Regulation 711-3 - Pashto

کتاب                                                                    پالیسۍ او مقررات
برخه                                                                    700 - زده کوونکي
عنوان                                                                 مقررات - استوګنه / رهائش
کوډ                                                                     3-711
حالت                                                                  فعال
تصویب شوۍ/خپل شوئ                          23 جنوری، کال 2019
د بیاځلی کتلو وروستی نیټه                      16 نومبر، کال 2021


زده کوونکي

مقرره 3-711

استوګنه / رهائش

  1. د استوګنې مشخص کونه

    هغه زده کوونکې چی د پرنس ویلیم کاونټي اصلي یا ریښتنی اوسیدونکي دي، کولی شي په دې کاونټي کې د ښوونځي لپاره نوم لیکنه تر سره کړي که چیرته د 1-711 مقرراتو ، "د زده کوونکو د نوم لیکنی شرایط او کړنلاري" سره سم د نوم لیکنی ټول شرایط پوره شوي اوسی.
    1. لاندې ذکر شوي کسان په اوتومات ډول د کاونټی اوسیدونکي ګڼل کیږي:
      1. هر هغه کس چې د طبیعي والدینو یا هغه والدینو سره چی دا یی په قانونی توګه فرزندی اخیستی وي، سره ژوند کوي چې په فزیکي توګه په پرنس ویلیم کاونټي کې اوسیږي.
      2. د فعاله پوځی دنده لرونکی کورنۍ هر هغه ماشوم چې د والدینو (توقیف لرونکی یا غیر توقیف لرونکی)، سرپرست، قانوني توقیف لرونکی، یا کوم بل کس سره په قانوني ډول ژوند کوي چې په پرنس ویلیم کاونټي کې اوسیږي او د 10 U.S.C. § 1044b تر لاندې د پوځی خدمت تر سره کوونکی کس لخوا، د توقیف لرونکی والدینو لخوا پداسې حال کې چې توقیف لرونکی والدین فعاله دنده لري (دایمی دنده) او د متحده ایالاتو څخه بهر د متحده ایالاتو لپاره د فعاله پوځی دندی لپاره ګمارل شوي وي، په شمول د ملي ګارد او ساتل شویو غړو لخوا د "ځانګړي صلاحیت ورکولو" سند لري. د ځانګړی صلاحیت ورکولو سند باید د آیالت د مقرراتو سره مطابقت ولري. پوځي احکامات باید د تایٔیدی لپاره په لاس ورکړل شي.
      3. د فعاله پوځی دندی لرونکی والدینو هر هغه ماشوم چې د پرنس ویلیم کاونټي څخه بهر ژوند کوي ، د چا والدین چی پلان لري چې د فعاله پوځی دندې له امله د بیاځلی ځای په ځای کیدو پر اساس پرنس ویلیم کاونټي ته کډه شي. اړین مهال ویش او اسناد چې په 1-711 مقرره "د زده کوونکي د نوم لیکنی شرایط او کړنلاری" کې په ډاګه شوي دي، باید تعقیب شي.
      4. هر هغه ماشوم چې د یو کس سره په پورته ذکر شوئ 1، 2، یا 3 کټګورۍ کی، په نظامي دستګاه کی، یا پوځی هستوګنځې کې ژوند کوي چې په بشپړه یا جزوي توګه د پرنس ویلیم کاونټي جغرافیایي حدودو کې موقعیت ولري.
      5. هر هغه ماشوم چې والدین یې، پوځی احکاماتو سره په مطابقت، باید د دندې نوي ځائ ته لاړ شي، وګمارل شي، یا ورته بیرته د پوځی اډې هستوګنې ته د راستنیدو امر وشي او پدې توګه باید د پرنس ویلیم کاونټي استوګنځي څخه کډه وکړي، د تعلیمي موخو لپاره اوسیدونکی ګڼل کیدو ته دوام ورکوي. د پوځ د پرسونل ماشومانو ته تعلیمي خدمات وړاندی کولو په ارتباط، د فعاله پوځی کس ماشوم چې په ښوونځي کی په وړیا ډول زده کړی تر سره کوي، د دې مادی سره په مطابقت، د والدینو د بیاځلی کډه کیدلو سره باید د هغه ښوونځی ډیویژن لخوا د هیڅ ماشوم څخه د ټیوشن یا زده کړي فیس وا نه خیستل شي، د پورته ذکر شويو لاملونو له امله.
        1. دغو ماشومانو ته باید ژر تر ژزه په هغه ښوونځی ډیویژن کی زده کړو ته د دوام ورکولو لپاره اجازه ورکړل شي په کوم کی چې یی د کډه کیدو څخه وړاندی ګډون کوو او باید په ښوونځی کی د ګډون کولو لپاره ورڅخه د زده کړو فیس وانه حیستل شي.
        2. دا ماشومان به د ښوونځي په ډیویژن کې په اوسط ډول ورځني غړیتوب کې شمیرل کیږي چې په کوم کی هغوي شامل شوي دي. برسېره پر دې، د کډه کیدو څخه وروسته چی دا ماشومان په کوم ښوونځي ډیویژن چې کی شامل شوي وي، هغه ښوونځی ډیویژن به یی ښوونځی ته د وړو راوړو مسٔولیت په غاړه نه لري.
      6. هر هغه ماشوم چې والدین یې په حق رسیدلی وي او چې د یو داسی کس سره ژوند کوي چی د والدینو پر ځائ یی مسولیت پر مخ وړي څوک چی په پرنس ویلیم کاونټي کې اوسیږي.
      7. هر هغه ماشوم چې والدین یې نشي کولی د هغوي پالنه وکړي، او څوک چې یوازې د ښوونځي موخو لپاره د بل چا سره ژوند نه کوي،چې په پرنس ویلیم کاونټي کې اوسیږي او (a) د محکمې لخوا ټاکل شوی سرپرست دۍ، (b) په قانوني ډول د کس مخافظت په غاړه لري، یا (c) د یو کس یا اداری لخوا چی د دی کار تر سره کولو واک لري، د ورجینیا قانون 1200-63.2 § تر لاندی د یو کس فرزندی اخیستلو لپاره ځاۍ پر ځاۍ کولو سره په مطابقت د والدینو په توګه دنده تر سره کوي، یا (d) په ډیری خواری سره د توقیف دنده تر سره کوي، یا (e) یو بالغ خپلوان دی چې د لنډی مودی لپاره پالنه تر سره کوي.

        ښوونځي به د زده کوونکي د معلوماتو کاري پاڼه د توقیف یا محافظت، زده کړې، او د نوم لیکنې وړوالی معلومولو لرلو لپاره کاروي ترڅو دا معلومه کړي چې آیا د زده کوونکي د توقیف یا محافظت حالت د زده کړې لګښت/فیس اخیستلو ته اجازه ورکوي او که څرنګ (I ضمیمه). که چیرته دا مشخصه شي چې د زده کړو فیس به اخیستل کیږي، ښوونځی به د دې مقرری په II ضمیمه کې د لیک یوه کاپي والدینو ته وړاندی کوي.
        1. د دې مقرری موخو لپاره، "په احتیاط سره توقیف یا محافظت کول" د ماشوم کنټرول یا مسؤلیت په غاړه لرلو په معنی دۍ:
          1. د ماشوم د توقیف لپاره یی د پرنس ویلیم کاونټي د ځوانانو او کورنیو اړیکو محکمې ته عریضه کړې ده یا د سرپرستۍ لپاره یی د پرنس ویلیم کاونټي سرکټ (سیار) محکمی ته عریضه کړي ده؛
          2. ښوونځي ته یی د لاسلیک شوي عریضی کاپي وړاندی کړي ده؛ او
          3. په دوام دراه توګه عرض/غریضه تعقیبوي لکه څرنګ چې دلته تشریح شوي ده. عرض کوونکی باید محکمې ته په مهالویش شوې نیټې حاضر شي او د نوم لیکنی په 60 ورځو کی دننه د محکمې د حکم یوه کاپي ښوونځي ته وړاندی کړي، پرته له دې چې د ښوونځی مدیر ته د قناعت وړ یو ښه لامل وړاندی کول د دی کار تر سره کولو مخه ونیسي، په دغه حالت کې عرض کونکی باید په احتیاط سره توقیف ساتلو ته دوام ورکړي چی د ښوونځی مدیر ته د قناعت وړ وي. که چیرته عرض کوونکی توقیف ته په احتیاط سره دوام ورکولو یا ساتلو کې پاتې راشي، یا په هغه حالت کې چی د نوم لیکنې تر سره کولو وروسته په 120ورځو کی دننه د توقیف یا سرپرستۍ په ترلاسه کولو کې پاتې راشي، هغه ماشوم چې د عریضې موضوع وي، هغه به غیر اوسیدونکی ګڼل کیږي او د نوم لیکنی د نیټی څخه راپدیخوا به ورباندی د ټیوشن یا زده کړي فیس ورکول پلی کیږي.
        2. د دې مقرراتو د موخو لپاره "د خپلوان لخوا پالنه/ساتنه" پدې معنی ده چې هغه شخص چې د ماشوم پالنه او کنټرول لري، د نوم لیکنې په وخت کې یی لاندې ذکر شوي بشپړ شوي اسناد وړاندي کړي دي:
          1. یو تصدیق شوئ تحلیف پاڼه، چی د یو یا دواړو والدینو او د بالغ خپلوان کس لخوا چی د ماشوم پالنه کوي او کنټرول یی لري، لاسلیک شوي وي، کوم چی د والدینو لخوا د پالنی نه کولو دلیلونه او د خپلوان لخوا د ساتنی د انتظام تفصیلات په ډاګه کوي چې په هغی کی د ترتیباتو یا انتظام موده او دا اعتراف شامل دۍ چې والدین به په 30 ورځو کی دننه ښوونځي ته خبر ورکړي کله چې د خپلوان کس لخوا د ساتنی د انتظام موده پائ ته ورسیږي؛
          2. د واک ورکولو قانونی سند کوم چی د ماشوم د زده کړې په اړه د پریکړې کولو لپاره بالغ خپلوان کس ته واک ورکوي.
          ښوونځي باید د شواهدو راټولولو او منظم کولو لپاره د خپلوانو د پاملرنې معلوماتو فورم (V ضمیمه) وکاروي ترڅو د خپلوان کس لخوا د پالنی د ترتیب یا انتظام مناسب والی مشخص کړي. که چیرته د ښوونځی مدیر یا د هغه/هغی استازی د خپل پالنی ترتیبات نامناسب وګڼي، نو بیا هغه به د زده کوونکو د خدماتو څانګې د اداري کارکوونکو سره سلا مشوره کوي.

          د زده کوونکو د خدماتو څانګې اداری کارکوونکی ممکن په ځواب کې د ټولنیزو خدماتو څانګې (DSS) څخه په لیکلی بڼه دا تصدیق/تائیدی وغواړي چې والدین چیرته ژوند کوي، یا د دغی څانګی او DSS دواړو څخه دا تصدیق وغواړي چې خپلولی پالونکی کس چیرته ژوند کوي او دا چی د خپلولی پالنی ترتیب مشروع موخه پوره کوي کوم چی په ښوونځي کې د نوم لیکنی پرته د ماشوم په غوره ګټه کی ده.
      8. هر هغه ماشوم چې په پرنس ویلیم کاونټي کې ژوند کوي، نه یوازې د ښوونځي موخو لپاره، مګر د آزاد کوچني په توګه هم.
      9. هر هغه ماشوم چې په پرنس ویلیم کاونټي کې ژوند کوي څوک چې بې کوره ماشوم یا ځوان دۍ او د شپې اوسیدو لپاره ثابت، منظم او کافي استوګنځای نلري. د "بې کوره ماشوم یا ځوان" اصطلاح په 1-718 مقرره "زده کوونکي د بې کوری حالت تجربه کوي"، کې تعریف شوی دۍ.
    2. د بونا فایډ یا ریښتنی استوګنې لپاره ځانګړي حالتونه

      اصلي یا ریښتنی استوګنه ممکن په ځانګړي حالت کې شتون ولري چې د 1 څخه تر 9 پوری پورته ذکر شویو مفروضو یا احتمالاتو کی شامل نه دي. په دغو حالتونه کی لاندینی شامل دي:
      1. واده شوی نابالغ کس د میړه/ښځی تر استوګني لاندی وي کله چې دواړه سره ګډ ژوند کوي، حتی که نابالغ کس خپلواکه شوی هم نه وي.
      2. یو زده کوونکی چی په دایمي شکل په نظارتی پاملرنې (فوسټر کیٔر) کی اوسیږي، هغه د نظارت تر لاندی پاملرنه کوونکی والدینو تر استوګني لاندی وي. په دایمي ډول فوسټر کئر یا نظارتی پاملرنه یوازې د محکمې د حکم له مخې د دایمي نظارتی پاملرنې کولو موافقتنامې سره په مطابقت رامینځته کیدی شي ، او دواړه حکم نامه او موافبتنامه به د استوګنې د رامینځته کولو لپاره د دایمي نظارتی پاملرنه کوونکو والدینو لخوا وړاندې کیږي.
    3. هغه زده کوونکي چې د نوم لیکنې لپاره یی وړاندیز کیږي او د استوګنې لپاره د دغو معیارونه څخه هیڅ یو هم نه پوره کوي، هغه به نه اوسیدونکی کڼل کیږي او د 1-346 مقرراتو، "ټیوشن/فیس" سره سم د فیس ورکولو تابع وي. ښوونځي باید د توقیف، ښوونې، او د نوم لیکنې وړوالی معلومولو لپاره د زده کوونکي د معلوماتو کاري پڼه وکاروي ترڅو دا مشخص کړي چی آیا د زده کوونکي توقیف د زده کړې فیس اخیستل تضمینوي او که څرنګ (I ضمیمه). که چیرته دا مشخصه شي چې د زده کړو فیس به اخیستل کیږي، ښوونځی به د دې مقرری په II ضمیمه کې د لیک یوه کاپي والدینو ته ورکوي.
  2. د استوګنې اسناد
    1. هغه څوک چې د نوم لیکنې لپاره د ماشوم استازیتوب کوي، هغه کس په پرنس ویلیم کاونټي، پوځی تاسیساتو یا پوځی هستوګنې کی د ریښتنی/اصلی اوسیدو ځائ ثابتولو مسولیت پر غاړه لري. دا د والدینو/سرپرست مسؤلیت دی چې سمدستي ښوونځي ته خبر ورکړي کله چې یو زده کوونکی او/یا والدین/سرپرست د استوګنې ځای بدل کړي. په پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو کې د شاملولو لپاره د مور یا پلار، د محکمې لخوا د ټاکل شوی سرپرست، قانوني سرپرست یا د پاملرنې په تړون کې د لیست شوي کورنی غړی په فیزکی ډول موجودیت اړین دۍ. په بنسټیزه توګه د نوم لیکنې وروسته، ښوونځي باید د ښوونځي په راتلونکو کلونو کې د هغو زده کوونکو لپاره د استوګنې اضافي تصدیق غوښتنه وکړي څوک چې د استوګنې د تصدیق شوي سند سره شاملیږي.

      د استوګنې ځائ ثابتولو لپاره د لاندې ذکر شویو اسنادو څخه یو باید د ښوونځي کارکوونکو ته په لاس ورکړل شي:
      1. د اوسیدو ځائ لپاره د والدینو/قانونی سرپرست په نوم ټائټل، قواله، د قوالی سند، د ګروي کتابچه، د ګروي لیکلی بیان؛
      2. د نوي اخیستل شوي کور لپاره د جوړجاړي اسناد که چیرته قواله نه وي ثبت شوی؛
      3. د استوګني ځائ یا پوځی استوګنځی لپاره د والدینو / قانونی سرپرست په نوم د کرایی یا اجاري اوسنۍ تړون؛
      4. د شرکت سرنامی سره د استوګنځې مدیر لخوا تصدیق شوي لیک چې د والدینو او ماشوم استوګنه پکی ذکر شوئ وي.
      5. د برحاله پوځی دنده لرونکی والدینو لپاره - د پورته ذکر شویو اسنادو 1 څخه 4 پوری، په بدل کی، پوځی حکم نامه یا د خدمت تر سره کوونکی غړي د قومانانی لخوا رسمي لیک چې پرنس ویلیم کاونټي سیمې ته کډه کیدل په ډاګه کړی، وړاندی کیدئ شي، یا؛
      6. د استوګنې تصدیق شوئ قانونی تخلیف نامه ( III او IV ضمیمه) چی په پرنس ویلیم کاونټی کی د اصلی استوګنې تصدیق کوي (د کور مالک یا په کرایه نیوونکی کس اړتیا نلري چې د راجسټریشن په وخت کي حاضر وي).
    2. برسیره پردې، دوه لاندې ذکر شوي ملاتړي اسناد چې د والدینو یا قانوني سرپرست نوم او په پرنس ویلیم کاونټي کی د اوسیدو اوسنی پته پکی لیکلی وي، باید د نوم لیکنی پر مهال د ښوونځي کارکوونکو ته وړاندې شي مګر د نوم لیکنې نیټی څخه راپدیخوا د 10 ښوونځي ورځو څخه وروسته نه شي:
      1. د اوسني پرنس ویلیم کاونټي پتی سره د ورجینیا د موټر چلولو جواز یا پیژند پاڼه؛
      2. د موټر د ثبتولو اسناد / راجسټریشن؛
      3. د موټر د بیمې پالیسي بیان یا کارت؛
      4. په تیرو دوو میاشتو کې د والدینو یا قانوني سرپرست په نوم بل (اوبو، ګاز، کیبل، د ځمکنې تلیفون بل) یا د خدماتو د فعالولو اسناد که چیرته ټول بیلونه یا خدمات د کرایی په قرارداد کې پوښل شوي وي، د شرکت نوم سرنامی سره د ملکیت مدیر لخوا تصدیق شوی لیک چې دغه په ډاګه کوي؛
      5. د شخصي ملکیت مالیې بیل؛
      6. د بانک سند (د اوسني PWC پتې سره په تیرو دوو میاشتو کې دوه پرله پسې)؛
      7. د اوسني پرنس ویلیم کاونټي پتې سره د معاشونو اوسنی کونده سا سند؛
      8. د متحده ایالاتو حکومت لخوا صادر شوئ سند یا د کاونټی یا بلی ادارې لخوا خط و کتابت (TANIF, HUD, ARSA, IRS, وغیره.) چې والدینو/قانوني سرپرست یا بالغ زده کونکي په نوم لیږل شوئ وي.
      9. د رای ورکوونکی راجسټریشن/نوم لیکنه؛ یا
      10. د اوسني پرنس ویلیم کاونټي پته سره طبي بیلونه.
  3. غیر اوسیدونکو لپاره د توجه وړ یا پاملرنی وړ
    1. PWCS ممکن د استوګنې موندنه منسوخ کړي که چیرته داسی شواهد لاس ته کړي چې دا په ډاګه کړي چی یو کس ریښتنی یا اصلی اوسیدونکی نه دۍ یا د اوسیدو ځائ یی بلی سیمی ته بدل کړئ دۍ. که چیرته PWCS د استوګنې موندنې منسوخ کړي، هغه کس چې د زده کوونکي د نوم لیکنې استازیتوب کوي، د هغه پخوانی نیټی څخه د فیس ورکولو مسٔولیت په غاړه لري په کومه نیټه چی د ریښتنی یا اصلی اوسیدونکي حالت بند شوئ اوسی یا که چیرته دغه کس د نوم لیکنې په وخت کې اصلي یا ریښتنی اوسیدونکي نه وو. د استوګنی موندنی د رد کولو یا بیرته منسوخ کولو لپاره د ښوونځي د پازوال لخوا د هری پریکړی پر ضد د زده کوونکو د خدماتو څانګې ریٔیس ته اپیل تر سره کیدئ شي د چا پریکړه چی به وروستۍ وي.
    2. د ښوونځي ډیویژن دا حق لري چې د ماشوم د استوګنې وضعیت یا حالت وڅیړي او مناسب اقدام پورته کړي کله چې شواهد داسی په ډاګه کوي چې ماشوم د فیس پرته په PWCS کې د ګډون کولو لپاره معیارونه نه پوره کوي. والدین/سرپرست باید په پوهی سره یا قصدآ په یو مشخص ښوونځي ډیویژن یا د حاضري په ښوونځي کې د ماشوم د استوګنځې په اړه غلط بیانی ونه کړي.
    3. هر هغه څوک چې په پوهی سره د ټیوشن فیس څخه د خلاصون لپاره، په PWCS کې د ماشوم د استوګنځې په اړه غلط بیانی کوي، د 4 کلاس ناوړه چلند قانون مجرم دۍ او د دغه ډول غلط بیانی له امله به PWCS ته د هغه وخت څخه د ټیوشن فیس ورکولو مسٔولیت په غاړه ولري د کله څخه چی د زده کوونکي نوم لیکنه تر سره شوې وي.

د ځانګړي تعلیم او د زده کوونکو خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ د پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.