Regulation 745-5 - Pashto

کتاب                                                             پالیسۍ او مقررات
برخه                                                              700 - زده کوونکي
عنوان                                                           مقرره - بیاځلی داخلیدنه او اخراج/داخله
کوډ                                                               5-745
حالت                                                            فعال
تصویب شوۍ                                         26 اپریل، 2017
د بیاځلی کتلو وروستی نیټه                27 جون, 2023
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی                 4 مارچ، کال 2020; 19 نومبر، 2021



زده کوونکي

مقرره 5-745

د زده کوونکی د اخراج د استیناف/اپیل اوړیدنی لپاره د ښوونځي بورډ د انضباطي کمیټې کړنلاري

هغه قوانین چی د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) زده کوونکو بیاځلی داخلیدل او اخراج اداره کوي، په دې مقرره کی په ډاګه شوي دي او د PWCS په
"چلند کوډ" کې لنډیز شوي دي.

د دې مقرری د موخی لپاره، "school day یا د ښوونځي ورځ" اصطلاح په دی معنی ده کله چی ښوونځی د لارښوونی په موخه پرانیستی وي، او د "business day یا رسمی ورځ" اصطلاح په دی معنی چې د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګه (SMAPD) ​​پرانیستې وي. په داسی حال کی چی دا مقرره دا غوښتنه کوي چی وړاندیز باید په لیکلې بڼه تر سره شي یا تر یوی مشخصی ورځی پوری هر استازی، کارکوونکي، یا د ښوونځی ډیویژن څانګی سره ثبت کیدی شي، خو په لیکلی بڼه دغه وړاندیز یا کاغذ باید استازی، کارکوونکی یا څانګې ته د ذکر شوي ښوونځی ورځی یا رسمی ورځی په بهیر کی د مازدیګر 4 بجو پوری ولیږدول شي.

  1. بیاځلی داخلیدل (زده کوونکی د PWCS څخه ایستل شوی دی)

    هغه زده کوونکی چې د PWCS څخه ایستل شوی وي کولی شيد SMAPD لخوا په ټاکلی شوي موده کی دننه SMAPD ته یا د د اخراج په وخت کی ښوونځي بورډ ته په لیکلی بڼه د بیاځلی شاملیدو لپاره وړاندیز وسپاري، مګر د اخراج نیټی څخه راپدیخوا د یو کال پوره کیدو څخه وړاندي. د ښوونځي بورډ واک لري چې د بیاځلی داخلیدو لپاره لیکل شوي وړاندیز رد کړي، که چیرته زده کوونکی د اخراج په وخت کې د ښوونځي بورډ لخوا د یو یا ډیرو وضع شوي شرایطو په پوره کولو کې پاتې راغلی وي؛ که چیرته زده کوونکی نورو زده کوونکو، کارکوونکو، یا د ښوونځي ملکیت خوندیتوب او امنیت لپاره ګواښ یا احتمالي ګواښ وي؛ یا که چیرته زده کوونکی د ښوونځي بورډ د پالیسیو او مقرراتو یا PWCS "د چلند کوډ" سره د مطابقت وړتیا ښودلو کې پاتې راشي. د بیاځلی داخلیدلو لپاره به لاندې کړنلاری تعقیبږي:
    1. زده کوونکی به د مور او پلار/سرپرست، یا یو بالغ زده کوونکی په مرسته SMAPD ته په لیکلی بڼه د بیاځلی داخلیدو لپاره وړندیز سپاری. په دی وړاندیز کی باید هغه دلیل شامل وي چې زده کوونکی یی له امله د بیاځلی شاملیدو وړاندیز کوي او د اخراج له نیټی څخه راپدیخوا د زده کوونکي د فعالیتونو لنډیز پکی شامل وي. که چیرته د اخراج په وخت کی کوم شرایط وضع شوي یا یی سپارښتنه شوي وي یا پری کومه هوکړه شوي وي، زده کوونکی باید د بیاځلی داخلیدو لپاره د وړاندیز کولو په وخت کی داسی رسمي اسناد وړاندي کړي چې د زده کوونکي شرایطو ته ژمن پاتی کیدل په ډاګه کړي. د بیاځلی داخلیدو لپاره باید د لیکل شوي وړاندیز سره د زده کوونکي او والدینو/سرپرستانو اوسنی پته او د تلیفون شمیره اضافه شي. په رسمي اسنادو کې ممکن لاندې ذکر شوي شامل وي، مګر دغو پوری محدود نه دي:
      1. د محکمې لخوا د بریالی امتحانی دوری او د محکمی لخوا صادر شوي پروګرام کې د پرمختګ ثبوت؛
      2. د زده کونکي د معالج یا سلاکار لخوا د بیاخلی شاملیدو لپاره د سپارښتنې سره په ګډه د درملنې یا سلا مشورې ثبوت؛
      3. د دندی ګمارونکي، ښوونکي، سلاکار او نورو لخوا د راجع کولو لیکونه؛
      4. د بریالي دندی او/یا د ټولنې خدماتو سازمانونو یا پروګرامونو کې د ګډون کولو ثبوت؛
      5. د اخراج نیټی مودی څخه راپدیخوا د ښوونځي د بریالي تجربو ثبوت؛
      6. د بیاځلی داخلیدو لپاره د شرط په توګه د نشه یی توکو ټولو سکرینینګ یا معایناتو پایلی چې د ښوونځي بورډ لخوا وړاندیز شوي یا اړینی دي؛
      7. د هر ډول ګواښ ارزونې پایلې چې د PWCS لخوا اداره کیږي؛ او
      8. نور اړوند توکي چی د SMAPD لخوا برابریږي یا وړاندیز کیږي.
    2. د والدینو/سرپرستانو لخوا باید د معلوماتو ورکولو یا خوشې کولو فورمې لاسلیک شي ترڅو د ښوونځي چارواکو وتوانیږي چې د سفارش شوي مراجعو یا مسلکي ارزونکو سره مصلحت وکړی، کله چې د ښوونځي چارواکو لخوا اړین ګڼل کیږي. په هر صورت، زده کوونکي او مور او پلار/سرپرست د دې ډاډ رامنځ ته کولو مسولیت په غاړه لري چې SMAPD ټول وړاندیز شوي معلومات/اسنادونه په وخت سره ترلاسه کوي. SMAPD باید د بیاځلی داخلیدو وړاندیز تر هغه وخته پورې پروسس نه کړي تر څو چې ټول وړاندیز شوي معلومات / اسناد نه وي ترلاسه شوي.
    3. د SMAPD اوریدنی افسر باید د بیاځلی شاملیدو لپاره وړاندیز او ملاتړی اسناد وګوري او باید د هغه ښوونځي مدیر سره مصلحت وکړي چې زده کوونکي پکی د بیاځلی داخلیدو هڅه کوي.
    4. د اسنادو کتلو وروسته، که چیرته د زده کوونکی د بیاځلی شاملولو پریکړه وشي، زده کوونکي او مور او پلار (سرپرست) ته باید د ځای پرځای کولو په اړه په لیکلي بڼه خبرتیا ورکړل شي. د اخراج د هغو قضیو لپاره په کومو کی چی د ښوونځي بورډ زده کوونکي ته اجازه کړي چې د بیاځلی داخلیدو لپاره وړاندیز وکړئ کوم چی د 365 ورځو څخه لږ وخت لپاره د پلی کیدو وړ وي، زده کوونکي باید د ښوونځي بورډ لخوا د وروستي تایید ترلاسه کولو پوری باید بیاځلی شامل نه کړل شي.
    5. د اسنادو کتلو وروسته، که چیرته د زده کوونکی د بیاځلی نه شاملولو پریکړه وشي، زده کوونکي او مور او پلار (سرپرست) ته باید په لیکلی بڼه دا خبر ورکړل شي چی زده کوونکی ته ممکن د بیاځلی داخلیدو اجازه ورنکړل شي او د هغي لاملونه هم. زده کوونکی او والدینو/سرپرست ته باید د بیاځلی شاملیدو اوریدنی بهیر کی د ګډون کولو فرصت او د بیاځلی شاملیدو اوریدنی د نیټی، وخت، او ځائ په اړه هم خبر ورکړل شي کوم چی به د SMAPD اوریدنې افسر لخوا تر سره کیږي. که چیرته زده کوونکی او مور او پلار/سرپرست د SMAPD بیاځلی شاملیدو اوریدنه کی نه ګډون کول غوره کړي، پریکړه به د هغه اسنادو پر بنسټ ترسره شي چې د بیاځلی شاملیدو وړاندیز په ملاتړ وړاندې شوي وي. هغه زده کوونکي چې د ښوونځي بورډ لخوا ایستل شوي اوسی او له وخت مخکی ورته د بیاځلی شاملیدو لپاره اجازه ورکړل شوي اوسی، باید د SMAPD په اوریدنې کې ګډون وکړي.
      1. د SMAPD اوریدونکي افسر باید د ښوونځي استازی، زده کوونکي او والدینو/سرپرستانو سره د بیاځلی شاملیدو په وړاندیز اوریدنه ترسره کړي. د اخراج په وخت کې د وضع شوي یا وړاندیز شوي شرایطو سره د زده کوونکي اطاعت باید د بیاځلی شاملیدو اوریدنې په بهیر کې بحث شي، د هغو فکتورونو په شمول چې د ویرجینیا کوډ 277.06-22.1 § کې په ډاګه شوي دي. د مخکینۍ سرغړونې/سرغړونو لپاره د زده کوونکي د مسؤلیت منلو سره سره د بیاځلی شاملیدو اوریدنی په بهیر کی د زده کوونکي چلند او خوي هم باید په پام کې ونیول شي.
      2. که چیرته، د بیاځلی شاملیدو اوریدنی وروسته، دا پریکړه وشي چې بیاځلی شاملیدل منل شوي دي، زده کوونکي او مور او پلار (سرپرست) باید د SMAPD لخوا د زده کوونکي د ځای پرځای کیدنی څخه خبر شي.
      3. که چیرته، د بیاځلی شاملیدو اوریدنی وروسته، دا پریکړه وشي چې بیاځلی شاملیدل دی رد شي، زده کونکي او مور او پلار (سرپرست) ته باید د تصدیق شوي یا منظم پوست/میل له لارې د پریکړې په اړه په لیکلي بڼه خبرتیا ورکړل شي، که چیرته د زده کوونکي په موجوده ریکارډ کی د والدینو/سرپرست معتبر بریښنالیک پته شتون ولري، د دلیلونو په شمول د هغي نیټې په اړه دی ورته معلومات ورکړل شي، په کومه نیټه چی زده کوونکی بیاځلی کولئ شي چی د شاملیدو وړاندیز وکړي. دا خبرتیا به هغوي ته دا معلومات هم ورکړي چی پریکړه وروستۍ ده، پرته له دې چې SMAPD سره په لیکلی بڼه د اپیل ثبتولو له امله د ښوونځي بورډ لخوا بدله شي. دا ډول اپیلونه باید د بیاځلی داخلیدو پریکړه لیک د صادرولو څخه وروسته په څلورو کاري ورځو کی دننه د SMAPD لخوا ترلاسه شي. که چیرته کوم استیناف یا اپیل تر سره نه شي، د بیاځلی داخلیدو په اړه پریکړه به وروستۍ وي.
      4. د هغه دوسیو لپاره چې استیناف شوي دي، د ښوونځي بورډ یی باید د بندو دروازو تر شاه بیاځلی وګوری او د شاملیدو په اړه یی په آزاده ناسته کی رایه ورکړي. یوازې هغه اسناد چې SMAPD ته د بیاځلی شاملیدو لپاره په پام کی نیولو لپاره سپارل شوي باید د ښوونځي بورډ لخوا په پام کې ونیول شي. د غوښتنی/استناف لیک پرته باید بل هیڅ ډول اضافي اسناد، په پام کی نیولو لپاره ونه سپارل شي. زده کوونکی او والدینو ته باید د ښوونځي بورډ د پریکړې په اړه په لیکلی بڼه خبر ورکړل شي.
    6. که چیرته د ښوونځي بورډ د بیاځلی داخلیدو په اړه د رد کولو پریکړه ټینګه وساتی، زده کوونکي او مور او پلار (سرپرست) به د لاملونو، د بیاځلی داخلیدو وړاندیز کولو نیټی، او د دغه ډول بیاخلی داخلیدو شرایطو څخه خبر کړل شي.
  2. د غیر PWCS زده کوونکو اخراج/داخله

    هغه زده کوونکی چې په غیر دودیز تعلیمي پروګرام کې ځای په ځای شوی وي یا د بل ښوونځي بورډ یا خصوصي ښوونځي لخوا د 30 ورځو څخه زیات ورځو لپاره خارج یا ځنډول شوی وي، که په ویرجینیا یا کوم بل ایالت کې وي، یا د چا لپاره چی په هر هغه ښوونځي کی داخله بنده شوي چی زده کوونکی پکی پخوا شامل شوئ وو، کیدئ شي له PWCS څخه خارج شي. هغه زده کوونکي چې له پخوانیو ښوونځیو څخه ایستل شوي وي یا د اوږدی مودی لپاره ځنډول شوي وي، تر هغه وخته پورې به د نوم لیکنی یا داخلې لپاره په پام کې نه نیول کیږي تر کومه یی چې خپله د اخراج یا د اوږدي مودی ځنډونی اصلی وخت نه وی پوره کړې کومه چی پری وضع شوي اوسی. د ښوونځي بورډ دا صلاحیت یا واک لري چې د PWCS څخه هر هغه زده کوونکی د دې معلوماتو تر لاسه کولو وروسته خارج کړي چې زده کوونکي د ښوونځي ډیویژن نورو زده کوونکو یا کارکوونکو ته ګواښ وړاندې کوي. د دغه ډول زده کوونکی د داخلی په پام کی نیولو لپاره لاندي ذکر شوي کړنلاره شتون لري:
    1. زده کوونکی باید د مور او پلار/سرپرست، یا یو بالغ زده کوونکی په مرسته SMAPD ته په لیکلی بڼه د داخلیدو لپاره وړندیز وسپاری. په دی وړاندیز کی باید هغه لامل شامل وي چې زده کوونکی یی له امله د شاملیدو وړاندیز کوي او د اخراج، اوږدی مودی ځنډونی، یا د انضباطی لاملونو لپاره د ایستلو له نیټی څخه راپدیخوا د زده کوونکي د فعالیتونو لنډیز پکی شامل وي. که چیرته پخواني ښوونځي د زده کوونکي په بیاځلی داخلیدو کوم شرایط وضع کړي اوسی، زده کوونکی باید د پخواني ښوونځي څخه داسی رسمي اسناد وړاندي کړي چې د زده کوونکو د دغو شرایطو ته اطاعت یا ژمنیتا په ډاګه کړي. د بیاځلی داخلیدو لپاره په لیکل شوي وړاندیز کی باید د زده کوونکي او والدینو/سرپرستانو اوسنی پته او د تلیفون شمیره اضافه شي. په رسمي اسنادو کې ممکن لاندې ذکر شوي شامل وي، مګر دغو پوری محدود نه دي:
      1. د محکمې لخوا د بریالی امتحانی دوری او د محکمی لخوا صادر شوي پروګرام کې د پرمختګ ثبوت؛
      2. د زده کوونکي د معالج یا سلاکار لخوا د بیاځلی شاملیدو لپاره د سپارښتنې سره په ګډه د درملنې یا سلا مشورې ثبوت؛
      3. د دندی ګمارونکي، ښوونکي، سلاکار او نورو لخوا د راجع کولو لیکونه؛
      4. د بریالي دندی او/یا د ټولنې خدماتو سازمانونو یا پروګرامونو کې د ګډون کولو ثبوت؛
      5. د اخراج نیټی مودی څخه راپدیخوا د ښوونځي د بریالي تجربو ثبوت؛
      6. که چیرته د مخکینی ښوونځي لخوا یی د تر سره کولو امر شوی وي، د نشه یی توکو له امله د هر ډول اخراج لپاره د نشه یی توکو د تازه سکرینینګ یا معایناتو تر سره کولو سپارښتنه کیږي، او همدارنګه د ټولو نشه یی توکو د سکرینینګ یا معایناتو پایلې چې د بیاځلی داخلیدو لپاره شرط دي؛
      7. د هر ډول ګواښ ارزونې پایلې چې د PWCS د هر ښوونخی لخوا شرط دۍ؛ او
      8. نور اړوند توکي چی د SMAPD لخوا وړاندیز کیږي یا برابریږي.
    2. د والدینو/سرپرستانو لخوا باید د معلوماتو ورکولو یا خوشې کولو فورمې لاسلیک شي ترڅو د ښوونځي چارواکی وتوانیږي چې د سفارش شوي مراجعو یا مسلکي ارزونکو سره مصلحت وکړی، کله چې د ښوونځي چارواکو لخوا اړین ګڼل کیږي. په هر صورت، زده کوونکي او مور او پلار/سرپرست د دې ډاډ رامنځ ته کولو مسولیت په غاړه لري چې SMAPD ټول وړاندیز شوي معلومات/اسنادونه په وخت سره ترلاسه کړي. SMAPD به د داخلیدو وړاندیز تر هغه وخته پورې پروسس نه کړي تر څو یی چې ټول وړاندیز شوي معلومات / اسناد نه وي ترلاسه کړي.
    3. د سوپر انټینډنټ د استازی په توګه، د SMAPD اوریدنی افسر به د داخلی لپاره وړاندیز او ملاتړی اسناد وګوري او باید د هغه ښوونځي مدیر سره مصلحت وکړي چې زده کوونکي پکی د داخلیدو په لټه کی وي.
    4. د اسنادو کتلو وروسته، که چیرته د زده کوونکی د داخلولو پریکړه وشي، زده کوونکي او مور او پلار (سرپرست) ته به په ښوونځی کی د ځای پرځای کولو ځائ او د داخلی لپاره د کوم شرط په اړه په لیکلي بڼه خبرتیا ورکړل شي.
    5. د اسنادو کتلو وروسته، که چیرته د زده کوونکی د اخراجولو پریکړه وشي، زده کوونکي او مور او پلار (سرپرست) ته باید په لیکلی بڼه دا خبر ورکړل شي چی زده کوونکی ممکن د اخراج تابع وي او باید په اړه یی لاملونه هم په ډاګه کړي. زده کوونکی او والدینو/سرپرست ته باید د شاملیدو اوریدنی بهیر کی د ګډون کولو فرصت او د بیاځلی شاملیدو اوریدنی د نیټی، وخت، او ځائ په اړه هم خبر ورکړل شي کوم چی به د سوپر انټینډنټ د استازی په توګه د SMAPD اوریدنې افسر لخوا تر سره کیږي. که چیرته زده کوونکی او مور او پلار/سرپرست د SMAPD شاملیدو اوریدنه کی نه ګډون کول غوره کړي، پریکړه به د اسنادو پر بنسټ ترسره کیږي.
      1. د SMAPD د اوریدنی افسر باید د ښوونځي استازی، زده کوونکي او والدینو/سرپرستانو سره د شاملیدو په وړاندیز اوریدنه ترسره کړي. د شاملیدو په وخت کې د اخراج کوونکی ښوونځي لخوا د وضع شوي شرایطو سره د زده کوونکي اطاعت به د شاملیدو په اوریدنې کې بحث شي، د هغو فکتورونو په شمول چې د ویرجینیا په 277.06-22.1 § کوډ کې په ډاګه شوي دي. د مخکینۍ سرغړونې/سرغړونو لپاره د زده کوونکي د مسؤلیت منلو سره سره د زده کوونکي چلند او خوي به هم د شاملیدو اوریدنی په بهیر کی په پام کې نیول کیږي.
      2. که چیرته، د شاملیدو اوریدنی څخه وروسته، دا مشخص شي چې داخله تصویب شوي ده، باید د SMAPD لخوا زده کوونکي او مور او پلار (سرپرست) د زده کوونکي د ځای پرځای کیدنی او د داخلی شرایطو څخه خبر کړل شي.
      3. د داخلې اوریدنی وروسته، که چیرته دا پریکړه وشي چې زده کونکي دی د PWCS ښوونځي له حاضرۍ څخه وو ایستل شي، مور او پلار/سرپرست او زده کوونکي ته به د دلاملونو په شمول د تصدیق شوي او منظم پوست یا میل له لارې د پریکړې په اړه په لیکلي بڼه خبرتیا وړکړل کیږي، او ورپسې نیټه چې دغه زده کوونکی کولی شي بیاځلی د داخلې لپاره وړاندیز وکړي. دا خبرتیا به دا په ډاګه کړي چې پریکړه وروستۍ ده، پرته له دې چې د SMAPD سره په لیکلی بڼه د اپیل ثبتولو له امله د ښوونځي بورډ لخوا بدله شي. دا ډول اپیل باید د پریکړه لیک د صادرولو نیټی څخه وروسته په 10 ورځو کی دننه د SMAPD لخوا تر لاسه شي. د استیناف د نشتوالي په صورت کې، د داخلېدو په اړه پریکړه وروستۍ ده.
      4. "د هغو قضیو چی لپاره یی اپیل/استیناف تر سره شوئ وي، د ښوونځي بورډ به د دروازی تر شاه ناسته تر سره کړي ترڅو هغه اسناد بیاځلی وګوری چی د SMAPD شاملیدلو اوریدنه کی او د والدینو/سرپرست د استناف په لیک کی په پام کی نیول شوي او بیا به په آزاده ناسته کې د اخراج کولو په وړاندیز رایه تر سره کړي. زده کوونکی او والدین/سرپرستان باید د اخراجولو یا د شاملیدو څخه ایستلو په صورت کی د ښوونځي بورډ د پریکړې څخه په 30 ورځو کې دننه او د 30 ورځو څخه زیات ورځو لپاره د ځنډولو په صورت کې باید په 15 ورځو کې خبر کړل شي. د ښوونځي بورډ ممکن د خارج شوي زده کوونکي څخه وغواړی چی د اصلی ښوونځي څخه د اخراج مودي پر مهال په غیر دودیز پروګرامونو کې برخه واخلي کوم چی د ښوونځی بورډ لخوا رامنځ ته شوۍ دۍ.
      5. که چیرته د داخلېدو لپاره وړاندیز رد شي، د ښوونځي بورډ باید د اخراج د دوام موده او ورپسې نیټه په ګوته کړي چې په پوره کیدو سره یی زده کوونکی وکولی شي د داخلیدو لپاره بیا وړاندیز وکړي.
    6. هغه زده کوونکی چې د پخوانی ښوونځي لخوا د 30 ورځو څخه زیات ورځو لپاره ځنډول شوی وي، د اصلي ځنډونی مودې څخه زیات وخت لپاره له ښوونځی څخه نه شي بهر کیدئ.
    7. په هغه حالتونو کې چې زده کوونکي د پخواني ښوونځي لخوا اخراج، ځنډول شوئ یا ایستل شوئ نه وي، مګر د داخلیدو لپاره نور شرایط د زده کوونکی وړوالی کتلو ته اړتیا رامنځ ته کوي، د سم ښونځی مدیر سره د سلا مشورې کولو وروسته د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګی رئیس به د زده کوونکی په PWCS کې ځائ پر ځائ کولو لپاره ځائ مشخص کړي.

که چیرته د دې مقرری کومه برخه، ماده، فرعي برخه، جمله، فقره، یا نیمګری جمله د کوم دلیل لپاره غیر قانونی یا باطل اعلان شي، یا په بل ډول د قانون څخه سرغړونه وي، هغه اعالامیه باید د دې مقرری د کومی بلی برخی اعتبار یا جواز اغیزمن نه کړي، دا د ښوونځي بورډ ښکاره هوډ دۍ چې د مقرری هر بند یا حکم خپلواکه دۍ او د قانون لخوا د ورکړل شوۍ اجازی پر اساس په زیاته کچه په جدی توګه پلی کیږي.

د زده کوونکو د خدماتو او د ثانوي زده کړو وروسته بریالیتوب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او هر یو اړوند پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.