Regulation 745-3 - Pashto

کتاب                                                                      پالیسۍ او مقررات
برخه                                                                       700 - زده کوونکي
عنوان                                                                    مقرره - د اوړی ښوونځی زده کوونکو نظم/ډسپلین
کوډ                                                                        3-745
حالت                                                                      فعال
تصویب شوۍ                                                   19 دسمبر, 2018
د بیاځلی کتلو وروستی نیټه                         27 جون, 2023
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی                          4 مارچ, 2020; 19نومبر, 2021

 

زده کوونکي

مقرره 3-745

د اوړی ښوونځي زده کوونکو نظم/ډسپلین

کله چې د جدي انضباطي پیښو سره مخ کیږو، کوم چی د اوړي ښوونځی پروګرامونو په بهیر کی رامنځ ته کیږي، لاندی ذکر شوئ کړنلاری به تعقیبږي.

  1. د اوړی ښوونځی مرکزی پروګرامونه

    د اوړي ښوونځي مدیر باید سمدستي د زده کوونکو د زده کړې څانګی رییس سره اړیکه ټینګه کړي. د زده کوونکو د زده کړې څانګی رییس باید د ښوونی او زده کړې لپاره ایسوسی ایټ سوپرانټینډنټ، د کوربه ښوونځي مدیر، او د ځايي ښوونځي مدیر سره اړیکه ټینګه کړي او د پیښې په اړه ورته خبر ورکړي. برسیره پردې، که چیرته سرغړونه د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) د منلو وړ استمال او انټرنیټ خوندیتوب پالیسۍ څخه سرغړونه په ډاګه کوي، لکه څرنګ چې په 295-1 مقرره, “د کمپیوټر سیسټمونه او د شبکې خدمتونه - د PWCS د توکو په مسؤلانه ډول کارول او د انټرنیټ خوندیتوب پالیسي,” کې تشریح شوي دي، د زده کوونکو د زده کړی څانګی رئیس باید د معلوماتو ورکولو رییس سره اړیکه ټینګه کړي.
  2. ځاي میشته د اوړي ښوونځي پروګرامونه

    د ځائ میشته د اوړي ښوونځي مدیر باید سمدلاسه د لیول ایسوسی ایټ سوپرانټنډنټ، د کوربه ښوونځي مدیر، او د لیږدونکي ښوونځي مدیر سره د پیښې په اړه د راپور ورکولو لپاره اړیکه ټینګه کړي. برسیره پردې، که چیرته سرغړونه د PWCS د منلو وړ استمال او انټرنیټ خوندیتوب پالیسۍ څخه سرغړونه په ډاګه کوي، لکه څرنګ چې په 295-1 مقرره, “د کمپیوټر سیسټمونه او د شبکې خدمتونه - د PWCS د توکو په مسؤلانه ډول کارول او د انټرنیټ خوندیتوب پالیسي,” کې تشریح شوي دي، لیول ایسی سویټ سوپر انټینډنټ باید د معلوماتو ورکولو عمومی رئیس (یا استازی) سره اړیکه ټینګه کړي.
  3. د اوړي ښوونځي مرکزي او ځاي میشته پروګرامونه
    1. د اوړي د ښوونځي مدیر او د اوړي ښوونځی په موقیعت کی ټاکل شوي پرسونل (د بیلګې په توګه، امنیتی پرسونل) باید انضباطي پیښه وڅیړي او باید د زده کوونکي د معلوماتی سیسټم د پیښې راپور او نور ملاتړي اسناد بشپړ کړي.
    2. د اوړي د ښوونځي مدیر باید د ځايي ښوونځي مدیر سره اړیکه ټینګه کړي او د زده کوونکي معلوماتو سیسټم د پیښې راپور یوه کاپي د ټولو سفارشونو / ملاتړي اسنادو او د اوړي د ښوونځي د نمرو راپورونو سره ځايي ښوونځي ته واستوي. که چیرته یو زده کوونکی نهم ټولګي ته تلوونکی وي، معلومات باید لیږدول شوي منځني ښوونځي ته ورکړل شي.
    3. که چیرته د لنډی مودی لپاره ځنډونه مناسب وي، د اوړي ښوونځی مدیر باید دغه کار 744-1 مقرری, “د لنډی مودی لپاره د زده کوونکو ځنډول.” سره په مطابقت تر سره کړي.
    4. که چیرته لا زیات انضباطی اقدام په پام کی ونیول شي لکه څرنګ چی په 745-1 مقرره , “د اوږدی مودی لپاره د زده کوونکو ځنډونه یا اخراج” کی ذکر شوي دي، د اوړی ښوونځي مدیر سره د سلا مشوری کولو وروسته به د ځايي ښوونځي مدیر د لا زیات انضباطي اقدام لپاره سپارښتنه کوي.
    5. د څايي ښوونځي کارکوونکی او د اوړي ښوونځي د اداري کارکوونکو استازي باید د زده کوونکو د مدیریت او د بدیل پروګرامونو څانګی په اوریدنه کی او د ښوونځي بورډ انضباطي کمیټې تر وړاندې د استیناف په هر ډول اوریدنه دواړو کې ګډون وکړي.
    6. ټول هر ډول انضباطی تګلاری باید 1-744 مقرری, “لنډي مودی لپاره د زده کوونکو ځنډول”; 1-745 مقرری, “اوږدی مودی لپاره د زده کوونکو ځنډونه یا اخراج”; 747-1 مقرری, “د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګه (SMAPD)”; او 745-6 مقرری, “د اوږدی مودی ځنډونو او اخراج پر ضد د ښوونخی بورډ ته استیناف/اپیل.” سره په مطابقت تعقیب شي.

د ښوونی او زده کړې لپاره ایسوسی ایټ سوپرانټینډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.