کتاب پالیسۍ او مقررات
برخه 700 - زده کوونکي
عنوان مقرره - د زده کوونکو د اخراج اپیل/استیناف اوریدنې لپاره د ښوونځي بورډ د انضباطي کمیټې کړنلارې
کوډ 4-745
حالت فعال
تصویب شوۍ 26 اپریل، 2017
د بیاځلی کتلو وروستی نیټه 27 جون, 2023
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی 4 مارچ, 2020; 19 نومبر, 2021
زده کوونکي
مقرره 4-745
د زده کوونکو د اخراج د استیناف اوریدنې لپاره د ښوونځي بورډ د انضباطي کمیټې کړنلارې
- موخه
د ښوونځي د درې کسیز بورډ انضباطي کمیټې (SBDC) په وړاندې د زده کوونکو د اخراج د استیناف اوریدنې باید د لاندی ذکر شویو کړنلارو له لاری اداره شي. د اخراج د اپیل یا استیناف بهیر یو ټاکل شوي پروسه ده. په هرصورت، SBDC اړ نه دی چې د شواهدو رسمي قواعد یا طرزالعملونو تعقیب کړي کوم چې په قانونی محکمه کې پلي کیږي. لاندې ذکر شوي تګلاری عمومي لارښوونې دي کوم چې اړتیا ته په کتو سره د SBDC د رئیس لخوا په اغیزمنه توګه د اوریدنی چارو وړلو لپاره یا کله چې دا د ښوونځي ډیویژن یا د زده کوونکي په غوره ګټه کی وي، تعدیل کیدی شي، - کړنلاره
- دا کړنلاره باید ټولو زده کوونکو او/یا د هغوی استازو لپاره د لاسرسی وړ وي کله چی د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګی (SMAPD) لخوا د اخراج سپارښتنې پر ضد د استیناف لپاره په لیکلی بڼه وړاندیز سپاری او د SBDC په وړاندې د اوریدنی غوښتنه کوي. په لیکلي بڼه اپیل باید د SMAPD سره ثبت شي لکه څرنګ چې په 745-6 مقرره، “د ښوونځي بورډ ته د اوږدې مودې ځنډونی او اخراج اپیلونه”; او 731-1 مقرره “د زده کوونکو د ستونزو/چارو اپیل/استیناف.” کی ورکړل شوي دي.
- مخکې له دې چې اوریدنه ترسره شي، لږ تر لږه پنځه کاري ورځې وړاندی باید د SMAPD لخوا د تصدیق شوي یا عادي پوست/میل له لارې زده کوونکی او مور او پلار (سرپرست) د لاندینیو څخه خبر کړل شي، که چیرته د زده کوونکي په ریکارډ کی د والدینو/سرپرست سم بریښنالیک پته شتون ولري):
- د اوریدنی د نیټی، وخت او ځای څخه؛
- د هغه طرزالعملونو یا کړنلارو څخه چې د اوریدنی بهیر اداره کوي؛ او
- دا چې زده کوونکی او مور یا پلار/سرپرست کولی شي د اوریدنې لپاره قانوني وکیل ولري.
- د ټالونی یا اقدام ځنډونی لپاره وړاندیزونه. والدین/سرپرست یا بالغ زده کوونکی کولی شي چی د مهالویش شوي SBDC اوریدنې د ټالولو لپاره یو ځل وړاندیز وکړي. په هرصورت، دا ډول ټالونه یا د اقدام ځنډونه باید د ښوونځي بورډ رییس یا د SBDC رییس په تصویب سره، او د لاندې لارښوونو سره سم یوازې د ښه دلیل لپاره ومنل شي:
- په لیکلی بڼه د ټالولو وړاندیز باید د وړاندیز د دلیلونه سره په ګډه په وخت سره SMAPD ته واستول شي. د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګی رییس به وړاندیز وګوري او د ښوونځي بورډ رییس یا د SBDC رییس ته به د ټالولو په اړه سپارښتنه وکړي.
- معمولا، د ټالولو یا ځنډولو لپاره د زده کوونکي، د زده کوونکي د مور یا پلار/سرپرست، یا د زده کوونکي د مدافع وکیل یا وکیل جنجالی مهال ویش ښه دلیل نه ګڼړل کیږي. SBDC، SMAPD، د ښوونځي چارواکی او سټاف، او د ډیویژن شورا غړی باید ټول په ټاکلی شوې یا مهالویش شوي نیټې د حاضریدو لپاره اسانتیاوی برابری کړي او له همدې له امله د زده کوونکي او د زده کوونکي له استازو څخه هم د ورته اقدام تر سره کولو تمه کیږي.
- زده کوونکی او مور او پلار/سرپرست، څارنوال یا نور استازی باید د هر ډول مهالویش څخه په شا کیدو سره هوکړه وکړي چی د قانون یا د ښوونځي د بورډ د پالیسیو او مقرراتو له خوا نافذ شوي وي کوم چی د اوریدنې وخت اداره کوي.
- د مور او پلار/سرپرست/استازو لپاره د اخراج پاکټ په کوم کی چې د اوریدنی مواد شتون لري باید د زده کونکي والدینو/سرپرست/استازو ته په SMAPD کی د SBDC په وړاندی د مهالویش شوي اوریدنی څخه لږ تر لږه درې کاري ورځې مخکې په لاس ورکړل شي. د اخراج پاکټ یا کڅوړه کی ممکن لاندې ذکر شوي مواد شامل وي، مګر دغو پوری محدود نه دي:
- د ډسپلین کولو لپاره د پرنسپل یا مدیر سپارښتنه، په شمول د ځانګړی سرغړونی یا سرغړونو، د سرغړونې ماهیت، او د حقایقو لنډیز چې د سپارښتنې ملاتړ کوي؛
- د هر ډول ګواښ ارزونی په شمول پیښې یا نور راپورونه چې د ښوونځي د کارکوونکو، د ښوونځي امنیت، پولیسو، یا نورو دولتي چارواکو لخوا د زده کوونکي د چلند په اړه هر ډول تحقیقات منعکس کوي؛
- د زده کوونکي د چلند په اړه د کارکوونکو، زده کوونکو، پولیسو، یا نورو شاهدانو څخه اخیستل شوي بیانونه. د زده کوونکي د غچ اخیستنې څخه خوندي کولو او د هغه ناوړه چلند په اړه راپور ورکولو ته د هڅونی په موخه چې د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو "د چلند قانون" سرغړونه په ډاګه کوي، د زده کوونکو شاهدانو څخه ترلاسه شوي بیانونه باید هغه زده کوونکي په ډآګه نه کړی چی دغه راپور ورکوي.
- د SMAPD د اوریدنې افسر په وړاندې د اجرااتو یا بهیر لنډیز یا اطلانامه او د اوریدونکي افسر د سپارښتنې یوه کاپي؛
- هر ډول نور اسناد یا نور معلوماتونه چې د SMAPD په اوریدنه کې وړاندی شوي دي؛
- د زده کوونکي اکاډمیکی، حاضري، او انضباطي ریکارډونه، په شمول د ورته سرغړونو یا چلندونو او مخکینیو مداخلو ریکارډونه؛ او
- هر ډول نور اړونده سندونه یا معلوماتونه، پشمول د هغو چی د زده کوونکي قانوني فکتورونو یا "ځانګړي حالاتو" سره تړاو لري، لکه څرنګ چی د ویرجینیا کوډ 22.1-277.06 § (C) کې ذکر شوي دي.
- د ایالت او فډرال قانون تر لاندې د زده کوونکو انضباطي چاری محرم دي. له همدې امله، اوریدنه باید د دروازی تر شا ترسره شي او باید عامه یا خلکو ته ښکاره نه وي.
- په بورډ باندې د وضع شوي پام وړ وخت محدودیتونو په رڼا کې او دا چی د کمیټې غړو به د اوریدنې دمخی د اخراج پاکټ د بیاځلی کتلو فرصت درلودلی وي، SBDC سره اوریدنه به تر 45 دقیقو پورې محدود وي. زده کوونکی، مور او پلار/سرپرست او مدافع وکیل نشي کولی تکراری ثبتونه وړاندې کړي او ورڅخه غوښتل کیږي چې د ډیری شاهدانو شاهدي په لیکلي ډول وسپاري، په ځانګړې توګه د عمل د کتلو شاهدي.
- د زده کوونکی استازیتوب کیدی شي چی د قانونی سلاکار په شمول د مور او پلار/سرپرست یا بل مسؤل بالغ کس لخوا تر سره شي. مور او پلار/سرپرست کیدای شي د اوریدنې د مودې لپاره حاضر وي. په هرصورت، زده کوونکي ته به د زده کونکي د قضیې د وړاندې کولو په موخه یوازې د یو مدافع وکیل خدماتو ته اجازه ورکول کیږي. د وکیلانو په ګډون ټول اړخونه باید بی طرفه پاتې شي او د شخصي بریدونو یا نورو نامناسبه چلند څخه ډډه وکړي. د SBDC رئیس واک لري چې هر هغه کس یا کسان له اوریدنې څخه لیرې کړي چې په نامناسبه چلند کې ښکیل کیږي یا د اوریدنی بهیر ګډوډوي. پرته له محدودو شرایطو څخه، قانون SBDC نه مجبوروي چې وکیلانو یا مدافع وکیلانو ته اجازه ورکړي چې په اوریدنه کې ګډون وکړي.
- د SBDC رییس کولی شي داسې قاعده وضع کړي چې شاهدان د اوریدنې له خونې څخه تر هغه وخته پورې لرې کړي چې د هغهوي څخه د معلوماتو وړاندی کولو غوښتنه وشي، او د ډیویژن د وکیل په مرسته ټول طرزالعملونه یا نور اعتراضونه حل کړي.
- اوریدنه به په لاندې ترتیب سره پرمخ لاړه شي:
- د SBDC رئیس باید اړخونه او شاهدان معرفي کړي.
- د ښوونځي مدیر او/یا د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګی رییس (یا استازی) به د ادارې قضیه وړاندې کوي چې د زده کوونکي ناوړه چلند، د لا زیات انضباطي اقدام لپاره د مدیر د سپارښتنې لاملونه، ځانګړي او/یا ناوړه شرایط چې د SMAPD اوریدنی افسر لخوا په ګوته شوي دي (چیرې چې د تطبیق وړ وي)، او د SMAPD د سپارښتنې دلیلونه پکی لنډیز شوي دي.
- زده کوونکی یا د زده کوونکي مدافع وکیل باید د پرانیستې بیان ورکولو فرصت ولري.
- SMAPD، د ښوونځي مدیر او کارکوونکی به فرصت ولري چې د اخراج په پاکټ یا کڅوړه کې له مخکی څخه کمیټې ته د وړاندې شوي ثبتونو سربیره تازه شواهد وړاندې کړي، په دې کې ممکن هر ډول ستونزو یا حقایقو ته ځواب ورکول شامل وي چې د استیناف لپاره د زده کوونکي په عریضه کې راپورته شوي وي کوم چې له دی وړاندی د SMAPD اوریدنې کې راپورته شوي نه دي. د هر ډول تازه یا اضافي موادو کاپي باید زده کوونکي یا د زده کوونکي والدینو/سرپرست/استازو ته د اوریدنی بهیر وړاندی ورکړل شي، پرته له دې که د عملي کیدو وړ نه وي.
- زده کوونکی یا د زده کوونکي مدافع وکیل به د ښوونځي مدیر او کارکوونکو، یا د ښوونځي لخوا د وړاندې شوي نورو شاهدانو څخه پوښتنې وکولی شي. دا د زده کوونکي لپاره یو فرصت دی چې SBDC ته وړاندې شوي معلوماتو باندی اعتراض وکړي.
- د ډیویژن وکیل او د SBDC غړي باید فرصت ولري چې د ښوونځي مدیر، کراکوونکو او نورو شاهدانو څخه پوښتنې وکړي.
- زده کوونکی او د زده کوونکي مدافع وکیل بیا باید د شاهدانو یا معلوماتو په شمول خپله قضیه SBDC ته وړاندې کړي، چې د کمیټې په وړاندې ستونزو سره تړاو لري. دا هغه وخت دی چې زده کوونکی/ مور او پلار/ سرپرست/ مدافع وکیل SBDC ته دا خبر ورکوي چې هغوي د اوریدنې پایله څرنګ غواړي ( د بیلګې په توګه، مختلفې پایلې، مختلف شرایط، مختلف ځای کی ځای پرځای کول).
- بیا باید اداری ته وخت ورکړل شي چې د هر هغه شاهد څخه پوښتنې وکړي چې د زده کوونکي په استازیتوب وړاندې کیږي او د پریزنټشن د ردولو لپاره شواهد وړاندې کړي.
- د ډیویژن وکیل او د SBDC غړي باید د زده کونکي، والدینو/سرپرستانو او نورو شاهدانو څخه د پوښتنې کولو فرصت ولري.
- اداره یا چارواکو ته باید د پائ بیان ورکولو فرصت ورکړل شي او د SMAPD استازی ممکن د خپلې پریکړې دلیل تشریح کړي.
- زده کوونکی یا د زده کوونکي مدافع وکیل ته باید د پای بیان ورکولو فرصت ورکړل شي.
- د اوریدنې وروسته، SBDC به په تړلې ناسته کې پری بحث وکړي او د SBDC په اجنډا کې د وروستي اوریدنې وروسته به په آزاده غونډه کې رایه ورکړي. د زده کونکي د محرمیت ساتلو لپاره، د اخراج ټولو اوریدنو ته یو نمبر ورکول کیږي. د SBDC لخوا رایه باید د زده کوونکي نمبر له مخی اعلان شي نه د زده کوونکي د نوم له مخی.
- SBDC کیدای شي د SMAPD د اوریدنې افسر سپارښتنه ومنی، رد کړي، یا تعدیل کړي، او کیدای شي دا مشخص کړي چې بل ډول انضباطي اقدام یا د اخراج مختلف بڼه مناسب ده. د اخراج په بهیر کی یا ښوونځی ته د ستنیدو په وخت کی SBDC ممکن له زده کوونکي وغواړي چی د زده کړې په بدیل پروګرام کې ګډون وکړي، په بل صورت کی ممکن د بیرته راستنیدو په وخت کی د زده کوونکي ځای پر ځای کولو کې تعدیل یا بدلون رامنځ ته کړي، یا ممکن دا پریکړه وکړي چې د بیاځلی شاملیدو لپاره مختلف شرایط مناسب دي.
- که د SBDC رایه متفقه وي، دا پریکړه وروستۍ ده او اپیل/استیناف شتون نه لري. که چیرته د SBDC رایه متفقه نه وي، زده کوونکی حق لري چې د ښوونځي بشپړ بورډ ته په لیکلي ډول اپیل وسپاري، لکه څرنګ چې په 745-1 مقرره, “د اوږدی مودی لپاره د زده کوونکو ځنډونه یا اخراج” کی په ډاګه شوي دي.
- SMAPD به د SBDC د پریکړې په اړه د والدینو/سرپرستانو یا بالغ زده کوونکو د خبرولو مسؤلیت په غاړه لري.
د زده کوونکو د خدماتو او د ثانوي زده کړو وروسته بریالیتوب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.