Regulation 723-1 - Pashto

کتاب                                                                       پالیسۍ او مقررات
برخه                                                                       700 - زده کوونکي
عنوان                                                                    مقرره - په ښوونځی کی د شاملیدو عمر
کوډ                                                                         1-723 
حالت                                                                     فعال
تصویب شوۍ/خپل شوئ                             24 اکتوبر, 2018

زده کوونکې

مقرره نمیر 1-723

په ښوونځی کی د شاملیدو عمر

 

د ویرجینیا قانون پر بنسټ، لاندی ذکر شوي کړنلاري به په پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځیو (PWCS) کی د زده کوونکو لپاره د ښوونځی عمر اداره کوي:
 

  1. هر هغه ماشوم چی د سپتمبر په 30 یا له هغي وړاندی پنځه کلن کیږي، د PWCS وړکتون کی به ورته د شاملیدو اجازه ورکول کیږي.

    هغه ماشومان چې د وړکتون لپاره د عمر شرایط نه پوره کوي، په وړکتون کې به نه شاملول کیږي یا د PWCS په وړکتون کې به د ځای پرځای کیدو لپاره نه ارزول کیږي.

    د استثنا په توګه، یو داسی ماشوم چې د سپتمبر تر 30 نیټی پورې پنځه کلنۍ ته د رسیدو څخه وړاندی ورته په بل ایالت کې په عامه وړکتون کې د شاملیدو اجازه ورکړل شوي وه، او څوک چې د والدینو/سرپرست سره یوځای د ښوونځي کال له پیل کیدو څخه وروسته پرنس ویلیم کاونټي ته کډه کیږي، ممکن وړکتون ته دوام ورکولو لپاره ورته اجازه ورکړل شي. دا استثنا په هغو زده کوونکو باندی د پلي کیدو وړ نه ده چې د خصوصي ښوونځی په وړکتون پروګرام کې یی ګډون کړئ اوسی یا په هغه مواردو کې چې یو ماشوم د اوسیدو لپاره د والدینو څخه جلا بل ایالت ته په ښوونځی کی د ګدون کولو موخی لپاره لیږل شوی وي.
     
  2. د فعاله پوځی دنده لرونکو والدینو ماشومان څوک کی ویرجینیا ته ګډه کیږي، د آیالاتو تر منځ د پوځی تړون تر لاندی د احکامو لخوا خوندي شوي دي. (د 10 U.S.C. §§ 1209 او 1211 سره په مطابقت فعاله پوځی دنده د متحده ایالاتو په پوځ کی په فعاله توګه د خدماتو تر سره کولو په شمول د ملي ګارد غړو او د فعاله پوځی دندي لپاره د ساتل شویو کسانو په معنی ده). د آیالاتونو تر منځ د پوځی تړون احکام یوازې د فعاله پوځی دنده لرونکو کورنیو زده کوونکو باندې د پلي کیدو وړ دي څوک چې د ویرجینیا ایالت څخه بهر د سیمه ایزه تعلیمی ادارې (LEA) څخه ځان لیږدوي.

    د فعاله پوځی دنده لرونکی والدینو ماشومان به په وړکتون کې شامل کړل شي حتی کله چې ماشوم لا تر اوسه هم ښوونځی نه وي پیل کړی، مګر ماشوم به د آیالت څخه بهر د سیمه یزه تعلیمی اداری (LEA) په وړکتون کی ګډون کوو که چیرته پوځی کورنۍ بیاځلی ګډه شوئ نه وه.

    د لږ تر لږه عمر په پام کی نیولو پرته، د فعاله پوځی دنده لرونکی والدینو ماشومانو ته باید اجازه ورکړل شي چې د ټولګي په کچه خپل شمولیت ته دوام ورکړي که چیرته د پوځی کورنی د بیا کډه کیدو په وخت کی ترلاسه کونکی آیالت په لیږونکی آیالت کی د LEA څخه (د وړکتون په شمول) د هغوي د ټولګي کچې سره مطابقت ولري. یو زده کوونکی چې په لیږونکي آیالت کې یی په LEA کې د لازم ټولګي کچه په قناعت وړ سره بشپړه کړې وي، د لږ تر لږه عمر په پام کې نیولو پرته به په ترلاسه کوونکي ایالت کې په بل لوړ ټولګی کچه کې د نوم لیکنې لپاره وړ وي. هغه زده کوونکی چې د ښوونځي کال له پیل څخه وروسته ترلاسه کوونکي ایالت ته ځان لیږدوي باید د لیږونکي آیالت د LEA څخه د تر لاسه کوونکی آیالت په ښوونځی کی د اعتبار وړ ټولګي ته ننوځي.
     
  3. یو ځل چې یو زده کوونکی په وړکتون کې په رسمي ډول شامل شي، له زده کوونکي څخه تمه کیږي چې په منظم ډول ښوونځي کی ګډون وکړي پرته له هغه حالتونو چې په عادي ډول غیر حاضرۍ غذر شوي وي.
     
  4. هغه ماشومان چې د سپتمبر تر 30 نیټی پورې یی د وړکتون لپاره د پنځه کاله عمر لرلو شرط نه وي پوره کړی، او والدین/سرپرست یې هڅه کوي چې ماشوم په لومړي ټولګي کې شامل کړي، لاندې معیارونه باید پوره شي:
     
    1. زده کوونکی باید په یو داسی ښوونځی کی ګډون کړئ وی او بریالیتوب سره یی د وړکتون پروګرام بشپړ کړئ اوسی چی د ورجینیا د خصوصي زده کړو شورا (VCPE)، د تنکی ماشومانو د زده کړې ملي ټولنی (NAEYC)، یا د دغو سره یو برابر اداری لخوا منل شوي وي. د ماشوم یا ماشومانو په کور کې د والدینو/سرپرست یا کوم بل کس چې د ماشوم یا ماشومانو کنټرول یا مسؤلیت په غاړه لري، لخوا لارښوونه به د باوړ وړ وړکتون پروګرام په توګه نه طبقه بندي کیږي. والدین/سرپرست باید د وړکتون د پروګرام په بریالي توګه د بشپړولو شواهد/ثبوت (راپور کارت یا ټرانسکرپټ/اطلانامه) وړاندی کړي.
       
    2. والدین/سرپرست باید د وړکتون نوم لیکنی لپاره د ټاکلی شویو نیټو په بهیر کی د ښوونځی مدیر ته وړاندیز وکړي. په ټولګی کی د ځائ پر ځائ کولو په اړه وروستی پریکړه به د ښوونځی مدیر کوي؛ او
       
    3. والدین باید د نوم لیکنې په وخت کې د شاملیدو د تړون فورمه (ضمیمه) بشپړ کړي. دا فورمه والدین په رسمي ډول له دی څخه خبروي چې په لومړي ټولګي کې نوم لیکنه په مشروط ډول ده. لکه څرنګ چې د نوم لیکنې په تړون کې په ډاګه شوي دي، په لومړي ټولګي کې غیر قناعت وړ پرمختګ ممکن په وړکتون کی د ځای پرځای کولو پایله ولري. که چیرته لازم وګڼړل شي، د وړکتون ټولګي ځائ پر ځائ کونه کې بدلونونه به د زده کوونکي د ښوونځي په لومړۍ میاشت کې تر سره کیږي.
       
  5. یو ماشوم چې په وړکتون یی ګډون نه وی کړئ، مګر د لومړي ټولګي لپاره د عمر شرایط پوره کوي، ممکن په لومړي ټولګي کې شامل کړل شي. د مناسب غیر رسمي او/یا رسمي کتنې او ارزونې وروسته، د والدینو/سرپرستانو په رضایت، د ښوونځی مدیر ممکن په بدیل ځای کی د ځائ پر ځای کولو سپارښتنه/سفارش وکړي.
     
  6. هر هغه ماشوم چې عمر یی د ښوونځي کال د سپتمبر په 30 یا له هغی وړاندی شپږ کلن کیږي باید په ښوونځي کی ګډون وکړي.

 

د زده کوونکو د زده کړې او احتساب ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

 

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.


مقرره 1-723 - ضمیمه 1 .pdf