زده کوونکي
مقرره 1-701
"د چلند قانون"
د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي په دی لټه کی دۍ چی د معیاری زده کړو په موخه د ټولو زده کوونکو حقونه د هغوي د وړتیاو، ګټو، ارزښتونو او موخو سره سم خوندي کړي. PWCS باید د هر زده کوونکی روغتیا، خوندیتوب او حقوقو لپاره د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، جنډر هویت، جنسي تمایل، حمل، ماشوم زیږون، یا اړونده طبي شرایطو په شمول د شیدی (طی) ورکولو حالت، عمر، مدنی حالت، عسکری خدمت، معلولیت، جنیټکی معلوماتونو یا د کوم بل څیز پر اساس د تبعیض کولو پرته کوم چې د قانون لخوا منع شوی دي، خوندیتوب رامنځ ته کړي.
د څانګې سوپرانټنډنټ او استازي باید د "چلند کوډ یا قانون" او د هغې کلنۍ ضمیمې جوړی او پلي یی کړي. دغه سندونه باید د چلند کولو لارښوونی رامنځ ته کړي کوم چې د زده کوونکي مسؤلیتونه، د زده کوونکي حقونه، د زده کوونکي مناسب چلند په ګوته کړي، او زده کوونکو او والدینو ته د هغه چلند په اړه خبرتیا ورکړی چې د منلو وړ نه ګڼل کیږي او د زده کوونکو د ناوړه چلند پر زد د تر سره شوي اصلاحي اقداماتو خبرتیا ورکړی. د زده کوونکو چلند باید د ښوونځیو، د ښوونځیو د زده کوونکو او د کارکوونکو د هوساینې او اغیزمنو چارو سره مطابقت ولري. د "چلند قانون" څخه سرغړونه باید د ښوونځی څخه د تعلیق او اخراج په شمول د زده کوونکو د ډسپلین کولو لپاره کافي اندازه لامل وګڼل شي. د "چلند قانون" او د بیاځلی کتلو هر ډول ضمیمی باید هر کال د چارواکو لخوا د بیاځلی کتنې او تصویب لپاره د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ ته وړاندې شي.
له زده کوونکو څخه تمه کیږي چې په داسې شکل چلند تر سره کړي چې د دوی چلند په هر زده کوونکي او ښوونځي باندی مثبته اغیزه ولري، د ملګرو زده کوونکو لپاره پاملرنه په ډاګه کړي، او د ښوونځي خوندی چاپیریال رامنځ ته کړي. د "چلند قانون" د یوی برخی په توګه د زده کوونکو د "توقعاتو کوډ" دا ډول چلند، خوي او اقدامات رامنځ ته کوي کوم چی په ښوونځي کې مسؤلیت پیژندل او بریا تر لاسه کولو ته وده ورکوي. له زده کوونکو څخه تمه کیږي چې د زده کوونکو د چلند اړوند دا ډول توقعات او ټول قوانین او مقررات خپل کړي او ومني.
دا به د هر ښوونځي د مدیر مسؤلیت وي چې د ټولو ښوونکو، والدینو او زده کوونکو تر مینځ د "چلند قانون" وویشي؛ دا ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول زده کوونکي د "چلند قانون" په اړه لارښوونې ترلاسه کوي، دا ډاډ ترلاسه کړئ چې د "چلند قانون" په عادلانه او دوامداره توګه اداره کیږي او عملی کیږي؛ او دا ډاډ ترلاسه کړئ چې مور او پلار/سرپرست د زده کوونکي د بیړنی حالت کارت لاسلیک کړی کوم چی دا په ډاګه کوي چې دوی په "چلند قانون" کې بیان شوي مقررات ترلاسه کړي، لوستلي او ورباندی پوهیږي.
د "چلند قانون" قواعد او مقررات د دې لپاره دي چې د ښوونځي په ودانیو کې، د ښوونځي بسونو کې، ښوونځي ته تګ راتګ په حال کی او د PWCS لخوا هر ډول سپانسر شوي فعالیت کې د ګډون پرمهال د زده کوونکو د چلند په اړه لارښوونه وکړي. د سرغړونې بڼی او د هر ډول ځانګړي شرایطو ته په کتو سره کوم چې ممکن حالاتو او زده کوونکی پوری اړه ولري، د "چلند د قانون" او/یا د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ د پالیسیو او مقرراتو څخه د سرغړونې سزا باید د اصلاحی خبرو اترو څخه نیولی تر اخراجولو پورې وي.
د ځانګړي تعلیم او د زده کوونکو خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.