Regulation 746-2 - Pashto

کتاب                                                     پالیسۍ او مقررات
برخه                                                      700 - زده کوونکي
عنوان                                                   د زده کوونکی احلالونکی یا ګډوډونکی چلند - د فیزیکي مداخلې کارونه او د زده کړې بهیر څخه جلاوالی
کوډ                                                        2-746
حالت                                                    فعال
تصویب شوۍ                                  18 جولای, 2023


زده کوونکي

مقرره 2-746

د زده کوونکی احلالونکی یا ګډوډونکی چلند - د فیزیکي مداخلې کارونه او د زده کړې بهیر څخه جلاوالی

دا مقرره د هغه ستونزو حل کولو لپاره لارښوونې وړاندې کوي کله چې د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي (PWCS) کارکوونکی ممکن فیزیکي مداخلی او/یا د زده کوونکو ننګونکي چلند ته ځواب ویلو لپاره نورو میتودونو کارولو ته اړتیا ولري کوم چې د محدودیت او جلاوالی له چوکاټ څخه بهر وي. د محدودیت او جلاوالی په اړه لارښوونه په 746-1 مقرره کی شوئ ده.

  1. د زده کوونکو او کارکوونکو د خوندیتوب ډاډ رامنځ ته کولو لپاره ممکن د PWCS کارکوونکی د فیزیکي مداخلې کارول اړین ومومي، کوم چې د محدودیت څخه توپیر لري (مهرباني وکړئ د محدودیت تعریف په 1-746 مقرره کې وګورئ). فیزیکي مداخله په لاندې ډول تعریف شوې ده:

    "فیزیکي مداخله" د ښوونځي پرسونل لخوا د مناسب او اړین فیزیکي تماس کارولو سره د نظم او کنټرول ساتلو؛ د ګډوډۍ مخه نیولو؛ د فیزیکي زیان خطر څخه د زده کوونکي، د خپل ځان او د نورو ساتلو؛ ملکیت ته د زیان رسولو مخنیوی کله چې دا د جدي فیزیکي زیان یا ټپي کیدو احتمالي خطر رامینځته کوي؛ یا د وسلو، ګواښوونکی توکو، یا سامان الاتو د ترلاسه کولو په توګه تعریف شوی ده. فیزیکي مداخله باید د 741 پالیسۍ او 1-741 مقرری "فیزیکی مجازات/سزا"، د احکامو سره په مطابقت پلي شي، کوم چې دا په ډاګه کوي چې ښوونکي / د ښوونځي کارکوونکی نه شوي کولی چی د فیزیکي مجازاتو ("د ډیسپلین کولو په موخه زده کوونکي ته فیزیکي درد رسولو ، یا د فیزیکي درد رسولو سبب کیده) څخه کار وانخلي مګر ممکن لاندینی وکاروي:
    1. ناصافي، معمولي، یا معقولی فیزیکي اړیکه یا نوری کړنې چې د نظم او کنټرول ساتلو لپاره ډیزاین شوي دي.
    2. د ګډوډۍ مخه نیولو لپاره مناسب یا د اړتیا وړ قوت یا د یو زده کوونکی د ګډوډی له صحنی څخه لیرل کول کوم چې خلکو ته د فیزیکی زیان اړولو یا ودانی ته د ضرر رسولو ګواښ رامنځ ته کوي.
    3. خپل ځان ته د فیزیکی زیان رسولو څخه د زده کوونکي د مخه نیولو لپاره مناسب یا د اړتیا وړ قوت/فشار راوړل
    4. د خپل ځان څخه د دفاع کولو یا د نورو څخه د دفاع کولو لپاره مناسب او د اړتیا وړ قوت/زور راوړل.
    5. د وسلو یا نورو خطرناکو توکو ، د کنټرول شوي توکو یا سامانونو ملکیت تر ترلاسه کولو لپاره کوم چې د زده کوونکي په شخصی ملکیت کی وي یا د هغه/هغي تر ​​​​کنټرول لاندي وي، مناسب او د اړتیا وړ قوت/ځواک کارول.
  2. لاندې بیلګئ "فیزیکي مداخله" ګڼل کیږي، مګر نه محدودیت، لکه څرنګ چې د 1-746 مقرری لخوا تعریف شوي دي:
    1. د جګړی په بهیر کی د زده کوونکو جلا کول او د زیان مخه نیولو لپاره د زده کوونکو جلا ساتل.
    2. د زده کوونکی د زیان څخه لیری کولو او/یا بل چا ته د زیان رسولو مخه نیولو لپاره د زده کوونکی اوږه، مټ، یا لاس لمس کول (نه نیول).
    3. د PWCS په ترانسپورت او/یا د PWCS لخوا په قرارداد شوي ترانسپورت کی د زده کوونکي ښوونځی ته او/یا د ښوونځی اړوند فعالیت ته د لیږدولو په وخت کی د زده کوونکی څخه د سیټ بیلټ اچولو غوښتنه کول.
  3. د ښوونځی بورډ د 503 پالیسی, “د چلند کوډ,” او 503-1 مقرری, “د ټولو کارکوونکو لپاره د مسلکي چلند معیارونه,” تر لاندی، کارکوونکی باید د شخصي او مسلکي چلند لوړه کچه وساتي او د قانوني، اخلاقي، سم، درناوي، او د مدنی چلند ماډل یا بیلګه په ډاګه کړي. له همدي امله، کارکوونکی اړ دي چې د پاملرنې کولو او مسٔولیت کولو احساس ولري ترڅو د زده کړې لپاره مناسب چاپیریال وساتي. له همدې امله، حتی که یو کارکوونکی د نظم ساتلو په موخه د فیزیکي مداخلو کارولو کی د ناراختی احساس کوي، یو کارکوونکی کولی شي د لاندې کارونو په ترسره کولو سره بیا هم خپله د پاملرنې کولو دنده ترسره کړي:
    1. که اړتیا وي، په یو داسی حالت کی د حطر له منځه وړلو او/یا د نظم بیرته ځائ پر ځای کولو یا ساتلو لپاره په شفاهی ډول یا فیزیکي توګه داسی یو څوک خبرداره کول چې فیزیکی مداخله کولی شي او/ یا وبه کړي.
  4. برسیره پردې، د زده کوونکو او کارکوونکو خوندیتوب ډاډمن کولو په موخه او/یا زده کوونکي ته اجازه ورکولو په موخه چی خپل احساسات پروسس کړي، د PWCS کارکوونکی ممکن دا اړینه وګڼی چی یو زده کونکي د نورو زده کوونکو څخه جلا کړي، کوم چې د جلا کولو اقدام څخه توپیر لري. (مهرباني وکړئ د جلاوالي تعریف په 1- 746 مقرره کې وګورئ)

    لاندې بیلګی د نورو زده کوونکو څخه جلا کول ګڼل کیږي، مګر نه جلاوالی، لکه څرنګ چې د 1-746 مقرری لخوا تعریف شوي دي:
    1. د زده کوونکي څخه غوښتل چې د پیښی وروسته په یوه کوټه کی د نورو زده کوونکو پرته د اداره کوونکی/پازوال سره د لیدو لپاره انتظار وباسی، د بیلګی په توګه، په یو ټولګي کی یا د کنفرانس په خونه کی.
    2. زده کوونکي د لږ وخت لپاره له ټولګي څخه ایستل.
    3. له زده کوونکی غوښتل چی د ټولګي په جلا برخه کې دنده بشپړ کړي، حتی که د ټولګي دغه برخه د فیزیکي خنډ په مرسته جلا شوې هم وي، نو تر کومه چې په ټولګي کې یو بالغ کس وکولی شي د زده کوونکي حرکت وڅاری کوم چی د فیزیکي څیز په مرسته جلا شوئ وي.
    د هغو عبارتونو تعریفونه چې په مستقیم ډول پورته کارول شوي دي، په لاندی ډول دی.
    • "ټآئم آوټ یا د لږ وخت لپاره ایستل" د چلند مداخلې په معنی دۍ، په کوم کی چې زده کوونکی په موقتي ډول د زده کړې بهیر څخه لیرې کیږي مګر په کوم کې چې زده کوونکی محدود نه وي. هیڅ وخت هم باید یو زده کوونکی د بالغ کس لخوا د نظارت پرته د یو څه وخت لپاره د ټولګي څخه بهر په تالار یا کوم بل ځای کې پری نښودل شي. 
    • "فیزیکي خنډ" د هر هغه فیزیکي څیز په معنی دي چی په دی اندازه لوی وی چې یوه ساحه په جلا برخو وویشي، لکه یو ټولګي. په بیلګو کې د کتاب المارۍ یا سکرینونه شامل دي، مګر دغو پوری محدود نه دي. 

د زده کوونکو د خدماتو او د ثانوي زده کړو وروسته بریالیتوب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او هر یو اړوند پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.