د بدیل او/یا لنډمهاله تعلیمي خدماتو د ترلاسه کولو او په کنفرانسونو یا غونډو کې د ګډون کولو په موخه ننوځي، کله چې د ښوونځی مدیر لخوا مشخص کیږي.
    8. د دې مقرری د موخی لپاره، "school day یا د ښوونځي ورځ" په دی معنی ده کله چی ښوونځی د زده کړي/لارښوونی په موخه پرانیستی وي، او د " business day یا د رسمی ورځ" اصطلاح په معنی ده کله چی د لیول ایسی سویټ سپرانټنډنټ دفترونه پرانیسی وي. په داسی حال کی چی دا مقرره دا غوښتنه کوي چی وړاندیز باید په لیکلې بڼه تر سره شي یا تر یوی مشخصی ورځی پوری هر استازی، کارکوونکي، یا د ښوونځی ډیویژن څانګی سره ثبت کیدی شي، خو په لیکلی بڼه دغه وړاندیز یا کاغذ باید استازی، کارکوونکی یا څانګې ته د ذکر شوي ښوونځی ورځی یا رسمی ورځی په بهیر کی د مازدیګر 4 بجو پوری ولیږدول شي.
  2. د معلولیت لرونکو زده کوونکو محافظتونه/خوندیتوبونه

    معلولیت لرونکي زده کوونکي د معلولیت پرته زده کوونکو په څیر د یو ډول محافظت/خوندیتوب پروسې او همدارنګه د آیالت او فډرال قانون تر لاندې د اضافي محافظتونو مستحق دي. هر هغه زده کوونکي لپاره چې معلولیت لري، هغه طرزالعملونه یا تګلاری چې په 745-2 مقرری, “د معلولیت لرونکو زده کونکو ډسپلین/نظم و ضبط” کې وړکړل شوي دي، باید په دې مقرری کې په ډاګه شوي طرزالعملونو سره په ګډه پلي شي.
  3. د لنډ مهاله ځنډونی طرزالعملونه/کړنلاری
    1. د ښوونځي څخه بهر د ځنډونی تحمیلولو څخه وړاندی ښوونځي باید ټولی مخکنۍ مداخلې او هغو مداخلو ته د زده کوونکي ځواب وګوري.
    2. په هغه صورت کې چې د ښوونځی مدیر یا د هغه استازی د یو زده کوونکي د لسو یا تر هغی کمی ښوونځي و‎رځو لپاره د ځنډولو اراده لري، زده کوونکي ته لومړی باید د سرغړونو په اړه په شفاهي یا لیکلي بڼه خبرتیا ورکړل شي، د هغو حقایقو په اړه وضاحت ورکړل شي چی د ښوونځی پرسونل ته معلوم دي، او د پیښی په اړه د زده کوونکي قصه یا نظر وړاندی کولو موقع ورکړل شي. د ښوونځی مدیر/استازی باید د والدینو سره د اړیکی ټینګولو لپاره ټولې معقولې هڅې وکړي ترڅو هغوي ته د راتلونکي تعلیق په اړه خبر ورکړي او د زده کوونکي د بیرته کور ته ستنیدو لپاره مناسب ترتیبات په لاره واچوي. په هغه صورت کی که د زده کوونکي شتون کوم کس یا ملکیت ته دوامداره خطر رامینځته کوي، یا د ګډوډي دوامداره ګواښ وړاندې کوي، زده کوونکی ممکن سمدستي له ښوونځي څخه وو ایستل شي او څومره زر چی د عملی کیدو امکان ولري باید ورته خبرتیا، د حقایقو وضاحت او د زده کوونکي د اړخ نظر وړاندې کولو فرصت ورکړل شي.
    3. د لنډ مهاله څنډونی په اړه په لیکلی بڼه خبرتیا باید زده کوونکي او مور او پلار/سرپرستانو ته پرته له غیر معقول ځنډ څخه ورکړل شي. خبرتیا باید د اپیل/استیناف کړنلاری سره سره د پیښې په اړه توضیحات وړاندی کړي، د ټولنې اړوند د هر ډول تعلیمي پروګرامونو ، د بدیلو تعلیمي پروګرامونو یا د نورو تعلیمی غورتوبونو د شتون په اړه د "چلند د کوډ" او/یا د ښوونځي بورډ د پالیسیو او مقرراتو معلوماتونه په ګوته کړي.
    4. د لنډ مهاله ځنډونی په بهیر کې، زده کوونکو ته باید تعلیمي خدمتونه وړاندی شي لکه څرنګ چې د مدیر / استازی لخوا مشخص کیږي. زده کوونکي باید د ځنډونی په بهیر د ټولو بشپړ شوي دندو لپاره اکاډمیکی کریډیټ ترلاسه کړي.
    5. مدیران ممکن د زده کوونکي او والدینو / سرپرست څخه وغواړي چې د بیا ننوتلو یا داخلیدو په کنفرانس (غونډه) کې ګډون وکړي ترڅو ښوونځي ته د زده کوونکي بیرته راستنیدو لپاره د انضباطي پیښې او توقعاتو په اړه خبری اتری تر سره شی. په هغه صورت کې چې مدیر یا والدین / سرپرست د ځنډونی د پائ ته رسیدو سره د بیا ننوتلو کنفرانس کې د ګډون کولو لپاره شتون ونلري، زده کوونکی کولی شي چی ښوونځی ته دوام ورکړي، مګر د ننوتلو کنفرانس باید تر هغي وروسته کمه موده کی ترسره شي.
  4. د لنډ مهاله مودی ځنډونو استناف/اپیل (د یو څخه تر لسو ښوونځي ورځو پوری)
    1. هغه زده کوونکي چې لنډمهاله ځنډونه یی د استیناف لاندې وي، کولی شي ښوونځي کی تر هغه وخت ګډون وکړي تر کومه یی چې د استیناف پریکړه نه وي تر سره شوې، پرته له دې چې هغوي د خوندیتوب خطر رامینځته کړي یا د ګډوډۍ دوام داره ګواښ وړاندې کوي یا ځنډونه یی د هغه ګړنلارو تر لاندي چی په 745-1 مقرره، "د اوږدې مودې لپاره د زده کوونکو ځنډونه یا اخراج." کی وړاندی شوي دي، د لا زیات انضباطی اقدام تحمیلولو لپاره د سفارش سره یو ځاي SMAPD ته وړاندی شوي وي.
    2. د ښوونځی په کچه استیناف/اپیل: زده کوونکی او/یا والدین باید د ځنډونی د خبرتیا څخه وروسته په دریو ورځو کې دننه د ښوونځی مدیر ته په لیکلي بڼه استیناف/اپیل وړاندې کړۍ. په لیکلې بڼه د استیناف/اپیل ترلاسه کولو وروسته، د مدیر د پریکړې په اړه باید والدینو ته په پنځه ښوونځي ورځو کی دننه په لیکلي بڼه خبر ورکړل شي.
    3. د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ اپیل/استیناف: که چیرته د مدیر د پریکړی پر ضد استیناف/اپیل وشي، د پریکړې په ضد د استیناف لپاره لیکل شوې وړاندیز باید د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ لخوا د مدیر د پریکړی څخه د والدینو/سرپرست خبرولو څخه په دریو کاري ورځو کی دننه تر لاسه شي. په استیناف کې باید د پیښې په اړه د زده کوونکي خبری او د تعلیق د غیرعادلانه کیدو په اړه دلیلونه شامل وي. لیول ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ یا استازی باید د زده کوونکي د چلند ریکارډ معاینه کولو وروسته ممکن ځنډونه تایید، تعدیل، یا رد کړي. د مدیر د پریکړی پر ضد په لیکلی بڼه د اپیل تر لاسه کولو وروسته، د لیول ایسوسی ایټ سپر انټینډنټ یا استازی د پریکړی په اړه باید په بنځو کاري ورځو کی په لیکلی بڼه والدینو / سرپرستانو ته خبرتیا ورکړل شي. د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ پریکړه به حتمی وي.
    4. د لنډ مهاله ځنډونو پورې اړوند اپیلونه چې د احتمالي نور انضباطي اقدام لپاره SMAPD ته د سپارښتنې سره یوځای شوي، باید SMAPD ته وسپارل شي او د اوریدنې په وخت کې به د پرنسپل سپارښتنې په پام کې نیولو سره په پام کې ونیول شي.
    5. که چیرې استیناف یا اپیل ومنل شي، د زده کوونکي د نظم و ضبط ریکارډ باید د لنډ مهاله ځنډونی څخه د ټولو ښوونځی ورځو لپاره عذر شوي غیر حاضری ته تعدیل شي کله چې زده کوونکی د ورته ځنډونی له امله له ښوونځي څخه بهر وو.

د زده کوونکو د خدماتو او د ثانوي زده کړو وروسته بریالیتوب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او هر یو اړوند پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.