Regulation 731-1 - Pashto

کتاب:                                                                                    پالیسۍ او مقررات
برخه:                                                                                     700 - زده کوونکي
عنوان:                                                                                  مقرره- د زده کوونکو د مسایلو/ستونزو استناف
کوډ:                                                                                      1-731
حالت:                                                                                   فعال
تصویب شوۍ:                                                                 26 جون، کال 2019
د بیاځلی کتلو وروستی نیټه:                                       18 جولای, 2023
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی:                                        24 فیبروری, 2022


دا مقرره به د اګسټ په 20، 2023 کال کی د 24 اکتوبر د 2020 کال نیټی نسخی ځائ نیسی.

زده کوونکي

مقرره 1-731

د زده کوونکو د چارو ستونزو استیناف/اپیل

د انضباطي استینافونو لپاره طرزالعملونه باید د 744 پالیسی او 1 -744 مقرری , "د زده کوونکو لنډ مهاله تعلیق/ځنډونه”; 745 پالیسی, “د زده کوونکو د اوږدې مودې لپاره ځنډونه/تعلیق یا اخراج، بیاځلی شاملیدل، او ویستل/شاملول”; 745-6 مقرری, “د ښوونځی بورډ ته د اوږدی مودی ځنډونو او ایستلو استینافونه”; او 681 پالیسی او 681-1 مقرری , “غیر دودیز تعلیمي پروګرامونه.” اداره شي. په هر صورت، د بالغو کسانو د زده کړو اړوند په چارو کې، 680 پالیسي او 1-680 مقررات هم د پلي کیدو وړ دي. د هغه زده کوونکو په چارو کی چی د ځانګړي زده کړې خدمتونه ترلاسه کوي، 745 پالیسی, “د زده کوونکو د اوږدې مودې لپاره ځنډونه/تعلیق یا اخراج، بیاځلی شاملیدل، او ویستل/شاملول” او 745-2 مقرره, “د معلولیت لرونکو زده کوونکو ډسپلین/نظم” هم د پلی کیدو وړ دي. هغه مسایل یا چاری چې "انټرسکولسټیک فعالیتونه او سیالۍ" پکې شامل وي، باید د پالیسی 643, “انټرسکولسټیک فعالیتونه – عمومي” او 643-3 مقرری, “انټرسکولسټیک فعالیتونه او سیالي - د منځني او عالي ښوونځي د موسیقۍ د فعالیت معیارونه” لخوا اداره شي.

د تګلارو لنډیز او د استیناف لپاره مهال ویش

  1. اکاډمیکی استناف – په ټولګی کی ځائ پر ځائ کول؛ د ټولګي دنده؛ نمری، آزموینې او د آزموینې درجې؛ ترفیع/ساتل؛ د عزت رول او ځايي - ځانګړي پروګرامونو کې ځای پرځای کول.
    1. لومړئ اپیل/استیناف: د استیناف او د نرمښت تر لاسه کولو دلیل په ډاګه کولو سره، د اقدام کولو لپاره د خبرتیا تر لاسه کولو په دریو ورځو کې د ښوونځی مدیر (یا د مدیر لخوا ټاکل شوې کمیټی ته د سپارښتنو وړاندی کولو ) لپاره په لیکلی بڼه استیناف. د ښوونځی مدیر یا کمیټه باید په پنځو ښوونځی ورځو کې یا څومره ژر چی امکان ولري، په لیکلي بڼه ځواب ورکړي.
    2. وروستۍ اپیل/استیناف: د مدیر د پریکړې خبرتیا تر لاسه کولو څخه وروسته په دریو کاري ورځو کې مناسب لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ یا د هغه استازی ته په لیکلي بڼه استناف. د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ باید په پنځو کاري ورځو کې یا څومره ژر چی امکان ولري باید په لیکلی بڼه ځواب ورکړي.
  2. انضباطي اپیلونه – SMAPD باید د 3 او 4 درجی ټولو انضباطي استینافونو لپاره د ښوونځي ډیویژن د انضباطي استیناف طرزالعملونه کوردینه کړي.
    1. د لومړۍ درجې انضباطي استینافونه – هغه انضباطي اقداماتو ته ویل کیږي چی له ښوونځي څخه بهر تعلیقونو پرته په ښوونځي کې دننه تعلیقونه او انضباطي اقدامات پکې شامل وي.

      لومړۍ او وروستۍ اپیل/استیناف: د امکان تر حده ژر تر ژره د ښوونځی مدیر یا د هغه استازی سره ( له مخامخ څخه یا د ټلیفون له لارې) خبری کول.
    2. د 2 درجې انضباطي اپیلونه – د ښوونځي څخه بهر لنډ مهاله تعلیقونه (له یوې ورځی څخه تر پنځو ورځو پورې).

      له ښوونځی څخه بهر د لنډ مهاله تعلیق/ځنډونی په اړه تګلاری او مهالویش په 1-744 مقرری "د زده کوونکو لنډ مهاله تعلیق/ځنډونه" کې په ډاګه شوي دي.
      1. لومړئ اپیل/استیناف: د تعلیق/ځنډونی د خبرتیا تر لاسه کولو وروسته په دریو ښوونځی ورځو کې دننه د والدینو لخوا د ښوونځی مدیر ته د مرستیال مدیر یا د مدیر د استازی د پریکړې په زد په لیکلی بڼه استیناف/اپیل. په لیکلې بڼه د استیناف د ترلاسه کولو وروسته والدینو/سرپرستانو ته باید په پنځه ښوونځي ورځو دننه د مدیر د پریکړې په اړه په لیکلي بڼه خبر ورکړل شي.
      2. وروستۍ اپیل/استیناف: د ښوونځی مدیر د پریکړې په اړه د خبرتیا تر لاسه کولو په دریو کاري ورځو کې د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ یا د هغه استازی ته په لیکلي بڼه اپیل/استناف. مناسب ایسی سویټ سپر انټنډنټ باید په پنځو کاري ورځو کې په لیکلي ډول ځواب ورکړي.
      3. په هغه صورت کې چې د اوږدې مودې تعلیق یا اخراج شاملولو په موخه د لا زیات انضباطي اقدام په پام کې نیولو لپاره SMAPD ته مراجع د لنډ مهاله تعلیق سره په ګډه ترسره شي، د تعلیق/ځندونی اپیل به د اوریدنی ټاکل شوي پروسی په وخت کې د SMAPD اوریدونکي افسر لخوا په پام کې نیول کیږي.
    3. د 3 درجې انضباطي اپیلونه – د ښوونځي څخه بهر د اوږدې مودې تعلیق/ځنډونه (د ښوونځي 10 ورځو څخه مګر د 45 ښوونځی ورځو څخه کم). اوږد مهاله تعلیق/ځنډونه ممکن د ښوونځي - 45 ورځو مودې څخه زیات وخت لپاره وغځیږي مګر باید د 364 ورځو څخه زیاته نشي که چیرته (1) سرغړونه هغه ډول وی څرنګ چی د ویرجینیا کوډ 22.1-277.07 §§ (د وسلو ځینی سرغړونی) یا 22.1-277.08 (د ځینو نشه یی توکو سرغړونی) یا په ستره کچه فیزکی ژوبله پکی موجود وي؛ یا (2) د سوپرټینډنټ د استازی په توګه، د ښوونځي بورډ یا SMAPD دا ومومي چی ناوړه شرایط شتون لري، لکه څرنګ چې د ویرجینیا د پوهنې څانګی لخوا تعریف شوي دي.

      د اوږد مهاله تعلیق/ځنډونی استیناف لپاره طرزالعملونه او مهال ویش په 6-745 مقرره، "اوږد مهاله مودې لپاره د تعلیق او اخراج اپیلونه/استیناف" کې په ډاګه شوي دي.
      1. لومړئ اپیل/استیناف: د ښوونځي د انضباطي کمیټې درې کسیز بورډ (SBDC) ته د SMAPD د اوریدنې افسر د پریکړې پر زد په لیکلی بڼه استیناف باید د SMAPD پریکړه لیک د نیټې څخه وروسته په څلورو ښوونځي ورځو کی دننه د SMAPD لخوا ترلاسه شي. SBDC باید په بنده ناسته کې د SMAPD اوریدنې مامور پریکړې لیکلي غوښتنه بیاځلی کتنه وکړي او د استیناف لپاره د غوښتنې د درج کیدو په 30 ورځو کې به د غوښتنی په اړه پریکړه وکړي. نه د ښوونځي کارکوونکی، د SMAPD کارکوونکی، زده کوونکی، والدین/قانونی سرپرست، او نه د زده کوونکي، والدینو یا قانونی سرپرست استازی د SBDC د دروازی تر شاه غونډې په جریان کې حاضر وي. SBDC باید یوازې هغه اسناد په پام کې ونیسي چې د SMAPD اوریدنې په جریان کې وړاندې شوي وي، پرته د استیناف د لیک او د SMAPD د اوریدنې افسر لیک یا هغه اسناد چی د استیناف په لیک کې یوازې نوي ستونزی یا حقایق په ګوته کوم چې باید SBDC ته په لاس ورکړل شي، او کاپی کاپي یی باید زده کونکي/والدینو/سرپرستانو ته ورکړل شي. نور هیڅ ډول اسناد باید د SBDC لخوا په پام کې ونه نیول شي. SBDC باید د SMAPD کارکوونکو سره د طرزالعمل ستونزو او/یا د ځای پرځای کولو اختیارونو په اړه سلا مشوره وکړي. که چیرته SBDC د معلولیت لرونکي زده کوونکي اوږد مهاله ځنډونه تائید کړي، د انفرادي زده کړې پروګرام(IEP) ټیم به د مناسبو تحصیلي خدماتو مشخص کولو لپاره سره یوځائ کیږي.
      2. وروستۍ اپیل/استیناف: د ښوونځي بشپړ بورډ ته باید په پنځو کاري ورځو کی دننه په لیکلي بڼه اپیل وسپارل شي که چیرته د SBDC پریکړه متفقه نه وي.
      3. په هغه صورت کې چیرته د SMAPD اوریدنې افسر د اوږدې مودې تعلیق پر ځای د اخراج سپارښتنه وکړي، د 4 درجې د انضباطي استیناف طرزالعمل به د پلي کیدو وړ وي.
    4. د 4 درجې انضباطي اپیلونه – اخراجونی، بیاځلی داخلونی، او له ښوونځي څخه ویستل.
      1. اخراجونی

        که چیرته د یو زده کوونکی د SMAPD لخوا د اخراج لپاره سبارښتنه وشي، والدین/سرپرست او زده کوونکی کولی شي چی د SMAPD د پریکړی له نیټې څخه وروسته په څلورو کاري ورځو کی دننه SBDC ته د SMAPD اوریدونکي افسر د سپارښتنې پر زده په لیکلی بڼه اپیل/ یا د استیناف غوښتنه وسپاري.

        SBDC باید له غیر معقول ځنډ پرته د اخراج لپاره د سپارښتنې پر زد د استیناف په وړاندیز اقدام تر سره کړي. دا ډول کمیټه باید د ښوونځي بورډ له دریو غړو څخه جوړه شي، لکه څرنګ چې د ویرجینیا کوډ 22.1-277.06§ کې په ډاګه شوي دي.
        1. لومړئ اپیل/استیناف: د دریی کسیزه SBDC په وړاندې د اخراج اوریدنه (د استیناف وروستۍ درجه ده که چیرته د کمیټې متفقه رایه وی).
        2. وروستۍ اپیل/استیناف: یوازې د اسنادو په اړه د ښوونځي بشپړ بورډ ته په لیکلي بڼه اپیل (یوازې هغه حالت کی شتون لري که چیرته د SBDC رایه متفقه نه وي). د SBDC پریکړې څخه وروسته باید په اوو کاري ورځو کې د SMAPD لخوا په لیکلی بڼه اپیل ترلاسه شي. د دروازی تر شاه غونډه کی باید د ښوونځي بورډ د SBDC په وړاندې د اصلی جریان ریکارډ او د SBDC په اوریدنه کې وړاندی شوي هر ډول مواد بیاځلی وګوري او باید به آزاده غونډه کی رایه ورکړي تر څو د اپیل لپاره د وړاندیز کولو نیټی څخه وروسته په 30 ورځو کې پریکړې ته ورسیږي. د ښوونځی بورډ پریکړه به وروستۍ وي.

          د زده کوونکو د اخراج د استیناف اوریدنې لپاره د SBDC طرزالعملونه په 745-4 مقرره, “د زده کوونکو د اخراج د استیناف اوریدنې لپاره د ښوونځي بورډ انضباطي کمیټې طرزالعملونه” کې موندل کیدی شي.
      2. بیاځلی نوم لیکنه/داخله

        د هغه زده کوونکو په ښوونځي کی د شاملیدو لپاره کړنلارې او وخت کوم چې تر دی وړاندي یو ځل د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو څخه ایستل شوي وو، په 745-5 مقرره, “بیاځلی شاملیدل او اخراج/شاملیدل” کی په ډاګه شوي دي.

        وروستۍ اپیل/استیناف: د SMAPD د اوریدنې افسر د پریکړې په اړه په لیکلي بڼه د ښوونځي بورډ ته اپیل/استیناف. دا ډول اپیلونه باید د بیاکتنې پریکړه لیک د صادرولو څخه وروسته په څلورو کاري ورځو کی دننه د SMAPD لخوا ترلاسه شي. د ښوونځي بورډ باید د بندی دروازی تر شاه ریکارډ وګوری او د شاملیدو پریکړی په اړه په آزاده ناسته کی رایه ورکړي. زده کوونکی او والدینو ته باید د ښوونځي بورډ د پریکړې په اړه په لیکلی بڼه خبر ورکړل شي.
      3. له ښوونځی څخه اخراجول

        هغه زده کوونکی چی له دی وړاندی د کوم بل ښوونځي ډیویژن یا خصوصي ښوونځي لخوا ښوونځي ته د حاضریدو څخه ایستل شوي یا ‎ځنډول شوي دي او په پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو کې د شاملیدو لپاره غوښتنه کوي، په اړه یی تګلاری په 5-745 مقرری " بیاځلی شاملیدل او اخراج/شاملیدل" کی په ډاګه شوي دي.”

        وروستۍ اپیل/استیناف: د SMAPD د اوریدنې افسر د پریکړې په اړه په لیکلي بڼه د ښوونځي بورډ ته اپیل/استیناف. دا ډول اپیل باید د بیاکتنې پریکړه لیک د صادرولو څخه وروسته په څلورو کاري ورځو کی دننه د SMAPD لخوا ترلاسه شي. د ښوونځي بورډ باید د بندی دروازی تر شاه ریکارډ وګوری او د لیری کولو پریکړی په اړه په آزاده ناسته کی رایه ورکړي. زده کوونکی او والدین/سرپرستان باید د اخراجولو یا د شاملیدو څخه ایستلو په صورت کی د ښوونځي بورډ د پریکړې څخه په 30 ورځو کې دننه او د 30 ورځو څخه زیات ورځو لپاره د ځنډولو په صورت کې باید په 15 ورځو کې خبر کړل شي.
    5. د انضباطي اقداماتو د تعدیل یا بدلولو صلاحیت.

      د ټولو انضباطي غوښتنو لپاره د پروسې په هره کچه کې استیناف/غوښتنه ممکن ومنل شي یا رد شي او اړوند پایلې (د اصلاح کولو ګامونه) کیدی شي ډیر شي، کم شي، یا په هم هغه حالت کی ورته د پاتیدو اجازه ورکړل شي.

      که چیرته د اوږدې مودې ځنډولو په استیناف/غوښتنه کې SBDC دا مشخصه کړي چې اخراج ممکن مناسب وي، زده کوونکی باید د SMAPD لخوا د ښوونځي بورډ یوې کمیټې په وړاندې د پروسې د اوریدلو غوښتنې د حق څخه خبر کړل شي. په هغه حالت کې چې زده کوونکی د داسې اوریدنې وړاندیز نه کوي یا د اوریدنی وړاندیز کوي، او که زده کوونکی حاضریدو کی پاتی راشي، د ښوونځي بورډ کمیټه به د لیکلي ربکارډ پراساس پریکړه تر سره کوي. په هغه صورت کې چی د ښوونځي بورډ کمیټې پریکړه باندی توافق نه وي، زده کوونکی کولئ شي د ښوونځي بشپړ بورډ ته په لیکلی بڼه د اپیل/استیناف وړاندیز وکړي.
  3. تبعیض یا ځورونه – د هغی پریکړې استیناف چې شکایت پکې شتون ولري
    1. هغه زده کوونکی چا چې د 738-1 مقرری, “د ناوړه جنسي چلند زده کوونکو پر وړاندې/زد د تورونو حل” تر لاندې د ټائټل IX جنسي ځورونې رسمي شکایت ثبت کړی اوسی، باید د اپیل/استیناف هغه تګلاری او مهال ویش یا وخت تعقیب کړي کوم چې په هم هغه مقرره کې په ډاګه شوي دي.
    2. هغه زده کوونکی چا چې د 738-3 مقرری, “د تبعیض یا ځورونې زده کوونکو پر وړاندې/زد د تورونو حل” تر لاندې د تبعیض یا ځورونې په اړه په لیکلی بڼه شکایت ثبت کړی اوسی، باید د اپیل/استیناف هغه تګلاری او مهال ویش یا وخت تعقیب کړي کوم چې په هم هغه مقرره کې په ډاګه شوي دي.
  4. و وړوالی استیناف/اپیل - نصابي او غیر نصابي پروګرامونه – هغه زده کوونکی چی د ویرجینیا عالي ښوونځي لیګ او د ولسوالۍ وړوالی لري مګر د کاونټي په کچه د معیارونو تر لاسه کولو کې پاتې راځی.
    1. زده کوونکی یا والدین ممکن د لیکلي بیان په ورکولو سره په مستقیم ډول د ښوونځي مدیر ته عریضه وکړي او هغه شرایط تشریح کړی چې له امله یی د معیار ترلاسه کولو کې د پاتې راتلو پایله درلوده. اپیل باید د راپور کارتونو صادرولو وروسته د ښوونځي په دریو ورځو کې ترسره شي.
    2. د ښوونځي مدیر باید اپیل وڅیړي او د استیناف ټولې غوښتنې، د مدیر سپارښتنې سره سم، د زده کوونکي فعالیتونو نظارت کوونکي ته د استناف ترلاسه کیدو وروسته د ښوونځي په دریو ورځو کې وسپاری. د زده کوونکو فعالیتونو نظارت کوونکي لخوا ورکړل شوې پریکړه به وروستی وي.
  5. د فراغت اپیلونه/استینافونه – د دې اپیلونو د وخت حساسیت له امله تګلاری او مهالویش باید ګټور یا مناسب وي.
    1. لومړئ اپیل/استیناف: د ښوونځی مدیر سره غیر رسمي کنفرانس/خبری اتری.
    2. وروستۍ اپیل/استیناف: مناسب لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ یا د هغه استازی ته په لیکلی بڼه اپیل/استیناف.
  6. د ښونځي داخلی فعالیتونو او سیالیو استناف/اپیل
    1. زده کوونکی یا والدین کولیٔ شي چې د انفرادي شرایطو تشریح کولو سره لیکلي بیان په مستقیم ډول د ښوونځي مدیر څخه د استناف غوښتنه وکړي.
    2. د ښوونځي مدیر باید غوښتنه وګوری او د غوښتنی ترلاسه کیدو وروسته د ښوونځي په دوه ورځو کې غوښتنه یا وړاندیز د زده کړې فعالیتونو نظارت کوونکي ته وسپاري. مدیر د دې اقدام په اړه د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ ته د سلا مشوری ورکولو مسؤلیت هم په غاړه لري.
    3. د زده کوونکو فعالیتونو نظارت کوونکي لخوا ورکړل شوې پریکړه به وروستی وي.
  7. د موسیقۍ فعالیت ګډون او د اکاډمیک / ګریډ اړوند ستونزو اپیل/استیناف (منځني او عالي ښوونځي)
    1. زده کوونکی یا والدین باید په مستقیم ډول مدیر ته د لیکلي بیان په ورکولو سره د انفرادي شرایطو تشریح کولو سره اپیل وکړي.
    2. مدیر باید اپیل وګوری او د والدینو غوښتنه او د مدیر سپارښتنه د اپیل تر لاسه کولو وروسته په دوه ښوونځي ورځو کې وسپاري. که غوښتنه په منځني او عالي ښوونځي کی د موسیقی پرفارمنس لپاره د زده کوونکی د ونډه اخیستلو په اړه وي، مدیر باید غوښتنه او سپارښتنه د هنرونو څارونکي یا مشر ته ولیږدوی. کله چې اپیل/استیناف د منځني او عالي ښوونځي موسیقی پرفامنس پورې اړه ولري، د ښوونځی مدیر باید لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ ته د خبر ورکولو مسؤلیت په غاړه ولري. که چیرته اپیل استناف د اکاډمیک/ګریډ اړوند ستونزو پورې اړه ولري، د ښوونځی مدیر باید وړاندیز او سپارښتنی د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ ته ولیږدوي.
    3. هغه پریکړې چې د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ او د هنرونو نظارت کوونکی لخوا تر سره کیږي باید وروستۍ وي.
  8. په غیر دودیز زده کړې پروګرام کې د ځای پرځای کولو اپيل/استیناف – په غیر دودیز زده کړې پروګرام کې د ځای پرځای کولو طرزالعمل او مهال ویش باید په 1-681 مقرره "غیر دودیز تعلیمي پروګرامونه" کې وړاندی شي.
    1. د ځایی ښوونځي لخوا غیر روایتی/دودیز زده کړې پروګرام ته راجع کول.
      1. لومړئ اپیل/استیناف: د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګی (SMAPD) سره اوریدنه.
      2. وروستۍ اپیل/استیناف: د ښوونځي بورډ ته په لیکلي بڼه اپیل/استیناف.
    2. د ویرجینیا کوډ 22.1-209.1:2 یا 22.1:277.2:1 تر لاندي د ځینې جنیایی یا نورو جرمونو لپاره د SMAPD لخوا بیا ګمارنه/ځای پرځای کول.
      1. لومړئ اپیل/استیناف: د SMAPD اوریدنه.
      2. وروستۍ اپیل/استیناف: د ښوونځي بورډ ته په لیکلي بڼه اپیل.
    3. د اوږدې مودې ځنډونی یا اخراج څخه بیرته ښوونځي ته د راستنیدو پر مهال د SMAPD لخوا ځای پرځای کول
      1. لومړئ اپیل/استیناف: SBDC ته په لیکلی بڼه اپیل/استیناف.
      2. وروستۍ اپیل/استیناف: د ښوونځي بورډ ته په لیکلی بڼه استیناف/اپیل که چیرته د SBDC پریکړه په اتفاق سره نه وي.
    4. په غیر دودیز زده کړې پروګرام کې د ځای پرځای کیدو څخه د انکار پر زد د والدینو استیناف/اپیل

      د رد شوي پریکړې ترلاسه کیدو په دریو ورځو کې دننه باید د استیناف لپاره لیکل شوې وړاندیز د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ ته وسپارل شي. د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ پریکړه به حتمی وي.
  9. د غیر اختیاري ځایونو استیناف لپاره دودیز ښوونځي ته داخلیدل
    1. د SMAPD لخوا ځای پرځای کول
      د SMAPD بیاځلی کتنې کمیټه به د زده کوونکو د انضباطي ځائ ارزولو لپاره باید غونډه تر سره کړي. د SMAPD د بیاځلی کتنې کمیټې پریکړه به وروستۍ وي.
    2. د ځایی ښوونځی مراجع
      1. د Independence غیر دودیز ښوونځي زده کوونکی – د Independence غیر دودیز ښوونځي مدیر یا د هغه استازی، د زده کوونکي بیرته دودیز ښوونځي ته د راستنیدو پر زد سپارښتنه کوي:
        1. لومړئ اپیل/استیناف: د SMAPD بیاځلی کتنې کمیټې ته په لیکلی بڼه اپیل/استیناف
        2. وروستۍ اپیل/استیناف: د ښوونی او زده کړې لپاره ایسوسی ایټ سوپرانټینډنټ ته لیکلي بڼه اپیل/استیناف
      2. د زده کړې په نورو بدیل پروګرامونو کې زده کوونکي – د کوم بل بدیل زده کړې پروګرام مدیر/ رییس د زده کوونکي بیرته دودیز ښوونځي ته د راستنیدو پر زد خپل سفارش وړاندی کوي:
        1. لومړئ اپیل/استیناف: د SMAPD بیاځلی کتنې کمیټې ته لیکل شوی اپیل/استیناف
        2. وروستۍ اپیل/استیناف: د زده کوونکو خدماتو او د ثانوي زده کړو وروسته بریالیتوب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ ته په لیکلی بڼه استیناف/اپیل
  10. د لیږد/انتقال استیناف – تګلاره او مهال ویش باید په 721-1 مقرره, “د زده کوونکو انتقال - وړکتون/ابتدایه/منځني ښوونځي” او 721-2 مقرره, “د زده کوونکو انتقال- عالي ښوونځئ” کې ټاکل شوي احکامو سره په مطابقت وي.
    1. وړکتون، ابتدايه، او منځنئ ښوونخي:

      وروستۍ استیناف/اپیل د ښوونځي کال د جون تر1 نیټی پورې په کوم کال کی چی د وړاندیز شوي ښوونځی لخوا لیږد رد شوي وو، د ثانوي ښوونځیو د مشورتی او د اړوند خدمتونو (منځنی ښوونځئ) نظارت کوونکي ته یا د ابتدایهٔ ښوونځیو او اړوند خدمتونو (ابتدایه/ورکتون ښوونځی) نظارت کوونکی ته سپارل کیدی شي. مناسب نظارت کوونکی به کالج، کیریر او د زده کوونکو د ملاتړ رییس سره مشوره وکړي او د اپیل/استیناف وروستۍ پریکړه په اړه به د جون تر 30 نیټی پورې والدینو /سرپرست ته خبر ورکړي.
    2. عالي ښوونځئ:

      وروستۍ استیناف/اپیل د ښوونځي کال د جون تر1 نیټی پورې په کوم کال کی چی د وړاندیز شوي ښوونځی لخوا لیږد رد شوي وو، د ثانوي ښوونځیو د مشورتی او د اړوند خدمتونو نظارت کوونکي ته سپارل کیدی شي. د ثانوي ښوونځیو د مشورتي او د اړوند خدمتونو نظارت کوونکی به کالج، کیریر او د زده کوونکو د ملاتړ رییس سره مشوره وکړي او د اپیل/استیناف وروستۍ پریکړه په اړه به د جون تر 30 نیټی پورې والدینو /سرپرست ته خبر ورکړي.

د زده کوونکو د خدماتو او د ثانوي زده کړو وروسته بریالیتوب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي


§