Regulation 715-5 - Pashto

کتاب                                                       پالیسۍ او مقررات
برخه                                                        700 - زده کوونکي
عنوان                                                     مقرره - د نوم لیکنې دمخه د ماشوم انضباطي او جنایی تاریخ افشا یا څرګنده کول
کوډ                                                        5-715
حالت                                                     فعال
تصویب شوۍ/خپل شوئ             12 جون، کال 2019



زده کوونکې

مقرره 5-715

د نوم لیکنې دمخه د ماشوم انضباطي او جنایی تاریخ افشا یا څرګنده کول

  

دا مقرره په هر هغه زده کوونکی باندی د پلی کیدو وړ دۍ، چی له دی وړاندی په کوم ښوونځی کی شامل شوئ وي.
 

  1. والدین، سرپرست، یا بل هر هغه کس څخه چې د ښوونځي عمر لرونکی ماشوم کنټرول یا مسؤلیت په غاړه لري، بایدد شاملولو په وخت کې د ماشوم د انضباط (ډسپلین) حالت په اړه حلف نامه یا تصدیق وړاندي کړي. د دغه ډول ماشوم مور /پلار یا قانوني سرپرست باید "د نوم لیکنې دمخه د ماشوم انضباطي او جنایی تاریخ افشا یا څرګنده کونه" (I ضمیمه) بشپړ کړي، کوم کار چې والدین اړ کوي چې دا په ډاګه کړي چې آیا ماشوم یی کله هم له کوم ښوونځي څخه شړل شوی، د اوږدې مودې لپاره د کوم ښوونځی څخه ځنډول شوئ، له کوم ښوونځي څخه ایستل شوی، یا د انضباطي لاملونو له امله په غیر دودیز تعلیمي پروګرام کې ځای پرځای شوی دۍ او که څرنګ.
     
  2. د ویرجینیا کوډ، 3.2-22.1 ماده هم یو مور/پلار، سرپرست، یا هر هغه کس چې د ښوونځي عمر لرونکی ماشوم کنټرول یا مسؤلیت په غاړه لري، اړ کوي چی د نوم لیکنی کولو په وخت کی عامه ښوونځی ته د زده کوونکی د ځینې جنایی محکومیتونو یا د خطا کاری یا شرارت قانونی پریکړو په اړه معلومات وړاندی کړي. (II ضمیمه) کله چې نوم لیکنه د فوسټر کیئر پروګرام لخوا د ځای په ځای کولو پایله ولري، نو معلومات باید د سیمه یزه ټولنیزو خدماتو ادارې یا د ماشومانو د ځای پر ځای کولو جواز لرونکي ادارې لخوا برابر شي چا چی په فوسټر کیئر کی ځای پرځای کونه تر سره کړی اوسی. د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي د دې مقرری په ضمیمه کې د لیست شوي جنایی جرمونو لپاره د تورونو څرګندولو غوښتنه هم کوي.
     
  3. د وسلو، الکول، نشه یی توکو، یا کوم بل کس ته په قصدي ډول د زیان رسولو په تړاو د ښوونځي بورډ د پالیسیو څخه د سرغړونې په برخه کی د یو جرم لپاره اخراج کیدنه/شړنه په ناسمه توګه بیانول یا په څرګندولو کې پاتی راتلل یو ناوړه چلند/عمل دی.

 

د ځانګړي تعلیم او د زده کوونکو خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ د پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
 

دا مقررات باید لږترلږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي، دا مقرره په هر هغه زده کوونکی باندی د پلی کیدو وړ دۍ، چی له دی وړاندی په کوم ښوونځی کی شامل شوئ وي.  


حوالی