Regulation 712-1 - Pashto

کتاب                                                                       پالیسۍ او مقررات
برخه                                                                        700 - زده کوونکي
عنوان                                                                     مقرره - د زده کوونکی (شاملول) - د غبرګونی ماشومانو یا له یو څخه زیاتو یو ځائ پیدا شوي ماشومانو شاملول
کوډ                                                                         1-712
حالت                                                                      فعال
تصویب شوۍ                                                   24 جنوری، 2018



زده کوونکي

مقررات 1-712

د زده کوونکی ځائ پر ځائ کول یا شاملول

د غبرګونی ماشومانو یا له یو څخه زیاتو یو ځائ پیدا شوي ماشومانو شاملول

  

په هم یو ښوونځی او په هم یو ټولګي کی د شامل شوي غبرګونی یا له یو څخه زیاتو زیږیدلی ماشومانو ( دریو، څلورو، پنځو یا زیات شمیر ماشومانو په شمول د دری ګونی، څلور ګونی، پنځه ګونی، شپږ ګونی، او اوو ګونی)، ماشومانو والدین یا قانوني سرپرست دا وړاندیز کولئ شي چی ماشومان دی په هم یو ټولګي یا جلا جلا ټولګيو کې ځای پر ځای یا شامل شي. ښوونځي کولئ شي چی والدینو یا قانوني سرپرست ته تجویز وړاندی کړي چی ماشومان په کوم ټولګی کی شامل کړي.

والدین یا قانوني سرپرست کولی شي چی په هم یو ټولګی کی یا جلا جلا ټولګي کې د دوه ګونی یا له یو څخه زیاتو ماشومانو ځائ پر ځائ یا شاملولو غوښتنه وکړي؛ خو بیا هم، دا د ښوونځی د مدیر مسؤلیت دی چې ټولګي او ښوونکي مشخص او غوره کړي. والدین یا قانوني سرپرست باید په ټولګي کی د ځای پرځای کولو غوښتنه د روان ښوونځي کال په بهیر کې د ماشومانو د نوم لیکنې په وخت کې وکړي.

په ډیری حالتونو کې، په ټولګی کی ځای پرځای کونه د والدینو یا قانوني سرپرست غوښتنې سره سم ترسره کیږي. که چیرته د ښوونځی مدیر په دې باور وي چې زده کوونکی باید په بل ټولګی کی ځائ پر ځائ شي، د دی کار منظوری باید د لیول ایسوسی سوپرانټنډنټ ( چی د سوپرنټنډنټ د استازی په توګه کار کوي) لخوا ورکړل شي. د ښوونځی مدیر به د دې پریکړې لپاره والدینو یا قانوني سرپرست ته معقول دلیلونه وړاندې کوي.

د نمری ورکولو د لومړنۍ دورې په پائ کې، که چیرته د ښوونځی مدیر د زده کوونکو د ټولګي ښوونکي سره په مشوره، دا مشخص کړي چې په وړاندیز شوي ټولګي کی د زده کوونکی شمولیت د زده کوونکی په زده کړه یا د نورو زده کوونکو په زده کړه منفي اغیزه لري، د ښوونځی مدیر کولئ شي چی د زده کوونکی ټولګئ یا ځائ پر ځائ کونه بدله کړي.

والدین یا قانوني سرپرست کولی شي د 1-731 مقرری "د زده کوونکو د چارو/مسایلو اپیل/استیناف" سره په مطابقت د ښوونځی مدیر د پریکړې پر ضد د استیناف/اپیل غوښتنه وکړي.

د زده کوونکو د زده کړې او احتساب ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي
.