Regulation 746-1 - Pashto

کتاب                                                                   پالیسۍ او مقررات
برخه                                                                   700 - زده کوونکي
عنوان                                                                مقرره - د زده کوونکی اخلالونکی یا ګډوډونکی چلند - د فیزکی بندیز/محدودیت او جلاوالی څخه کار اخیستل
کوډ                                                                    1-746
حالت                                                                 فعال
تصویب شوۍ                                               27 مارچ، 2019
د بیاځلی کتلو وروستی نیټه                      18 جولای, 2023
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی                       24 فیبروری, 2022

زده کوونکي

مقرره 1-746

د فیزکی بندیز او جلاوالی څخه کار اخیستل

دا مقرره د ښوونځي کارکوونکو لپاره د فزیکي بندیز/محدودیت او جلاوالی تخنیکونو کارولو لپاره لارښوونې وړاندی کوي. که چیرته یو عمل یا اقدام بندیز/محدودیت یا جلاوالی ته اړتیا نه رامنځ ته کوي، لکه څرنګ چې تعریف شوی دي، نو د ښوونځي کارکوونکی کولی شي په خپل اختیار سره مناسب اقدام پورته کړي. که چیرته یو عمل د بندیز/محدودیت یا جلاوالي تعریفونو په معیار پوره وي، نو دا کارول کیدی شي ، مګر یوازې په دې مقرراتو کې د بیان شوي شرایطو تر لاندې. د دی ډول مداخلو په اړه د راپور ورکولو او د زده کوونکي والدینو/سرپرست ته د خبرتیا ورکولو لپاره د دې مقرری په X برخه کی ورکړل شوي طرزالعملونه باید تعقیب شي.

دا طرزالعملونه د PWCS په ټولو کارکوونکو او په هغه ټولو زده کوونکو باندې پیلی کیږي چې د PWCS په ښوونځيو کی ګډون کوي. ځینې ​​معلولیت لرونکي زده کوونکي د ښوونځي ډیویژن لخوا په خصوصي ښوونځیو کې هغوي ته د وړیا مناسب عامه زده کړې (FAPE) وړاندی کولو په موخه ځای په ځای شوي دي. د بندیز/محدودولو او جلا کولو دا طرزالعملونه د خصوصي ښوونځیو دا ډول زده کوونکو باندې د پلي کیدو وړ نه دي. د بندیز/محدودولو او جلاوالی په ارتباط، هغه زده کوونکو ته په مقرراتو کی محافظتونه ورکول شوي دي کوم چی د معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره د خصوصي ښوونځیو چاری اداره کوي.

  1. تعریفونه

    کرکه یا مخالفت رامنځ ته کوونکی عمل د داسی مداخلی کولو په معنی دی چې زده کوونکي ته د سزا ورکولو په موخه یا د ناوړه چلند له مینځه وړو یا کمولو په موخه زده کوونکي ته درد ورکولو یا ناراحته کولو لپاره وي، لکه:
    1. مضر یا خراب بوی او د خولی خوند.
    2. اوبه او نور د خرابی هوا ګرد یا سپرې.
    3. په فشار سره هوا خوشی کول.
    4. فیزکی سزا لکه څرنګ چې د ویرجینیا کوډ 279.1-22.1§ کې تعریف شوي ده.
    5. لفظي/شفاهی او رواني ناوړه چلند.
    6. جبري تمرین، کله چې:
      1. د زده کوونکي چلند د زده کوونکي معلولیت پورې اړه لري.
      2. تمرین به د زده کوونکي په روغتیا ناوړه اغیزه ولري؛ یا
      3. د زده کوونکي معلولیت په دغه ډول فعالیتونو کې د ګډون کولو مخه نیسي.
    7. د اړتیاوو څخه محرومیت، په شمول د:
      1. په هغه وخت کی د خواړو او مایعاتو څخه محروم کول کله چی په دودیز ډول وړاندی کیږي.
      2. درمل
      3. د تشناب کارول.

    د چلند د مداخلې پلان یا BIP هغه پلان دی چې د چلند په اړه مثبتی مداخلې کوي او د هغه چلند په حل کولو کې مرسته کوي چې د زده کوونکي په زده کړه یا د نورو زده کوونکو په زده کړه کی مداخله کوي یا کوم چی انضباطي اقدام ته اړتیا لري.

    رسمی ورځ د کال 12 میاشتې، د دوشنبې څخه تر جمعې ورځ په معنی ده. په دې کې د فډرال او د آیالت په کچه رخصتۍ نه دی شاملې.

    د کیلنډر ورځې یا د جنتری له مخی ورځی د شنبی او یک شنبی ورځو په شمول د پر له پسې ورځو په معنی دي. هر کله چې د اقدام پورته کولو وخت د شنبې، یکشنبی، یا د فډرال یا آیالت رخصتۍ په ورځ پائ ته ورسیږي، د دغه ډول اقدام پورته کولو موده تر بلې ورځې پورې غځول کیږي چې د شنبې، یکشنبی، یا فډرال یا د آیالت د رخصتۍ ورځ نه وي.

    معلولیت لرونکی ماشوم یا معلولیت لرونکی زده کوونکی د داسی زده کوونکی په معنی دی چې د معلولیت لرونکو اشخاصو د زده کړې قانون (IDEA) یا د بیارغونې قانون د 501 برخې تر لاندی وړ وي. (504 برخه)

    فیزکی سزا د ډسپلین کولو په موخه یو زده کوونکي ته فزیکي درد ورکول او یا د فیزکی درد لامل کیدلو په معنی دی.

    د کړکیچن حالت د مداخلې پروګرام یو رسمي روزنیز پروګرام ته اشاره کوي چې د ښوونځي پرسونل ته دا روزنی ورکولو لپاره ډیزاین شوئ دی چې څرنګ په اغیزمنه توګه د زده کوونکو احتمالي منفي حالت یا حتی ګواښونکی حالت اداره کړي. د کړکیچن حالت د مداخلې پروګرامونو په بیلګو کی شامل دي، مګر دغو پوری محدود ندي، د Mandt سیسټم، د تشدد پرته د کړکیچن حالت مداخله، د خوندیتوب - پاملرنې چلند خوندیتوب روزنه، او د چلند مدیریتی سیسټم په پام سره سمبالول.

    ورځ د تقویمی یا جنتری ورځ په معنی ده، پرته له دې که په بل ډول د رسمی ورځ یا ښوونځي ورځ په توګه مشخص شوې وي.

    ارزونه د هغه طرزالعملونو په معنی ده چې د IDEA (یا 504 مادی) سره په مطابقت دا مشخص کولو لپاره کارول کیږي چی آیا یو ماشوم معلولیت لري او که څرنګ او د ځانګړي زده کړې نوعیت او کچه او اړونده خدماتو مشخص کولو لپاره کارول کیږي کوم ته چی ماشوم اړتیا لري.

    د عمل تر سره کوونکی چلند ارزونه یا FBA یوه داسی پروسه ده تر څو د زده کوونکي د چلند اصلي لامل یا عملونه مشخص کړي کوم چی د زده کوونکي د زده کړې یا د زده کوونکي د ملګرو د زده کړې مخه نیسي. د عمل تر سره کوونکی چلند په ارزونه کې د موجوده معلوماتو یا د نوي معایناتو ډاټا یا ارزونه شامل کیدی شي.

    د انفرادي زده کړې پروګرام یا IEP د معلولیت لرونکي ماشوم لپاره د لیکل شوی بیان په معنی دی کوم چې د IDEA سره په مطابقت لږترلږه په کال کې د ټیم په ناسته کې جوړیږي، کتل کیږي او بدلونونه پکی رامنځ ته کیږي. IEP د ماشوم انفرادي تعلیمي اړتیاوې او دا چی د ماشوم تعلیمی اړتیاوي پوره کولو لپاره کوم ځانګړي تعلیمی او اړوند خدمات اړین دي، مشخص کوي.

    د انفرادي زده کړې پروګرام ډله یا د IEP ډله د هغه کسانو ډلی په معنی ده چی د ویرجینیا د ځانګړي تعلیم په مقرراتو (8 VAC 20-81-110) کې بیان شوي ده کوم چې د معلولیت لرونکي ماشومانو لپاره د IEP پراختیا، بیاکتنې، یا بدلونونو رامنځ ته کولو مسٔولیت په غاړه لري.

    میخانیکي محدودیت/بندیز پدې معنی دی چې د یو زده کوونکي آزادانه حرکت محدودولو لپاره کوم توکی/مواد، آله یا وسایل وکارول شي. په دې اصطلاح کې هغه وسایل/آلی شامل ندي چې د روزل شوي ښوونځي پرسونل لخوا پلي کیږي، یا د یو زده کوونکي لخوا کارول کیږي کوم چې ورته د مناسب طبي یا اړونده خدماتو مسلکي کس لخوا نسخه شوي/ورکړل شوي وي او د والدینو په رضایت سره او د ځانګړی او تصویب شوی موخو لپاره کارول کیږي، د کومو لپاره چې دا ډول وسایل ډیزاین شوي وی، لکه:

    1. مرسته کوونکی وسیلی یا میخانیکي توکی چی د بدن سم توازن یا سمون ترلاسه کولو لپاره کارول کیږي ترڅو حرکت کولو ته په آزاده توګه اجازه ورکړی کوم چی پرته له دې وسیلو یا میخانیکي ملاتړ تر لاسه کول امکان نه لري.
    2. د وسایطو محدودیتونه، په شمول د سیټ بیلټ، کله چې په حرکت کوونکی موټر کې د زده کوونکي د لیږد په وخت کې کارول کیږي.
    3. د طبي بې ثباتۍ لپاره محدودیتونه/بندیز.
    4. د ارتوپیډیکی پلوه نسخه شوي وسایل چې زده کوونکي ته په فعالیتونو کې د ژوبلی د خطر پرته د ګډون کولو اجازه ورکوي.
    5. لوړی څوکۍ او د خواړو سټیشنونه یا ځایونه چی د زیات عمر او/یا د پراختیا له پلوه مناسبو زده کوونکو لپاره کارول کیږي.

    فارماکولوژیکي محدودیت/بندیز دی ته ویل کیږي کله چی د یو زده کوونکی د چلند کنټرولولو یا د هغه آزادی محدودولو لپاره درمل وکارول شي کوم چی (i) د زده کوونکي معیاری ډول طبي یا روانی درملنې لپاره د مسلکي واک تر لاندې د جواز لرونکي ډاکټر یا بل وړ روغتیایی مسلکي کس لخوا نه وی ورکړل شوي او (ii) د مسلکی واک تر لاندی د جواز لرونکي ډاکټر یا بل وړ روغتیایی مسلکي کس لخوا د ورکولو سره نه وي تطبیق شوئ.

    فزیکي محدودیت/بندیز، د شخصي محدودیت په معنی دی کوم چې د زده کوونکي په آزاده توګه د حرکت کولو وړتیا محدودوي یا کموي. په فزیکي محدودیت/بندیز کی لاندینی نه دی شامل:

    1. په آرامه توګه یو زده کوونکي له لاسه نیول یا زده کوونکی آرامه کول.
    2. د زده کوونکي د یو ځائ څخه بل ځای ته په خوندی ډول وړولو لپاره زده کوونکی له لاسه یا د مټه نیول.
    3. ناڅاپي، کوچني، یا معقولی فزیکي اړیکه قایمول یا نور عملونه چې د نظم او کنټرول ساتلو لپاره ډیزاین شوي وي.

    محدودیت/بندیز، د میخانیکي محدودیت/بندیز، فزیکي محدودیت/بندیز، یا د فارماکولوژیکي محدودیت/بندیز په معنی دی.

    د ښوونځي ورځ هر هغه ورځ ته ویل کیږي کله چې د لارښوونی په موخه زده کوونکی په جزوي ډول، یا ټوله ورځ په ښوونځی کی حاضر وي. دا اصطلاح په ښوونځي کې د معلولیت لرونکو او غیر معلولیت لرونکی زده کوونکو په شمول ټولو زده کوونکو لپاره یوه معنی لري.

    د ښوونځي پرسونل په دی معنی دي، کله چی یو څوک د ښوونځي ډیویژن لخوا بشپړ ورځ یا نیمه ورځ دندی لپاره یا د خپلواکه قراردادیانو یا نیمه قراردادیانو په توګه د لارښوونې، اداري کارکوونکی او مرستندویه پرسونل په توګه ګمارل شوي وي، او هغه کسان پکی هم شامل دي چې د اړوند ښوونځی پرسونل تر نظارت لاندی د زده کوونکي د ښوونکي یا د نوي کارګر په توګه خدمت تر سره کوي.

    یوازیتوب/جلاوالی د یو زده کوونکي په کوټه یا یوه ساحه کی په غیر رضاکارانه ډول بندولو په معنی دی له کوم ځائ څخه چې زده کوونکي په فزیکي ډول د وتلو څخه منع شوي وي. دا یادنه اړینه ده چی دغه کوټه یا ځائ له بهر څخه نه وی کولپ شوي، په "یوازیتوب/جلاوالی" کی لاندې فعالیتونه نه دي شامل:

    1. په ښوونځي کې ځنډونه.
    2. توقیف
    3. لږ وخت لپاره ایستل
    4. د زده کوونکی لخوا د کوټی به بله برخه یا بله کوټه کی غوښتل شوئ وقفه یا تفریح.
    5. زده کوونکي د لنډی مودی لپاره لیری کول تر څو زده کوونکی ته د ځان سنمبالولو یا کنټرولولو لپاره فرصت ورکړل شي، تر هغه چې زده کوونکی په یو داسې ترتیب یا ځائ کې وي چې د زده کوونکي په فزیکي توګه د وتلو مخه نه نیسي.
    6. د ښوونکي لخوا د ټولګي څخه د ګډوډي رامنځته کوونکی چلند له امله د زده کوونکي لیرې کول لکه څرنګ چی د ویرجینیا کوډ 276.2-22.1 § کی ورکړل شوي دي.

    د ښوونځي پرسونل لخوا د زده کوونکي د پوهې لرلو یا په پیښه کې د ګډون کولو په تړاو د تحقیقاتو او پوښتنو په جریان کې زده کوونکی په یوه داسی خونه یا سیمه کې یوازی محدودول له کوم ځای څخه چې زده کوونکی په فزیکي ډول د وتلو څخه منع شوئ وي کوم چی د زده کوونکي د چلند له کوډ څخه سرغړونه په ډاګه کوي، (د بیلګې په توګه، فزیکي شخړه، یا یوه داسی پیښه چې نشه یی توکي یا وسلې پکې شامل وي).

    504 برخی پلان، د 1973 بیارغونې قانون (29 U.S.C. § 794) 504 برخی تر لاندی د وړتیا لرونکی کسانو لپاره د تعدیلاتو او/یا اسانتیاوي برابرولو لیکلی پلان په معنی دی.

    زده کوونکی هر هغه زده کوونکی ته ویل کیږي چی معلولیت ولری او که نه، او د ویرجینیا په عامه ښوونځی کی شامل وي (لکه څرنګ چې د ویرجینیا کوډ 1.1-22 §) لخوا تعریف شوي دي. په دې کې هغه زده کوونکي هم شامل دي چې:

    1. په عامه ښوونځي کې د ټولی ورځ ښوونځی په پرتله کم وخت پر اساس ګډون کوي، لکه هغه زده کوونکي چې د ویرجینیا کوډ N 253.13:2-22.1 § کی تعریف شوي دي.
    2. د VAC 20-131-180 8 سره په مطابقت د کور دننه لارښوونې ترلاسه کوي او لکه څرنګ چې د ځانګړي زده کړې وړتیا پام کی نیولو پرته په 8 VAC 20-81-10 کې تعریف شوي دي.
    3. د 8 VAC 20-81-10 سره په مطابقت په کور کی لارښوونې ترلاسه کوي.
    4. په پری سکول پروګرام کی ګډون کوي چې د ښوونځي ډیویژن لخوا پرمخ وړل کیږي یا په پری سکول پروګرام کی د ښوونځی ډیویژن پرسونل لخوا خدمتونه تر لاسه کوي.

    د دې کړنلارو پر اساس، په دا ډول زده کوونکی کی هغه ماشومان نه دی شامل چي:

    1. په خصوصي، مذهبي، یا د کلیسا په ښوونځیو کې شامل دي.
    2. د وړ ښوونکي یا لارښود لخوا لارښوونې ترلاسه کوي چې د ډیویژن سپرانټینډنټ لخوا تصویب شوي وی.
    3. د ورجینیا کوډ 254-22.1 § سره په مطابقت د کور لارښوونې ترلاسه کول.
    4. په خوندي ځای یا توقیفی کور کې لارښوونې ترلاسه کول لکه څرنګ چې د ویرجینیا کوډ 288-16.1 § کې تعریف شوي دي یا په داسی ودانی کی چې د ویرجینیا د چلند روغتیایی او پراختیایی خدماتو څانګې لخوا پرمخ وړل کیږي.

    لږ وخت لپاره ایستلد چلند مداخلی په معنی ده چې پکې زده کوونکی د لږ وخت لپاره د زده کړې د فعالیت څخه لیرې کول کیږي مګر په کوم کې چې زده کوونکی محدود نه وي. په ځینو مواردو کې، زده کوونکی ممکن پخپله دا کړنلاره غوره کړي. لږ وخت لپاره ایستل د یوازیتوب یا جلاوالی په معنی نه دۍ.

  2. د چلند مثبتی مداخلې او د ملاتړ ستراتیژۍ

    د ښوونځي ډیویژن، د چلند د مثبتو مداخلو کارونی ته هڅول کوي او د فزیکي محدودیت/بندیز او جلا کولو اړتیا کمولو او مخنیوي کولو څخه ملاتړ کوي. لاندې ځاي کی په پام کی نیولو لپاره د چلند د مثبتو مداخلو او ملاتړی ستراتیژیو ځینې بیلګي دي:

    1. د چلند هر اړخیز یا بشپړ سیسټم پلي کول، لکه PBIS، تر څو د ښوونځي په کچه داسی چاپیریال رامینځته کړي چې سم چلند کول پلی کړي او بل خوا ته د خطرناک چلند پیښی کمی کړي کوم چې ممکن فیزکی محدودیت یا جلا کولو ته اړتیا رامینځته کوي. د ښوونځي په کچه د سیسټم یا چوکاټ کلیدي عناصرو/برخو کی شامل دي (1) عمومي سکرینینګ کول ترڅو هغه ماشومان وپیژندل شي چې د چلند ستونزو خطر سره مخ دي؛ (2) د هغه ماشومانو لپاره په دوامداره توګه د چلند او اکاډمیکی پراخه مداخلی کارول چی د خطر سره مخ ماشومانو په توګه پیژندل شوي دي؛ (3) په ښوونه او د ښوونځي په کچه او انفرادی متوقع چلند او ټولنیزو مهارتونو درک کولو باندی ټینګار؛ او (4) د چلند او اکاډمیکی مداخلو ته د انفرادي ماشومانو د غبرګون څارولو لپاره سیسټمونه.
    2. د مخنیوي ارزونی کارولو لپاره د ښوونځي روزل شوي کارکوونکي (د بیلګې په توګه، FBAs) ترڅو دا په ګوته کړي چې مشخص نامناسب چلند چیرته، د کومو شرایطو تر لاندی، له چا سره، او ولې واقع کیدی شي، او همدارنګه د احتمالي تاوتریخوالی خطرناک چلند د مخنیوي لپاره د مخنیوي تخنیکونو پلي کول. د مخنیوي ارزونو کې شامل دي (1) د موجوده ریکارډ کتل؛ (2) د والدینو، د کورنۍ غړو، د ښوونځي کارکوونکو، او/یا زده کوونکو سره مرکې؛ او (3) د پخوانیو او اوسنیو چلند مداخلې پلانونو کتل. د دغه ډول ارزونو څخه لاس ته شوي معلومات کولی شي د ښوونځیو سره د داسی حالاتو او عواملو په پیژندلو کی مرسته وکړي کله چې د نامناسب چلند واقع کیدو احتمال زیات وي او د داسی ډول چلند رامینځته کیدو لامل کیږي؛ او د چلند د مخنیوي داسی مداخلې رامینځته کړي او پلي کړي چې د مناسب چلند لارښوونه وکړي او د چاپیریال هغه عوامل بدل کړي کوم چې نامناسب چلند زیاتوي.
    3. د چلند پلان شوي ستراتیژیی یا پلانونه درلودل (د بیلګی په توګه BIPs): (1) د تاوتریخوالي یا توند احتمالي خطرناک چلند کمولو لپاره هڅه کول؛ (2) د خطرناک چلند پر ځائ د مثبت چلند په ګوته کول او ملاتړ کول؛ او (3) په ټولګي کې او/یا په ټول ښوونځي کې د مناسب چلند ملاتړ او په مثبت ډول تقویه کول، په ځانګړې توګه که چیرته زده کوونکی خطرناک چلند ته د لمن وښلو تاریخچه/سابقه لري.

    د چلند هر ډول مداخله چې د ښوونځي پرسونل لخوا کارول کیږي باید د زده کوونکي د دی حق سره مطابقت ولري چې د زده کوونکی سره په وقار او درناوي چلند وشي او د تاوبریخوالی څخه پاک وي.

  3. د ښوونځي پرسونل لخوا منع شوي عملونه/ګامونه

    لاندې ذکر شوئ عملونو تر سره کولو ته اجازه نه شته:

    1. د میخانیکي محدودیتونو کارول.
    2. د فارماکولوژیکي محدودیتونو کارول.
    3. د ناوړه محرکاتو کارول.
    4. د فیزکی سزا / مجازاتو کارول.
    5. په لاندې شرایطو کې فیزکی محدودیت/بندیز یا جلا کونه کارول:
      1. هر هغه طریقه چی د زده کوونکي ساه اخیستل محدودوي یا زده کوونکي ته زیان رسوي. د بیلګی په توګه:
        1. پرون یا پروت حالت (د بیلګئ په توګه مخامخ پروت) بندیزونه یا نور محدودیتونه چې ساه اخیستل یا خبرې کول محدودوي، باید ونه کارول شي.
        2. نور هغه حرکتونه چې په سینه، سږو، سټرنم (د طی هډوکی)، ډایفرام، شا، اورمیږ، یا ستوني باندي فشار یا وزن اچوي، باید ونه کارول شي.
        3. سا (تنفس) اخیستل یا خبرې کول هم محدود کیدی شي که چیرته آزادی جامې مری پوری ټینګی یا تنګی شي، یا که چیرته د زده کوونکي مخ د کارکوونکی د بدن د برخی لخوا پوښل شوي وي (د بیلګې په توګه، لاس، مټ، یا د بدن منځنی برخه) او پدې توګه، دا ډول تخنیکونه باید ونه کارول شي.
      2. د مجازاتو یا ډسپلین په توګه (د بیلګې په توګه، بې احترامي، نه مراعات کول، سرغړونې، له اجازی پرته له څوکۍ څخه پورته کیدلو چلند، او داسی نور).
      3. د جبر یا زور یا غچ اخیستنې وسیلې په توګه.
      4. د اسانتیا په توګه.
      5. یوازی د ملکیت د زیان مخه نیولو لپاره.
      6. په کوم بل ډول چی د دې پروسیجرونو یا کړنلارو سره مطابقت نلري.
      7. کله چې د مستند کیدو سره د مسلکی کس د مسٔولیت تر لاندی د IEP ټیم، 504 ټیم، د ښوونځي متخصصینو، جواز لرونکي ډاکټر، ارواپوه، یا د بل وړ روغتیایی مسلکی کس لخوا په طبی یا روانی توګه لغوه یا منع شوئ وي.
    6. د جلا کولو کوټو یا د آزادو ځایونو کارول چې د دې پروسیجرونو په 5.1 § کې ټاکل شوي معیارونه نه پوره کوي.

    په هرصورت، پدې برخه کې هیڅ شی باید د فزيکي محدودیت یا یوازیتوب کارولو منع کولو لپاره د 5 § (د ښوونځي پرسونل لخوا اجازه ورکړل شوي عملونه) او 5.1 § (د کوټو او ساحو لپاره ساختماني او فزیکي معیارونه چې د جلا کولو لپاره کارول کیږي) کې بیان شوي شرایطو تر لاندی د فزیکي محدودیت یا جلاوالی کارول منع کړي.

  4. هغه کړنی/عملونه چی د ښوونځي پرسونل لخوا ورته اجازه ورکړل شوي ده

    د ښوونځي پرسونل کولی شي یوازې په هغه وخت کی فزیکي محدودیت یا جلاوالی پلي کړي کله چې د ښوونځي پرسونل په مناسب قضاوت سره چی دغه فزیکي محدودیت یا جلاوالی پلي کوي، په بیړني حالت کې نوری مداخلی غیر موثر وي او یوازې له دی لپاره چي:

    1. د زده کوونکي ځان ته یا نورو ته د جدی فزیکی زیان رسولو یا ټپی کولو مخه ونیول شي.
    2. د ګډوډۍ مخه ونیسئ یا یو زده کوونکی د ګډوډۍ له صحنې څخه لیرې کړئ په کوم کې چې د زده کوونکي چلند یا ملکیت ته زیان رسول خلکو ته د جدي فزیکي زیان یا ټپي کیدو ګواښ رامنځ ته کوي.
    3. د ځان یا نورو د جدي فزیکي زیان یا ټپي کیدو څخه دفاع کوي.
    4. د کنټرول شوي درملو یا توکو یا وسلو یا نور ګواښوونکی توکی په خپل ملکیت کی نیول کوم چې د زده کوونکي سره دي یا د زده کوونکي تر کنټرول لاندي دي.

    کوم ځانګړی تخنیک چې کارول کیږي باید د زده کوونکي لپاره خوندي وي او د زده کوونکي د عمر، معلولیت، او طبي اړتیاوو سره په مطابق وي.

    د فزیکي محدودیت او جلاوالی کارونی څخه وړاندي باید د محدودولو لپاره په کمه کچه د مداخلی کارولو هڅه ونه شي، کله چې د ښوونځي پرسونل د مناسب قضاوت پر اساس، په بیړني حالت کې د محدودولو په کمه کچه مداخله به غیر اغیزمنه وي.

    یوازی ملکیت ته زیان رسول، د محدودیت/بندیز یا جلاوالی کارول نه توجیه کوي. مګر فزیکي محدودیت یا جلاوالی ممکن په بیړني حالت کې توجیه شي کله چې د زده کوونکي ملکیت ته زیان رسول نورو زده کوونکو یا نورو خلکو لپاره د جدي فزیکي زیان یا ټپي کیدو احتمالي خطر رامینځته کوي.

    که چیرته په یو داسی زده کوونکي باندې فزیکي محدودیت وکارول شي چې د خبری کولو لپاره یی بنسټیزه طریقه په اشارو خبری کول وي، یا یو پراخیدونکي حالت وي، زده کوونکي ته باید اجازه ورکړل شي چې د لنډې مودې لپاره د آزاد لاسونو سره محدود وي، پرته له دی که کارکوونکی دا مشخصه کړي چې دا ډول آزادي ښایی زده کوونکي یا نورو ته د زیان رسولو پایله ولري.

    فزیکي محدودیت او جلا کونه باید یوازې د محدودې مودې لپاره وکارول شي، یوازې په هغه اندازه فشار کارولو سره چې اړتیا یی لیدل کیږي او سمدلاسه بند شي کله چې بیړني حالت له مینځه لاړ شي. په هغه صورت کی چې زده کوونکی په مناسب وخت کې آرامه نه شي، معمولا یوازې په لومړنی څو دقیقې کی، باید یو بدیل پلان شتون ولري.

    زده کوونکی باید په دوامداره توګه او د نظر لاندی وڅارل شي کله چې هغه محدود وي یا په یوازی ځائ کی ساتل کیږي. هغه کسان چې د محدودیت کارولو حالت مشاهده کوي، باید دا ډاډ رامنځ ته کړي چې بندیز یا محدودیت زده کوونکي ته کوم زیان نه رسوي، لکه د زده کوونکي تنفس یا ساه اخیستل محدودول. د فیزکی محدودیت یا جلاوالی په دوامداره توګه نظارت کی شامل دي، د بیلګې په توګه: (1) د احتمالي فزیکي ټپونو په شمول د اداری کارکوونکو او د زده کوونکو د وضعیت/حالت دوامداره ارزونه، (2) د فیزکی محدودیت یا جلاوالی حالت له منځه وړل کله چې ځان یا نورو ته د جدي فزیکي زیان نږدې خطر له مینځه تللی وي؛ (3) د طرزالعملونو د څرنګ پلي کیدو ارزونه؛ او (4) د لارښوونی او د خطرناک چلند مخنیوی لپاره د فرصتونو پام کی نیول.

    • د نظر لا لاری څارلو شرط لپاره استثنا: په بیړني حالت کې د سترګو لا لاری نظارت کولو یا څارلو ته اړتیا نشته که چیرته د ښوونځي کارکوونکی په معقول قضاوت سره د محدودیت یا جلا کولو تکتیک عملی کولو څخه وړاندی د کوم کس لخوا د نظر له لاری څارل به د جدي فزیکي زیان یا ټپي کیدو پایله ولري.

    هغه کارکوونکی چې د زړه سږو بیا ژوندی کولو تمرین (CPR) او لومړنۍ مرستې په کارولو کې روزل شوي وي، باید د فزیکی محدودیت یا جلاوالی کارولو په تړاو په بیړني حالت کی شتون ولري. لاسی اتومات بریښنایی ډیفبریلټر (AED) (هغه وسیله چی زړه ته ټکان ورکوي) باید په ښوونځي کې هم شتون ولري.

    د فزیکي محدودیت یا جلاوالی څخه کار اخیستلو وروسته:

    د ښوونځي د روغتیا پرسونل باید په چټکۍ سره زده کوونکي وو ارزوي.

    1. د ښوونځي مدیر یا استازی باید ژر تر ژره د پیښې او هرې اړوندې لومړنۍ مرستې څخه خبر کړل شي خو چی د ښوونځي ورځې پائ ته د رسیدو څخه وروسته نه شی.
    2. د زده کوونکي مور او پلار ته د پیښې او د اړونده لومړنۍ مرستې په اړه د خبر ورکولو لپاره باید د ښوونځی ورځی پائ ته رسیدو پوری په مناسب ډول هڅې تر سره شي.
    3. د پیښې په اړه راپور کوم چې د کارکوونکو لاسرسی لپاره په ویب پاڼه کی شتون لري، باید بشپړ شي او د ښوونځي مدیر ته په دوو ورځو کې وسپارل شي او باید په اوو تقویمی ورځو کې والدینو ته ولیږل شي.
    4. د ښوونځي په دوو ورځو کې یی باید په اړه د ټولو ښکیلو کسانو په شتون کی خبری اتری ترسره شي.

    د خبرتیا، راپور ورکولو، او د معلوماتونو شرایطو په تړاو د نورو تفصیلی معلوماتو لپاره 6 او 7 §§ وګورئ.

    په یو ښوونځي کال کې د فزیکي محدودیت یا جلاوالی زیات ځلی کارونی وروسته د یو مشخص زده کوونکي په تړاو د اړینو غونډو په اړه د بحث لپاره 8 § وګورئ.

    4.1 § د کوټو او ساحو لپاره ساختماني او فزیکي معیارونه چې د جلاوالی لپاره کارول کیږي.

    هر هغه ټاکل شوې جلا کوټه یا ساحه، که چیرته وکارول شي، باید په لاندې ذکر شویو مشخصاتو برابر وي:

    1. باید د هر ډول احتمالي یا وړاندوینې وړ خوندیتوب خطرونو څخه خوندي او لیری وسئ.
    2. باید په مناسبه اندازه غټ وي چې زده کوونکو ته د غځیدو، کیناستلو یا ودریدو اجازه ورکړي.
    3. که مناسب وی د ګرمولو او یخولو په شمول باید په کافي اندازه د هوا بدلولو وسیله ولري.
    4. باید کافي اندازه رڼا ولرئ.
    5. په کوټه یا ساحه کې ټول ځای باید د دروازې له لارې ښکاره شي، یا په مستقیم ډول یا د شیشې په واسطه.
    6. د جلا کولو په کوټه یا ساحه کې د ښوونځي پرسونل لخوا د موجودیت له لاری یا د کړکۍ، د کتلو پردی یا نیمه خلاصه دروازې له لارې د زده کوونکي مستقیم دوامداره نظارت او د اوریدنی لپاره اسانتیا رامنځ ته کړئ.
    7. کړکی باید د ماتیدو احتمال کمولو لپاره جوړی شي.
    8. که چیرته په ښوونځي کې اور یا بل اضطراري حالت رامنځ ته شي، د هر ډول کولپ شوي وسیلې اتومات خوشې کولو ته باید اجازه ورکړل شي.
    9. د اور وژونکی یا خوندیتوب معاینه کوونکی لخوا د معاینه کولو په شمول لږترلږه په کال کې یو ځل معاینه شي.

    د پورته ذکر شویو شرایطو سربیره، د جلاوالی مناسب استعمال او موده باید د زده کوونکي د عمر او پراختیا پر اساس وي.

  5. د فزیکي محدودیت یا جلاوالي کارولو وروسته د خبرتیا او راپور ورکولو شرایط.

    هرکله چې یو زده کوونکی په فزیکي ډول محدود یا جلا شوی وي، د ښوونځي مدیر او د زده کوونکي مور او پلار باید په سمدستي توګه خبر شي، او د پیښې په اړه باید په لیکلی بڼه راپور بشپړ شي.

    5.1 § کله چی امکان ولري، د محدودیت او جلاوالي هره پیښی په اړه د ښوونځي مدیر او د زده کوونکي مور او پلار ته باید د پیښې رامنځ ته کیدو په ورځ راپور ورکړل شي.

    1. د ښوونځي مدیر ته راپور ورکول:  د ښوونځي کوم کارکوونکي چی پکی ښکیل وي، باید د پیښې او د هر ډول اړوندې لومړنۍ مرستې کارولو په اړه ژر تر ژره د ښوونځي مدیر یا د مدیر استازی ته راپور ورکړي او په هیڅ حالت کې باید د ښوونځي د ورځې له پائ ته رسیدو څخه وروسته نه شي په کوم کی چې دا پیښه رامینځته شوې وي.
    2. والدینو ته خبرتیا: د ښوونځي مدیر یا د مدیر استازی، یا د ښوونځي نور کارکوونکی باید د زده کوونکي له مور او پلار سره په شخصی ډول لیدو لپاره، د ټیلیفوني خبرو اترو له لارې، یا د اړیکو د نورو وسیلو له لارې چې د مور او پلار لخوا ورته اجازه ورکړل شوئ، لکه بریښنالیک، له لاری اړیکه ټینګولو لپاره مناسبه هڅه وکړي تر څو والدینو ته د پیښي او اړونده لومړنۍ مرستې په اړه راپور ورکړي چی زده کوونکی سره د پیښی رامنځ ته کیدو په ورځ تر سره شوي وي.
      1. اداری کارکوونکی باید د والدینو سره اړیکه نیول مستند کړي او د اړیکی بڼه په ګوته کړي (تلیفون، بریښنالیک، په شخصی توګه، او نور) او د خبری اترو جریان مستند کړي.

    که چیرته فزیکي محدودیت یا جلاوالی د د رسمی ښوونځی ورځې څخه وروسته رامنځ ته شوي وي، پورتنۍ خبرتیاوې باید په عملی توګه ژر تر ژره د ښوونځي ډیویژن د ښوونځي کړکیچن حالت، بیړني مدیریت، او طبي بیړني غبرګون پلان سره په مطابقت تر سره شي کوم ته چی د ویرجینیا کوډ 279.8-22.1 § اړتیا رامنځ ته کوي.

    6.2 § د فزیکي محدودیت یا جلاوالی د هرې بیلګی وروسته، د ښوونځي اداری کار کوونکی باید د پیښې په اړه راپور بشپړ کړي.

    1. د پیښې وروسته په دوه ښوونځي ورځو کی دننه: د ښوونځي پرسونل چې په پیښه کې ښکیل وی یا د ښوونځي نور پرسونل، چې د مدیر لخوا ټاکل شوي وي، باید د پیښی په اړه مدیر (یا د هغه/هغی استازی) ته په لیکلی بڼه راپور وړاندی کړي.
    2. د پیښې وروسته په اوو (۷) تقویمی ورځو کی دننه: د ښوونځي ډیویژن باید والدینو ته د پیښی په اړه د لیکل شوئ راپور کاپي وړاندی کړي.

    د پیښې په اړه په لیکلی شوي راپور کی باید لاندې معلومات شتون ولري:

    1. د زده کوونکي نوم، عمر، جنسیت، ټولګئ، او توکم/نسل.
    2. د پېښې ځای.
    3. د فزیکي محدودیت یا جلاوالی هر ځل کارولو د پیل او پائ وخت مستند کولو په شمول د پیښې نیټه، وخت، او د پیښې ټوله موده.
    4. د راپور نیټه.
    5. د هغه کس نوم چې راپور بشپړوي.
    6. د ښوونځي پرسونل چې په پیښه کې ښکیل دي، د فزیکي محدودیت یا جلاوالی په کارولو کې د هغوي رول، او د ډیویژن لخوا د روزنی بشپړولو اسناد.
    7. که امکان ولري، د حل او د زده کوونکی خپل تعلیمی پروګرام ته د ستنیدو پروسی په شمول د پیښې په اړه تشریحات.
    8. د کارول شوي فزیکي محدودیت یا جلاوالی میتوډ په اړه تفصیلي توضیحات.
    9. د زده کوونکي چلند چې د فزیکي محدودیت یا جلاوالی میتوډ کارول یی توجیه کړي اوسی.
    10. تر کومه اندازه چی معلوم وي، د مخکینیو پیښو او حالاتو توضیحات چی د زده کوونکي دا ډول چلند یی هڅولی اوسی.
    11. لږ محدودیت لرونکي مداخلې چی د فزیکي محدودیت یا جلاوالی کارولو دمخه هڅه شوې اوسی، او توضیحات که چیرته دغه ډول مداخلې نه وي کارول شوي.
    12. که زده کوونکی IEP ، 504 پلان، BIP، پلان لري یا که کوم بل پلان.
    13. که چیرې د کوم زده کوونکی، د ښوونځي پرسونل، یا کوم بل کس بدن زخمی یا ټپی شوئ اوسی، د نرس ​​یا د بیړني حالت ته د غبرګون ښودلو پرسونل د خبرولو نیټه او وخت او هغه درملنه چی ورته ورکړل شوي اوسی، که کومه وي.
    14. د پیښې په اړه د والدینو د خبرتیا نیټه، وخت او طریقه.
    15. د ښوونځي پرسونل ته د تشریح کولو نیټه، وخت، او طریقه.

    د پیښې چک لیست او د نمونې پیښې راپور فارم په داخلي ویب پاڼه کې کارکوونکو لپاره شتون لري.

  6. اداری کارکوونکو او زده کوونکو ته یی په اړه تشریح

    د فزیکي محدودیت یا جلاوالی هرې پیښې وروسته، د ښوونځي مدیر باید په سمدستي توګه د ښوونځي پرسونل او که مناسب وي، زده کونکي سره خبری وکړي.

    د ښوونځي په دوو ورځو کې، مدیر (یا استازی) باید د ښوونځي له ټولو پرسونل سره د پیښې بیاځلی وګوری چې د فزيکي محدودیت یا جلاوالی کارول یې پلي کړي اوسی ترڅو په دی اړه خبری وشی چی:

    1. آیا د محدودیت یا جلاوالی کارول د دې پروسیجرونو سره سم پلي شوي وو؛ او که څه رنګ
    2. په راتلوونکی کی باید څرنګ په ممکنه توګه د فزیکي محدودیت/بندیز یا جلاوالی لپاره د اړتیا څخه مخنیوي وشي یا کم شي.

    کله چی مناسب وي، د زده کوونکي عمر او د ودی کچې ته په کتو سره، په دوه ښوونځي ورځو کې یا ښوونځي ته د زده کوونکي بیرته راستنیدو سره، مدیر (یا د هغه استازی) باید د هغه زده کوونکي سره د پیښې په اړه خبری وکړي چی پکی ښکیل وي:

    1. د زده کوونکو او د ښوونځي پرسونل سره د چلند د نمونو، محرکاتو، یا پخوانیو پیښو په پیژندلو کې مرسته کولو په موخه د پیښی په اړه جزئیات؛ او
    2. د مثبت چلند بدیل یا د عکس العمل ښودلو مهارتونه چی زده کوونکی یی د ناوړه چلند مخنیوی یا فزیکي محدودیت یا جلاوالی څخه مخنیوي لپاره کارولی شي.

    د کارکوونکو د لاسرسی لپاره د داخلی ویپ پاڼی له لاری د پیښی د مستند کولو فورمه شتون لري.

  7. د محدودیت/بندیز یا جلاولی مخنیوی یا ګڼ شمیر ځل کارول.

    د فزیکي محدودیت یا جلاوالی کارول، په ځانګړې توګه کله چې د یو زده کوونکي لپاره په تکراری ډول کارول کیږي، په هم یو ټولګي کې زیات ځلی کارول کیږي، یا د هم یو کس لخوا زیات ځلی کارول کیږي، باید بیاځلی کتنی او که مناسب وي، د چلند د ستراتیژیو رامنځ ته کولو یا بیاځلی کتلو ته اړتیا پیدا کړي.

    7.1 § د هغو زده کوونکو لپاره اړینی غونډې چې IEP یا 504 پلان لري.

    د زده کوونکی د IEP یا د 504 پلان په بنسټیزه پراختیا او پر له پسی کتنی او تکرار کی، د زده کونکي د IEP یا 504 پلان ډله/ټیم باید دا په پام کې ونیسي چې آیا زده کوونکي داسې کوم چلند ښکاره کوي چې په احتمالی ډول د فزیکي محدودیت/بندیز یا جلاوالی کارولو پایله ولري او که څرنګ. که چیرته د IEP یا 504 پلان ټیم دا مشخص کړي چې په راتلونکی کی یی کارول احتمال لري، ټیم باید د نورو څیزونو تر څنګ، د لاندینیو لپاره اړتیا په پام کې ونیسي:

    1. FBA
    2. نوی یا تعدیل شوی BIP چې د چلند بنسټیزه لاملونه یا موخی او همدارنګه د مخنیوي ستراتیژیی، د شخړو مخنیوي، او د چلند مثبتی مداخلې په ګوته کوي.
    3. د چلند هر ډول نوي یا تعدیل شوي موخي
    4. هر ډول اضافي ارزونې یا بیاځلی ارزونی.

    په یو ښوونیز کال کې د ښوونځي د دویمې ورځې څخه وروسته په 10 ښوونځي ورځو کی دننه چې د فزیکي محدودیت یا جلاوالی پیښه رامنځته شوې وي، د زده کوونکي IEP یا د 504 ټیم باید د پیښې په اړه خبری اتری وکړي او د نورو څیزونو تر څنګ، لاندینو لپاره اړتیا په پام کی ونیسی.

    1. FBA
    2. نوی یا ترمیم شوی BIP چې د چلند بنسټیزه لاملونه یا موخی او همدارنګه د مخنیوي ستراتیژیی، د شخړو مخنیوي، او د چلند مثبتی مداخلې په ګوته کوي.
    3. د چلند هر ډول نوي یا تعدیل شوي موخي
    4. هر ډول اضافي ارزونې یا بیاځلی ارزونی.

    7.2 § د عمومي زده کړو زده کوونکو لپاره اړینه ناسته.

    په یو ښوونیز کال کې د ښوونځي د دویمې ورځې څخه وروسته په لسو ښوونځی ورځو کی دننه چې د فزیکي محدودیت/بندیز یا جلاوالی پیښه رامنځ ته شوې وي، په لاندې اشخاصو مشتمله ډله به د پیښې په اړه بحث کولو لپاره غونډه تر سره کوي:

    1. مور/پلار
    2. پرنسپل/مدیر (یا د هغه استازی).
    3. د زده کوونکی ښوونکی.
    4. د ښوونځي هغه پرسونل چې په پیښه کې ښکیل وي (که چیرته هغه ښوونکی یا اداره کوونکی نه وي چی له وړاندی څخه بلل شوئ دی).
    5. د ښوونځي نور مناسب پرسونل، لکه د ښوونځي ارواپوه، د ښوونځي سلاکار، یا د ښوونځي سرچینې افسر، کوم چی د ښوونځي ډیویژن لخوا مشخص شوي دي.

    د غونډې په بهیر کې، ټیم باید د پیښې په اړه بحث تر سره کړي او د نورو څیزونو ترڅنګ، د لاندینیو لپاره اړتیا په پام کې ونیسي:

    1. FBA
    2. نوی یا ترمیم شوی BIP چې د چلند بنسټیزه لاملونه یا موخی او همدارنګه د مخنیوي ستراتیژیی، د شخړو مخنیوي، او د چلند مثبتی مداخلې په ګوته کوي.
    3. د IDEA او/یا 504 تر لاندی، ارزونې لپاره راجع کول که چیرته ډله/ټیم د معلولیت شک ولري.

    په دې برخه ک هیڅ کوم څیز باید داسې تشریح نه شي چې (i) د زده کوونکی د ارزونی لپاره د راجع کولو مکلفیت څخه ټیم/ډله یا د هغې انفرادي غړي آزاد کړي که چیرته ټیم/ډله یا غړي دا باور ولري چې زده کوونکی ممکن یو معلول زده کوونکی وي؛ یا (ii)د معلولیت سره یا پرته د معلولیت د هیڅ زده کوونکي لپاره د FBA یا BIP بشپړول منع کوي، څوک چې ممکن د دې تدابیرو څخه ګټه پورته کړي مګر د هغه چلند په یوه ښوونځي کې د فزیکي محدودیت یا جلاوالی له دوو څخه لږو پیښو لامل شوی.

    7.3 § د ښوونځي مدیر باید په دوام داره توګه د محدودیت/بندیز او جلاوالی پیښې وګوري ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د ښوونځي کارکوونکی د ښوونځي ډیویژن د پروسیجرونو/کړنلارو سره په مطابقت عمل تر سره کوي.

    د پورته ذکر شوي اړینو ډلی/ټیم غونډو سربیره، مدیر (یا د هغه استازی) باید په دوام داره توګه په ښوونځي ودانۍ کې د فزیکي محدودیت یا انزوا کارولو ته پام وکړي ترڅو د ښوونځي ډیویژن د پالیسۍ او طرزالعملونو سره یی د مطابقت لرلو ډاډ رامنځ ته کړي.

    کله چې په هم یو ټولګي کې یا د هم یو کس لخوا د فزیکي محدودیت یا جلاوالی ډیری پیښې شتون ولري، د ښوونځی مدیر باید د زیات ځلی کارولو ستونزه حل کولو لپاره مناسب ګامونه پورته کړي، لکه د ښوونځي کارکوونکو لپاره اضافي روزنې برابرول، د IEP او 504 ټیم غونډی جوړول، او د FBA او BIP پروسې بشپړول، او داسې نور.

  8. روزنه او د کارکوونکو پراختیا (وده).

    د فزیکي محدودیت/بندیز او جلاوالی کارولو لپاره دوه اړینې روزنې شتون لري: بنسټیزه او پرمختللي. د ښوونځي ټول پرسونل کوم چی دلته تعریف شوي دي، باید بنسټیزه روزنه بشپړه کړي. د ښوونځي انتخاب شوي پرسونل باید پرمختللي روزنه بشپړه کړي.

    8.1 § بنسټیزه روزنه

    د ښوونځي ټول پرسونل باید د لاندینیو لپاره بنسټیزه روزنه ترلاسه کړي:

    1. د مثبت چلند ملاتړ اړوند مهارتونه.
    2. د شخړو د مخنیوی په موخه
    3. د تند حالت کمول/ټیټول
    4. کړکیچن حالت ته ځواب ویل (د زده کوونکو، کارکوونکو، او کورنیو لپاره تعقیبی ملاتړ او ټولنیز- احساساتي ستراتیژی ملاتړ په شمول).
    5. د فزیکي محدودیت/بندیز او جلاولی اړوند مقررات، پالیسۍ، او طرزالعملونه.

    بنسټیزه روزنه باید د شواهدو پر بنسټ وي.

    د ویرجینیا د ښوونې او روزنې څانګی (VDOE)، د زاړه Dominion پوهنتون (ODU) سره په ملتیا، یو لړ ماډیولونه رامینځته کړي ترڅو د ویرجینیا ښوونځيو پرسونل ته د فزیکي محدودیت او جلاوالی په اړه مسلکي روزنه وړاندی کړي. د VDOE په وینا، دغه وړیا، اړین، آنلاین ماډیولونه د لومړئ مرحلی روزنې اړتیاوې پوره کوي. د ماډیولونو دغه لړئ د ODU-VDOE په ګډه ویب پاڼه کی موندل کیدئ شي.

    د روزنی په هره دوره کې باید حاضری یا ګډون مستند شي او دا ډول اسناد باید وساتل شي.

    8.2 § پرمختللي روزنه

    د بنسټیزه روزنې بشپړولو سربیره، لاندې ذکر شوي اشخاص باید د فزیکي محدودیت/بندیز او جلاوالی په اړه پرمختللي روزنه هم بشپړه کړي:

    1. د هر ښوونځي په هر یو ودانۍ کې لږ تر لږه یو اداره کوونکی/پازوال.
    2. هغه پرسونل چې د هر هغه زده کوونکي سره کار کولو لپاره ګمارل شوي چې د IEP یا د 504 ټیم یی دا مشخص کړی وي چې زده کوونکی ممکن په فزیکي توګه محدود یا جلا شي.
    3. د PWCS هر هغه کارکوونکی چې سوپرانټینډنټ یی د دی مقرری تر لاندی روزنی تر لاسه کولو لپاره مناسب ګڼي.

    پرمختللې روزنه باید د شواهدو پر بنسټ وي. د پرمختللې روزنې مشخص محتويات/مواد معمولا د کړکیچن حالت د مداخلې مشخص پروګرام لخوا وړاندی کیږي کوم چې د ښوونځي ډیویژن لخوا ټاکل کیږي. په دغه ډول روزنه کی ممکن لاندې ورکړل شوي عناصر شامل وي:

    1. سند (سرټیفیکیشن) د چلند یو منل شوئ مدیریتی سیسټم دی کوم چی د فزیکي محدودیت/بندیز او جلاوالی په اړه خبری کوي.
    2. د روزنې او بیا تصدیق نامی لپاره منظم تازه معلومات.
    3. د زده کوونکو چلند اداره کولو لپاره د تعلیم په برخه کی مثبتی، تدریسی، او د مخنیوي میتودونه کارول.
    4. د تند حالت ټیټولو/کمولو ستراتیژیو او د شخړو د مدیریت په برخه کې لارښوونې.
    5. د پیژندلو وړ شرایط چې تر لاندې یی فزیکي محدودیت/بندیز او جلاوالی اجازه لري.
    6. د تعقیبولو لپاره طرزالعملونه چې فزیکي محدودیت/بندیز او جلاوالی/جلاوالی پلی شوي وي.
    7. د محدودیت او جلاکولو کارونی د احتمالي زیانونو په اړه تعلیم/لارښوونه.
    8. د زده کوونکي د هوساینې د څارنې میتودونه کله چې د محدودیت او انزوا څخه کار اخیستل کیږي.
    9. د پیښې د مستند کولو او راپور ورکولو شرایطو په اړه لارښوونې، او د ټپونو او شکایتونو څیړلو لپاره طرزالعملونه/کړنلاری.

    د روزنی په هره دوره کې باید حاضری یا ګډون مستند شي او دا ډول اسناد باید وساتل شي.

  9. د شکایاتو څیړنه.

    د فزیکي محدودیت/بندیز یا جلاوالی هر هغه پیښه چې د والدینو/سرپرست لخوا د شکایت پایله ولري یا زده کوونکي یا کارکوونکی د زخم یا ټپ په اړه راپور باید د ښوونځي بورډ د پلي کیدو وړ پالیسیو سره په مطابقت وڅیړل شي.
  10. د طرزالعملونو /کړنلارو کلنۍ کتنه.

    دا مقررات او اړونده پالیسي به هر کال کتل کیږي او د اړتیا په صورت کې به پکی بدلون رامنځ ته کیږي.
  11. د راپور ورکولو کلنی اړتیاوې/شرایط

    د ډیویژن د ښوونځي مدیران او سپرانټینډنټ باید هر کال لاندې راپورونه چمتو او ثب کړي یا مستند کړي:

    د ښوونځي د مدیر (یا استازی) کلنی راپور:
    1. د هر ښوونځي مدیر یا د مدیر استازی باید هر کال د ډیویژن سپرانټنډنټ ته په ښوونځي کې د فزیکي محدودیت/بندیز یا جلاوالی سزا کارولو په اړه راپور وړاندې کړي.
    2. دا راپور باید د پیښې د راپورونو پراساس وي کوم چې د ښوونځي پرسونل لخوا د هرې فزیکي محدودیت/بندیز یا جلاوالی سزا پیښې وروسته بشپړ شوي وي.
    د ډیویژن د سپرانټینډنټ کلنی راپور
    1. د ډیویژن سپرانټینډنټ به په ښوونځی ډیويژن کی د فزیکي محدودیت/بندیز او جلاولی د پیښو د شمیر راپور په کلنی توګه د آیالت په کچه د عامه لارښوونو سپرانټینډنټ ته ورکوي.
    2. دا معلومات باید د عامه لاسرسی لپاره شتون ولري.
  12. د دې پروسیجرونو/کړنلارو جوړول او ژباړه/مفهوم

    په دې کړنلارو کې هیڅ کوم څیز باید د تعدیل یا محدودولو لپاره ونه کارول شي:
    1. د ویرجینیا د 22.1-276.2§ کوډ سره په مطابقت د زده کوونکی د لیری کولو یا ایستلو لپاره د ښوونکو بنسټیزه صلاحیت.
    2. د ښوونځي د سرچینی افسرانو او د ښوونځي امنیتي افسرانو صلاحیت او مسٔولیتونهې، لکه څرنګ چې د ویرجینیا کوډ 101-9.1 § کې تعریف شوي، پرته له دی تر هغی کچی پوری چې د سیمه ایزه قانون پلي کوونکي ادارې او د ښوونځي ډیویژن ترمنځ د تفاهم یادداشت لخوا اداره کیږي.
    3. د هغه زده کوونکو په ارتباط د ویرجینیا د ځوانانو د عدل/عدالت څانګی صلاحیت چی په هر ځائ یا هر پروګرام کی د دوی په توقیف کی دی،
    4. د مدني معافیت هغه ښوونکي چې د محلي ښوونځیو بورډونو لخوا د هر ډول کړنو یا تیروتنو لپاره ګمارل شوي چې د زده کوونکو د څارنې، پاملرنې یا انضباط له امله رامینځته کیږي کله چې دا ډول کړنې یا نیمګړتیاوې د ورته ښوونکي د دندې په ساحه کې وي او د زده کوونکو د ښه نظارت، پاملرنی یا ډسپلین په جریان کې په ښه نیت سره ترسره شوي وي، پرته له دې چې دا ډول عملونه یا تیروتنه د لوی غفلت یا قصدي ناوړه چلند له له امله وي، لکه څرنګ چې د ویرجینیا کوډ 8.01:220.1:2 § کې ورکړل شوي دي.
    د دې پروسیجرونو/کړنلارو کاپي باید کارکوونکو او خلکو لپاره شتون ولري.
    1. د پروسیجرونو یا کړنلارو اوسنی کاپي باید د ښوونځي ډیویژن په ویب پاڼه کې وځړول یا پوسټ شي.
    2. چاپ شوي کاپي باید د اړتیا پر اساس د هغو اتباعو لپاره شتون ولري چې آنلاین لاسرسی نلري.

    د ښوونځي په ډیویژن کې د فزیکي محدودیت/بندیز او جلاوالی کارولو په برخه کې د ښوونځي ډیویژن د والدین د نظر هرکلی کوي.