Regulation 718-1 - Pashto

کتاب:                                      پالیسۍ او مقررات
برخه:                                      700 - زده کوونکي
عنوان:                                   مقرره - هغه زده کوونکي چی د بې کوری حالت تجربه کوي
کوډ:                                       1-718
حالت:                                    فعال
تصویب شوۍ:                 12 سپټمبر، کال 2018


لارښوونه

مقرره نمیر 1-718

هغه زده کوونکي چی د بې کوری حالت تجربه کوي
 

  1. د 2001 د میک کیني - وینټو (McKinney-Vento) د بې کوری د مرستې قانون (15432§، کوم چی د ټایټل XI د لومړی برخی د 2015 قانون، هر زده کوونکي بریالی کیږي قانون لخوا بیاځلی تایید شوی دۍ) ترلاندي بې کوره ماشومانو او تنکی ځوانانو لپاره بشپړ او مساوي تعلیم ته د لاسرسي ډاډ رامنځ ته کولو کې مرسته کوي او څوک چې د یو ثابت، منظم، او د شپې لخوا د مناسب استوګنځې نه لرلو په توګه تعریف شوي دي.
     
    1. په دغه ډول اشخاصو کی باید لاندینی شامل وي:
       
      1. هغه ماشومان او ځوانان، په شمول د بی سرپرسته ځوانانو څوک چې په فیزکی ډول د خپلو والدینو په سرپرستی یا توقیف کې نه دي، څوک چې:
         
        1. د کور له لاسه ورکولو، اقتصادي ستونزو یا ورته لاملونو له امله د نورو یا بیګانه خلکو سره ژوند کوي؛ د مناسب بدیل سهولت د نشتوالي له امله په موټلونو (هوټل)، هوټلونو، ټریلر پارکونو، یا د چکر په ځایونو کې ژوند کوي؛ په بیړني، یا د لیږد وړ (بدلیدونکی) سرپناه ګانو کې ژوند کوي؛ یا په روغتونونو کې پریښودل شوي دي؛
           
        2. د شپې لخوا د استوګنی لپاره داسی بنسټیزه ځاي لري کوم چې عامه یا شخصي ځای وي چې د انسانانو د خوب لپاره د منظم استوګنځي په توګه نه وی جوړ شوئ، یا په عامه توګه نه کارول کیږي؛ یا
           
        3. په ودرول شوي موټرو کی، په پارکونو، عامه ځایونو، پریښودل شوي ودانیو، بې کیفیته کورونو، بس یا ریل سټیشنونو، یا په ورته ډول ځایونو کې ژوند کوي.
           
      2. مهاجر یا کډوال ماشومان، لکه څرنګ چې د 1965 د ابتدايي او ثانوي زده کړو په قانون کې تعریف شوي دي، څوک چې بې کوره ګڼل کیږي ځکه چې هغوي په داسی شرایطو کی ژوند کوي کوم چی په I.A.1 برخه کې په ‌ډاګه شوي دي.
         
  2. ښوونځي اړ دي چې:
     
    1. د سرپرستی یا توقیف ستونزو او د ښوونځي د پخوانی ریکارډ، طبي ریکارډ، د استوګنځې ثبوت، یا د نورو اسنادو د موجودیت په پام کی نیولو پرته هغه ماشومان او ځوانان سمدستي شامل کړئ څوک چې د بې کوري حالت تجربه کوي.
       
    2. سمدستي د هغه ښوونځي سره اړیکه ټینګه کړي چې زده کوونکي پکی په وروستي ځل ګډون کړئ اوسی تر څو اړوند اکاډمیکی او نور ریکارډ ورڅخه تر لاسه کړائ شي او که اړتیا وي، د زده کوونکي مور/پلار یا تنکی ځوان د بې کوره کسانو د تعلیم رابط افسر ته راجع کړئ څوک چې به ورسره د نوم لیکنې لپاره د اړین ریکارډ په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. که چیرته ورته د واکسینو، فزیکي معایناتو، او د آیالت د روغتیا معلوماتو فورمې اړوند مرستې ته اړتیا وي، باید د ښوونځي د نرس سره اړیکه ونیول شي.
       
    3. د ځای پرځای کولو یا شاملولو اختیارونو په اړه د والدینو سره خبری اتری وکړئ، زده کوونکو ته په خپل اصلي ښوونځي کې د پاتې کیدو اجازه ورکول(هغه ښوونځی چې زده کوونکي پکې په وروستی ځل شامل وو، یا د بی کوری حالت د تجربه کولو څخه وړاندي چی په کوم ښوونځی کی شامل وو)، که چیرته د ماشوم په ګټه وي.
       
    4. د هغه ماشومانو او تنکی ځوانانو د تعلیمي حقونو په اړه عامه خبرتیا پوسټ یا خپره کړي څوک چې د بې کوری حالت تجربه کوي.
       
    5. بې سرپرسته بې کوره ځوانانو لپاره زده کړې ته لاسرسي برابر کړي.
       
    6. هغه ماشومان او تنکی ځوانانو چی د بی کوری حالت تجربه کوي، د ترانسپورت خدماتو، تعلیمي خدماتو، او خواړو په شمول دی ورته د ښوونځي د خواړو پروګرامونو له لارې د هغه زده کوونکو په څیر مساوي خدمات وړاندې شی څوک چی کورونه لري.
       
    7. د عالي ښوونځي یا د عمومي زده کړو بشپړول دی وحڅوي او روښانه کړي.
       
    8. بې کوره زده کوونکو ته دی د خدمات وړاندي کولو لپاره د ټولنیزو خدماتو ادارو سره په ګډه کار وکړئ.
       
    9. والدین او بې کوره ځوانان دی د نوم لیکنې کولو د شته امکاناتو او تعلیمي فرصتونو څخه خبر کړئ.
       
  3. د ښوونځيو مرکزونه باید:
     
    1. د میک کیني - وینټو (McKinney-Vento) د بې کوره کسانو په زده کړې کی د مرستې د اصالاحاتو د 2001 قانون د شرایطو په مطابق ځان برابر کړي کوم چی د ټایټل XI د لومړی برخی د 2015 قانون، هر زده کوونکي بریالی کیږي قانون لخوا بیاځلی تایید شوی دۍ، ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې بې کوره ماشومان او تنکی ځوانان به د پرتله کولو وړ تعلیمي خدمات ترلاسه کړي، او په ځینو حالاتو کې د هغه خدماتو سربیره نور خدمات هم کوم چی د نورو عامه ښوونځیو زده کوونکو ته وړاندی کیږي.
       
    2. اصلي ښوونځي ته د لاسرسي لرلو لپاره د ترانسپورت ډاډ رامنځ ته کړئ حتی که زده کوونکی نور د حاضریدو په سیمه کې هم نه اوسیږي، یا که ماشوم یا تنکی ځوان د ښوونځي مرکز په بله ساحه کې اوسیږي مګر غواړي چی په خپل پخواني ښوونځي کې پاتې شي. د استوګنځي سیمی د ښوونځي ډیوژن (څانګه) به د هغه ښوونځي ډیويژن (څانګې) سره د ترانسپورت لګښت په شریکه ورکوي په کوم ځاي کی چې زده کوونکي شامل وي.
       
    3. والدینو/سرپرستانو ته په ښوونځي کی د ځای پر ځای کولو یا شاملولو پریکړی په اړه په لیکلی بڼه وضاحت وړاندی کړئ (I ضمیمه)، او د والدینو د استیناف حقونه (II ضمیمه).
       
    4. په سمدستي توګه ماشوم یا تنکی ځوان په هغه ښوونځي کی شامل کړي په کوم کې چی شاملیدل غواړي، کوم چې د مک کیني - وینټو قانون تر لاندی د ښوونځي د وړوالی انتخاب، یا په ښوونځي کې د شمولیت په اړه د پاتی شخړې د حل لپاره یوه لار ده.
       
    5. د ډیویژنونو تر منځ د ستونزو حل کولو لپاره د اړوندو سیمه ایزو ټولنیزو خدماتو ادارو او نورو ادارو او پروګرامونو سره چې دغه ډول زده کوونکو ته خدمات وړاندې کوي او د ښوونځي د نورو ډیویژنونو سره چی ممکن اړتیا ورته وي، د دغه ډول زده کوونکو پیژندنه او د خدماتو قوانین همغږي کول لکه څرنګ چې په I. A برخه کې تعریف شوي دي.
       
  4. لاندې ذکر شوي کړنلارې د پرنس ویلیم کاونټي په عامه ښوونځیو (PWCS) کې شتون لري ترڅو د هغو ماشومانو او تنکی ځوانانو اړتیاوې پوره کړی څوک چې د بې کوری حالت تجربه کوي او د ښوونځي کارکوونکو لپاره د لارښود په توګه کار وکړي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره، یا د ځانګړی حالاتو په اړه خبری کولو لپاره، مهرباني وکړئ ذکر شوي دفتر سره اړیکه ټینګه کړئ.
     
    1. په ښوونځی کی نوم لیکنه یا راجسټریشن
       
      1. د 1-794 مقرری "د ښوونځي مسایلو په اړه د والدینو ترمنځ د شخړو حل" پر اساس، د نوم لیکنې تر سره کولو لپاره د توقیف یا سرپرستی ستونزی خنډ نه دي.
         
      2. د 718-1 مقرری " هغه زده کوونکي چې د بې کوری حالت تجربه کوي" سره په مطابقت، هغه زده کوونکي چې د بې کوری حالت تجربه کوي، اجازه لري چې د خپل اصلي استوګنځی په ښوونځي کې پاتې شي.
         
      3. د زده کوونکو د خدماتو دفتر به د هغو ماشومانو لپاره د ترانسپورت په برابرولو کې مرسته وکړي څوک چی د لیږد یا بدلیدو په حالت کی وي. ټرانسپورت لپاره د اړتیا لیدو په وخت کی ښوونځی باید سمدستي له دې دفتر سره اړیکه ټینګه کړي.
         
      4. والدین/سرپرست به د راجسټریشن یا نوم لیکنی پروسې پر مهال د PWCS د استوګنځې د معلوماتو فورمه (III ضمیمه)، د PWCS د حقونو او مسؤلیتونو فورمه (IV ضمیمه)، او د PWCS د ترانسپورت غوښتنې او تړون فورمه (V ضمیمه) بشپړه کوي.
         
    2. د ترانسپورت خدمات
       
      1. کله چې ښوونځي خبر شي چې ماشوم د لیږد یا بدلیدو په حال کې دئ، د ښوونځي کارکوونکي باید د لاندې ذکر شوي معلوماتو په لرلو سره د زده کوونکو خدماتو دفتر سره اړیکه ټینګه کړي:
        1. د زده کوونکي نوم، عمر او ټولګئ؛
        2. د پلار نوم او د اړیکی ټینګولو معلومات؛ 
        3. د استوګنځې نوم او پته، هوټل، یا سرپناه؛
        4. د استوګنځې، هوټل، یا سرپناه د تلیفون شمیره؛
        5. هغه ښوونځي چی ماشوم/ماشومان به پکی ګډون کوي؛
        6. ځانګړي اړتیاوې، د بیلګې په توګه، د ځانګړو اړتیاو زده کوونکي، د انګلیسي زده کړي (EL) زده کوونکي؛ او
        7. د استوګنځې، هوټل، یا سرپناه د پریښودو نیټه، که معلومه وي.
           
      2. ترانسپورت باید د PWCS لخوا یا د PWCS په همکارۍ د کوم بل ښوونځي ډیویژن (څانګې) لخوا برابر شي. د زده کوونکو د خدماتو دفتر لخوا د PWCS د ترانسپورت لپاره د وړاندیز او د هوکړي د فورمی د تر لاسه کیدو نیټی وروسته د ترانسپورت خدمات په عامه توګه له دریو څخه تر پنځو کاري ورځو کې پیل کیدی شي.
         
      3. ښوونځي باید د ترانسپورت د خدماتو د دفتر سره په ګډه د ښوونځي څخه وروسته د خپلو فعالیتونو لپاره د ترانسپورت د ملاتړ کچه همغږي کړي. که چیرته ځانګړي ترتیباتو ته اړتیا وي، انفرادي ښوونځي باید د زده کوونکو د خدماتو دفتر سره اړیکه ټینګه کړي.
         
    3. د ښوونځي روغتیایی خدمات
       
      1. هغه ماشومان چې د بې کوری حالت تجربه کوي او د روغتیایی شرایطو ستونزو حل ته انتظار باسی، باید سمدلاسه یی نوم لیکنه تر سره شي. ښوونځي باید د ښوونځي نرس سره اړیکه ټینګه کړي ترڅو په ښوونځی کی د شاملیدو لپاره د فزیکي معایناتو او واکسینونو لپاره د اړتیا پر اساس د وخت د مهالویش کولو پروسه چټکه کړي.
         
      2. د ښوونځي نرسان باید د هغو ماشومانو په اړه ترلاسه شوي معلومات وڅاري چې د بې کوری حالت تجربه کوي او باید د ښوونځي د سلاکارانو او کورنیو سره په ګډه کار وکړي ترڅو د نورو روغتیایی خدماتو لپاره ملاقاتونه او/یا راجع کونی مهالویش کړي.
         
      3. د ښوونځي د نرسانو لخوا د ګټه پورته کولو لپاره، د ښوونځي د روغتیایی خدماتو دفتر باید د روغتیایی مرکز دفترونو او د ټولنې د روغتیایی سرچینو د اړیکو لیست ترتیب کړي ترڅو د هغو کورنیو لپاره د خدماتو تر لاسه کولو دوام تضمین کړي چې د فزیکي یا نورو معایناتو لپاره راجع کیږي.
         
      4. والدین باید په بنسټیزه توګه د شاملیدو څخه وروسته په 60 ورځو کې دننه باید د واکسینو یا فزیکي معایناتو (که اړتیا ورته وي) ثبوت وړاندې کړي. د ښوونځي نرس او/یا کارکوونکي باید د دغه ډول ریکارډ ترلاسه کولو په موخه د والدینو/سرپرستانو سره د مرستې کولو هڅې مستند کړي.
         
    4. ځانګړی تعلیم / زده کړي
       
      1. پرته له دې چې د کور وضعیت په پام کی ونیول شي، هغه ماشومان او تنکی ځوانان چې د بې کوری حالت تجربه کوي او څوک چې معلولیت لرونکي زده کوونکي دي باید د هغوي د انفرادي زده کړو پلان سره په مطابقت هغوي ته خدمات وړاندې شي.
         
      2. دا اړینه ده چې د ښوونځي کارکوونکی د یو بالغ کس څخه د یو زده کوونکي د شاملولو په وخت کی د هغه د وړوالی او د ځانګړي تعلیم خدماتو لپاره د هغه د اړتیاوو په اړه معلومات تر لاسه کړي.
         
      3. هغه زده کوونکی چې PWCS خوشي کوي، د زده کوونکي له وتلو وروسته د اړوند دورې په پای کې باید د هغه تعلیمی ریکارډ د ریکارډ ساتلو مرکز ته ولیږل شي. په نورو کاونټیانو کې هغه ښوونځی چی زده کوونکي تر لاسه کوي، کولی شي چی د ریکارډ ساتلو مرکز سره اړیکه ټینګه کړي ترڅو دا تصدیق کړي چې زده کوونکي په PWCS کې د زده کړي پرمهال ځانګړي تعلیمي خدمات ترلاسه کول.
         
    5. د لوبو یا سپورټ لپاره وړوالی
       
      1. هغه زده کوونکي چې د بې کوری حالت تجربه کوي باید د وړوالی لرلو هیڅ ستونزه ونه نلري، که چیرته هغوي په خپلو اصلي ښوونځيو کې پاتی شي او که د ویرجینیا د عالي ښوونځي لیګ او PWCS لخوا ټاکل شوي د وړوالی لرلو جوړ شوي مقرراتو باندی برابر وي.
         
      2. هغه زده کوونکي چې د بې کوری حالت له امله ښوونځي بدلوي باید د ښوونځي کارکوونکي د خپل وضعیت څخه خبر کړي او د وړوالی لپاره دی ورڅخه د معافیت غوښتنه وکړي. هر یوی قضیې ته په کتو سره هر یو حالت باید د زده کوونکو د فعالیتونو څارونکي لخوا وڅیړل شي
         
    6. د ماشومانو جامع مطالعه (CCS)
       
      1. CCS په وخت سره د مداخلې یو پروګرام دی کوم چې په ټولو ابتدايهٔ، منځنیو او عالي ښوونځیو کې فعال دی.
         
      2. د CCS او د ټولنې د ګڼ شمیر ادارو ترمنځ د همکارۍ کولو پیاوړي پروسه شتون لري.
         
      3. دا چی CCS نشي کولی په مستقیم ډول ټولو زده کوونکو/کورنیو سره مرسته وکړي څوک چې د بې کوری حالت تجربه کوي، د CCS کارکوونکي د ټولنې د سرچینو په اړه د سلا مشورې کولو لپاره د ښوونځي کارکوونکي سره مرستی کولو لپاره هر وخت موجود دي.
         
    7. د انګلیسی زده کړي پروګرام (ُEL)
       
      1. دا چې د ډیویژن په کچه د پیژندنی او وتلو پروسیجر یا کړنلاری لپاره یوه پروسه کارول کیږي، د وړکتون څخه تر 15 ټولګي پوری د EL هر یو زده کوونکی څوک چې د لیږد یا تبدیلیدو په حال کې وي، وبه کولی شي چی د ښوونځي په ډیویژن کی چی د هر ښوونځي له لارې وغواړي، د EL خدماتو ترلاسه کولو ته دوام ورکړي.
         
      2. د EL معلومات د زده کوونکی د تعلیمي ریکارډ یوه برخه ده کوم کی چې د پروګرام په اړه ټول اسناد لري او هر ترلاسه کوونکي ښوونځي ته د لاسرسي وړ دي. د ښوونځيو تر منځ د زده کوونکي لیږد یا بدلون، که اړتیا ورته وي، باید له کومی ستونزی پرته تر سره شي.
         
    8. ګفټډ (خداداد وړتیاوي لرونکی) تعلیمی پروګرام
       
      1. دا چې د ډیویژن په کچه د پیژندنی او وتلو پروسیجر یا کړنلاری لپاره یوه پروسه کارول کیږي، هر هغه زده کوونکی چې د وړکتون څخه تر 15 ټولګي پوری د ګفټد زده کوونکی په توګه پیژندل شوی وي او څوک چې د لیږد په حال کې وي کولی شي چی په ښوونځي ډیویژن (څانګه) کې د هر ښوونځي له لارې چی وغواړي، د ګفټډ خدماتو ترلاسه کولو ته دوام ورکړئ.
         
      2. د ګفټډ خدماتو معلومات د زده کوونکی د تعلیمي ریکارډ یوه برخه ده کوم کی چې د پروګرام په اړه ټول اسناد لري او هر ترلاسه کوونکي ښوونځي ته د لاسرسي وړ دي. د ښوونځيو تر منځ د زده کوونکي لیږد یا بدلون، که اړتیا ورته وي، باید له کومی ستونزی پرته تر سره شي.
         
    9. ټایټل I
       
      1. بې کوره ماشومان د خپلو د کورونو د وضیعت له امله دا حق لري چې د ټایټل I په پروګرامونو او خدماتو کې ګډون وکړي که چیرته مور او پلار یی غواړي چی د دي موجوده فرصت څخه ګټه پورته کړي.
         
      2. هغه بی کوره ماشومان چی په غیر ټایټل I ښوونځیو کې دي، هغوي هم د ټایټل I تادیه شوي خدماتو لپاره وړ دي ، د هغو خدماتو په څیر چی په ټایټل I ښوونځي کی زده کونکو ته وړاندی کیږي. د ښوونځي اداره کوونکی هڅول کیږي چې د ټایټل I دفتر سره اړیکه ټینګه کړي که چیرته یو شامل شوی ماشوم چی د بې کوری حالت تجربه کوي، اکاډمیکی مرستې ته اړتیا ولري.
         
    10. د ښوونځي خواړه او د تغذيې/غذا خدمات
       
      1. هغه زده کوونکي چې د بې کوری حالت تجربه کوي په واضح ډول په ښوونځي کې د وړیا خواړو تر لاسه کولو لپاره وړ دي.
         
      2. کله چی یو زده کوونکي د زده کوونکو د معلوماتو په سیسټم کې د "بې کوره" په توګه وپیژندل شي، د ښوونځي د خوړو او تغذیې خدماتو څانګه به زده کوونکي ته د وړیا خواړو تر لاسه کولو لپاره یو کوډ ورکړي.

د زده کوونکو د زده کړې او مسٔولیت لرلو ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي